لیکوال: ابو رائف
فراماسونري (برخه: ۱۱)
(دويم) نوې رامنځته شوې لوړې درجې (نوې درجې)
د دغو درجو د ور زیاتېدو دقیق وخت مالوم نه دی او د فراماسونرۍ تاریخپوهان هم په دې اړه سره اختلاف لري.
مشهور لیکوال او د فراماسونرۍ پلوی جرجي زیدان لیکي: «دغو درجو په پخوانیو ماسوني اثارو کې شتون نه درلود او په (۱۷۳۶م) کال کې په فرانسه کې رامنځته شوې دي.»
یو بل لیکوال حنا ابو راشد په دې اړه لیکي: «دا درجې د (۹۲۶ م او ۱۲۵۰م) کلونو ترمنځ د پخواني عملي پړاو په ترڅ کې رامنځته شوې دي، خو د (۱۷۳۶م او ۱۷۴۴م) کلونو ترمنځ یې یوازې په فرانسه کې رسمي بڼه خپله کړې ده.»[۱]
ډېر څېړونکي په دې اړه پر دې متفق دي چې:
(۱) د دغو درجو شمېر او ماهیت تل د اختلاف وړ پاتې شوی دی.
(۲) د هغوی د زیاتولو موخه له ابهام او شک سره مل وه.
(۳) د دغو درجو زیاتوالی په تدریجي ډول ترسره شوی دی، تر دې چې د (الطريقة الأسكوتلندية الإيكوسية) په چوکاټ کې (۳۳) درجو ته رسېدلې دي.
دا طریقه په فرانسوي لوجونو (Loges) کې ډېره عامه شوه.[2]
د دې درجو بشپړ لړلیک په لاندې ډول دی:
(الف) درې اساسي درجې
(۱) التلميذ، الطالب: شاګرد.
(۲) الرفيق، زميل المهنة: ملګری، مسلکي همکار.
(۳) الأستاذ، العريف: استاد، سر کارګر.
لوړې درجې (له ۱ څخه تر ۳۳ پورې)
دا هغه درجې دي چې د فراماسونرۍ د غړو او مسؤولینو بشپړې درجې بلل کېږي او ځانګړي نومونه لري چې د هغوی دندې او د کار طریقې ته اشاره کوي.
(۴) «أستاذ السر»: د راز استاد.
(۵) «درجة القبة الملكية» یا «درجة العقد الملوكي»: د شاهي ګنبد درجه یا د پاچاهۍ تړون.
(۶) «أستاذ كامل»: بشپړ استاد.
(۷) «أمين ثقة» د باور وړ امین.
(۸) «الوصي»، «مشرف البناء»: سرپرست یا د ودانۍ ناظر.
(۹) «مراقب البناية»، «الحبر»: د ودانۍ څارونکی یا کاهن.
(۱۰) «مختار التسعة»: له نهو کسانو څخه غوره شوی.
(۱۱) «مختار الخمسة عشر»: له پنځلسو کسانو غوره شوی.
(۱۲) «المختار الجليل زعيم القبائل الاثنتي عشرة»: لوی غوره شوی، د دولسو قبیلو مشر.
(۱۳) «أستاذ أعظم مهندس»: لوی مهندس استاد.
(۱۴) «فارس القبة التاسعة»، «القوس الملكية»: نهم ګنبد، شوالیه، شاهي قوس.
(۱۵) «فارس الكمال الاسكتلندي» او «مختار قديم أعظم»: د سکاټلنډي کمال شوالیه، لوی پخوانی غوره شوی(بزګزیده کهن اعظم).
(۱۶) «فارس السيف» یا «فارس الشرق» د تورې شوالیه یا د ختیځ شوالیه.
(۱۷) «أمير بيت المقدس»: د بیت‌ المقدس امیر.
(۱۸) «فارس الشرق والغرب»: د ختیځ او لوېدیځ شوالیه.
(۱۹) «فارس الصليب الوردي»: د رزي (د ګل یو ډول دی) صلیب شوالیه.
(۲۰) «الحبر الأعظم»: لوی کاهن.
(۲۱) «البطريق الأعظم»: لوی پاتریارک.
(۲۲) «البطريرك النوكي»، «الأستاذ الأعظم لمفتاح البناء»: نوکي پاتریارک/ د ودانۍ د کیلي لوی استاد.
(۲۳) «أمير لبنان، فارس الفأس الملكية»: د لبنان امیر، د شاهي تبر شوالیه.
(۲۴) «رئيس المعبد»، «أمير سيد ملتحق»: د معبد ريیس، تړلی امیر.
(۲۵) «قائد النسرين الأسود والأبيض» : د دوو تور او سپین باز قومندان.
(۲۶) «قائد السرّ الملكي، فارس الأفعى النحاسية»: د شاهي پټ راز قومندان / د مسي مار شوالیه.
(27) «أمير الرحمة»: د رحمت امیر.
(۲۸) «حامي المعبد»، «قائد المعبد الأعلى»: د معبد ساتونکی، د معبد عالي قومندان.
(۲۹) «فارس الشمس»: د لمر شوالیه.
(۳۰) «فارس القديس أندرو»، «الفارس الإيكوسي الأعظم»: د سپېڅلي اندرو شوالیه، لوی سکوتي شوالیه.
(۳۱) «الفارس المنتخب الأعظم قادوش، كادوش»: د قادوش لوی منتخب شوالیه.
(۳۲) «المفتش الأعظم القائد، الفارس الأعلى»: لوی تفتیش کوونکی قومندان، لوړ شوالیه.
(۳۳) «الأمير الجليل للسرّ الملكي المحقَّق»: دروند امیر، د شاهي راز څښتن.
(۳۴) «المفتش العام الأعظم للأحكام، وهو الرأي الخالص»: د ټولو احکامو لوی عمومي تفتیش کوونکی او د خالص نظر څښتن.[۳]
دا درجې د دې غورځنګ د اشخاصو د جوړښت او بنسټ مهمې او اساسي برخې دي او په حقیقت کې همدا کسان د یاد حرکت د تبلیغاتي او عملیاتي مټو حیثیت لري، چې د هېوادونو دننه او د بېلا بېلو حرکتونو او بنسټونو (موسسو) په منځ کې د نفوذ دنده ترسره کوي.
دوام لري…

مخکینۍ برخه

سرچینې:

[۱]. الماسونية بين أنصارها وخصومها، مخ: ۲۸۴.

[۲]. هماغه منبع، مخ: ۲۸۵.

[۳]. تاریخ الجمعیات السریة والحرکات الهدامة، مخونه: ۹۸–۹۹؛ او تاریخ الماسونیة العام، مخونه: ۸۰–۸۸.

Leave A Reply

Exit mobile version