لیکوال: ابو عائشه
له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۸)
له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو په اړه د امت د علماوو اقوال
له مرګ څخه وروسته د بیا را ژوندي کېدو په اړه د قران کریم ایتونه او د رسول الله صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم احادیث بیان شول، په دې برخه کې د هغو لویو علماوو اقوالو ته کتنه کوو چې د قران کریم ایتونه او د رسول الله صلی‌ الله ‌علیه‌ وسلم احادیث یې تشریح او په تفصيل سره بيان کړې دي؛ ځکه د نورو خلکو په پرتله د قران کریم او سنتو په اړه د دوی پوهه ژوره ده او د قران کریم پر مفاهیمو او معناوو ښه پوه دي. لاندې د معاد او له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو د اثبات په اړه د ځینو علماوو اقوال راوړو:
(۱) امام ابوحنیفه رحمه ‌الله فرمایي: «موږ اقرار کوو چې الله تعالی له مرګ وروسته همدا نفسونه بیا را ژوندي کوي او په هغه ورځ به یې د جزا او سزا او د حقونو د ادا کولو لپاره را پاڅوي چې اندازه یې پنځوس زره کاله ده.»[۱] الله تعالی په دې اړه فرمایي: «وَأَنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ مَنْ فِي الْقُبُور.ِ»[۲] ژباړه: «او بېشکه الله تعالی به را پورته کوي هغه څوک چې په قبرونو کې دي.»
(۲) امام طحاوي رحمه‌ الله فرمایي: «موږ له مرګ وروسته په بیا را ژوندي کېدو، د قیامت په ورځ د اعمالو په سزا او … ایمان لرو.»[۳]
(۳) د اهل علم تر منځ له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو پر ثبوت اجماع موجوده ده. علامه ابوالحسن اشعري رحمه‌ الله ویلي دي: «د اهل سنت اجماع دا ده چې الله تعالی انسانان لکه څنګه چې یې لومړی ځل لوڅې پښې، لوڅ بدن او ناختنه شوي پیدا کړي وو، بېرته را ژوندي کوي، راګرځوي او ټول هغه بدنونه چې د الله تعالی اطاعت یا نا فرماني یې کړې وي، راپاڅول کېږي. همدارنګه د بدن ټول غړي، پوستکی، ژبه، لاسونه او پښې به د قیامت پر ورځ د هغوی پر ضد ګواهي ورکوي.»[۴]
(۴) علامه سفاریني رحمه‌ الله فرمایي: «د شریعت له پلوه په یقیني ډول واجب ده چې الله تعالی ټول بندګان را پاڅوي او د هغوی ټول اصلي غړي بېرته را ګرځوي او همدا چاره له پیل څخه تر پای پورې د دوی د بقا سبب کېږي. بیا یې الله تعالی د وروستۍ فیصلې لپاره محشر ته را بولي او دا یو داسې حقیقت دی چې د کتاب، سنت او د دې امت د سلفو د اجماع له مخې ثابت شوی دی.»[۵]
د کتاب په دوام کې راغلي دي چې بعث بعد الموت هغه مساله ده چې ټول دینونه یې مني او د اثبات لپاره یې ډېر دلایل موجود دي، بلکې یهود او نصارا هم د معاد پر ثبوت سره متفق دي.[۶]
(۵) ابن کثیر رحمه ‌الله له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو په معنا کې فرمایي: «معاد د قیامت پر ورځ د روحونو او بدنونو بیا را ژوندي کېدل دي.»[۷]
(۶) علامه ابن ابي ‌العز حنفي رحمه ‌الله د معاد په اړه لیکي: «پر معاد ایمان هغه امر دی چې قران کریم، سنت، عقل او سالم فطرت پرې دلالت کوي. الله سبحانه وتعالی یې په خپل کتاب کې خبر ورکړی، په اړه یې دلایل وړاندې کړي دي او د قران کریم په ګڼو سورتونو کې یې د معاد د منکرانو عقیده رد کړې او ځواب یې ورکړی دی.»[۸]
(۷) ابن قدامه مقدسي وايي: «بعث بعد الموت حق دی او دا به هغه مهال واقع کېږي چې اسرافیل علیه ‌الصلاة ‌والسلام په صور کې پوکی وکړي.»[۹]
(۸) د «اصول ‌الدین» کتاب مؤلف جمال‌ الدین احمد بن محمد حنفي وايي: «له مرګ څخه وروسته بیا را ژوندي کېدل حق دي او تصدیق یې واجب دی.»[۱۰]
(۹) د «إتحاف الجماعة بما جاء في الفتن والملاحم وأشراط الساعة» کتاب لیکوال حمود بن عبدالله تویجري وايي: «له مرګ څخه وروسته د بیا را ژوندي کېدو د اثبات په اړه په قران کریم او نبوي سنتو کې ګڼ دلایل موجود دي. الله تعالی خپل پیغمبر صلی‌ الله ‌علیه ‌وسلم ته امر کړی دی چې د معاد د پېښېدو او له مرګ وروسته د بیا را ژوندي کېدو پر واقع کېدو په درېوو قراني ایتونو کې قسم وخوري…» [۱۱]
ادامه لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[۱]. الخمیس، محمد بن عبدالرحمن، أصول الدین عند الإمام أبی حنیفة رحمه‌الله، بې‌تا، ص ۵۰۶.

[۲]. سورة الحج، آیه ۷.

[۳]. الطحاوی، أبوجعفر أحمد بن محمد، متن العقیدة الطحاویة، بې‌تا، ص ۱۱.

[۴]. اشعری، علی بن اسماعیل، رسالة إلی أهل الثغر، تحقیق: عبدالله شاکر محمد الجنیدی، بې‌تا، ص ۱۶۱.

[۵]. الخمیس، محمد بن عبدالرحمن، اعتقاد أئمة السلف أهل الحدیث؛ ۱۴۲۰هـ.ق/۱۹۹۹م، ص ۲۸۳، د «لوامع الأنوار البهیة» له کتابه، ج 2، ص ۱۵۲.

[۶]. هماغه، ص ۲۸۲–۲۸۳.

[۷]. تفسیر ابن کثیر، ج ۵، ص ۳۹۵.

[۸]. دمشقي، علي بن علاءالدین: شرح عقیدۀ طحاویه، تحقیق: عبدالله بن عبدالمحسن او شعیب ارناؤوط، ژباړن: اسحاق دبېري، ص ۸۱۱.

[۹]. ابن قدامة المقدسي، أبو محمد عبدالله بن أحمد، لمعة الاعتقاد الهادي إلی سبیل الرشاد، تحقیق: بدر بن عبدالله البدر، ۱۴۰۶هـ.ق، ص ۱۳۴.

[۱۰]. حنفي، جمال‌الدین احمد بن محمد، کتاب أصول الدین، تحقیق: ډاکټر عمر وفیق الداعوق، ۱۴۱۹هـ.ق/۱۹۹۸م، ص ۲۲۱.

[۱۱]. تویجري، حمود بن عبدالله بن حمود، إتحاف الجماعة بما جاء في الفتن والملاحم وأشراط الساعة، ۱۴۱۴هـ.ق، ج ۳، ص ۳۰۰.

Leave A Reply

Exit mobile version