لیکوال: مهاجر عزیزي
 د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (دیارلسمه برخه)
۳. د ښکلي خط لیکلو هنر ( خوش نویسي)
قلم یو ساده لرګی نه دی: بلکې هغه نی دی چې روح  پاڼه نڅوي او فکر ته ابدیت ورکوي. په اسلامي فرهنګ کې دې وسیلې داسې لوړ ځای او ارزښت پیدا کړی، چې خدای جل جلا له په قران کریم کې پرې قسم کړی: «ن وَالقَلَمِ وَما یَسْطُرون». دا قسم نه یوازې د قلم د لوړ مقام ښکارندوی کوي، بلکې د انسان لپاره دا پیغام لري، چې هغه ته درناوی وکړي او په نېکه لاره یې و کارؤي.
په اسلامي فرهنګ کې قلم یوه سپڅلې وسیله وه او لیکل یې قېمتي جوهر بلل کېده، مسلمانانو له دې الهام واخیست او د لیکلو ارزښت یې درک کړ، له همدې طریقه د ښکلي خط لیکلو هنر خپل ارزښت پیدا کړ. د ښکلي خط لیکل، د ښکلو لاسي هنرونو له ډلې څخه دی، چې په بېلابېلو فرهنګونو کې د دوی د ژپو د الفباوو له مخې بڼه اخلي؛ په اسلامي تمدن کې دا هنر له خورا کارېدونکو او ځلانده هنرونو څخه و. حتی په معمارۍ او انځورګرۍ کې یې هم لوړ ارزښت درلود.[1]
د رسول الله صلی‌الله‌ علیه ‌وآله ‌وسلم له وفات وروسته، د مسلمانانو د فتوحاتو  له پراخېدو او د بنی ‌امیه د واکمنۍ په پیل کې له عراق څخه شام ته د خلافت د مرکز په لېږدولو سره ، عربي لیکدود لرې پرتو سیمو ته هم ورسېد. د عباسي خلافت له پیل سره، چې د دویمې هجري پېړۍ په نیمايي کې رامنځته شو، د ښکلي خط لیکلو (خوش‌نویسۍ) هنر لا ډېره وده وکړه او ډېر خطاطان د عباسي خلیفه‌ګانو او د هغوی د ایراني وزیرانو تر ملاتړ لاندې د دې هنر لوړو درجو ته ورسېدل. له عباسي خلیفه‌ګانو څخه بېلابېل روایتونه او نقل قولونه د خطاطۍ په اړه، د دې هنر د غوړېدو ښکاره نښه ده.[2]
ابي‌حیان توحیدي روایتوي چې د مامون لیکوال احمد ابن ابي‌ خالد، خط دومره ښکلی و، چې د روم بادشاه به په رسمي مېلمستیاوو کې د هغه لیکنه به له خپلو قېمتي شیانو سره نندارې ته وړاندې کوله.[3]
د ښکلي خط لیکل(خوش‌نویسي) په تدریجي ډول له کتبوي نقشونو سره یو ځای شوه؛ چې ډېری وختونه د قرآن کریم آیتونه هم پکې لیکل شوي وو او د جوماتونو په کاشي‌کارۍ او ښکلاوو کې کارؤل کېدل. د تیموريانو او صفویانو په دورو کې خطاطي لا ډېره د اسلامي معمارۍ خدمت ته داخل شوه او د جوماتونو، زیارتونو او مدرسو د سینګار یوه نه‌ جلا کېدونکې برخه وګرځېده. په حقیقت کې، خطاطي د اسلامي معمارۍ ریښه او روح ده او هغه خطاطان چې د ظاهري او معنوي علومو خاوندان وو، د اسلامي تمدن په اوږدو کې یې بې‌ ساري او تل ‌پاتې آثار رامنځته کړل.[4]
۴. د اسلامي معمارۍ هنر
معماري داسلامي هنر یو له خوراځلېدونکو بېلګو او داسلامي تمدن له بې ‌ساري شاهکارونو څخه ګڼل کېږي.
که څه هم د عربي ټاپووزمې په ځینو برخو کې په ځانګړې توګه یمن کې، د ایران او رومي تمدنونو د معمارۍ عالي اثار له اسلام څخه مخکې لیدل کېدل؛ خو په مکه او مدینه کې د اسلامي دورې په لومړیو کې، په خپل پرمختللي او هنري مانا کې معمارۍ ډیره عامه نه وه. د هغه دورې په اوږدو کې د معمارۍ یو له لومړنیو مثالونو څخه یوه کعبه وه؛ یوه ودانۍ چې  هوار چت او شپږ لرګينې ستنې یې لرلې، چې د هنري ښکلا پرځای یې دودیز او مذهبي فعالیت درلودل.[5]
د هجرت له دورې څخه رانیولې د رسول الله صلی‌الله‌ علیه‌ وسلم تر وفات پورې په لسو کلونو کې د اسلامي معمارۍ لومړنۍ نښې رامنځته شوې، چې له مهمو بېلګو څخه یې د قبا جومات او د نبوي جومات جوړول یادېدای شي. په ایران، شام، مصر او شمالي افریقا کې د فتوحاتو له پراخېدو سره مسلمانان د پرمختللي هنرونو او معماریو له بډایه میراث سره بلد شول او د اسلامي روزنې څخه په الهام اخېستلو او خپل هنري ذوق په کارؤلو سره یې داسې اثار را منځته کړل، چې نه یوازې مذهبي او ټولنیز فعالیت یې درلود؛ بلکې د ښکلاپېژندنې له اړخه هم شاهکار اوغوره ګڼل کېدل. په اسلامي تمدن کې د معمارۍ وده داسې په تېزۍ او شان سره وشوه، چې په تاریخ کې یې ډېر لږ ساری پیدا کولای شو.[6]
مسلمانانو په تدریجي ډول خپل ځانګړي انجینري او معماري سبکونه را منځته کړل. د هغې له ډلې د « مصر اسلامي انجینرۍ سبک» دی، چې له لسمې تر پنځلسمې پېړۍ پورې دود و او مهمې بیلګې یې په قاهره کې د ظاهر او سلطان حسن جوماتونو کې لیدلی شو،  چې دمماليکو سلطانانو لخوا جوړ شوي. همدارنګه «د عرب اندلس انجینرۍ سبک» چې له لسمې پیړۍ وروسته یې په اندلس کې بڼه غوره کړه، په غرناطه کې د الحمراء ماڼۍ او د اشبیلیې ودانیو په څېر کارونو کې د اسلامي معماریو بیلګې څرګندې وې؛ هغه آثار چې تر نن ورځې پورې هم د اسلامي معمارۍ عظمت په اوسنۍ هسپانیاکې نندارې ته وړاندې کوي.[7]
د اسلامي معماریو شاهکارې(غوره) بېلګې
په عمومي توګه د اسلامي دورې ودانۍ په دوو اصلي ډلو وېشل کېږي:
  1. مذهبي ودانۍ : چې جوماتونه، زیارتونه او مدرسې په‌کې را ځي.
  2. غیر مذهبي ودانۍ : چې پلونه، مانۍ، کاروان سرایونه، حمامونه، بازارونه، کلا‌ګانې او اوبیز‌ زېرمې دي.
دلته د اسلامي معماریو ځینې غوره نمونې وړاندې کوو:
  1. د قبة‌الصخرة جومات: دا جومات د اموي خلیفه عبدالملک بن مروان د خلافت په وخت کې جوړ شوی دی، د دې جومات جوړؤل په ۷۱ هجري قمري کال کې بشپړ شول.
  2. الأقصی جومات: د دې جومات په اړه ځينې د نظر مخالفت لري؛ ځینې دا وايي چې دا جومات عبدالملک جوړ کړی او ځینې یې ولید بن عبدالملک ته اړوندوي. دا جومات د اورشلیم په زاړه ښار جنوب ختیځ لور کې موقعیت لري.
  3. د دمشق جامع جومات: د دمشق له سترو او تاریخي جوماتونو څخه دی، چې د ۸۷ او ۹۶ هجري قمري کالونو تر منځ د عبدالملک بن مروان په وخت کې جوړ شوی دی، چې نن ورځ یې هم خپل وقار او ارزښت ساتلی دی.
  4. قرطیه جومات: دا جومات د نننۍ هسپانیا د اندلس په قرطبیه ښار کې دی او د اسلامي نړۍ له ښکلو او لویو جوماتونو څخه دی. د اسلامي معمارۍ ځانګړي سبکونه په‌کې کارېدلي دي او په خپل ذات کې جوړه نه لري.
  5. د الحمراء ماڼۍ : الحمراء ماڼۍ د هسپانيا د غرناطې (گرانادا) ښار پر لوړ ځای موقعیت لري او د شمالي افریقا د اسلامي هنر له غوره نمونو څخه ګڼل کېږي؛ ښایي دا د اسلامي واکمنۍ پر مهال په هسپانیا کې تر ټولو مشهوره جوړښت وي. د دې ماڼۍ لومړنۍ برخې د دیارلسمې میلادي پېړۍ پورې اړه لري. دا ټولګه په حقیقت کې څو ماڼۍ لري، چې هر واکمن یې ځان ته جوړه کړې ده. د دې ماڼۍ د طرحې اصلي مفکوره دا وه چې پر ځمکه د جنت تجسم وړاندې کړي.[8]
  6. د سامراء جامع جومات: دا ستر جومات د ۲۳۳ او ۲۳۷ هجري قمري کالونو تر منځ د سامراء ښار په مرکز کې جوړ شوی دی. د دې ودانۍ غوره ځانګړنه حلزوني بڼه لرونکي منارونه دي، چې ۵۳ متره لوړوالی لري او د اسلامي نړۍ له تر ټولو لوړو منارو څخه ګڼل کېږي.
  7. د الازهر قاهر جومات: دا جومات د فاطمي المعز لدین‌الله په امر چې د هغه وخت خلیفه و د ۳۶۱ او ۳۹۵ کالونو تر منځ د قاهره ښار له جوړؤلو سره جوړ شو. د ده د ځای ناستي په وخت کې یې وده وکړه او د اسلامي علومو په لوی علمي او روزنیز مرکز واوښت. د «الاظهر» نوم ځکه ورته غوره شو چې دا حضرت فاطمه زهرا (رضی الله عنها) ته منسوب و، ځکه چې فاطمیانو ځانونه د هغې اولادونه ګڼل.[9]
۸. د سلطان احمد جومات (آبي جومات): دا لوی جومات په استانبول کې د ۱۷مې پیړۍ په لومړیو کې د عثماني سلطان احمد اول په امر جوړ شوی و. د دې جومات دننه آبي رنګ ټایلونه او شپږ لوړو منارونو دې ودانۍ ته یوه ځانګړي او بې‌ ساري ښکلا ورکړې.
۹. د سلطان حسن مدرسه: دا باارزښته ټولګه د ۷۵۷ او ۷۶۴  هجري قمري کالونو تر منځ په قاهره کې جوړه شوه. داسې ودانۍ چې هم د دینې علومو مدرسه ده او هم جومات. دې ودانۍ د خپلو دقیقو تناسباتو، د ایوانونو د پام وړ لوړوالي او د ارزښتناکو ډبرو ښکلو سینګارؤلو له امله شهرت موندلی دی.
۱۰. د قیروان جومات: دا لرغونی جومات د تونس قیروان ښار کې، د افریقا په شمال کې د اسلامي نړۍ تر ټولو لرغونی جومات دی، چې په دویمه قمري پېړۍ کې جوړ شوی دی. قیروان جومات په اندلس او لوېدیځو ځمکو کې د جوماتونو د معماریو لپاره مهمه بېلګه وه.
۱۱. د صلاحالدین ایوبي کلا: دا کلکه ودانۍ په شپږمه هجري پېړۍ کې په قاهره کې جوړه شوه. دې کلا د نظامي جوړښټ تر څنګ جومات، اوبیز ‌زېرمې او د څارلو  برجونه یې لرل، چې دا دکلا د مصر له مهمو تاریخې اثارو څخه ګڼل کېږي.
۱۲. د القروین پوهنتون: دا پوهنتون د مراکش په فاس ښار کې دی، په ۲۴۵ هجري قمري کال کې د فاطمې فهریې له‌خوا جوړ شو او د نړۍ د تر ټولو لرغوني پوهنتون په نوم و نومول شو. القروین پوهنتون له پېړیو راهيسې د اسلامي نړۍ یو له سترو علمي او فرهنګي مرکزونو څخه ګڼل کېږي.
۱۳. د بغداد نظامي پوهنتون: دا پوهنتون په پنځمه هجري قمري پېړۍ کې د خواجه نظام ‌الملک طوسي په امر جوړ شو. د بغداد نظامي پوهنتون  په خپل عصر کې  ستر علمي مرکز و او د دیني علومو، فلسفي او ریاضي په برخه کې یې ځانګړی رول و لوبوو.
۱۴. د حلب کلا: د نړۍ تر ټولو ستره او لرغونو کلا‌ګانو څخه ګڼل کېږي او څو  زره کلن تاریخ لري. دا کلا په اسلامي دور کې خپل اوج ته ورسېده. برجونه، لوړ دیوالونه او پېچلې دروازې يې د اسلامي نظام د معماریو غوره بېلګې دي.
په اسلامي معماریو کې د توحید او معنویت انعکاسونه
مسلمانانو د جوماتونو او مدرسو په جوړؤلو کې له داسې طریقو ګټه اخیسته، چې بېلګې یې په نورو تمدنونو کې نه لیدل کېږي. د اسلامي معمارۍ یوه ځانګړنه دا وه، چې ژور دیني مفاهیم یې د ودانیو په جوړښت کې انتقالول. په مذهبي معمارۍ کې د توحید انعکاسونه په ښکاره ډول لیدل کېږي. د بېلګې په توګه، د توحید هغه نښه چې مسلمانانو به په لاس ښودله، په هنرمندانه ډول د ودانیو په طرحه او جوړښت کې څرګنده شوې ده.
د اسلامي معمارۍ هنر د نورو دینونو پر پیروانو ژور اغېز کړی دی؛ تر دې چې د لوېدیځ ځینې پوهان یې اسلام ته مایل کړي دي. د آلمان مشهور مفکر ډاکټر «مراد هوفمان» چې د اسلام مبارک دین ته مشرف شوی، د خپل مسلمانېدو علت له اسلامي هنر سره د مخامخ کېدو تجربه ګڼي. هغه وایي: «یوه مهمه تجربه چې فطري ښکلا یې لرله او له اسلامي هنر سره یې تړاو درلود، زه یې د اسلام لوري ته راوباللم. اسلامي هنر زما لپاره یوه لوړه او اغېزناکه تجربه وه او د هغې ټول انعکاسونه د معنویت په چوکاټ کې رامنځته کېږي، چې دا د اسلام له اساسي ځانګړنو څخه ده.»
نوموړی دغه ‌راز وايي: «د مسلمانانو معمارتي شاهکارونه(غوره کارونه) لکه د غرناطې سره ماڼۍ (هسپانیا) او د قرطبې ستر جومات،  چې بې ‌شکه د یو ستر او لوړ تمدن نښې دي. یاد مې دي چې «ماریا ریلکه» له قرطبې څخه تر  لیدنې وروسته ولیکل: له دې ښار څخه تر لیدنې وروسته، په ما کې د مسیحیت پر وړاندې ژوره کرکه پیدا شوه. زه قرآن لولم او داسې آواز پکې اورم چې په حیرانوونکي ځواک سره مې ځان ته راکاږي. اسلامي هنر زما لپاره د ښکلا ډک وطن باندې بدل شوی دی. ما د بېلابېلو دورو هنري آثار مطالعه کړي دي، له لرغوني یونان او روم څخه تر ګوتیک، رنسانس او نورو اصیلو او نابغه ‌پالونکو سبکونو پورې؛ خو هېڅ یو یې له اسلامي هنر پرته نه دی توانېدلی چې زما پر روان دومره ژور اغېز وکړي او احساسات مې دومره را وپاروي.»[10]
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچينې:

[1]. مصطفی اسعدی، تاریخ فرهنگ و تمدن اسلامی، ص ۷۹.

[2]. الصولی، أدب الکتاب، ص ۲۴.

[3]. ابی‌حیان توحیدی، رسالة فی علم الکتاب، ص ۲۵۲ و ۲۵۳؛ مصطفی اسعدی، تاریخ فرهنگ و تمدن اسلامی، ص ۱۷۰.

[4]. موسوی گیلانی، تاریخ فرهنگ و تمدن اسلامی، ص ۱۱۵.

[5]. ابن‌کثیر دمشقی، البدایة والنهایة، ج ۲، ص ۴۹۶.

[6]. مصطفی اسعدی، تاریخ فرهنگ و تمدن اسلامی، ص ۱۶۱.

[7]. جرجی زیدان، تاریخ تمدن اسلام، ص ۹۵۱.

[8]. هیلن براند، هنر و معماری اسلامی، ص ۱۸۸-۱۹۰.

[9]. موسوی گیلانی، تاریخ فرهنگ و تمدن اسلامی، ص ۱۹۸.

[10]. تمدن اسلام، ص ۱۵۳.

Leave A Reply

Exit mobile version