لیکوال: ابوعائشه
د اسلام په رڼا کې د زلزلې څیړنه او د معترضینو د شکونو نقد (اوله برخه)
لنډیز
طبیعي پېښې او افتوته چې وخت په وخت د انسان په ژوند کې پیښیږي او کله ناکله درانه مالي او ځاني زیانونه هم رامنځته کوي یوازې فزیکي او طبیعي پېښې نه دي، بلکې د خدای تعالی د نامحدود قدرت نښې، د حکیمانه خلقت د نظام یوه برخه، او د انسان د بیدارۍ او راویښېدو الهي درسونه دي. داسې درسونه او پیغامونه چې د غفلت په خوب ویده انسانان باید راویښ کړي او یو ځل بیا یې د الله تعالی لورې ته متوجه کړي. د طبیعي پېښو له ډلې یوه مهمه پېښه زلزله ده.
قرآن کریم او د رسول الله صلیاللهعلیه وسلم سنتو کې زلزله کله د بیدارۍ او نصیحت، کله د ازموینې او کله هم د هغو قومونو د عذاب وسیله ګڼي چې د الهي فرمانونو نه منونکي وو. عبرت او پند اخیستل د طبیعي پېښو له سترو موخو څخه دي.
خو په معاصره زمانه کې داسې ډلې او فکري بهیرونه را پیدا شوي چې زلزله او نورې بلاوې یوازې طبیعي پدیدې ګڼي، د عبرت او عذاب اړخونه یې ردوي او په اړه یې شبهې مطرح کوي.
په دې څېړنه کې هڅه کوو چې زلزله د قرآن کریم، د نبي کریم صلیاللهعلیه وسلم د احادیثو او د علماوو د اقوالو له زاویې وڅېړو او د معترضینو شبهاتو ته علمي او منطقي ځواب ووایو.
اړین کلمات: الهي آزموینه، طبیعي پېښې، زلزله، شبهات او عذاب.
سریزه
په نننۍ نړۍ کې انسانان د ورځنیو ستونزو، ننګونو او د نورو له خوا د رامنځته شویو کړکېچونو تر څنګ، وخت په وخت له طبیعي پېښو او بلاوو سره هم مخامخ کېږي. لکه څنګه چې د بشري تاریخ په اوږدو کې تېر نسلونه یو په بل پسې له دغو الهي آزموینو او طبیعي پېښو سره مخ شوي او له درد ناکو پایلو او عذابونو سره لاس او ګرېوان وو.
نن ورځ که څه هم انسان باید دا زده کړي چې تر یوه بریده له دغو ستونزو سره ځان عیار کړي، خو هېڅکله یې د دغو پېښو د له منځه وړلو یا بشپړ کنټرول توان نه دی موندلی. دا ډول پېښې نه یوازې چاپېریال زیانمنوي، بلکې درانه اقتصادي، ټولنیز او انساني تلفات هم رامنځته کوي. کله نا کله د دغو پېښو شدت او پراخوالی دومره ډېر وي چې هېڅ ځواک یې د مخنیوي وس نه لري.
د بېلګې په توګه کولای شو د وروستیو نړیوالو زلزلو او توپانونو ته اشاره وکړو چې نړۍ یې ولړزوله او د بشر ټول نظام یې ګډوډ کړ. که څه هم د قیامت د ورځې زلزله او د ویجاړیو تصور زموږ له ادراکو څخه پورته دی خو بیا هم د دغو پېښو له لیدلو وروسته کولای شو د قیامت د زلزلې ستروالی او وېره په ذهن کې انځور کړو.
په دې کې شک نشته چې زلزله د قیامت له سترو نښو څخه ده؛ چې له ظاهري او فزیکي اسبابو ورها خوا د الهي عتاب او قهر نښه هم ده. لکه څنکه چې خدای تعالی فرمایي: «يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ» ژباړه: «ای خلکو! له خپل ربه ووېرېږئ، بې شکه د قیامت زلزله یو ډېر لوی (هېبتناک) شی دی.»[۱]
د پورته آیت په مرسته پوهېږو چې د نړۍ دا کوچنۍ زلزلې د قیامت د لویې زلزلې یادوونکې دي. ځکه طبیعي بلاوې او هغه پېښې چې د بشر له وس او قدرت څخه بهر دي، د انسان د بیدارۍ او فکري ژورتیا سبب ګرځي او انسان دې ته هڅوي چې د دا ډول ناورینونو له پېښېدو وړاندې د مادي او معنوي عواملو ترمنځ اړیکه تحلیل کړي، ترڅو پوه شي چې د دغو پېښو اصلي علتونه کوم دي؟ ایا انسان په خپلو اعمالو سره د دغو بلاوو په رامنځته کېدو او یا مخنیوي کې کوم رول لري او که نه؟ ایا د بشر کړنې د دغو کړکېچونو او مصیبتونو د منځته راتلو عامل دی او که نه؟ او یا دا ډول پېښې له انسان سره هېڅ تړاو نه لري او هدف یې بل څه دی؟
په دې څېړنه کې هڅه کوو چې د زلزلې لغوي تعریف وړاندې کړو، د علماوو اقوال ذکر کړو، هغو تاریخي پېښو او حوادثو ته کتنه وکړو چې د صحابه کرامو رضیاللهعنهم له زمانې څخه تر نن ورځې پورې رامنځته شوي، اوهمدارنګه د ملحدینو او معترضینو شبهات بیان کړو او د قرآني آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې یې ثابته کړو چې زلزلې او نورې طبیعي پېښې یوازې فزیکي او مادي حوادث نه دي، بلکې د بشریت د بیدارۍ، عبرت اخیستو او خدای تعالی ته د بېرته ور ګرځېدو درسونه دي.
د زلزلې لغوي مفهوم
(زلزل – یزلزل – زلزلةً او زلزالاً) د عربي ژبې د رباعي د مجرد باب فعل دی چې د یوه شي د خوځیدو یا په حرکت د راوستو په معنا ده.
ابواسحاق رحمهالله د الله تعالی د دې قول په تفسیر کې فرمایي: «إِذَا زُلْزِلَتِ الْأَرْضُ زِلْزَالَهَا» [۲] یعنې ډېر شدید ټکان وخوري.
امام انباري رحمهالله د عربو د هغه متل په اړه چې وایي: «أصابت القوم زلزلة» فرمایي: «یعنې هغوی وویریدل او وډار شول»، ځکه الله تعالی فرمايي: «وَزُلْزِلُوا حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ…»[۳] یعنې: «هغوی بې حده وډار شول او امتحان شول…»
نو «الزلازل» د سختیو، ویرې او ابتلاؤ په معنا هم راځي.[۴]
دوام لري…
سرچینې:
[۱] سورة الحج، آیت ۱
[۲]سورة الزلزلة، آیت ۱
[۳] سورة البقرة، آیت ۲۱۴
[۴] ابن منظور، محمد بن مکرم، لسان العرب، ماده زلل، ج ۱۱، ص ۳۰۶
