لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي
قران تل پاتې معجزه (دوه ‌څلوېښتمه برخه)
د نوي علم او الهي وحي په رڼا کې د جنین د ودې پړاوونه
قران کریم په خپل دقیق بیان کې د امیندوارۍ د ودې او  پېژندنې په اړه نازک ټکي ذکر کړي دي. د بقرې سورې په ایت کې راغلي: وَٱلَّذِینَ یتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَیذَرُونَ أَزْوَ‌ٰجًا یتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا[1] ژباړه: « او هغه کسان ( مېړونه) چې له تاسو څخه وفات شي او ښځې ترې پاتې شي، ښځې یې باید څلور میاشتې او لس شپې  انتظار وکړي (د عدت وخت پوره کړي)
په دې ایت کې د عدت وخت د هغو ښځو لپاره چې مېړونه یې مري، په دقیق ډول « څلور میاشتې او لس ورځې» ذکر شوی دی. دا د وخت ټاکل یوازې یو شرعي حکم نه دی؛ بلکې د جنین د ودې په برخه کې له نویو علمي موندنو سره هم حیرانوونکی سمون لري. ډاکټران وايي چې د اميندوارۍ دوره له کلینیکي پلوه په درېيو برخو ویشل کېږي:
الف: د شک پړاو
د امیندوارۍ په پیل کې لومړۍ نښه اکثره د حیض بندېدل وي. سره له دې چې دا نښه د امیندوارۍ ښکارندویي کولی شي؛ خو قطعي دلیل نه دی؛ ځکه چې ګڼ شمېر عوامل لکه هورموني ګډوډۍ، رواني فشارونه او یا د تناسلي سيسټم ناروغۍ هم د دې سبب کېدلی شي.
ب: د اټکل پړاو
په دې پړاو کې ښځه ممکن د زړه بدوالی، کانګې، د اشتها له منځه تللو، د مزاج بدلونونو، یا یوازيتوب ته له میلان سره مخ شي. دا نښې چې په عامه اصطلاح کې «وَحم یا اجایی»[2] بلل کېږي د امیندوارۍ احتمال زیاتوي؛ خو لا هم په قاطع ډول نه‌ شي تائيديدلای، ځکه چې دا نښې ځینې وختونه د «کاذبې امیندوارۍ» په توګه ثبتېږي.
ج: د یقین پړاو
شاوخوا د امیندوارۍ په ۱۲۶مه ورځ (څلور میاشتې او لس ورځې) کې د جنین د زړه ضربان د لومړي ځل لپاره رامنځ ‌ته کېږي او مور د هغه حرکات احساسوي. دا پړاو د امیندوارۍ د یقین نقطه ګڼل کېږي او له هغه څه سره بشپړ سمون لري چې په آیت کې ذکر شوي دي.
له همدې امله، د قرآن کریم آیت په دقیقه توګه د امیندوارۍ د بې‌شکه علمي پېژندنې شېبې ته اشاره کوي. دا همغږي د پوهې او وحي ترمنځ، د قرآن کریم د علمي اعجاز یو روښانه دلیل ګڼل کېږي.
د امنیوټیک مایع ( د جنین د اوبو) معجزه
په بل آیت کې خدای جل جلاله هغو نازکو شرایطو ته اشاره کوي چې د مور په رحم کې جنین پکې وده کوي: «يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِّن بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ»[3]؛ ژباړه: « او هغه تاسو ته د خپلو میندو په ګېډو کې، د درې‌ګونو تیارو په منځ کې په پرلپسې او متنوع ډول جوړښت درکوي؛ (جنین ته هر وخت نوې بڼه ورکوي او د خلقت پړاوونو ته یې رسوي).
د معاصر جنین ‌پېژندنې علم د درې «تیارو» یا پوښونو شتون داسې تشریح کوي:
۱. د نس دیوال
۲. د رحم ديوال
۳. د جنین پوښونه (لکه د آمنیون پوښ)
د دې پوښونو په منځ کې د امنیوټیک پوښ یا «آمنیون» ځانګړی اهمیت لري. دا پوښ یو تړلی، شفاف او نرۍ کیسه ده، چې د «آمنیوتیک سائل » په نوم یوه بې‌رنګه مایع پکې شته. دا مایع د اومیندوارۍ په اوومه میاشت کې تر ۱.۵ لیتره پورې رسېږي؛ خو کله چې د زېږون وخت رانېږدې شي، نو کمېږي او شاوخوا یو لیتر ته راښکته کېږي. امنیوټیک مایع شفافه او بې‌رنګه مایع ده،  چې جنین د مور په رحم کې احاطه کوي او دا مایع د امنیوټیک کیسې په نوم په یوه ځانګړي پوښ کې موقعیت لري.
د امنیوټیک مایع علمي ګټې
د جنین تغدیه کول
امنیوټيک مایع له یو سلسله غذايي موادو لکه پروټینونه، قندونه او منرالي مالګې لرونکې ده، چې د جنین په تغذیه کې مرسته کوي.
د ضربو پر وړاندې ساتنه
دا مایع د ضربه‌ګیر( زېرې) په توګه عمل کوي او هر ډول فشار یا ضربه چې د مور نس ته وارده شي، په یو ډول یې خپروي؛ هماغسې لکه څنګه چې په فضایي ټکنالوژۍ کې هم د وسایلو د ساتنې لپاره له ورته مایعاتو او وسایلو څخه استفاده کېږي.
د جنین د حرکت لپاره سهولتونه
د امنیوټیک مایع چاپیریال جنین ته دا امکان ورکوي چې له اصطکاک پرته په ازاده توګه د مور په رحم کې حرکت وکړي. دا حرکت د جنین د عضلاتو او هډوکو د ودې لپاره اړین دی.
حرارتي ثبات
امنیوټیک مایع یو داسې چاپېریال برابروي چې ثابته تودوخه لري او حتی د سختې بهرنۍ تودوخې د بدلونونو پر وړاندې هم د جنین له متوازنې ودې څخه ساتنه کوي.
له دیوالونو سره د چسپېدو مخنیوی
د دې مایع له شتون پرته، دا امکان لري چې جنین له داخلي پوښونو سره ونښلي، چې دا چسپېدنه ممکن له زیږون مخکې د بدن د جوړښت نیمګړتیاوې رامنځته کړي.
د زېږون د بهیر اسانه کول
دا مایع د زېږون پر مهال د نرموونکي په توګه عمل کوي چې د ولادت د کانال د خلاصولو له لارې، د جنین تېرېدل اسانوي.
د ولادت د لارو پاکول
د امنیوټیک مایع مخکینۍ ترشح د زېږون په بهیر کې مهم رول لري، ځکه چې د ولادت لاره ضد عفوني کوي، تر څو د مکروبونو او عفونتونو له لارې د ماشوم بدن ته د ناروغیو د انتقال مخه ونیسي.
دې ټولو کړنو ته په لاندې مبارک ایت کې د معجزو په شکل ورته اشاره شوې ده: «يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِّن بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ»[4]؛ ژباړه: « او هغه تاسو ته د خپلو میندو په ګېډو کې د درې‌ګونو تیارو په منځ کې، په پرلپسې او متنوع ډول خلقت(جوړښت) درکوي؛ (جنین ته هر وخت نوې بڼه ورکوي او د خلقت پړاوونو ته یې رسوي)»
په لنډ ډول باید وویل شي چې د دې بحث له مخې، نه یوازې د امنیوټیک مایع د امیندوارۍ د تشخیص پړاوونه او د جنین د ودې ځانګړتیاوې له تجربوي او لابراتواري موندنو سره همغږي لري، بلکې دا ټول په حیرانوونکي ډول د قرآن کریم له بیانونو سره هم مطابقت لري. د قراني بیانونو کې بې ‌ساری دقت، لکه: «أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا»[5]؛ یا «يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِّن بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ»[6]؛  دا هغه حقیقت استازی دی، چې خدای جل جلاله په لاندې ایت کې ورته اشاره کړې ده: «سَنُرِيهِمْ آيَاتِنَا فِي الْآفَاقِ وَفِي أَنفُسِهِمْ حَتَّىٰ يَتَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُ الْحَقُّ»[7]؛ ژباړه: «موږ هغوی ته چې له اسلام او قرآن څخه منکر دي، ډېر ژر خپلې نښې او دلایل په آسمانونو او ځمکه کې (چې لوی جهان دی) او د دوی په خپل وجود کې (چې کوچنی جهان دی) وښیو، تر څو هغوی ته دا روښانه شي چې اسلام او قرآن حق دي.»
دا علمي معجزې نه یوازې د مؤمن په زړه کې د یقین د پیدا کولو لامل کېږي؛ بلکې د حکیم خالق او د هغه د مطلق قدرت په اړه د علمي او الهي تفکر لپاره یوه دروازه پرانیزي. [8]
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچينې:

[1]. بقرة: 234.

[2]. آن­چیزی که زن حامله آرزو کند.

[3]. زمر: 6.

[4]. زمر: 6.

[5]. بقره: 234.

[6]. زمر: 6.

[7]. فصلت: 53.

[8]. فشرده از: موسوعة الإعجاز العلمي في القرآن والسنة، ص 1، ص 91-95.

Leave A Reply

Exit mobile version