شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: م. فراهي توجګي فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (شپږمه برخه) د فرانکفورت مکتب اصول: د انتقادي نظریې د مکتب غړو په عمومي ډول پر هغو محوري اصولو هوکړه درلوده چې باید د څېړنیزو فعالیتونو د اساسي بنسټونو په توګه ومنل شي او د مکتب د پلانونو په سر کې ځای ولري. تر ټولو مهم هغه یې په لاندې ډول دي: ۱. پانګوال نظام له جدي بحران سره مخ دی. د دغه بحران د دقیق درک غوره لار کومه ده او د سیاسي او اقتصادي چارو ترمنځ څه ډول اړیکه موجوده ده؟ ۲. ټولنیز مناسبات د جدي بدلونونو په درشل کې دي. همدا بدلونونه کوم لوري ته روان دي او په فرد یې اغېز څه دی؟ ۳. اقتدارپالنه (اتوریتاریانیزم) او د بوروکراتیکو نهادونو پراختیا په ظاهره د ورځني واکمن نظم په څېر ښکاري. دا پدیدې څه ډول درک او تحلیل کیدلی شي؟ ۴. په اروپا کې د کارګري خوځښتونو مبارزې په نړۍ کې د کارګرانو د واحدې مبارزې بڼه خپله نکړه. د دې کار عوامل او په وړاندې یې خنډونه کوم دي؟ ۵. د کلتور بېلابېل ډګرونه تر مداخلې او سختې څارنې لاندې نیول شوي او د لوبې وسایل ګرځېدلي دي. ایا کومه نوي ایډیالوژي په جوړېدو ده؟ که ځواب هو وي، نو دا نوې ایډیالوژي څه ډول رامنځته کېږي او د افرادو په ورځني ژوند څه اغېز لري؟ ۶. توتالیتاریانیزم څنګه وتوانېد چې د نازیسم او فاشیسم په چوکاټ کې د مرکزي او جنوبي اروپا ټوله سیمه تر خپل واک لاندې راولي؟ ۷. په روسیه او لوېدیځه اروپا کې د مارکسیزم د ماتې په پام کې نیولو سره ایا لا هم د داسې ټولنیزو کارګرانو شتون ته هیلهمن کېدلی شو چې د مترقي بدلونونو د رامنځته کولو وړتیا ولري؟ ایا مارکسیزم یواځې یو وچ ارتودوکسي آیین نه دی؟ هېره دې نه وي چې په پیل کې د یاد مکتب د تیوریستانو د افکارو سرچینه مارکسیستي تفکر و او په بنسټیز ډول د مارکس له افکارو او نظریاتو اغېزمن وو (البته پر دوی د هګل اغېز هم له پامه نشي لویدلی)، خو په وروستیو پنځوسو کلونو کې یې له خپلو لومړنیو اصولو ډېر واټن اخیستی دی. د دوی اساس پر پانګوال نظام او لیبرال ډیموکراسۍ ولاړ و؛ خو د مکتب د لومړنیو کلونو له تېرېدو وروسته هېڅ داسې واحده تیوري پاتې نه شوه چې د ټولو غړو د موافقې وړ وګرځي. د فرانکفورت مکتب د تیوریستانو موخه دا وه چې په پانګوالو ټولنو کې سیاسي، اقتصادي او کلتوري بدلونونه رامنځته کړي؛ هغوی غوښتل چې د خپلو آثارو او د طبقاتي ټولنو د بنسټیزو تضادونو د افشا کولو له لارې مثبت ټولنیز بدلونونه رامنځته کړي. لکه څنګه مو چې مخکې یادونه وکړه د فرانکفورت مکتب لوری یو انتقادي لوری دی. یاد مکتب د ارتودوکسي مارکسیزم له تجربو څخه په استفادې هڅه کوي چې د قضایاوو پر نقادانه اړخ ډېر ټینګار وکړي او د ابزاري عقلانیت پر وړاندې له نقادانه عقلانیت څخه دفاع وکړي. په ټوله کې د فرانکفورت انتقادي مکتب له نظره هغه عقلانیت چې پخوا یې د روښانفکرۍ رول لوباوه، په نننۍ مدرنه نړۍ کې یې د ابزاري عقلانیت بڼه غوره کړې ده؛ داسې عقلانیت چې په پرلپسې ډول د ټولنې د صنعتي کېدو په بهیر کې د فردیت د لهمنځوړلو په لټه کې دی. هغه هم په داسې یوه نړۍ کې چې پر طبیعت د تسلط لپاره له اداري ـ سازماني پروسو ابزاري استفاده کیږي. د فرانکفورت مکتب غړي په دې برخه کې د فرانکفورت مکتب څلور تر ټولو مشهور غړي درپېژانو: ۱. ماکس هورکهایمر ماکس هورکهایمر په ۱۸۹۵ ز کال کې د آلمان په زولینګن ښار کې زېږېدلی او په ۱۹۷۳ ز کال کې په نورنبرګ کې وفات شوی دی. نوموړی د فرانکفورت مکتب او انتقادي نظریې له بنسټایښودونکو څخه ګڼل کېږي. دی د کانتي او مارکسیستي فلسفې له مهمو څېرو څخه هم شمېرل کېږي. هورکهایمر باور درلود چې ایډیالوژۍ خطرناکې کېدای شي؛ ځکه د فکرونو او اندونو چوکاټ ټاکي او په ټوله کې بحراني لیدلوری کمزوری کوي. ده همدارنګه ټینګار درلود چې فلسفه او ټولنیز علوم باید په بشپړ ډول دا درک کړي چې څه ډول ټولنیزې ایډیالوژۍ، اقتصاد او سیاست د افرادو پر ورځني ژوند مستقیم اغېز لري. د هورکهامیر د مهمو آثارو له جملې لاندې آثار یادولی شو: خسوف خرد، انتقادي نظریه او دودیزه نظریه او د روښانتیا دیالکتیک (وروستی اثر یې له آدرنو سره په ګډه لیکلی). دوام لري… مخکنئ برخه
مډرنیزم د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد (پنځلسمه برخه)چهارشنبه _29 _اکتوبر _2025AH 29-10-2025AD نور یی ولوله
مډرنیزم د اسلام په رڼا کې د مډرنیزم تحلیل او نقد( څوارلسمه برخه)شنبه _25 _اکتوبر _2025AH 25-10-2025AD نور یی ولوله