لیکوال: م. فراهي توجګي
فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (لومړۍ برخه)
د تاریخ په اوږدو کې په نړۍ کې بېلابېل نظامونه او ګوندونه رامنځته شوي دي. هر نظام او ګوند په یو نه یو ډول هڅه کړې چې په موجود ټولنیز سیستم کې ژور بدلون رامنځته کړي؛ هغه سیسټم چې یو نه یو وخت د یوې ډلې یا طبقې په حق کې د ظلم او حق‌تلفۍ لامل ګرځېدلی دی. خو ځینې وخت داسې هم شوي دي چې همدا کوچني ټولنیز سیستمونه د لارې په منځ کې له انحراف سره مخ شوي، اصلي هدف یې پرېښي او له مستقیمې لارې اوښتې دي. یا دا چې خپل لوړ ارمانونه او لوی موخې یې یوازې د شعارونو، لیکنو او پرېکړو تر کچې محدود پاتې شوي دي، د تاریخ په دوړو کې پټ شوي، هېر شوي؛ او د عمل په ډګر کې د شخصي غوښتنو ښکار شوې دي.
روانه لړۍ «فرانکفورت» مکتب ته ځانګړې شوې ده، هڅه کوو چې په ډېر دقیق او ژوره توګه یې وڅیړو:
لنډیز
فرانکفورت مکتب د «ماکس هورکهایمر» له لوري په فرانکفورت پوهنتون کې رامنځته شو. د تئودور آدورنو، هربرت مارکوزه، والتر بنیامین او د نورو ستر علمي څېرو د هڅو په پایله کې د نړۍ په کچه مطرح شو. د یاد مکتب رېښه مارکسیزم ته رسیږي. فرانکفورت مکتب یو انتقادي بهیر دی چې هم پر ټولنه او هم پر نورو بېلابېلو معرفتي نظامونو نیوکه لري، او وروستی موخه یې دا ده چې د ټولنې له ماهیت څخه پرده پورته کړي. د فرانکفورت مکتب مهم انتقادونه په لاندې څلورو برخو کې را غونډیږي:
الف) پر مارکسیستي نظریې نیوکه؛
ب) پر اثبات‌پالنې (پوزیتیویزم) نیوکه؛
ج) پر ټولنپوهنې نیوکه؛
د) پر مدرنه ټولنه نیوکه.
انتقادي نظریه د همدې مکتب د آلماني نئومارکسیستانو د افکارو پایله ده چې د مارکسیستي تیورۍ، په ځانګړي ډول د مارکسیسم د اقتصادي جبرګرایۍ له اړخ سره یې نه وه جوړه. یاده نظریه تر ډېره د ټولنیز او فکري ژوند پر بېلابېلو اړخونو د انتقادونو پایله ده. یاد انتقادي مکتب له «مارکس» څخه الهام اخلي او اصلي موخه یې د کلتوري پدیدو په چوکاټ کې د واک او قدرت د اړیکو څرګندول دي.
د فرانکفورت مکتب په اړه دا لنډه څیړنه د اسنادي روش له مخې ترسره شوې ده.
سریزه
فرانکفورت مکتب د ټولنپوهنې په ډګر کې یو له مهمو مکتبونو څخه شمېرل کېږي. یاد مکتب له مارکسیزم څخه الهام اخیستی، خو ددې لپاره چې د مارکسیزم هېڅ یوه ژمنه (د پرولتاریا طبقې انقلاب او د سرمایه‌دارۍ نظام نسکورېدل) د خپل دروني تضادونو له امله عملي نه شوه، فرانکفورت مکتب له مارکسیزم څخه فاصله واخیسته. فرانکفورت مکتب انتقادي لید لري او تر ډېره پر کلتوري سطحه تمرکز لري، او اساسي موخه یې د انسان ازادي او خلاصون دی.
د انتقادي نظریې بنسټیز کار دا دی چې د ټولنې د ستونزو او معضلاتو په اړه انتقادي تحلیلونه وړاندې کړي. له همدې امله یاده نظریه د خپل ماهیت له مخې یوه ارزشي او سنجول شوې نظریه ګڼل کیږي. په همدې دلیل د پوزیتیویزم په څېر له هغو فکري جریانونو سره کلک مخالفت لري چې د ټولنیزو علومو بې‌طرفي تائیدوي او بې‌ارزښته یې ګڼي.
په انتقادي نظریه کې مسلط عنصر له عقل څخه دفاع ده، یعنې هغه انتقادي قوه چې معرفت د نړۍ له بدلون سره همغږۍ کوي، تر څو د انسان د ودې، غوړیدا او ازادۍ امکانات زیات کړي.[۱]
د فرانکفورت مکتب د بنسټ‌ګرو له ډلې څخه د ماکس هورکهایمر، تئودور آدورنو، والتر بنیامین او هربرت مارکوزه نومونه یادولی شو. له بلې خوا د یاد مکتب تر ټولو مهم تیوریسن «یورګن هابرماس» دی چې د فرانکفورت مکتب وارث او تر ټولو مهم غړی بلل کېږي. نوموړي وکولای شول چې د شلمې پېړۍ له ۱۹۷۰مې لسیزې وروسته چې د فرانکفورت مکتب د زوال او کمزورۍ موده بلل کیږي یاد مکتب له بن‌بست او وروستۍ کمزورۍ څخه وژغوري او یوه نوي پړاو ته یې داخل کړي.
د فرانکفورت مکتب د منځته‌راتګ تاریخ
هغه فلسفي ـ ټولنیز مکتب چې موخه یې د ټولنیزو علومو د اساساتو بدلون و، د شلمې پېړۍ په ۳۰مه لسیزه (۱۹۳۰) کې د فلسفي او ټولنیزو علومو په ډګر کې د یوې ځانګړې پېښې په ترڅ کې رامنځته شو او د «فرانکفورت مکتب» په نوم ونومول شو. د دې مکتب اساسي هدف د داسې یوې انتقادي تیورۍ رامنځته کول وو چې له یوې خوا پر ټولنیزو چارو پراخې نیوکې ولري او له بلې خوا د بېلابېلو فکري دستګاوو پر وړاندې انتقادي دریځ غوره کړي. دې تیورۍ د پانګوالۍ، کلتور او ایډیالوژۍ په څېر پر هغو موضوعاتو تمرکز درلود چې په ژوره توګه باید پېژندل شوي او نقد شوي وای.
هماغه وخت د آلمان په فرانکفورت ښار کې د «ټولنیزو څېړنو انسټیټوټ» د دې فکري جریان په منځته‌راتګ او د موخو په لاسته راوړلو کې مرکزي رول ولوباوه. خو کله چې په آلمان کې نازیزم او فاشیزم راڅرګند شول، د دې انسټیټوټ غړي اړ شول چې لومړی جنیوا او وروسته امریکا ته کډه شي. د دویمې نړیوالې جګړه له پای ته رسیدو وروسته بېرته آلمان ته راستانه شول.
دوام لري…
سرچینې:

[۱] ګیدنز، ۱۳۷۸: ۱۹۲.

Leave A Reply

Exit mobile version