لیکوال: ابوعائشه
شینتو دین (دویمه برخه)
د شینتو د کلمې څېړنه
“شینتو” کلمه له دوو چینایي لغتونو Shen او Tao څخه اخیستل شوې ده. “شن” د خدایانو یا نیکو روحونو معنا لري، او “تائو” یا “دائو” د لارې او طریقي په معنا ده. نو په ټولیز ډول “شینتو” د خدایانو د لارې معنا ورکوي.
د جاپان پخوانیو خلکو د خپل توکمیز دین لپاره ځانګړی نوم نه درلود، خو کله چې په شپږمه میلادي پېړۍ کې بودایي دین له آسیا څخه د کوریا او چین له لارې په رسمي ډول جاپان کې خپور شو، نو هغوی له پردي دین څخه د خپل دودیز دین د جلا کولو لپاره د “شینتو” کلمه وکاروله.
د دغه دین نامتو عالم “کونوسیزو” د شینتو په تعریف کې وایي: «شینتو د جاپاني ولس اصل، عمومي قاعده او مسلک دی، چې له ډېر پخوا څخه د همدې اصل او مرام وارث پاتې شوی دی. همدارنګه شینتو د جاپاني وګړو دودیز باور، احساس او عاطفه ده.» [۱]
د “شینتو” کلمه چې په اصل کې د چینایي لغت له Shen-tao څخه اخیستل شوې ده، د “خدایانو د لارې” په معنا ژباړل کېږي. د جاپاني قوم د لرغونو زمانو ټول ایمان او مذهبي باورونه د همدې کلمې لاندې راځي. د جاپانيانو په اساطیرو کې د دې هېواد او وګړو اصل او منشا، او همدارنګه د هغوی د سلطنتي کورنۍ د پیدایښت کیسه بیان شوې ده. [۲]
د شینتو دین د پیدایښت تاریخ
شینتو (Shinto) د جاپان له پخوانیو او لرغونو ادیانو څخه ګڼل کېږي. د دې دین سابقه پېړیو پېړیو ته رسېږي او تر نن ورځې د دغې سیمې د ځینو خلکو ترمنځ ژوندی پاتې دی. خلک پرې باور لري، د دین او آیین په سترګه ورته ګوري، او د همدې دین له مخې خپل عبادتونه او مذهبي مراسم ترسره کوي.
«شینتو یو له ډېرو پخوانیو دینونو څخه دی چې لا هم په جاپان کې ګڼ پیروان لري. د شینتو کلمه د “خدایانو د لارې” معنا ورکوي. د شینتو پیروان د ګڼ شمېر خدایانو عبادت ترسره کوي، د شینتو دین هغه پیروان چې د ګڼو خدایانو عبادت ترسره کوي “کامي” بلل کېږي. دوی باور لري چې کامي د طبیعت په غرونو، سمندرونو، ډبرو، ونو او نورو برخو کې اساسي ځواک دی.» [۳]
د لومړنیو جاپاني وګړو ابتدایي عقیدې د وخت په تېرېدو سره ورو ورو محکمې شوې او د یوه دین بڼه یې غوره کړه، چې د پېړیو په اوږدو کې یې د جاپان ملي یووالی خوندي وساته. شینتو د جاپان تر ټولو پخواني دین دی چې زموږ تر زمانې را رسېدلی دی. [۴]
شینتو (Shinto) چې د “خدایانو د لارې” په معنا دی د جاپان لرغونی دین دی. یاد دین د اماتراسو (Amaterasu) په نوم د لمر الهه د اجدادي ځمکې ساتونکې ګڼي او شاهي کورنۍ د همدې الهې له نسل او تجسم څخه ګڼي. د مهایانا بودایي آیین د ۵۵۲ میلادي کال په شاوخوا کې په جاپان کې خپور شو، او له شینتو دین سره تر ټکر وروسته یې د بودیزم ډېری عناصر شینتو ته انتقال کړل. د ملي خدایانو او امپراتور عبادت، د مړو لپاره تعظیم او قرباني، او وطنپالنه د دې دین له مهمو آدابو څخه ګڼل کیږي. [۵]
یادونه:
کله چې انسانان له سالم فطرت او هغه الهي دین څخه چې د انبیاوو علیهمالسلام له لارې خلکو ته رسول شوی، لرې پاتې شي او له هغه عقل، فهم، شعور او حکمت څخه چې الله تعالی ورکړی دی په سمه توګه ګټه وانخلي، نو د ډبرو، ونو، غرونو، دښتو او د ځمکې پر مخ د نورو شیانو (آن ځینې یې د ډېرو ټیټو او سپکو شیانو) عبادت ته مخه کوي.
په نړۍ کې ګڼې داسې بېلګې شته چې ځینې خلک له زورواکو، ځواکمنو او پیاوړي انسانانو ته د عبادت په ډول تعظیم کوي، پر وړاندې یې ټیټېږي او سر په سجده ورته ږدي. شینتو د هغو دینونو له جملې څخه دی چې د څېړنې پر مهال انسان حیران ورته پاتې کېږي.
په شینتو دین کې د بېلابېلو لاملونو له مخې د حیواناتو عبادت کیده. د بېلګې په توګه زمری، مار او لېوه د دې لپاره چې وېروونکي بڼه یې درلوده او یا هم له اسرارو ډک وو د “کامي” په نوم یادېدل او عبادت یې کیده. ځینې نور حیوانات لکه آهو، خر، کبوتر، شمشتو/لاکپشت او نور د دې لپاره چې له ځینو خدایانو سره یې همکاري درلوده او یا د کامیانو خدمتګاران ګڼل کېدل، د تقدس وړ ګڼل کېدل.
حقیقت هم همدا دی کله چې یو څوک د الله تعالی له شریعت، دیني ښوونو او د الله جل جلاله له امرونو لرې پاتې شي، نو داسې کارونه ترسره کوي چې عقل یې نه مني. هغه انسان چې نه پوهېږي په دې دنیا کې د څه لپاره پیدا شوی دی، الله تعالی ترې څه غواړي او په کوم هدف یې پیدا کړی دی، نو په رښتیا له هر څه بېخبره او لرې دی.
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[۱] شاهنگیان، د. نوري سادات، د شینتو دین په اړه کلیات (۱)، راسخون وېبپاڼه، ۱۳۹۱ هـ ش.
[۲] جان ناس، د ادیانو جامع تاریخ، د علي اصغر حکمت ژباړه، درېیم چاپ، ۱۳۵۴ هـ ش، د فرانکلین د خپرونو مؤسسې په همکارۍ، ص ۳۷۷. دا موضوع به په راتلونکي برخه کې، انشاءالله، په تفصیل سره وڅېړل شي.
[۳] موسی، إبراهیم درباس، أهم الأماکن المقدسة في البوذیة- والشنتویة «رؤیة إسلامیة نقدیة»، مجلۀ العلوم الإسلامیة، شمېره ۳۶، بېتا، ص ۳۵۴.
[۴] کوجیکی د شینتو مقدس کتاب، د ډاکټر احسان مقدس ژباړه، لومړی چاپ، ژمی ۱۳۸۰ هـ ش، ص ۱۶.
[۵] توفیقي، حسین، آشنایی با ادیان بزرگ، بېتا، خپرندوی: مرکز جهانی علوم اسلامی، ص ۳۶.