لیکوال: مهاجر عزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)
مډرنیزم په عربي شاعرۍ کې تر څلورو پړاوونو مخکې لاړ چې دا پړاوونه عبارت دي:
۱. لومړی پړاو په ۱۹۳۲م کال کې:
په همدې کال کې د ډاکټر احمد زکي ابو شادي په بلنه «جماعة أبولو» (د ابولو ګروپ) منځ ته راغی. موږ د دې ډلې په څېړنه کې ولیدل چې څنګه یې د یوه هنري مکتب بنسټ کېښود، چې اساس یې نړيوال کول او له دین څخه لرېوالی و. د دوی هدف دا و چې د ژوند بېلابېل اړخونه له دیني قیدونو پرته وښيي. د «ابولو» د ښوونځي منل د دې سبب شو، چې د سمبولیزم، رمزپالنې او اروتیزم (جنسي تمایلاتو) د دوی شعرونو ته لار ومومي.
۲. دویم پړاو:
دا پړاو هماغه د بد اخلاقۍ دور دی، چې د نزارقباني په شعر کې ښکاره شو. په دې دوره کې د تاریخ پر وړاندې یو ډول بغاوت لیدل کېږي، چې د بربڼډ او ښکاره ادبیاتو خوا ته ده.
۳. درېیم پړاو په ۱۹۴۷م کال کې:
دا دوره د نزار قباني له لوري د لومړني شعر په ویلو سره چې د «قالت لی السمراء» په نوم و پیل شوه. د دې دورې استازي لکه نزار قباني، صلاح عبدالصبور او سیاب په څېر شاعران دي.
۴. څلورم پړاو:
دا پړاو له «ادونیس» له خوا پیل شو او د خطرناکو پړاوونو له ډلې څخه ګڼل کېږي؛ ځکه چې هغه له میراث، تېر وخت او له تاریخ سره د هر ډول اړیکې پرېکولو بلنه ورکوله. هغه غوښتل چې په هر څه انقلاب وشي او داسې یې انګېرله چې نوښت او ابتکار یوازې هغه وخت ممکن دی چې له تېر سره بشپړ پرېکون وشي. دا هماغه مارکسیسټي او صهیونیسټي بلنه ده، چې هغه پرې د «نوښت» او «ابداع» جامه اغوستې وه.[1]
په دې ډول سره د مډرنیزم ریښې په عربي هېوادونو کې وکرل شوې؛ دا فکر یوه ډېره ستره خطرناکه پدیده وګرځېده او ورو ورو دومره خطرناکه شوه، چې اوس مهارېدای او کنټرول کېدای نه شي. اوس ټول عربي هېوادونه او اسلامي نړۍ د دغه فکر له پایلو اغېزمن شوي او دا فکر د دوی د ژوند ټولو چارو ته ننوتی دی.
۳. په غرب کې د مډرنیزم ښوونځي مخکښې څېرې
هغه څېرې چې د مډرنیزم په خپرولو کې یې رول درلود، ډېرې دي؛ دلته یوازې د دغه فکر بنسټ ایښودونکو، مهمو او اغېزناکو څېرو ته اشاره کوو:
-
شارل بودلر (۱۸۲۱–۱۸۶۷ زېږدیز کال): د لوېدیځې نړۍ د مډرنیزم بنسټ ایښودونکی ګڼل کېږي. هغه یو نومیالی فرانسوی لیکوال او شاعر و. بودلر یو له پېښو ډک شخصیت درلود، چې تل یې خلک جنسي، فکري او اخلاقي بې نظمۍ ته هڅول. هغه ډېر عیاش او بې پروا انسان و. د هغه د شعرونو یوه مشهوره ټولګه «د شر ګلان» نومېږي، چې عرب شاعر ابراهیم ناجي دا اثر عربي ته ژباړلی دی.
غالي شکري په خپل کتاب «زموږ نوې شاعري چېرته روانه ده؟» کې لیکي: «بودلر هغه وخت د مډرن شعر پېغام ورکوونکی شو، کله چې د هغه دردناک احساسات په روښانه بڼه څرګند شول؛ دا یو داسې فردي ژوند و چې د خپل وخت له منل شویو ارزښتونو او نمونو سره یې هېڅ همغږي نه لرله.»[2]
د دې لپاره چې ښه پوه شو دا «د مډرن شعر پیغام لېږدونې» چې دومره یې درناوی کېږي څوک و، د مصطفی السحرتي د «د شر ګلان» دیوان د ترجمې له سریزې یوه برخه رااخلو:
د هغه ژوند له ماشومتوبه د ګمراهۍ او انحراف یوه بېلګه وه. د لیسې تر فراغت وروسته، یو څه موده یې د پاریس په لاتین سیمه کې تېره کړه، هلته یې په یو فاسد او بې نظمه چاپېریال کې ژوند کاوه. هملته په سفلیس ناروغۍ اخته شو او د ځوانۍ دوره یې له فاحشو ښځو سره په نامشروع او بې قیده اړیکو کې تېره کړه. په پای کې د ژوند وروستي پړاوونه یې له نشهيې توکو او الکولو سره د اعتیاد په حالت کې تېر شول.»[3]
ابراهیم ناجي، چې د «د شر ګلان» دیوان ژباړونکی دی، هم د بودلر په اړه لیکي: «بودلر په دې باور و چې د نورو ازارول یو ښه کار دی او له دې څخه یې خوند اخیسته. خپله یې هم له یو ډول رواني اختلال سره ژوند کاوه او له هغه څخه کړېدو.»[4]
۲ـ ګوستاو فلوبر (۱۸۲۱–۱۸۸۰ زېږدیز کال): د فرانسې له پېژندل شویو او نومیالو لیکوالانو څخه و. هغه په رومان لیکلو کې لوړ مهارت درلود او د لوېدیځ په ادبیاتو کې د سترو رومان لیکونکو له ډلو څخه شمېرل کېږي. فلوبر په واقعیت سره لیکنه کوله او په خپلو آثارو او لیکنو کې یې له غني ادبیاتو او ژورو رواني تحلیلونو څخه کار اخیسته. د«ګي دو موپاسان»، «امیل زولا» او «آلفنوس» په څېر لیکوالانو هم له هغه څخه الهام اخیستی دی. فلوبر خپله هم د نولسمې پېړۍ د لیکوال «بالزاک» له سبک او موضوعاتو اغېزمن شوی و.
۳-مالارمه (۱۸۴۲–۱۸۹۸ زېږدیز کال): یو فرانسوی شاعر و د سمبولیزم ښوونځي له مهمو څېرو څخه و. هغه په ۱۸۴۲ زېږدیز کال کې په پاریس کې وزېږېد او د ۱۸۹۸ زېږدیز کال د سپتمبر په نهمه نېټه په ولن ښار کې وفات شو. مالارمه د شارل بودلر چې د مډرنیزم ښوونځي بنسټ ایښودونکی و شاګرد و او له خپل استاد سره یې د مډرنیزم په خپرولو او ترویج کولو کې ځانګړی رول درلود.
۴. ولادیریمیر مایاکوفسکي چې (د ۱۸۹۳ کال د جولای په ۱۹ زېږېدلی او د ۱۹۳۰ کال د اپریل په ۱۴ وفات شوی) یو روسي شاعر او د فوتوریزم (راتلونکې پالنې) انقلابي ډرامه لیکونکی و. د ده ټیاټر ته انقلابي ټياټر ویل کېده. په شوروي اتحاد کې هغه د هنر له نوابغو څخه ګڼل کېده، ده تل خلک دې ته هڅول چې له تېر څخه پرېکون وکړي او د راتلونکي پر لور ګړندی حرکت وکړي.
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچينې:
[1]. همان، ص ٣٢، ٣٣.
[2]. شعر نوین ما به کجا میرود؟، صفحه ۱۶.
[3]. عوض القرنی، الحداثة فی میران الاسلام، ص ۲۳.
[4]. همان، ص ۲۳.
