لیکوال: عبدالحی لیان
د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (نهمه برخه)
د شیطان د دوکې د مخنیوي لارې چارې
له شیطان او د هغه له فریبونو او وسوسو څخه د ځان ساتلو په موخه بېلا بېلې لارې شته، چې مهمې  یې کولای شو په لاندې توګه یادې کړو:
  • په خدای جل جلاله ایمان درلودل او پر هغه توکل کول: هغه څوک چې په خدای تعالی ایمان لري او پر هغه توکل کوي، شیطان ته هېڅ کومه لار نه پاتې کېږي چې انسان دوکه کړي ؛ ځکه چې الله جل جلاله یې دشیطان له فریب او دوکې ساتي . خدای جل جلاله په قران کریم کې په دې اړه وايي: “إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ وَكَفَى بِرَبِّكَ وَكِيلاً”.[1]
ژباړه: « بې ‌شکه چې هغه به زما په مخلصو او مؤمنو بنده‌ګانو کې نفوذ پیدا نه کړي او همدا د دوی لپاره بسنه کوي، چې دوی د خدای جل جلاله په امن کې دي او د دوی رب د دوی ساتونکی دی.»
او دغه ‌راز وايي: “إِنَّهُ لَيْسَ لَهُ سُلْطَانٌ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَلَى رَبِّهِمْ يَتَوَكَّلُونَ“.[2] ‏ ژباړه: « بې ‌شکه چې شیطان په هغه چا باندې چې په خدای جل جلاله یې ایمان راوړی هېڅکله تسلط نه شي لرلی او دوی پر خپل رب تکیه کوي.»
  • د ګناه پرېښودل: د ګناه پرېښودل اړین دي؛ ځکه چې ګناهونه انسان کمزوری کوي او کمزورتیا د دې لامل کېږي. چې د چلونو او وسوسو له لارې شیطان ته د نفوذ لار پرانستل شي. په دې وخت کې شیطان انسان د ګناهونو لورې ته بیایې ، تر دې چې ګناهګار کس د شیطان له پیروانو څخه کېږي. له بلې خوا، د ګناهونو او خواهشاتو څخه ډډه کول انسان ته دا ځواک ورکوي، چې د شیطان او د هغه له چلونو څخه ځان وساتي. خدای تعالی په قرآن کریم کې په دې اړه وايي: “إِنَّ عِبَادِي لَيْسَ لَكَ عَلَيْهِمْ سُلْطَانٌ إِلاَّ مَنِ اتَّبَعَكَ مِنَ الْغَاوِينَ“.[3]
ژباړه: «بې ‌شکه ته زما په بندګانو هېڅ ډول واک او تسلط نه لرې، مګر په هغو کسانو چې ګمراه شوي وي، ستا  وسوسو ته غوږ ونیسي او ستا پیروي وکړي».
او دغه ‌راز وايي: “إِنَّمَا سُلْطَانُهُ عَلَى الَّذِينَ يَتَوَلَّوْنَهُ وَالَّذِينَ هُم بِهِ مُشْرِكُونَ“.[4] ‏ژباړه: «بلکې شیطان یوازې په هغو کسانو واک لري اوهغه خپل دوست نیسي چې دده په لار روان وي او شرک کوي؛ یعنې خدای تعالی سره شریکان نیسي او بوتان یا نور معبودان د عبادت په برخه کې له خدای تعالی سره شریکوي).»
دغه ‌راز وايي: “إِنَّ الشَّيْطَانَ لَكُمْ عَدُوٌّ فَاتَّخِذُوهُ عَدُوّاً إِنَّمَا يَدْعُو حِزْبَهُ لِيَكُونُوا مِنْ أَصْحَابِ السَّعِيرِ“.[5] ‏ژباړه: « بې ‌شکه شیطان ستاسو دښمن دی، نو تاسو هم هغه خپل دښمن وبولئ او د هغه له مکر او فریب څخه هېڅ شیبه غافل پاتې نه شئ او د هغه وسوسو ته غوږ مه نیسئ. هغه خپل پیروان دې ته رابولي چې د دوزخ د سوځنده اور اوسېدونکي شي.»
  • د دنیاوي ژوند له فریب څخه ځان ساتل: مسلمان باید د دنیا له ژوند او ښکلاوو څخه فریب ونه‌ خوري او د دنیا په لنډمهاله خوښیو کې راګېر نه شي ؛ بلکې باید د دنیا په اړه پرهېز ګاري اختیار کړي او په یقین سره پوه شي چې د دنیا ګټه د اخروي نعمتونو په پرتله ډېره ناچیزه ده. قران کریم په دې اړه وايي: “يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا وَلَا يَغُرَّنَّكُم بِاللَّهِ الْغَرُورُ“.[6]
‏ ژباړه: « ای خلکو! د خدای تعالی  وعده حق ده، نو دنیاوي ژوند او شیطان تاسو ته د خدای تعالی په اړه فریب در نه کړي.»
په بل ځای کې وايي: “وَمَا أُوتِيتُم مِّن شَيْءٍ فَمَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَزِينَتُهَا وَمَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ وَأَبْقَى أَفَلَا تَعْقِلُونَ“.[7] ‏ ‏ژباړه: «هغه څه چې تاسو ته درکړل شوي دي، د دې دنیا مال او ښکلا ده چې لنډ مهاله ده او له ناخوالو، دردونو او کړاوونو سره مل ده، خو هغه څه چې له الله تعالی سره دي غوره او تلپاتې دي. آیا نه پوهېږئ چې فاني او محدود شیان د تل‌ پاتې او نامحدود نعمتونو سره برابر نه دي؟)»
  • د شیطان له شره خدای جل جلاله ته پناه وړل: پر مسلمان واجب دي چې د شیطان له شره پناه وغواړي او د ژوند په ټولو چارو کې تل خدای جل جلاله ته پناه وروړي. دا عمل د الله جل جلاله ته ځان سپارل دي ، چې انسان د شیطان د نفوذ، وسوسو او تسلط څخه خوندي ساتي. همدا راز، د الله تعالی دوامداره یاد د شیطان د لرې کېدو سبب ګرځي. خدای جل جلاله په دې اړه په قران کریم کې وايي: “وَإِمَّا يَنزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ“.[8]
‏ژباړه: «هر کله چې له شیطان څخه وسوسه درته ورسېږي بیدار او هوښیار اوسه، او په مقابل کې یې مقاومت وکړه، نو ځان الله تعالی ته وسپاره او د هغه د مهربانۍ سیوري ته پناه یوسه، ځکه چې هغه ډېر اورېدونکی او په هر څه قادر دی او تا څاري او ساتنه دې کوي.
  • په غوره طریقه ځواب ورکول، د خطا کارانو بښنه، له خلکو سره نېکې خبرې کول او له نا پوهانو څخه لرې اوسېدل: که مسلمان دا اصول عملي کړي، د شیطان د توطئو مخه نیسي او پر هغه داسې سخته ضربه واردوي، چې د هغه چل ناکې او بدبختي وسوسې بې‌ اغېزې کړي. خدای جل جلاله په دې اړه په قران کریم کې وايي: “خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ[9]
ژباړه: «بښنه وکړه، نرم ‌خوی غوره کړه، نېکو کارونو ته امر وکړه او له ناپوهانو څخه مخ واړوه .»
او دغه‌ راز وايي: “وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ * وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا الَّذِينَ صَبَرُوا وَمَا يُلَقَّاهَا إِلَّا ذُو حَظٍّ عَظِيمٍ“.[10]
ژباړه: « نیکي او بدي یو شان نه دي هیڅکله بدي په بدي او زشت په زشت مه ځوابوه؛ بلکې د نورو بدۍ او زشتۍ (بدعملۍ) په ښکلې او غوره طریقه ځواب کړه. د دې کار نتیجه دا ده چې هغه څوک چې ترمنځ یې دښمني وه، ناڅاپه به د نېږدې ملګرو په څېر شي. دې خوی او  سترو اخلاقو ته یوازې هغه کسان رسېږي، چې صبر او استقامت لري او دا مقام یوازې هغو ته ور رسېږي چې له ایمان، تقوا او ستایل شویو اخلاقو څخه ستره برخه لري.»
  • . په پای کې، پر هر مسلمان واجب ده چې د شیطان فکرونه او وسوسې وپېژني او بیا یې د الهي شریعت په تله کې وتلي، تر څو يې دوکه نه کړي او د شیطان له پيروانو نه نشي.
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

. الإسراء/65. [1]

. النحل/99.[2]

. الحجر/42.[3]

. النحل/100.[4]

. فاطر/6.[5]

. فاطر/5.[6]

. القصص/60.[7]

. فصلت/36.[8]

. الأعراف/199.[9]

. فصلت/35-34.[10]

Leave A Reply

Exit mobile version