لیکوال: ابوعائشه
شېن‌تو دین (دریمه برخه)
د پیل خبرې:
انسان کله چې تېرو اديانو او د هغوی باطلو عقایدو ته نظر وکړي، نور هم ډاډه کېږي چې اسلام اسماني، سپېڅلی او له هر ډول لاسوهنې څخه پاک دین دی. اسلام هغه دين دی چې ټول اصول او قوانين يې واضح دي، د الله تعالی بندګان يوازې يو رب او معبود لري او ټولو ته یواځې د الله تعالی د عبادت او بندګۍ امر شوی دی. د اسلام په اساسي قوانينو کې بدلون نه راځي. د اسلام لارښوونې د ټولو لپاره يو ډول دي؛ له پاچا څخه نیولې د ټولنې تر عادي وګړي ټول يو شان د خپل رب عبادت ترسره کوي.
اسلام خپل پيروان له ناوړو عادتونو او بدو صفتونو منع کوي. که څه هم د اسلام دين دومره لوړ او برتره دی چې هېڅ بشري او پوچ دين ورسره د پرتله کولو وړ نه دی، خو د اسلام د مقام د لا ښه درک لپاره غوره ده چې دواړو بڼو ته يوه کتنه وشي ترڅو د اسلام حقيقت لا ښه درک شي. د څیړنې په دې برخه کې غواړو په شېنتو دین کې رامنځته شوي بدلونونه، ټولنيزه سابقه او همدارنګه د جاپان د خلکو ځينې عادتونه او دودونه وڅېړو.
شېنتو دین کې رامنځته شوي بدلونونه:
په جاپاني ژبه کې د شېنتو دین نوم «کامي نو ميتي» و چې مانا يې «د خدایانو لار» ده. چينايانو وروسته دې دین ته د «شېنتو» نوم ورکړ، چې په چينايي ژبه کې یې هم ورته مانا درلوده یعنې «د خدایانو لار» او همدا نوم د چينايانو په وسیله اروپايي ژبو ته داخل شو.
کله چې د بودایزم جاپان ته راغی، نو شېنتو دین له فشار سره مخ شو، تر دې چې د شېنتو کاهنانو په تدريجي ډول نسل په نسل خپل ځای نورو ته پرېښوده. هغوی له بودايي معبدونو څخه په تقلید د شېنتویي معبدونو جوړول پيل کړل. که څه هم دا معبدونه[۱] د بودايي معبدونو په پرتله ساده وو او د شېنتو دین د خدایانو ځینې انځورونه او مجسمې به پکې نصبول کېدې.[۲]
د شېنتو اصطلاح په لومړي ځل د «نيهون‌ګي» یا «نيهون شوګي» په کتاب کې راغلې چې د کامي ځانګړو مناسکو ته اشاره لري.[۳]
په تېرو پېړیو کې جاپاني وګړو له هېڅ مذهب څخه په بشپړه توګه پیروي نه وه کړې، د شېنتو د لرغوني مذهب او بودا د آيينونو ګډ ترکیب یواځینی دین و چې په بشپړ ډول یې منلی و، په دې دین کې به ځینې وخت د کنفوسيوس د اخلاقي مکتب اصول ورګډېدل.
کله چې په ۱۸۶۸ ز کال کې د هېواد اصلي واک د جاپان امپراتور د لمر د خدای اولاد «ميکادو» لاس ته ولوېد، لرغونی شېنتو دين د هېواد رسمي دين اعلان شو او بودايي تشکيلات له دولت څخه جلا شول. سره له دې ډېریو خلکو له دواړه دينونو (شېنتو او بودا) پیروي کوله او له ۶۶۰ ز کال څخه تر نن ورځې پورې د ټولنيزو بدلونونو له امله په دې هېواد کې ګڼ شمېر تحولات رامنځته شوي دي.[۴]
د شېنتو دین ټولنيزه مخینه
لکه څنګه چې مخکې يادونه وشوه د جاپان ډېری خلک د دغې سيمې اصلي اوسېدونکي نه وو. ډیری یې له بېلابېلو ځايونو د جاپان ټاپوګانو ته ورغلل او د بېلابېل نسلونو ترکیب رامنځته شو. یوه هېواد ته د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د خلکو راتګ عقیدوي تنوع رامنځته کوي.
«د جاپان قوم له بېلابېلو عناصرو جوړ شوی دی. ځينې يې له کورېايي نسلونو، ځينې له مغولي او ځينې نور یې له مالایي نسلونو څخه دي. د دغو ټولنو نياکان د تاریخ په اوږدو کې له آسيا او يا د جنوبي بحر له ټاپوګانو جاپان ته ورغلل، او د «اينو» (Ainu) په نوم هغه نيمه‌وحشي بومي قبیلې چې په دې ټاپوګانو کې اوسېدې شمال ته وشړل شوې او ځای یې دوی ونیوو. د جاپانيانو پخوانۍ ټولنيز جوړښت په ظاهره د بېلابېلو قبايلو او کوچيانو ګډه اداره وه، چې هر يوه يې د ځانته بېله لږه يا ډېره خپلواکۍ درلوده او ځانګړې روايات او دودونه يې درلود.» [۵]
شېنتو په عمومي توګه یوازې يو مذهبي باور نه دی. شینتو په اصل کې د خلکو د روحياتو او لیدلورو، نظرونو او د چارو د ترسره کولو د طريقو ګډ ترکیب دی، چې د دوه زره کلونو يا لا دې د ډېر وخت په ترڅ کې د جاپاني وګړو د ژوند اصلي برخه ګرځېدلې ده. شېنتو هم د کامي شخصي باور دی او هم د قوم او ټولنې د ژوند يوه طریقه ده، چې د کامي ذهنيت له مخې د پېړيو په اوږدو کې له بومي او بهرنیو فرهنګي او نسلي اغېزو سره ګډ شوی او جاپان هېواد د سلطنتي کورنۍ په لارښوونه يو موټی شوی دی.
د دوی مذهب د طبعيت پر مظاهرو د باور او له واکمنانو د مطلق اطاعت مجموعه ده. جادو او سحر، د تابوګانو احترام او نورو ډېرو ساده دیني اصولو او باورونو د دوی د بومي ټولنې په ژوند کې ریښې پیدا کړي دي.
د مثال په توګه ځناور (لېوه) د هغوی په نظر د لوړرتبه خدایانو رسول ګڼل کېده او عبادت به یې کاوه. همدارنګه د غشي او کمان «فتیش» مقدس ګڼل کېده او د خدایانو  د یوې نښه په توګه يې عبادت کاوه. له بومي وحشيانو سره د تلپاتې جګړو له امله جنګ او پوځي مهارتونه د عادي ژوند برخه ګرځېدلې وو. له همدې امله د جنګيالي او پهلوانان به هم په ژوندوني او هم په مړینې بې‌ساری درناوی کیده.
د دوی په ژبه «کامي» (Kami) د الهې معنا لري، چې د بې‌حسابه ځواک لرونکو موجوداتو، له خدایانو او انسانانو نیولې تر ځناور ټول د احترام وړ ګڼل کېدل.[۷]
ویل کېږي چې له میلاده یوه پېړۍ مخکې کې په دې هېواد کې درې لوی ټولنيز مرکزونه موجود وو. یو یې د جنوب لوېديځ  په کیوشو (Kyu-shu) ټاپو، بل یې د لوېديځ ساحل په اصلي ټاپو «ایزو نیو» (Izunio) او دریم یې د شمالي ساحل په پای کې په «یاماتو» (Yamato) کې و موجود و.
په ظاهره د کیوشو ټاپو قبایلو او طايفو د بې‌حسابه خدایانو عبادت کاوه. په مرکزي ایزونیو ټاپو کې د زیان‌رسوونکي طوفان خدای «سوسانوو» (Susa-no-wo) عبادت کېده. په یاماتو کې محلي قبیلو د لمر عبادت کاوه. دوی لمر د آسمانونو او خپلو نیکونو حاکم باله، او خپل پاچاهان یې د لمر له نسل څخه ګڼل. د همدې پروسې په ترڅ کې ورو ورو د شېنتو یعنې «د خدایانو د لارې» په نوم د دغو عقایدو مجموعه جوړېده او پرمختګ یې وکړ.[۸]
د شېنتو دولتي آيين تر هغې چې په ۱۹۴۵ ز کال کې امريکا په جاپان اتمي بم وغورځاوه او د امريکا تر اشغال لاندې راغی دوام درلود. د دې آيين ښوونې داسې وې چې ځوانان يې د لوېديځ تمدن د نفوذ پر وړاندې مقاومت ته هڅول. له ۱۹۴۵ ز کال وروسته د دې آيين مراسم ترسره کول اختياري شوي دي.[۹]
د جاپاني وګړو ځینې مذهبي عادتونه او دودونه
د جاپان خلک نه د يوه ځانګړي دين او مذهب پابند نه وو او نه هم پابند دي، ځينې یې سکولار، ځينې بودايي، ځينې شېنتو او ځينې یې هم عیسويان دي. دوی کې ګڼ دودونه او رواجونه لري، موږ هڅه کوو چې په دې او راتلونکو برخو کې د شېنتو د دين اړوند مذهبي عادتونه او دودونه تشريح کړو.
د بېلګې په توګه، د لرغوني جاپان خلکو که څه هم ډېر بدوي ژوند درلود، خو له پخوا څخه يې درنې جامې اغوستې، په ابتدایي کورونو کې اوسېدل او د بدن د پاکوالي او حفظ الصحې سره یې ډېره علاقه درلوده، چې دا چاره لا هم د دوی د يو ډول ځانګړو آدابو برخه ګڼل کېږي.
مثلاً کله چې د کورنۍ یو غړی وفات شي، نو ټول خپل ځانونه ناپاک ګڼي، سمدلاسه د مړي د خښولو مراسم ترسره کېږي او لس ورځې د غم او ماتم رسم جاري وي، د کورنۍ ټول غړي غسل کوي او بدن پاکوي. ډېری وخت د مړي پاتې کسان خپل کور پرېږدي او نوی هستوګنځای جوړوي. پخواني امپراتوران او پاچاهان په دې برخه کې دومره پابند وو چې د یو کس له مړینې وروسته د هغه تخت او ماڼۍ په بشپړه توګه پرېښودل کېده او په بل ښار کې نوې ماڼۍ جوړول کېده، چې په نتیجه کې به یې د ټول حکومت او ټولنيز جوړښت چارې ګډوډېدې.[۱۰]
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[۱] د معبدونو ډولونه او دا چې خلکو څه ډول په دې معبدونو کې عبادت ترسره کاوه، په راتلونکې کې به په تفصیل سره بیان شي، ان‌شاءالله.

[۲] کوجيکي، د شېنتو آيين مقدس کتاب، د ډاکټر احسان مقدس ژباړه، لومړی چاپ، ژمی ۱۳۸۰ هـ ش، ص ۱۷.

[۳] د جاپان فرهنګ، حمیده امیریزدانی، بې‌تا، ص ۱۱۰.

[۴] مبلغي آبادي، عبدالله، تاریخ اديان و مذاهب جهان، ج ۱، بې‌تا، ص ۱۱۳.

[۵] جان ناس، تاریخ جامع اديان، د علي اصغر حکمت ژباړه، درېیم چاپ، ۱۳۵۴ هـ ش، د فرانکلین د خپرونو موسسې په همکارۍ، ص ۲۸۰.

[۶] د فرهنګي ـ رسنیز بنسټ وېبلاګ، محمد حسین، آشنایي با اسطوره‌های شینتو، د خپرېدو نېټه: ۱۴۰۳ م.

[۷] جان ناس، تاریخ جامع اديان، د علي اصغر حکمت ژباړه، درېیم چاپ، ۱۳۵۴ هـ ش، د فرانکلین د خپرونو موسسې په همکارۍ، ص ۲۸۰ ـ ۲۸۱.

[۸] هماغه، ص ۲۸۱.

[۹] توفیقي، حسین، آشنایي با اديان بزرگ، بې‌تا، خپرندوی: مرکز جهانی علوم اسلامی، ص ۳۷.

[۱۰] جان ناس، تاریخ جامع اديان، د علي اصغر حکمت ژباړه، درېیم چاپ، ۱۳۵۴ هـ ش، د فرانکلین د خپرونو موسسې په همکارۍ، ص ۲۸۱.

Leave A Reply

Exit mobile version