لیکوال: م. فراهي توجگي
فرانکفورت مکتب ته لنډه کتنه (پنځمه برخه)
افراطي بدبیني
که څه هم د انتقادي نظريې د بيا احیا هڅه پراخ اړخونه لري؛ خو داسې ښکاري چې هغه بدبینانه تګلاره چې د دې مکتب بنسټ ايښودونکو درلوده، په يو ډول د دې مکتب په ماهيت کې نفوذ کړی او همدې وضعیت زموږ تحلیل له ستونزو سره مخامخ کړی دی. د هورکهایمر او آدورنو د «دیالکتیک روشنگری» کتاب د همدې تګلارې ښکاره مثال دی. په دې کتاب کې د عقل بدبینانه انځور وړاندې شوی چې وروسته د ټولنيز ژوند پر نورو اړخونو هم اغېز کوي. کېدای شي «له ځانه د پردیتوب» يا «د استبدادي حکومتونو پر وړاندې د تسليمېدو» په څېر مفاهیم د دې نظريې په رامنځته کېدو او توجيه کې بې اغېزه نه وي؛ خو بايد ومنو چې که څه هم د انساني ټولنو د بدلون په تاريخ کې د استبداد يا بېگانګۍ ګڼې بېلګې شتون لري، خو سره له دې هم بدبیني موږ ته د وتلو مناسبه لاره نه شي ښودلی. په بل عبارت، بدبیني که څه هم کولای شي د «اوسني حالت پر وړاندې د اعتراض» په برخه کې مرستندیه تمام شي؛ خو د يو مثالي یا ایده‌آل حالت د ترسیم لپاره بسنه نه کوي. په همدې اساس ويلی شو چې انتقادي نظريه د سياسي-ټولنيز ژوند په ډګر کې تر ډېره د ټولنې او حاکم ساختار د تحليل په مقام کې منفي انرژي توليدوي.[۱]
لفظي پېچلتيا
که د اغېزناکو نظريو یوه ځانګړنه د ژبې ساده‌والی او د اسانه درک وړتيا واوسي، نو بايد ومنو چې انتقادي مکتب له دې ځانګړتيا څخه محروم دی. په بل عبارت، انتقادي مکتب که د فکر په ډګر کې وي او که د بيان په ډګر کې ډېر پېچلی دی. همدا پېچلتيا ددې لامل شوې چې د مخاطبانو په جذبولو او قانع کولو کې له جدي ستونزو سره مخ شي. که څه هم کېدلی شي چې د دې لفظي پېچلتيا يوه برخه د موضوعاتو له ډول او ماهيت سره تړلې وګڼل شي؛ خو په پايله کې بايد ومنو چې انتقادي مکتب په دې نه دی توانېدلی چې خپله نظريه په داسې ساده او روانه بڼه له سره تولید کړي چې د عمومي نخبګانو  د پوهاوي وړ واوسي. همدې حالت د دې مکتب درک، نقد او اصلاح ستونزمنه کړې ده.[۲]
پایله
انتقادي نظريه يا فرانکفورت مکتب د وتلو آلماني روښانفکرانو د فکري او نظري ميراث نوم دی. ياد روښانفکران د ټولنيزو څېړنو له مؤسسې سره په مستقيم يا غير مستقيم ډول تړلي وو. یاده مؤسسه په ۱۹۲۳م کال کې په فرانکفورت کې د «فلیکس وایل» په مالي ملاتړ تاسیس شوه.  دې مؤسسې له فرانکفورت پوهنتون سره تړاو درلود. وروسته د همدې فکري بهیر په دوام کې د انتقادي نظريې په نوم یو بل جریان وزیږېد.
د ټولنې په بطن کې د فرانکفورتيانو شننې تر ډېره د کارل مارکس له افکارو او نظریاتو سره تړاو لري. دغو نظريه‌پالانو د مارکس په تعقيب د هغو ګټو د ټکر پر اهمیت ټينګار کاوه چې د ملکيت پر مناسباتو ولاړې دي؛ خو هېڅکله د ارتودوکس مارکسيستانو په ډله کې نه شمېرل کېدل. ډېریو یې د يوه توتاليتاري سياسي نظام په توګه پر شوروي رژيم توندې نيوکې کولې. د دې مکتب پيروان د دې لپاره چې د زياتې فکري ځواکمنۍ او قوي نظري استدلالونو پر بنسټ د نويو سياسي–ټولنيزو شرايطو له راپيدا کېدو سره تړلي پېښې تحليل کړي، خپلې هڅې پر دوو اساسي ټکو متمرکزه کړې:
لومړی: د مارکس له لوري د پانګوال نظام د نقد پر مفهوم تجدید نظر.
دوهم: د مارکسي انقلابي نظريې بيا کتنه.
خو د فرانکفورت مکتب د نظریاتو او افکارو اصلي محور بايد په انتقادي نظريه کې ولټول شي. یاده نظريه د ټولنيز واقعيت د هغو اړخونو د څېړنې، مطالعې، شننې او تبيين لپاره رامنځته شوې چې مارکس او د هغه پيروانو يا ناديده نيولي وو او يا يې چندان اهميت نه و ورکړی.
په هر صورت، پر انتقادي مکتب له خپلو خاصو ځانګړنو سره سره، هم ځینې نيوکې شوې دي. «د حقيقت ابهام» پديده چې د میان‌رشته‌ای نظريو په پایله کې رامنځته شوې د ټولنيز تړاو په اړه ابهام، د اثباتي نظریې له لويې قاعدې او اصولو سره د انتقادي نظريې ښکېلتيا، د دې مکتب د بنسټګرو بدبینانه تګلاره او د کلام پېچلتيا هغه عمده نيوکې دي چې د فرانکفورت مکتب يا انتقادي نظریې پر وړاندې مطرح شوې دي.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] افتخاری، ۱۳۹۶، مخ: ۶۱.

[۲] افتخاری، ۱۳۹۶، مخ: ۶۲.

Leave A Reply

Exit mobile version