لیکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول( برخه: ۷۰)
د علومو او تمدن ‌جوړونې په برخه کې د مسلمانانو رول
د معنوي ذوق لطافتونه
په تېره برخه کې مو د ذوق په اړه یادونه کړې وه: ذوق هغه سپېڅلی معنوي احساس دی چې انسان ته د نورو د احساساتو، حالاتو او شرایطو درک ورکوي او ورښيي چې څه ډول له خلکو سره په نرمه، له محبته ډکه او ادبي طریقه چلند وکړي. په حقیقت کې ذوق له خلکو سره د معاشرت آداب او د انساني اړیکو عالي هنر دی.
په تېره برخه کې مو د اسلامي تمدن د ظاهري او حسي ذوق ځینې ښکلاوې یادې کړې وې؛ په دې برخه کې په لنډه توګه د هغو معنوي او اخلاقي ښکلاوو یادونه کوو چې د اسلامي عظمت او تمدن د معنوي ذوق مظاهر ګڼل کېږي، لکه:
۱. د نورو د احساساتو د نه ځورولو په برخه کې د ذوق ښکلا.
رسول اکرم ﷺ به هڅه کوله چې په مستقیم ډول څوک ملامت نه کړي؛ بلکې فرمایل به یې: “مَا بَالُ أَقْوَامٍ …” (ولې د ځینو خلکو حال داسې دی؟…)
د نبي کریم ﷺ په سیرت او ارشاداتو کې دې ته ورته ګڼ شمېر تعبیرونه او احادیث موجود دي او له دې کار یې موخه دا وه چې په څرګند ډول څوک ونه رټل شي او احساسات یې ونه ‌ځورول شي.[۱]
په همدې اړه حضرت عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌عنه روایت کوي چې رسول الله ﷺ وفرمایل: “إِذَا كُنْتُمْ ثَلاثَةٌ فَلا يَتَنَاجَى رَجُلانِ دُونَ الآخَرِ، حَتَّى تَخْتَلِطُوا بِالنَّاسِ أَجْلَ أَنْ يُحْزِنَهُ” ژباړه: «کله چې درې کسان یاست، نو دوه کسان په پټه له یوه او بل سره خبرې مه کوئ او له نورو خلکو سره په یوځای کیدو دریم کس یواځې مه پرېږدئ؛ ځکه دا کار دریم کس غمګینوي.»[۲]
۲. لویانو ته د درناوي، پر کشرانو شفقت او لوړو مقامونو ته د خلکو د رسولو په برخه د ذوق ښکلا.
اسلامي تمدن له دې پلوه هم ډېر غني او روزونکی دی. حضرت عباده بن صامت رضي‌الله‌عنه روایت کوي چې رسول الله ﷺ وفرمایل: “لَيْسَ مِنَّا مَنْ لَمْ يَرْحَمْ صَغِيرَنَا وَيُوَقِّرْ كَبِيرَنَا” ژباړه: «هغه کس له موږ څخه نه دی چې په ماشومانو مهرباني نه کوي او د مشرانو درناوی نه کوي.»[۳]
۳.‌ له خلکو څخه د مننې کولو په برخه کې د ذوق ښکلا .
د اسلام سپيڅلي دین خپلو پیروانو ته لارښوونه کوي چې د خلکو د ښېګڼو مننه او د احسان قدردانی یې وکړي.
رسول الله صلی‌الله‌علیه‌ وسلم فرمایلي دي: “لا يَشْكُرُ اللهَ مَنْ لا يَشْكُرُ النَّاسَ” ژباړه: «هغه څوک چې له خلکو مننه ونه کړي، نو له الله تعالی یې مننه نده کړې.»[۴]
۴. د لیدنو او ملاقاتونو په برخه کې د ذوق ښکلا 
الله تعالی فرمایي: “لا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا”[۵] ژباړه: « د نورو كورونو ته تر هغه مه ننوځئ چې اجازه مو نه وي اخيستې او د هغو پر خلكو مو سلام نه وي اچولی.»
په دې آیت کې کور ته د داخلېدو لپاره دوه شرطونه بیان شوي دي: «استیناس» او «سلام ویل». او د استیناس معنا له استیذان (اجازه اخیستو) څخه لوړه ده؛ ځکه له استیناس موخه د کور د اهل له لوري د میلمه د قبلولو یا نه قبلولو د خوښې او چمتووالي پېژندل دي. او دا پخپله یو لوړ معنوي ذوق دی چې له ساده اجازه اخیستو ډېر سپېڅلی مفهوم لري.[۶]
د استیذان برخې یو بل ذوق: کله چې یوه انصاري رسول الله صلی‌الله‌علیه‌ وسلم د خوړو لپاره خپل کور ته را دعوت کړ، نو له نبي کریم ﷺ سره یو بل سړی هم راغی. پيغمبر ﷺ د کور خاوند ته وفرمایل: “إِنَّ هَذَا قَدْ تَبِعَنَا، فَإِنْ شِئْتَ أَنْ تَأْذَنَ لَهُ فَأْذَنْ لَهُ، وَإِنْ شِئْتَ أَنْ يَرْجِعَ رَجَعَ” ژباړه: «دا سړی زموږ سره راغلی دی، که دې خوښه وي، نو اجازه ورکړه چې داخل شي، او که نه دې وي خوښه نو بېرته به ولاړ شي.»
د کور خاوند ورته وویل: نه، هغه ته اجازه ده چې داخل شي.[۷]
۵. خادمانو یا غلامانو ته د نوم اخیستلو په برخه کې د ذوق ښکلا 
رسول الله صلی‌الله‌علیه ‌وسلم فرمایلي دي: “لَا يَقُولَنَّ أَحَدُكُمْ: عَبْدِي وَأَمَتِي. كُلُّكُمْ عَبِيدُ الله، وَكُلُّ نِسَائِكُمْ إِمَاءُ الله، وَلَكِنْ لِيَقُلْ: غُلَامِي وَجَارِيَتِي، وَفَتَايَ وَفَتَاتِي” ژباړه: «هېڅوک دې نه وایي: بنده مې یا کنیزه(غلامه) مې؛ ځکه تاسې ټول د الله تعالی بنده گان یاست او ټولې ښځې د الله تعالی کنیزې دي. بلکه ووایئ: غلام مې، زوی مې، لور مې.»[۸]
۶. د نوم د ټاکلو په برخه کې د ذوق ښکلا 
نبي کریم صلی‌الله‌علیه ‌وسلم ته د «أصرم» په نوم یو کس راغی. پيغمبر ﷺ ترې وپوښتل: “مَا اسْمُكَ؟” (ستاسو نوم څه دی؟) هغه وویل: أصرم. رسول الله ﷺ وفرمایل: “بَلْ أَنْتَ زُرْعَةٌ” ژباړه: «نه، بلکې ته زرعه (حاصل) یې.»[۹]
یو بل سړی هم راغی، رسول الله ﷺ ترې وپوښتل: “مَا اسْمُكَ؟” هغه وویل: حَزن (غم). رسول الله ﷺ وفرمایل: “أَنْتَ سَهْل” «ته سهل (آساني) یې.»
۷. له مېرمنې سره د چلند په برخه کې د ذوق ښکلا 
په تېر فصل کې مو د ظاهري ذوق ځینې بېلګې یادې کړې وې؛ او دلته هغه لطیف تعامل راوړو چې رسول الله صلی‌الله‌علیه ‌وسلم له خپلې مېرمنې حضرت عایشې رضی‌الله‌عنها سره وکړ،
هغه وخت کله یې چې د نبي کریم ﷺ لپاره د «اُم زرع» حدیث بیان کړ. دا حدیث اوږد و خو رسول الله صلی‌الله‌علیه ‌وسلم سره له دې چې د اسلامي دولت مشر و، پرته له دې چې ستړی یا بې‌ صبره شي ټول يې په ډېرې حوصلې سره واورېد. او په پای کې یې په هغه طرز ځواب ورکړ چې حضرت عایشې رضی‌الله‌عنها به خوښاوه: “يَا عَائِشَةُ كُنْتُ لَكِ كَأَبِي زَرْعٍ لأُمْ زَرْعٍ، إِلَّا أَنَّ أَبَا زَرْعٍ طَلَّقَ، وَأَنَا لَا أُطَلِّقُ” ژباړه: «اې عایشې! زه ستا لپاره د «ابو زرع» او د «ام زرع» په څېر یم، خو توپیر دا دی چې ابو زرع خپله مېرمن طلاقه کړه، خو زه تا نه طلاقوم.»[۱۰]
۸. د ستونزو او بحران د حل په برخه کې د ذوق ښکلا
د یاد ذوق د ښکلو مثالونو له جملې یو یې  له حضرت عایشې رضی‌الله‌عنها سره د نبي کریم صلی‌الله‌علیه ‌وسلم له نرمۍ ډک چلند دی. کله چې ام المؤمنین ام سلمه رضی‌الله‌عنها رسول الله ﷺ ته د خوړو له لوښي سره راغله نو حضرت عایشه رضی‌الله‌عنها په دې کار سره په غیرت کې راغله. امام بخاري رحمه‌الله د حضرت انس رضی‌الله‌عنه له قوله روایت کوي: یو ځل نبي کریم ﷺ له خپلې یوې مېرمنې سره ناست و، نو یوې بلې «ام المؤمنین» رضی‌الله‌عنها نبي کریم ﷺ ته د خادم په لاس د خوراک لوښی ورته راولیږه. له نبي کریم ﷺ سره ناستې میرمنې یې دا خادم وواهه، لوښی ترې ولوېد او مات شو. رسول الله صلی‌الله‌علیه‌ وسلم د لوښي ټوټې او خوراک راټول کړ او ويې فرمایل:
“غَارَتْ أُمُّكُمْ” (ستاسې مور په غیرت کې راغله) بیا یې په خادم د هغې مېرمنې له کور څخه یو سالم لوښی راووړ چې مات کړی یې و او هغې مېرمنې ته یې چې لوښی یې مات شوی و بېرته سالم لوښی ورکړ او مات شوی لوښی یې هغه مېرمنې ته پرېښود چې مات کړی یې و.[۱۱]
نبي کریم ﷺ نه خپله مېرمن د خادم مخې ته ملامته کړه او نه یې د هغې غیرت ته په تندۍ یا خشکۍ ځواب ورکړ؛ بلکې په نرمه لهجه یې وفرمایل: “غَارَتْ أُمُّكُمْ” چې په دې تعبیر کې یې هغې ته د درناوي لقب «ستاسې مور» وکاراوه، نه کوم سپک نوم.
دا د هغو ښکلاوو څو بېلګې دي چې اسلامي تمدن او پرمختګ د ذوق، اخلاقو او انسانیت په ډګر کې نړۍ ته ډالۍ کړې دي. داسې ښکلاوې چې نه مخکې له اسلامه کوم شریعت راوړی وې او نه به یې وروسته راوړي، او دا ټول د اسلامي دين د انساني احساس، ښکلا او عظمت څرګندې نښې دي.
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[۱] صحیح بخاري، کتاب البیوع (۲۰۶۰)؛ صحیح مسلم، کتاب العتق (۱۵۰۵).

[۲] صحیح بخاري: ۵۹۳۲.

[۳] ترمذي: ۱۹۱۹.

[۴] ابوداوود: ۴۸۱۱

[۵] سورة النور، آیت ۲۷

[۶] ماذا قدّم المسلمون للعالم؟ ص: ۶۶۹

[۷] بخاري: ۱۹۷۵

[۸] بخاري: ۲۴۱۴

[۹] ابوداوود: ۴۹۵۴

[۱۰] بخاري: ۴۸۹۳

[۱۱] بخاري: ۴۹۲۷

Leave A Reply

Exit mobile version