لیکوال: شکران احمدي

 

د اسلام اخلاقي دریځ (دريمه برخه)

اخلاق د احادیثو په هنداره کې

وروسته له دې چې موږ د قرآن له نظره د اخلاقو پر دریځ بحث وکړ، اوس په دې اړه د رسول الله ﷺ وینا ته پام وکړئ: کله چې رسول الله ﷺ بشریت ته راغی نو خپله بلنه یې په لاندې ډول وړاندې کړه: «إنما بعثت لأتمم مکارم الأخلاق»؛ زه یوازې د دې لپاره رالېږل شوی یم چې د اخلاقو فضایل او ایډیالونه بشپړ کړم.

«أکمل المؤمنین إیماناً أحسنهم خُلُقا»؛ د ایمان له اړخه تر ټولو کامل مومنان هغه دي چې اخلاق یې تر ټولو ښه وي.

«ما من شَیءٍ أَثْقَلُ فی میزَانِ المُؤمِنِ یومَ القِیامة من حُسْنِ الخُلُق. وإِنَّ اللَّه یبغِضُ الفَاحِشَ البَذِی»؛ د قیامت په ورځ به د مؤمن (د نېکو اعمالو) په تله کې له ښو اخلاقو څخه بل هیڅ شی دروند نه وي، او خدای له هغه چا څخه نفرت کوي چې بد کار او بدګفتاره وي.

اخلاقي روزنه دومره حساسیت لري چې د اسلام پیغمبر ﷺ یو رښتینی مجاهد هغه څوک معرفي کوي چې د بدیو په وړاندې د مبارزې لپاره راپورته کیږي. لکه څنګه چې فرمايي: «المجاهد من جاهد نفس»؛ حقیقي مجاهد هغه دی چې له خپل نفس سره جنګیږي”. همدارنګه رسول الله ﷺ د اخلاقو لوړوالی ته بللی او فرمایی: «اتَّقِ اللهَ حَیثُمَا كُنْتَ وَأَتْبِعِ السَّیئَةَ الْحَسَنَةَ تَمْحُهَا وَخَالِقِ النَّاسَ بِخُلُقٍ حَسَنٍ»؛ په هر ځای کې چې یاست له خدایه ووېرېږئ، له هر بد کار وروسته ښه کار وکړئ ترڅو هغه (بدکار) پاک کړي او له خلکو سره ښه اخلاق وکړئ. لکه څنګه چې د حضرت جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «إِنَّ مِنْ أَحَبِّكُمْ إِلَیّ وَأَقْرَبِكُمْ مِنِّی مَجْلِسًا یوْمَ القِیامَةِ أَحَاسِنَكُمْ أَخْلَاقًا»؛ پرته له شکه د قيامت په ورځ زما په مجلس کې له تاسو څخه تر ټولو محبوب او نږدې هغه څوک دی چې په تاسو کې تر ټولو غوره اخلاق ولري. په بل ځای کې له رسول الله ﷺ څخه روایت شوی دی: «من لم يدع قَول الزُّور وَالْعَمَل بِهِ فَلَيْسَ لله حَاجَة فِي أَن يدع طَعَامه وَشَرَابه»؛ څوک چې باطل او درواغې خبرې نه پرېږدي، الله تعالی د هغه نه خوړلو او نه څښلو ته هېڅ اړتیا نه لري.

د دې احادیثو په رڼا کې د اسلام له نظره د اخلاقو دریځ به ښه توګه درک کولای شو؛ خو له بده مرغه نن سبا عام مسلمانان پر  خپل ځای، پرهېزګاران او هغه کسان چې عبادت ته څه اهمیت ورکوي د اخلاقو په برخه کې ډېر بې تفاوته ښکاري. ځینې ​​خلک فکر کوي چې د ټولو احکامو پیروي یوازې د هغه چا لپاره اړینه ده چې غواړي د کمال لوړې کچې ته ورسیږي. خو د نجات لپاره به لمونځ او روژه کافي وي؛! په داسې حال کي چې دا نظریه غلطه ده؛ ځکه که څه هم لمونځ او روژه له عذابه ژغوري. خو دې  هدف ته د رسېدو لپاره د اخلاقي فضیلتونو غوره کول او د اخلاقي خرابیو څخه ډډه کول اړین او لازمي دي.

نو مسلمان بايد په ښو اخلاقو سينګار شي او په دې برخه کې دې رسول الله ﷺ چې تر ټولو ښه اخلاق يې درلودل او اخلاق يې قرآن و. «كان خلقه القرآن»؛ ځان ته یو مثال جوړ کړي. مسلمان انسان د خپلو ښو اخلاقو په وسيله تر ټولو لوړ مقام او د خداى تعالی او د رسول الله ﷺ او د مؤمنانو محبت او د خداى جل جلاله رضا ترلاسه کوي او جنت ته داخلېږي.

ادامه لري…

Leave A Reply

Exit mobile version