لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌ زهي
د طب له نظره د نکاح اهمیت او مقام (پنځمه برخه)
نکاح او واده د طب له نظره
نکاح او واده د طب له نظره یو پراخ او هر اړخیز مفهوم دی. واده او نکاح مفهوم د انسان په ژوند او ټولنه ژور اغېز لري، ځکه نکاح او واده د انسان او ټولنې له رواني، ټولنیزو او فیزیولوژیکي اړخونو سره تړاو لري. واده انسان ته د ذهني رضایت، امنیت او اطمینان احساس ورکوي، د ټولنیزو اړیکو په پراختیا او د نوي نسل په روزنه کې مرسته کوي. د واده اړیکه نه یوازې د انسان د رواني او بدني روغتیا د ښه ‌والي سبب ګرځي، بلکې د ټولنیزو ارزښتونو د پراختیا او د سالم نسل د رامنځته کولو په برخه کې هم حیاتي رول لري. په پای کې نکاح د یوه مهم او پراخ مفهوم په توګه د اسلامي ټولنو په جوړښت او پرمختګ کې بنسټیز اهمیت لري.[۱]
د طب له نظره د نکاح بدني او روحي ګټې
واده د ښځې او نارینه د بدن او روح دواړو لپاره زياتې ګټې لري. واده شوي کسان د مجردانو په پرتله له ذهني او فزیکي اړخه ښه حالت لري. په زړه پورې خبره دا ده چې د نوېو څېړنو له مخې هغه ناروغان چې واده لري او په سرطان اخته وي، د مجردو ناروغانو په پرتله یې د ژوندي پاتې کېدو چانس ډېر دی. د مجردو ناروغانو د مړینې کچه لوړه ده او په دې برخه کې ښکاره توپیر لیدل کېږي.[۲]
د طب له نظره د ښځو او نارینه‌وو د بدني روغتیا لپاره د واده او ګډ ژوند ګټې
۱ ـ د خوندي چلند لپاره تشویق
واده شوي کسان د مجردانو په پرتله له خطرناکو کړنو لکه د مخدرو موادو له کارولو او په بې‌ احتیاطۍ سره د موټر له چلولو څخه ډېر ځان ساتي. دا ډول کسان په ښکاره ډول د خطرناکو کړنو شمېر راکموي. یو نظر دا دی چې واده شوي کسان پوهېږي یو څوک لري چې پر ده تکیه کوي، نو له همدې امله د خپل ژوند د ساتنې په برخه کې هوښیارانه پرېکړه کوي.[۳]
۲ ـ د زړه د حملو کم احتمال
ډاکټران وایي چې واده د ښځو او نارینه‌وو د زړه د حملو خطر کموي. واده شوې ښځې شاوخوا ۶۵ سلنه کمې د زړه له حملو سره مخ کېږي او نارینه ۶۶ سلنه. څېړنې ښيي چې واده نه یوازې د زړه حملې، بلکې د ژوند په هر پړاو کې د تنفسي ستونزو او مړینې خطر راکموي. متأهل کسان ممکن مالي ستونزې په سمه توګه حل کړای شي، روغ ژوند ولري، ډېر ملګري ولري او له قوي ټولنیز ملاتړ څخه برخمن واوسي.[۴]
د طب له نظره د هر انسان د بدني روغتیا لپاره د واده ګټې
۱ ـ د سکتې د رامنځته کېدو کم احتمال
د امریکا د فالج د ټولنې د راپور له مخې واده شوي نارینه د مجردو نارینه‌وو په پرتله ۶۴ سلنه کم د فالج یا سکتې له خطر سره مخ دي. څېړنې همدارنګه ښودلې چې د واده په برخه کې رضایت کولای شي د فالج احتمال را کم کړي.
۲ ـ د فشار (استرس) ټیټه کچه
واده په څرګند ډول د فشار او خپګان کچه راکموي. یوه اوږد مهاله اړیکه کولای شي د بدن هورمونونه داسې تنظیم کړي چې پر استرس منفي اغېز وکړي. د واده په مرسته د بدن د ټسټوسټرون هورمون کچه راټیټېږي چې له امله یې د استرس هورمونونه هم را کمېږي او د کورتیزول کچه په دواړو جنسونو کې ټیټېږي، کورتیزول هغه هورمون دی چې د فشار د تنظیم په برخه کې مهم رول لوبوي. که څه هم واده پخپله کله ناکله د فشار لامل کیږي، خو دا ډول فشار له واده کړیو کسانو سره مرسته کوي چې د ژوند نور فشار‌ زیږوونکي عوامل په اسانۍ سره کنټرول کړي.
۳ ـ د جراحۍ له لویو عملیاتو وروسته د ښه کېدو لوړ چانس
د ۲۰۱۱ کال یوه څېړنه ښيي چې د ښځې او مېړه خپلمنځي ملاتړ کولای شي چې له سختو طبي عملیاتو وروسته د دواړو په ژر رغیدو کې مهم رول ولري. د څېړنو له مخې هغه ناروغان چې د جراحۍ تر عملیاتو لاندې وي او واده شوي وي، د هغو کسانو په پرتله چې واده نه لري، درې برابره ډېر د دې چانس لري چې د نورو په پرتله ۱۵ کاله اوږد ژوند وکړي.[۴]
۴ ـ  پر رواني ناروغیو د کم اخته کیدو احتمال
واده شوي نارینه او ښځینه د مجردانو په پرتله په ښکاره ډول ډېر کم د سختو رواني ناروغیو ښکار کېږي. د څېړنو له مخې متأهلان د ژور خپګان (ډیپریشن) ډېره ټیټه کچه لري او له نیمایي ډېر یې د متاهلانو په پرتله د رواني اختلالاتو د رامنځته کېدو کم احتمال لري.[۶]
د طب له نظره د واده فزیکي ګټې 
۱ ـ ښه او آرام خوب
که تاسې له خپل واده څخه راضي واوسئ نو د خوب کیفیت به مو د هغو کسانو په پرتله ډېر ښه وي چې له خپل ژوند څخه راضي نه وي. څېړنې ښيي چې ښځې له واده وروسته په خوب کې د پام وړ ښه ‌والی تجربه کوي. د مجردانو په پرتله د واده شوو کسانو د ښه خوب کولو وړتیا ډېره ده. باید وویل شي چې له واده څخه نارضایتي کولای شي د خوب د ګډوډیو خطرناک عامل واوسي. که مناسب خوب ترسره نه شي، نو د ناراحتی، فشار، او د زغم کچه راټیټیږي او دا حالت کولای شي ستاسو په واده هم منفي اغېز وکړي.
۲ ـ اوږد عمر، د زړښت مخنیوی او له وخت نه مخکې د مړینې ضد اغېز
واده په مؤثر ډول د انسان په ژوند کې څو کاله زیاتوالی راولي، او په ځینو مواردو کې دا شمېر تر لسو کلونو پورې رسېږي. د دې موضوع په اړه یوه څېړنه ترسره شوه، په دې څیړنه پنځه زره هغه کسان شامل وو په ۱۹۴۰ لسیزه کې زیږیدلي وو. ساینسپوهانو وموندله چې د واده د حالت ثبات او بدلون څنګه د ژوند پر کیفیت او اوږدوالي اغېز کوي. د څېړنې پایلو وښوده چې هغه کسان چې په منځني عمر کې مېړه یا مېرمن لري او یا د اوږدمهال لپاره له ثبات څخه ډک ګډ ژوند لري، د هغو کسانو په پرتله چې واده یې نه‌ دی کړی دوه چنده کم له وخته مخکې مري.[۷]
د طب له نظره د واده جنسي ګټې 
جنسي اړیکه د انسان د ژوند له بنسټیزو برخو څخه ده چې پر رواني او فزیکي روغتیا ژور او څو اړخیز اغېز لري. د دودیز طب له مخې د واده اړیکه یوازې یو فزیکي عمل نه ګڼل کېږي، بلکې واده یو بشپړ او ټولیز بهیر ګني چې د ژوند کیفیت لوړوي او د انسان روغتیا پیاوړې کوي. دا ډول لید لوری جنسي اړیکه د ژوند یو ضروري او متوازن اړخ بولي چې د متعادل او سالم ژوند اهمیت ته اشاره کوي.
د دودیز طب له مخې ویل کېږي چې د ښځې او میړه ترمنځ سالمې جنسي اړیکې د دوی انرژي او خوښي زیاتوي، د بدن د معافیت سیستم پیاوړی کوي، او په رواني او ذهني حالتونو مثبت اغېز کوي. دا ډول اړیکې نه یوازې د عاطفي او ټولنیزو اړیکو د ټینګېدو سبب ګرځي، بلکې د بدن د هورمونونو او فیزیولوژیکي فعالیتونو په تنظیم کې هم مهم رول لوبوي.[۸]
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې: 

[۱] فتوحی، عبدالله، اصول همسرگزینی و همسرداری از دیدگاه اسلام، ص۱۶، سال چاپ: ۱۳۹۵هـ، ناشر: نسیم حجاز.

[۲] هماغه اثر.

[۳] بام، روزن، «خانواده به منزله ساختاری در مقابل جامعه»، ص۲۲۰، مترجم: مهدی، محمد صادق، نشر دانشگاهی، تهران، سال ۱۳۶۳هـ.

[۴] چوپانکاره، شهناز، دانستنی­های جنسی، ص۶۶، انتشارات: قلم جوان، تاریخ انتشار: ۱۳۹۱هـ ـ ایران.

[۵] هماغه اثر.

[۶] غضنفری، ژاله، ازدواج و تکامل (درآمدی بر تاثیر ازدواج در تکامل روح و جسم)، ص ۳۵۱، سال چاپ: ۱۳۸۵هـ، ناشر: انتشارات فراگیران سینا ـ تهران.

[۷] هماغه اثر.

[۸] اکبری، محمود، زندگی شیرین، ص۱۲۲، سال چاپ: ۱۳۸۸هـ، ناشر: گلستان ادب، ایران.

Leave A Reply

Exit mobile version