لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (اتمه برخه)
د انسان د ګمراه کولو لپاره د شیطان وسیلې
۱. د شیطان له فریبونو څخه یو دا دی چې انسان ته دیني بدعتونو ښکلي بڼه جوړوي، تر څو هغه پرې عمل وکړي، تبلیغ یې وکړي او پرې ثابت پاتې شي. دا کار د انسان د ګمراهۍ سبب ګرځي او د هغه لپاره یو ستر خطر دی؛ ځکه چې بدعت کوونکی د توبې دروازه پر خپل مخ بندوي. د توبې له شرطونو څخه دا دی چې توبه کوونکی کس په دې باید پوه شي چې په خپل عمل کې د الله تعالی نافرماني او د شریعت مخالفت کوي، تر څو له هغه عمله لاس واخلي؛ خو بدعت کوونکی ګمان کوي چې پرحقه دی او الله تعالی ته د خپل بدعت له لارې عبادت کوي، پرته له دې چې هغه د شریعت خلاف وبولي؛ نو څنګه به توبه وکړي؟ له همدې امله ځینو علماوو ویلي دي: «بدعت له ګناه بدتر دی». مطلب دا دی چې ګناهکار د توبې هیله لري؛ ځکه پوهېږي چې د الله تعالی نافرماني کوي او تمه لري چې له ګناه لاس واخلي او اللهتعالی ته رجوع وکړي؛ خو بدعت کوونکی خپل عمل د الله تعالی نافرماني نه ګڼي، نو ځکه توبه نه کوي.[1]
دغه راز بدعتکوونکي د دې ایت د مانا د یوې برخې تابع دي: ” قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالاً * الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعاً“.[2] ژباړه:« (ای پيغمبره! کافرانو ته ووایه:) آیا زه تاسو ته د هغو خلکو په اړه خبر درکړم چې تر ټولو ډېر زیانمن دي؟ هغوی هغه کسان دي چې د دنیا په ژوند کې یې هڅې او کوښښونه د غلطې عقیدې له امله ضایع شوي دي او دوی ګمان کوي چې غوره نېک کارونه کوي، داسې عبادتونه چې له شرک سره مل وي او فکر کوي چې دا به د دوی د نجات سبب شي.»
ابن کثیر د دې ایت په تفسیر کې وايي: « دا ایت عام دی او ټول هغه خلک رانغاړي، چې د الله تعالی عبادت په داسې لارو سره کوي، چې د الله تعالی لپاره د منلو وړ نه دي؛ خو دوی داسې فکر کوي چې په حقه دي، حال دا چې په غلطه روان دي او عمل یې باطل دی.[3]
۲. شیطان مؤمن انسان له بېوزلۍ څخه وېروي، تر څو خپل مال د خدای جل جلاله په لاره کې خرچ نه کړي. خدای جل جلاله په دې اړه وايي: “الشَّيْطَانُ يَعِدُكُمُ الْفَقْرَ وَيَأْمُرُكُم بِالْفَحْشَاء وَاللّهُ يَعِدُكُم مَّغْفِرَةً مِّنْهُ وَفَضْلاً وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ“.[4] ژباړه: «شیطان تاسو ته (د صدقې ورکولو پر مهال) د فقر ویره درکوي او تاسو ته د ګناه کولو امر کوي؛ خو الله تعالی تاسو ته د خپلې بخښنې او نعمتونو د زیاتوالي وعده درکوي او الله تعالی لوی فضل لري او پر هر څه پوهېږي.»
شیطان مؤمن وسوسه کوي چې د الله په لاره کې خیر ورکول یې، مال له منځه وړي او ژوند ورته تنګوي؛ نو ځکه هغه ته د مال په بخل او حرص امر کوي، تر څو د راتلونکې اړتیاوو څخه ووېریږي؛ خو پر مؤمن واجب ده چې د شیطان وسوسو ته غوږ و نه نیسي او دا یاد وساتي چې الله تعالی د همدې آیت په دوام کې فرمایي: “وَاللّهُ يَعِدُكُم مَّغْفِرَةً مِّنْهُ وَفَضْلاً وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ“.[5] ژباړه: « خو الله تعالی تاسو ته د خپلې بخښنې او نعمتونو د زیاتوالي وعده درکوي او الله تعالی لوی فضل لري او پر هر څه پوهېږي».
۳. د شیطان له مکاریو څخه یوه دا ده چې مؤمنان له خپلو یارانو، پیروانو او دوستانو څخه وېروي؛ داسې چې د دوی په زړونو کې د شیطان د پلویانو وېره اچوي. دا کار د دې لاملکېږي چې مؤمنان د خپلو شرعي مسؤلیتونو څخه پاتې شي، لکه د نېکۍ امر کول، د بدۍ منع کول، یا له هغوی سره مقابله کول او د ظلم مخنیوی. په پایله کې، مؤمنان د بزدلۍ او د شریعت د احکامو په تطبیق کې د سستی په دام کې لوېږي. خدای جل جلاله په دې اړه وايی: “إِنَّمَا ذَلِكُمُ الشَّيْطَانُ يُخَوِّفُ أَوْلِيَاءهُ فَلاَ تَخَافُوهُمْ وَخَافُونِ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ“.[6]
ژباړه : «دا یوازې شیطان دی چې تاسو له (خپلو پیروانو ) څخه د (اوازو او بې بنسټه خبرو له لارې) وېروي، نو که تاسو رښتیني مؤمنان یاست او پر خپل رب مو ایمان لرئ، له دوی مه وېرېږئ بلکې له ما ووېرېږئ.»
یعنې شیطان هڅه کوي چې تاسو د خپلو پیروانو په وسیله ووېروي او دا وهم پیدا کړي، چې دوی نه ماتېدونکی ځواک لري؛ خو کله یې چې داسې وکړل، تاسو ورڅخه مه وېرېږئ او پر ما توکل وکړئ او ما ته پناه راوړئ؛ ځکه چې زه د هغوی پر ضد ستاسو ساتونکی او مرستندوی یم، که تاسو مؤمنان یاست یوازې له ما ووېرېږئ او زما د امر د مخالفت پر وړاندې محتاط اوسئ.[7]
۴. د شیطان له وسوسو څخه یوه دا ده چې انسان ته دروغجنې هیلې ورالقاء کوي، چې دا هیلې د خلکو او حالاتو له مخې بېلابېلې او مختلفې دي. په دې اړه الله تعالی وايي: “وَلأُضِلَّنَّهُمْ وَلأُمَنِّيَنَّهُمْ وَلآمُرَنَّهُمْ فَلَيُبَتِّكُنَّ آذَانَ الأَنْعَامِ وَلآمُرَنَّهُمْ فَلَيُغَيِّرُنَّ خَلْقَ اللّهِ وَمَن يَتَّخِذِ الشَّيْطَانَ وَلِيّاً مِّن دُونِ اللّهِ فَقَدْ خَسِرَ خُسْرَاناً مُّبِيناً“.[8]
ژباړه: «بېشکه زه به هغوی ګمراه کړم، او په باطلو هیلو او خیالاتو پسې به یې روان کړم. بیا به هغوی ته امر وکړم، نو هغوی به د څارویو غوږونه پرې کړي او زه به هغوی ته امر وکړم، نو هغوی به د الله پیدایښت بدل کړي او هر څوک چې شیطان د الله پر ځای خپل سرپرست ونیسي، نو یقیناً هغه په ښکاره تاوان کړی دی.»
امام قرطبی رحمة الله علیه د دې آیت په تفسیر کې وايي: دا هیلې یوازې یوه بڼه نه لري؛ ځکه شیطان هر انسان ته د هغه د نفس د غوښتنو او تمایلاتو سره سم، بېلابېلې هیلې ورپېښوي.
د بېلګې په توګه: شیطان هغه څوک چې قمار ته یې راکاږلی وي، د مال او بې نیازۍ امیدونه ورکوي او هغه څوک چې زنا ته یې هڅولی وي، د راتلونکې توبې امید ورکوي. په دې توګه شیطان انسان د باطلو، پوچو او دروغجنو وعدو له لارې غولوي. الله تعالی په دې اړه وايي:
“يَعِدُهُمْ وَيُمَنِّيهِمْ وَمَا يَعِدُهُمُ الشَّيْطَانُ إِلاَّ غُرُورا“.[9] ژباړه: «شیطان هغوی ته وعدې ورکوي او په باطلو هیلو یې بوختوي، خو شیطان هغوی ته له فریبکارو وعدو پرته بل څه نه ورکوي.»
یعنې شیطان خپلو پیروانو ته دا وعده ورکوي چې دوی به په دنیا او آخرت کې بریالي وي او له ډېر خیر څخه به برخمن شي؛ خو دا د الله تعالی دښمن دروغ وایي او تهمتونه لګوي؛ د هغه وعدې بېارزښته دي او هیلې یې فریب ورکوونکې دي. نو ځکه، دا وعدې انسان ته له غرور پرته بل هېڅ ګټه نه لري. غرور هغه څه ته ویل کېږي چې بېرونی بڼه یې فریب ورکوونکې او خوښونکې وي؛ خو باطن یې بې ارزښته او ناخوښونکی وي؛ یا دا چې انسان یو شی ګټور او لذت بښونکی ګڼي؛ خو کله یې چې حقیقت څرګند شي، پوهېږي چې دا شی له دردونو او لویو زیانونو ډک دی او بیا یې د پښېمانۍ درد یې دوه چنده کېږي.[10]
دوام لري…
مخكنئ برخه
سرچینې:
. عبدالکریم، زیدان، المستفاد من قصص القرآن للدعوه و الدعاه، ج1، ص51. [1]
. عماد الدین ابی الفداء إسماعیل، ابن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ج2، ص107. [3]
. محمد بن احمد الأنصاری، القرطبی، الجامع لأحکام القرآن، ج4، ص282..[7]
. عماد الدین ابی الفداء إسماعیل، ابن کثیر، تفسیر القرآن العظیم، ج1، ص556؛ محمد جمال الدین، القاسمی، محاسن التأویل، ج5، ص488.[10]
