لیکوال: مهاجر عزیزي
د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (شپاړسمه برخه)
۴. په عربي نړۍ د مډرنیزم مخکښې څېرې
دلته موږ د هغو عربي شاعرانو او لیکوالانو مهمې او مشهورې څېرې معرفي کوو، چې په عربي نړۍ کې د مډرنیزم مفکورې په خپرولو او ترویجولو کې یې ځانکړی رول لوبولی دی:
۱- یوسف الخال: سوریېالصل مسیحي شاعر دی. دی د ازاد او عصري عربي شعر د بهیر له مهمو بنسټګرانو څخه دی. نوموړي د عربي عصري ادبیاتو د پراختیا لپاره ځانګړی او مهم رول لوبولی دی.
۱- ادونیس (علي احمد سعید): یو سوریايي شاعر دی چې د عربي نړۍ د مډرنیزم ښوونځي تر ټولو مهم مروّج ګڼل کېږي. هغه په خپل پوهنتوني رساله «الثابت والمتحول» چې د لبنان د «قدیس یوسف» پوهنتون کې يې د خپلې دوکتورا لپاره لیکلې وه، اسلامي تاریخ، دین او اخلاق یې له سختو نیوکو او انتقادونو سره مخ کړل. د ده شهرت تر ډېره د هغو رسنیو له امله دی چې عجیب او دود ماتوونکې څرګندونې یې روښانه کړې.
۲-ډاکټر عبدالعزیز المقالح: یو یمني شاعر او لیکوال دی، چې د صنعاء پوهنتون مشري یې کوله. دی هم د عربي نړۍ د ازاد شعر او مډرنیزمو ادبیاتو له بنسټګرانو څخه دی. «لابد من صنعاء وقراءات فی الأدب الیمنی المعاصر» د ده له مهمو اثارو څخه دي.
۳- عبدالله العروي: یو وتلی مفکر، تاریخ پوه او لیکوال و، چې د مراکش او عربي نړۍ له عصري روښانفکرانو څخه شمېرل کېږي. ده هڅه وکړه چې د عصري بشري علومو په ځانګړي ډول د مارکسیسټي لیدلوري له لارې، د عربي نړۍ د شاتګ څخه د وتلو، د تمدن او پرمختګ په لور د حرکت یوه لاره ومومي. نوموړی د مارکسیسټي او سیکولریسټي فکر تر اغېز لاندې و او هڅه یې کوله چې د تاریخ محورۍ، عقلمحورۍ او سیکولریزم له لارې، په عربي ټولنه کې نوښتګرایي خپره کړي.
۴- محمد عابد الجباري: یو مراکشي فیلسوف، مفکر او روښانفکره شخص و. ده د فلسفې معرفتپوهنې، اسلامي فکر او د عربي عقل د نقد په برخه کې مهم رول لوبولی دی. نوموړي به ویل چې د عربانو ذهنونه د تاریخ په اوږدو کې تر ډېره تر تصوف پورې محدو وو، باید د منطقي او استدلالي عقل خوا ته حرکت وکړي. «نحن والتراث، التراث والحداثة ومدخل الی القرآن الکریم» د ده له اثارو څخه ګڼل کېږي.
۵- عبدالوهاب ابیاتي: د معاصرو او مشهورو عربي شاعرانو له ډلې څخه شمېرل کېږي. ده د عربي شعر د نوښت به برخه کې ځانګړی رول لوبولی دی. دا لومړی کس و چې د کلاسیک عربي شعر چوکاټ یې مات کړ او وروسته یې نوي شعر ته مخه کړه. الموت فی الحیاة، عصافیر بلا اجنحة والحلاج او… د ده له مشهورو کتابونو څخه دي.
۶- محمود درویش: د معاصرو عربي شاعرانو له سترو شخصیتونو څخه ګڼل کېږي. نوموړی د فلسطین د مقاومت د شعر غږ و. دی د نوي شعر له مخکښانو څخه و. د فلسطین درد یې نړیوال کړ او د مقاومت په زړونو کې یې مینه را ژوندۍ کړه. سجل! انا عربی…، ذاکرة للنسیان او… د ده له مهمو اثارو څخه ګڼل کېږي.
۷- کاتب یاسین: یو مشهور الجزایري لیکوال، شاعر او ډرامه لیکونکی و. هغه د عربي نړۍ او شمالي افریقا د مقاومت د ادبیاتو له مهمو څېرو څخه شمېرل کېږي. نوموړي د خپل وطن د ساتنې، د استعمار د نقد او رد لپاره اثار ولیکل، چې له همدې امله د خلکو په منځ کې د یو زړور او مقاومتکوونکي شخصیت په توګه پېژندل کېږي. د هغه تر ټولو مهم اثر «ندیدا» دی، چې د الجزایر د عصري ادبیاتو له شاهکارونو څخه ګڼل کېږي.
۸- محمد ارکون: یو الجزایريالاصل فرانسوی مفکر، اسلام پوه او د پوهنتون استاد و. هغه هڅه کوله چې د اسلامي نړۍ او د لوېدیځ عصري فکر ترمنځ یو پل جوړ کړي. خو دا نظر هم مطرح شوی و چې «دا پل به هېڅکله جوړ نه شي او د دوی ترمنځ مقایسه هم ممکنه نه ده.» د هغه له مهمو آثارو څخه «نقد العقل الاسلامی»، «الفکر الاسلامی: قراءة علمیة» او «الاسلام: اصالة وممارسة» یادولای شو.
۹- صلاح عبدالصبور: یو مصري شاعر او روښانفکره شخص و، چې د نوي شعر له مخکښانو څخه شمېرل کېږي. هغه د عربي عصري ادبیاتو په پرمختګ ځانګړی اثر پرېښی دی. نوموړی له هغو لومړنیو مصري شاعرانو څخه و چې آزاد شعر (یعنې بې له دودیز وزن او قافیې) یې تجربه کړ. «الناس فی بلادی»، «احلام الفارس القدیم» او «لیلی و مجنون» د ده له مشهورو آثارو څخه دي.
په عربي نړۍ کې د مډرنیزم دعوت کوونکي ډېر دي؛ داسې چې تقریباً هېڅ عربي هېواد نشته چې پکې لسګونه مډرنیستان شتون ونه لري. هغوی د مډرنیزم فکر منلی او له بېلابېلو لارو یې د دې مفکورې د ترویج او تبلیغ هڅې کړي دي.
که په ډېر پام دې دعوتکوونکو ته وګورو، کولای شو په دوو برخو یې ووېشو:
۱. فکر کوونکي او نظریه جوړوونکي
دې ډلې د اوږدې مودې لپاره د مډرنیزم له فکر سره ژوند کړی، روح او ذهن یې له دې مفکورې ډک شوي او باور یې پرې پیدا کړی. د دوی اصلي موخه د مډرنیزم خپرول او د هغه د نظري بنسټونو جوړول وو.[1]
۲. سطحي او دوکه شوي پیروان
دا ډله کمزوری ایمان لري او د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي. د دوی زړه او فکر له پیاوړو دیني او روحاني باورونو څخه تش دي. له همدې امله، دوی په رواني تنګسیا بد وضعت کې ژوند کوي او له کمښتونو او رواني عقدو سره لاس او ګرېوان دي. دوی د دې تنګسیا او د یوازیتوب د احساس څخه د خلاصون لپاره، د دودونو مخالفت، د عادتونو پر ضد بغاوت او د تېر میراث پر وړاندې طغیان(سرکشي) غوره کړې ده. دوی دا لاره د شهرت مطرح کېدو او د خپلو رواني خلاوو د ډکولو لپاره تر ټولو اسانه وسیله ګڼي. مډرنیزم ورته لکه یوه ساده او د لاسرسي وړ بېړۍ وه.
د مډرنیزم مشران هم له دې فرصته ګټه واخیسته او هغوی یې د ښایسته او ځلېدونکو لقبونو په ورکولو دوکه کړل، لکه: «د راتلونکي جوړوونکي ځوانان»، «فرهنګي نخبهګان»، «د نوې بورژوا طبقې روښانفکران» او نور ورته لقبونه. دا فریب ورکوونکې ستاینې ناپوه پیروان دومره جذب کړل، چې پرته له فکره، هره خبره او مفکوره چې له خپلو استادانو یې اورېده که څه هم د عقیدې، شریعت یا سیاسي او ټولنیزو اصولو سره به هم مخالفه وه خو تکراروله یې.[2]
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچينې:
[1]. موسوعة الفکریة المعاصرة، ج ۲، ص ۲۸.
[2]. همان، ج ۲، ص ۲۸.
