لیکوال: مهاجر عزیزي
ساینټولوژي؛ رېښې او باورونه (دویمه برخه)
د ساینټولوژي کلمې رېښه
«ساینټولوژي» (Scientology) له دوو لاتیني کلمو څخه اخېستل شوې ده:
۱. ساینټ (scientia) د پوهې په مانا.
۲. لوژي(logy) د مطالعې یا پېژندنې په مانا ده.
دا کلمه د لومړي ځل لپاره په ۱۹۳۰ ز کال کې د آلن هربرت، دوست ال. ران هابارد، له لوري وړاندیز شوه؛ خو وروسته هابارد خپله په ۱۹۵۰ز کال کې د خپل رواندرملنې او عقیدوي سیسټم رسمي نوم وټاکه.
د ژبپوهنې له نظره که څه هم د ساینټولوژي کلمه د بیولوژي او جیولوژي علمي ماناوو ته ورته ده؛ خو په علمي ټولنه کې دا کلمه د دین یا د نوي دیني خوځښت په نوم یادېږي، نه یوه معتبره علمي رشته.
د ساینټولوژي تاریخ او د پیدایښت څرنګوالی
مخکې تر دې چې ساینټولوژي د دین او مذهب په نوم و پېژندل شي، یولړ پړاوونه یې تېر کړي دي.
د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال، هابارد چې د دې ښوونځي بنسټګر و، د آسترالیا سمندري ځواکونو د استخباراتو په برخه کې د یوې بېړۍ دننه فعالیت درلود، چې وروسته زخمي شو او د کالیفورنیا ایالت په اوکلند ښار کې د اکنوال په روغتون کې بستر شو. هملته روغتون کې د پاتې کېدو پر مهال و، چې د انسان د رواني او فزیکي ستونزو په اړه یې خپل لومړني فکرونه پیل کړل. له جګړې وروسته یې د روان پوهنې په اړه خپله شخصي څېړنه پیل کړه. د ده لومړني فکرونه په ۱۹۴۸ ز کال کې د «لومړنیو نظریو ؛ the original thesis» په نوم کتاب کې چاپ شول. که د ده ذهن په سیسټماټیک ډول وویشو. هابارد په دې کتاب کې خپلې موندنې او دلیلونه د څرګندو او دودیزو اصولو پر بنسټ وړاندې کړل، چې د دغو لومړنیو اصولو په کارؤلو سره څرګندې پایلې تر لاسه کېدای شي.[1]
وروسته هابارد په ۱۹۵۰ ز کال کې د « ډایانټیکس: د نوي ذهن د روغتیا علم» په نوم یو بل کتاب هم ولیکه او خپور یې کړ. هارباد په دې کتاب کې ادعا وکړه چې ډېری رواني او فزیکي ستونزې د ذهني اغېزو یا انګرامونو له امله رامنځ ته کېږي؛ یعنې هغه رواني ټکانونه چې د زېږون پر مهال یا له زېږېدو مخکې په ذهن کې ثبت شوي وي.
هغه تجربه چې هابارد یې له ډایانتیکس څخه د ساینټولوژي پر لور و هڅوو، د انسان د ځان پېژندنې او له خپل بدن څخه د جلا کېدو درک و. دې تجربې ده ته دا اجازه ورکړه چې روح وپېژني هابارد دې باور ته رسېدلی و، چې روح له دې اوسني بدن څخه مخکې په نورو بدنونو کې هم شتون درلود. داسې مفکوره چې د لوېديځ په مذهب کې د روح د بیا را ژوندي کېدو سره تړاو نه لري.[2]
وروسته له هغې چې ډایانټیکس د خلکو په منځ کې ارزښت پیدا کړ، د هابارد دې ته پام شو چې د دغه کتاب مفهومونه د رواندرملنې له علم څخه لوړ دي او د متافزیکي او روحاني په څېر نور اړخونه هم لري؛ له دې امله هابارد له ډایانټيکس څخه لوړ پړاو ته ګام واخیست او په ۱۹۵۲ ز کال کې یې رسماً د ساینټولوژي ښوونځي بنسټ کېښود او هغه یې خلکو ته د یوه روحاني دین په نوم ور وپېژنده او په پایله کې یې ډایانټیکس پرېښود او د ساینټولوژي په خپرونو او درسونو يې کار پیل کړ.
ساینټولوژي په اصل کې په امریکا کې د تصوف په برخه کې د ډېرو شخړو محصول دی. کله چې په امریکا کې د تصوف په برخه کې مخالفتونه رامنځ ته شول، هغه وخت دا خوځښت « د نړیوال ساینټولوژي خوځښت) په نوم و پېژندل شو، چې موخه یې د انسان د ذهني اختلالونو تحلیل او د هغوی د له منځه تلو لپاره د عملي حل لارو وړاندې کول وو. خو ډېر وخت لا نه و تېر شوی چې د ساینټولوژي پیروانو د خپلو کتابونو د پراخ خپرولو او د خپلو طریقو د تدریس له لارې، دې دیني خوځښت د امریکا په نویو را څرګندېدو تصوفونو په منځ کې د چټکې ودې لومړی مقام خپل کړ.
وروسته له هغې چې دا ښوونځی د مذهبي سازمان په توګه رامنځ ته شو، څه موده لا نه وه تېره شوې، چې ډېر پېروان یې د ځان پر لور جذب کړل او د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې یې کلیساوې، اداري او ښوونیز مرکزونه جوړ کړل. د دې سازمان په فعالیتونو کې د ډایانیټکس روزنه، رواني مشورې، ښوونیز پروګرامونه او ټولنیز کمپاینونه (لکه د روږدي کیدو یا له سواد سره مبارزه) شامل دي.
د هابارد ژوند ته کتنه
لافایت رونالد هابارد په ۱۹۱۱ز کال د امریکا د نبراسکا ایالت په تیلدن ښار کې نړۍ ته راغلی. خپل ماشومتوب یې د مونتانا ایالت په هلنا ښار کې تېر کړی دی. په ۱۹۲۰م لسیزه کې، هغه د خپل پلار له لوري په ګوام کې چې دسمندري ځواکونو افسر و، د امریکا د سمندري ځواکونو اډې ته واستول شو، هابارد د اسیا او د ارام سمندر جنوب ته سفر وکړ. د ۱۹۳۰ز لسیزې په پیل کې، مخکې تر دې چې هابارد له پوهنتونه فارغ شي او د ټولو خوښوونکو کیسو د فعال لیکوال په توګه خپل کار پیل کړي، د واشنګټن ډيسي په جورج واشنګټن پوهنتون کې شامل شو. ده لنډه موده د امریکا د احتیاطي سمندري ځواکونو په لیکو کې خدمت وکړ او د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال د امریکا د سمندري ځواکونو افسر و. په هماغه دوره کې یې د لنډې مودې لپاره د دوو بېړیو، یواساس وایپي-۴۲۲ او یواساس پيسي-۸۱۵ قومانده یې پر غاړه لرله. کله چې د هغه لوړ پوړو چارواکو د ده پر نالایقۍ پوه شول، دی له دواړو دندو ګوښه کړل شو. ده د خپلې پوځي دورې وروستۍ میاشتې یې د دولسګوني زخم د درملنې لپاره په روغتون کې تېرې کړې. وروسته یې «ډایانټیکس» ته وده ورکړه هغه څه چې ده د فکري روغتیا علم باله. په ۱۹۵۲ز کال کې هابارد د ساینټولوژي بنسټ کېښود او د ساینټولوژي کلیسا د پراخولو او نړیوال سازمان ته د بدلولو چارې یې تر خپل نظارت لاندې ونیولې. په ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ لسیزو کې یې ډېر وخت د خپلې شخصي سمندري بېړۍ له « ناوګان» سره چې د غوره ساینټولوژیستانو یوه ډله وه، د قوماندان په توګه تېر کړ. د ده پلټنیز سفر هغه مهال پای ته ورسېد، چې کله بریتانیا، یونان، هسپانیه، پرتګال او وینزویلا ټولو خپل بندرونه د هغه سمندري ناوګان پر مخ وتړل. له بلې خوا په استرالیا کې یوې محکمې د ساینټولوژي د یو دین په توګه له منلو څخه انکار وکړ. په ورته ډول، د فرانسې یوې سترې محکمې هابارد د هغه په غیاب کې د درغلۍ په تور محکوم کړ. نوموړی په ۱۹۷۵ز کال کې متحده ایالاتو ته بېرته ستون شو او د کالیفورنیا په دښته کې یې ځانته جلاوطني غوره کړه. په ۱۹۸۳ز کال کې، رون هابارد د «سپین واورین عملیات» په نوم په یوه پروژه کې د غلا او نړیوالو معلوماتو د افشا کولو له امله خاین وپېژندل شو. هغه د خپل ژوند پاتې کلونه د کالیفورنیا ایالت د کرېسټون ښار ته نېږدې په خپل شخصي فارم کې تېر کړل او په ۱۹۸۶ کال کې هملته وفات هم شو.د ساینټولوژي کلیسا هابارد د انبیاوو په څېر په مقدسو کلماتو ستایي. دی خپل ځان د یو مخکښ سپړونکي، نړۍګر ( د نړۍ سفر کوونکی)، اتومي فزیک پوه او لکه د عکس اخیستنې، هنر، شعر او فلسفې په څېر مهارتونو کې یو تکړه شخصیت ګڼي؛ پداسې حال کې چې د هغه منتقدین هغه یو خیانتکار، ذهني بې ثباته او درواغجن بولي. که څه هم د هغه د ژوندلیک ډیری برخې دروغجنې ثابتې شوې دي، خو د ساینټولوژي کلیسا لا هم پر دې ټینګار کوي چې دا معلومات رښتیا دي.[3]
هابارد د خپل ماشومتوب او ځوانۍ په دوران کې د ساینټولوژي له بنسټیز کېدو مخکې کوم ځانګړي دین یا مذهب ته پابند نه و؛ یعنې یو فکرمحوره ملحد و؛ خو د هغه د پلار په اړه چې هري راس هابارد نومېږي ویل کېږي چې د امریکا د سمندري ځواکونو افسر و او نسبتاً سیکولر لیدلوری یې درلود، که څه هم کورنۍ یې له یو مسیحي چاپېریال څخه راغلې وه. تاریخ پوهانو ویلي چې هابارد په ځوانۍ کې په فعاله توګه کلیسا ته نه تللو او خپل ځان یې زیاتره د یو آزاد فکره یا د حقیقت لټونکي په توګه معرفي کاوه. هغه د خپل ژوند په اوږدو کې فلسفي موضوعاتو، ارواپوهنیز، افسانو او ورته مفاهیمو ته لېوالتیا درلوده.
هابارد تر دې مخکې چې د ډایانټیکس او بیا ساینټولوژي رامنځته کړي، له بېلابېلو ختیځو دینونو لکه: بودایزم[4] او هندوییزم[5]، لوېدیځ تصوف او فراماسونۍ نظام سره اشنا شوی و؛ خو هېڅ داسې رسمي سند نشته چې دی دې دینونو ته پابند پاتې شوی وي. هغه یوازې د لېوالتیا له مخې دغو دینونو معلومات ترلاسه کول، خو له یادو ښوونځیو څخه یې اغېزې اخیستې دي. د بېلګې په توګه: هابارد د بیا زېږون یا د ژوند په دوراني تکرار عقیده لري، چې دا باور د هندوییزم او ځینو صوفيګرایانه ښوونځیو له باطلو عقیدو څخه سرچینه اخلي. دا عقیده د هغه او د ساینټولوژي د ښوونځي له مهمو باورونو څخه ګڼل کېږي.
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچينې:
[1]. ساینتولوژی-دیانتیکس، ص۳۶.
[2]. همان، ص ۲۳.
[3]. ویکیپدیا.
[4]. جهت آشنایی و شناخت بهتر عقاید و باورهای بودیزم، به عنوان بودیزم در بخش ادیان سایت ادارۀ علمی و تحقیقاتی کلمات مراجعه نمایید.
[5]. جهت آشنایی و شناخت بهتر عقاید و باورهای هندویزم، به عنوان هندویزم در بخش ادیان سایت ادارۀ علمی و تحقیقاتی کلمات مراجعه نمایید.
