لیکوال: مهاجر عزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)
د مډرنیزم  بنسټ اېښودل او تاریخ
د مډرنیزم بنسټ او پیدایښت ژورې او هر اړخیزې څېړنې ته اړتیا لري؛ ځکه چې پوهان یې د را څرګندېدو په اړه بېلابېل نظرونه لري. دلته به لومړی د لوېدیځ مډرنیزم د پیدایښت په اړه او ورپسې به د عربي مډرنیزم  په اړه معلومات وړاندې کړو ؛ ځکه چې عربي مډرنیزم هم له لوېدیځ مډرنیزم څخه را وتلی:
۱. په لوېدیځ کې د مډرنیزم پیدایښت
د ټولو هغو څېړونکو او پوهانو تر منځ چې د اروپايي مډرنیزم د تاریخ په اړه یې څېړنې کړې دي د دمډرنیزم په سم تاریخ او پيدايښت کې د نظر مخالفت شته؛ ډېری پوهان په دې باور دي چې د مډرنیزم پیدایښت په ۱۹ میلادي پېړۍ کې شوی او جوړونکی یې د بودلر په نوم یو کس دی.
خو دا په دې مانا نه ده چې مډرنیزم په همدې پېړۍ کې له کومې مخینې پرته منځ ته راغلی؛ بلکې دا  یو تاريخ لري او  خپل تدریجي بهیر یې هم تېر کړی دی.
لکه څنګه چې د دغه فکر د پیدایښت د مخینې په اړه ډاکټر عوض القرني ویلي دي: «حقیقت دا دی که څه هم مډرنیزم په خپل ذات کې د هر څه پر ضد یو بغاوت دی، حتی د لوېدیځ په داخل کې؛ خو بیا هم نه ‌شو کولای چې مډرنیزم د لوېدیځ تمدن له طبیعي بستر څخه بهر یوه پدیده وګڼو؛ بلکې دا د هماغه فکر او تمدن طبیعي محصول دی، چې له ډېر پخوا یې له دین او له هغو انحرافاتو سره چې په هغه دین کې وو اړیکه پرې کړې وه. دا بهیر په څرګند ډول په پنځلسمه میلادي پېړۍ کې د “رنسانس” له دورې څخه پیل شو، یعنې هغه وخت چې اروپایي ټولنې له کلیسا فاصله واخیسته او د هغې معنوي تسلط پر ضد یې بغاوت وکړ. دا تسلط په رښتیا سره یو خوب ګرځېدلی و، چې د رښتینې پوهې هر غږ او د انسان عقل ته د درناوي هره هڅه یې سخته ردولوه. له هغه وروسته لوېدیځې ټولنې له مذهبي محدودیتونو خلاصې شوې، پرته له دې چې د ځان لپاره کوم دیني مرجع یا معیارونه وساتي. له هغه وروسته یې هڅه وکړه چې خپل فرهنګ پر بشپړ سيکولر او عرفي بنسټونو جوړ کړي. چې په پایله کې، یې ګڼ ښوونځي او نظریې د ژوند په بېلابېلو برخو کې رامنځته شوې دي.»[1]
دغه راز ډاکټر حارث فخري ویلي دي: «د منځنیو پېړیو (۱۳۰۰–۱۵۰۰م) په وروستۍ مرحله کې، چې د «رنسانس دورې» پیلګڼل کېږي، اروپا د ژوند په ډېرو برخو کې یو ځانګړی او د پام وړ بدلون تجربه کړ. دا دوره د فېوډالي نظام د ړنګېدو او د اقتصاد، صنعت، تجارت او سیاست په نظامونو کې د ستر تحول سره مل وه او همدا راز نوي فکري بهیرونه رامنځته شول، چې د دموکراسۍ د فکر له خپرېدو او پراختیا سره یې مرسته وکړه. دې ټولو بدلونونو اروپایي ټولنه دې ته چمتو کړه، چې یو نوي عصر، یعنې «د رنسانس دورې» ته ننوځي.»[2]
د «رنسانس» کلمه د بیا را ژوندي کېدو په مانا ده او دا دوره د د فکري او هنري انقلاب وخت ګڼل کېږي، چې د شک، نیوکې او پوښتنو له روح څخه ډکه ده. د دې دورې په پرمختګونو کې درېو مهمو غورځنګونو اړین رول لوبولی دی :
۱. د « مارټین لوټر» په مشرۍ  د دیني اصلاحاتو غورځنګ
۲. « اومانیسم» یا د انسان ‌پالنې تمایل
۳. د عقل‌ پالنې تمایل
دغو بدلونونو د رنسانس په فکري پرمختګونو باندې ځانګړې اغېزه درلوده او هماغه اصلي بنسټونه وو، چې په اروپا کې يې د مډرنیزم فکر رامنځته کړ؛ هغه فکر چې په وروسته دور یعنې نننۍ روښانه دور کې خپل اوج ته ورسېد. دا دوره  چې تر ډېره اوولسمه او اتلسمه پېړۍ په خپله غيږه کې را نغاړي، دا د رنسانس دورې د فکري بدلونونو دوام او پرمختګ ګڼل کېږي.[3]
د رنسانس له دورې وروسته، اروپا په حقیقت کې له منځنیو پېړیو څخه د وتلو دروازه پرانیسته او د مډرنې نړۍ  پر لور یې حرکت وکړ. مډرنیزم چې په رښتینې بڼه د نولسمې پېړۍ په ترڅ کې را منځته شو، د رنسانس د شک ‌محورۍ ، تجربه‌ محورۍ او فرد محورۍ  روحیه یې د میراث په توګه پاتې شوه، خو دا فکر یې تر فلسفي، صنعتي او ټولنیزو پولو پورې پراخ کړ.
۲. د عربي مډرنیزم پیدایښت
عربي مډرنیزم له لوېدیځ مډرنیزم څخه اخیستل شوی او د هغه محصول دی. دا فکر هغه وخت را منځته شو، چې مډرنیزم په لوېدیځ کې خپل تدریجي بهیر پوره کړی و. ډېر وخت لا نه و تېر شوی،  چې دا فکر د عربو سیمو او اسلامي هېوادونو ته هم ورسېد او د دې فکر اغېزمنو کسانو د یوه منظم او هوښیار پلان له لارې دا زهرجن فکر د اسلامي عربو هېوادونو ترمنځ خپور کړ.
که چېرې وغواړو چې د عربي مډرنیزم د تاریخ پیل و څېړو، باید بېرته ۱۹مې پېړۍ ته و ګرځو، هغه دوره چې «په مصر کې د فرانسې استعمار له ټکان سره پیل شو». چې دا پېښه د عربي مډرنیزم د جوړښټ لومړی پړاو و.[4]
دا ټکان او ضربه د ځینو عربو او مسلمانانو نابينا فکرونه راویښ کړل او هغوی یې دې ته اړ کړل چې د اسلامي امت د ژغورنې لپاره نوې لارې ولټوي. دا هغه څه وو چې وروسته د «اسلامي بیدارۍ» یا «عربي نهضت» په نوم مشهور شول.
له همدې امله، ځینو عربو لیکوالانو ویلي دي: لوېدیځوالو په عربي او اسلامي هېوادونو کې د خپل استعمار له لارې یوه نوې لاره پرانيسته. دغو استعمارګرو یوازې په چور او چپاول بسنه ونه کړه؛ بلکې لوېدیځ تمدن یې هم عربي هېوادونو ته راوړ او د عربو له منځه یې د مفکرینو یو نوی نسل وزيږاوه. دا مفکرین د اروپایي فرهنګ او تمدن تر اغېز لاندې راغلل او د نویو افکارو په رامنځته کولو یې پیل وکړ.[5]
دا مفکرین چې د لوېدیځ له روزنو اغېزمن شوي وو، کله یې چې د دې فکر خپرول پیل کړل، دا فکر یې د مسلمانانو او اسلامي ټولنې له لوري ونه منل شو؛ ځکه چې دا یو الحادي او د دین پر ضد فکر و. نو دوی فکر وکړ چې څنګه کولای شي دا فکر خلکو ته د منلو وړ وګرځوي او په اسلامي ټولنه کې یې خپور کړي. له فکر او مشورو وروسته دې پایلې ته ورسېدل، چې باید دې فکر ته له عربي تاریخ او فرهنګ څخه رېښه پیدا کړي، تر څو دا فکر مشروع ښکاره شي او د مسلمانانو ذهنونو ته ننوځي؛ ځکه له دې لارې پرته، بله مؤثره طریقه نه وه. له همدې امله یې هڅه وکړه چې دې فکر ته عربي جامې ور واغوندي، تر څو خلکو ته د منلو وړ وګرځي.
ډېرو عربو پوهانو او شاعرانو د دې فکر په خپرولو او تبلیغ کې مهم رول لوبولی او ګڼ کتابونه یې د دې فکر په اړه لیکلي دي. په دې منځ کې «ادونیس»، چې یو سوریایي شاعر او مفکر دی، د دې بهیر د خپرولو او نظریاتي کولو په برخه کې ځانګړی رول درلود. هغه حتی د دغه فکر په اړه یو کتاب هم لیکلی، چې «الثابت و المتحول» نومېږي. دا کتاب د خپل ښکلي سبک او ژورو محتویاتو له امله د عربي مډرنیزم د بهیر لپاره د یو مقدس کتاب حیثیت پیدا کړی. له همدې امله ویل کېږي چې د دغه بهیر ډېری آثار د ادونیس د افکارو انعکاس دی.
د مډرنیزم د فکر د خپرولو لپاره یوه دا طریقه وه، چې ادونیس او د هغه همفکرانو د پخوانیو متونو پلټنه پیل کړه او هغو کسانو ته ورغلل چې په تېر وخت کې یې هم د دین ضد نظریات لرل؛ لکه بشار بن برد او ابونواس. دوی په خپلو شعرونو کې د دین پر ضد بغاوت، د عقیدو ریشخند او جنسي بې ‌قیدۍ ته بلنه ورکوله. د دغه فکر د ملاتړ او خپرولو لپاره همداسې کم زوري ‌عقیده لرونکي او آزاد فکره کسان اړین وو؛ ځکه چې یو مسلمان هېڅکله د مډرنیزم  دا فکرنه مني او نه ورسره همغږی کېږي.
لیکواله سهیله زین ‌العابدین په ۱۴۲۴ هـ.ق کال کې د یوې غونډې په ترڅ کې د «الحداثة فی شعرنا العربی المعاصر» تر سرلیک لاندې په یوه مقاله کې وايي: «له بده‌ مرغه چې د مډرنیزم بهیر هغه ځای ته رسېدلی چې، صهیونیزم او د هغه پروتوکولونه یې هدف ګرځولي وو؛ ځکه دې بهیر په خپلو بېلابېلو پړاونوو کې، ورو ورو هغه موخې، چې د هغه لپاره طرحه شوې وې عملي کړي. تر دې چې نن ورځ په خپل اوسني پړاو کې (د ادونیس آزاد ګرایي) فکر لوړې کچې ته رسېدلی دی». [6]
دوام لري…

مخکنئ برخه/ راتلونکې برخه

سرچينې:

[1]. عوض قرنی، الحداثة فی میزان الاسلام، ص ۲۷، ۲۸.

[2]. الحارث فخری، الحداثة وموقفها من السنة، ص ۳۳.

[3]. منصور زیطه، مصطلح الحداثة عند ادونیس، ص ۲۰۱۲، ۲۰۱۳.

[4]. حارث فخري، الحداثة وموقفها من السنة، ص ۵۲.

[5]. موقف الحداثیین من قضیة العقیدة، ص ۱۱.

[6]. عوض القرنی، الحداثة فی میزان الاسلام، ص ۳۲.

Leave A Reply

Exit mobile version