لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې(اوومه برخه)
پنځم درس: له انسان سره د شیطان د اړیکو د جوتولو حقیقت
دې ازموینې دغه ‌راز د انسان او شیطان تر منځ ذاتي او دښمانه اړیکه هم ښکاره کړه. شیطان تل د بشر تل پاتی دښمن پېژندل شوی دی، چې دالله جل‌جلاله له لوري ورته ماموریت ورکړل شوی دی، چې د وسوسو له لارې انسانان ګمراه کړي. ده له پیله د ادم علیه‌السلام په وسوسه کولو سره د انسانانو د غولولو وړتیا وښوده؛ حتی ( له الهي خبرداریو سره سره هم) له همدې امله خدای جل‌جلاله تل بشر ته د شیطان او د هغه د پیروانو له شره پر احتیاط امر کړی؛ ځکه چې هغوی داسې دښمنان دي چې کینه‌ یې په فطرت کې رېښې لري او تل هڅه کوي چې د انسان په وجود کې د شر او باطل تخم وکري او پیاوړی یې کړي. قرآن کریم په دې اړه جدي خبرداری ورکوي.
یأَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ[1] ژباړه: « ای خلکو! هغه څه چې پر ځمکه کې دي پاک او حلال یې وخورئ او د شیطان پر قدمونو مه ځئ چې هغه ستاسو ښکاره  دښمن دی.»
دغه‌راز وايي: “إِنَّمَا يَأْمُرُكُم بِالسُّوءِ وَالْفَحْشَاءِ وَأَن تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ“.[2] ژباړه: « او شیطان تاسې یوازې بدو لارو او بې حیا کارونو ته هڅوي؛ هغه څه چې تاسو پرې نه پوهېږئ په خدای جل‌جلاله پورې یې تړي.»
له انسان سره د شیطان د دښمنۍ دوه خطرناک ټکي شتون لري:
۱. الله جل‌جلاله شیطان او د هغه پیروانو ته ځانګړې وړتیا ورکړې، چې کولای شي انسانانو ته ځان ورسوي او د دوی په وجود کې ځای پیدا کړي.
۲. هغه خپلې وسوسې په مستقیمه توګه د انسانانو په زړونو کې داخلوي.
لکه څنګه له حضرت محمدصلی الله علیه وسلم څخه په حدیث کې راغلي دي: “إن الشَّيْطَانَ يَجْرِي من ابن آدم مَجْرَى الدَّمِ”.[3] « شیطان د ادم علیه‌السلام د اولادونو په وجود کې داسې حرکت کوي؛ لکه په رګونو کې چې وینه ګرځي.»
دغه‌راز قران کریم هم دې حقیقت ته په اشاره سره وايي: “إِنَّهُ يَرَاكُمْ هُوَ وَقَبِيلُهُ مِنْ حَيْثُ لَا تَرَوْنَهُمْ“.[4] ژباړه: « دوی هغه شیطان او پیروان یې تاسې له هغه ځایه ویني چې تاسو یې نه شئ لیدلی.»
له انسان سره د شیطان دښمني او د دې دښمنۍ اړتیاوې
د شیطان له دومداره اړتیاوو څخه یوه دا ده، چې له هغه څخه ځانونه وساتو؛ ځکه چې له دښمن څخه باید ځان وساتو، چې له شر څخه یې په امن کې پاتې شو او پرې باور و نه لرو؛ ځکه دښمن هغه چا ته د زیان اړولو هڅه کوي، چې دښمني ورسره ولري. دا هغه څه دي چې شیطان یې له خپلې دښمنۍ سره انسان ته غواړي. هغه زیان چې شیطان یې انسان ته غواړي، د اسلام رښتیني دین څخه ګمراه کول او له  الله جل‌جلاله څخه سرغړونه ده. هېڅ عمل له دې نه بدتر او زیان‌ اړونکی نه دی، چې د انسان او د الله تعالی د اطاعت ترمنځ خنډ جوړ شي. دا د شيطان ښکاره او روښانه دښمني ده او له همدې امله الله تعالی په قرآن کې هغه په دې عبارت یاد کړی دی: “إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ“.[5] . ژباړه: « بې‌له شکه شیطان ستاسو ښکاره دښمن دی.»
امام قرطبي رحمه‌الله د دغه ایت په تفسیر کې وايي: خدای جل‌جلاله خبر ورکړ چې شیطان دښمن دی او د هغه خبره حق ده؛ نو پر انسان واجب ده، چې د دې دښمنۍ په اړه چې د حضرت ادم علیه‌اسلام له وخته ښکاره اعلان شوې هوښیار و اوسي. شیطان خپل ټول عمر او شتمني د ادم علیه‌السلام د اولادونو د ژوند د تباه کولو  لپاره مصرف کړي دي او خدای جل‌جلاله هم امر کړی، چې له هغه ځان وساتو، لکه څنګه چې وايي: “وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ“.[6] ژباړه: « او د شیطان د لارې پیروي مه کوئ، ځګه هغه ستاسو ښکاره دښمن دی.»
دغه‌راز وايي: “إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوّاً إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ”.[7] ‏ژباړه: « بې‌له شکه شیطان ستاسو دښمن دی، نو تاسو هم هغه خپل دښمن وګڼئ او د هغه له مکر څخه یوه شېبه هم بې‌خبره مه پاتې کېږئ او د هغه له وسوسو څخه پیروي مه کوئ هغه خپل پیروان دې  ته را غواړي، چې د دوزخ د سوزنده شديد اور بندیان شي.»
دا خبرداری د دښمنۍ ښکاره بېلګه ده.[8]
له شیطان څخه پرهېز په دې مانا چې انسان باید محتاط و اوسي ، د دوامداره هوښیارۍ له لارې د هغه له زیان څخه مخنیوی وکړي ، د هغه د ګمراهۍ او دوکې اهدافو ترلاسه کولو عواملو څخه ډډه وکړي. لاندې به موږ د انسانانو د ګمراه کولو لپاره د شیطان ځینې وسیلې او وسایل تشریح کړو.
د انسان د ګمراه‌کولو لپاره د شیطان وسیلې
شیطان د انسان ګمراه کولو لپاره له بېلابېلو لارو څخه ګټه پورته کوي، چې ځينې هغه مهمې يې عبارت دي:
  • د انسان په نظر کې د باطلو عملونو ښکلي ښودل، داسې چې انسان هغه نیک، جذاب او د منلو وړ و بولي، په داسې حال کې چې هغه عمل بد، ناسم او له شرعي اصولو سره مخالف وي. شیطان د دې ظاهري ښکلا له لارې شکمن انسان باطل عمل ته هڅوي او که چېرې انسان له دمخه په دې عمل کې ښکېل وي هغه مجبوروي چې دې عمل ته دوام ورکړي. قران کریم دشیطان دا عمل په لاندې ایت کې تشریح کوي: “فَلَوْلا إِذْ جَاءهُمْ بَأْسُنَا تَضَرَّعُواْ وَلَكِن قَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُواْ يَعْمَلُونَ“.[9]
ژباړه: «او ولې دوی هغه وخت چې زموږ له عذاب سره مخ کېږي، عاجزي نه اختیاروي او نه‌ تسلیمېږي؟ (او ویښ شي او نصیحت واخلي او د الله تعالی په وړاندې په دعا لاسونه پورته کړي
 او بخښنه وغواړي؟) خو زړونه یې سخت شوي دي، (لکه د اوسپنې مېخ چې پر ډبره نه خېژي!)
 او له دې قساوت(سختۍ) سربېره، شيطان هم هغوی ته هغه اعمال ښايسته کړې دي چې ترسره کوي».
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

. البقره/168.[1]

. البقره/169.[2]

. محمد بن إسماعيل، البخاري، صحیح البخاری، شماره حدیث: 2038؛ مسلم بن الحجاج، النیسابوری، صحيح مسلم، شماره حدیث: 5643.[3]

. الأعراف/27.[4]

. البقره/168.[5]

. البقره/168.[6]

. فاطر/6.[7]

. محمد بن احمد الأنصاری، القرطبی، الجامع لأحکام القرآن، بیروت: دار إحیاء التراث العربی، 1965م،  ج2، ص209.[8]

. الأنعام/43.[9]

Leave A Reply

Exit mobile version