ليکوال: م فراهي توجگي 
امر بالمعروف او نهي عن المنكر؛ هغه فريضه چې ملحدان ترې وېره لري (پنځمه برخه) 
د امر بالمعروف او نهي عن المنكر پایلې  
۱. فلاح او رستګاري 
د آل‌عمران سورت په ۱۰۴م آيت کې د هغو کسانو يادونه شوې چې خلک خير ته رابولي او له منکر څخه یې منع کوي، دا ډول خلک د فلاح او رستګارۍ خاوندان بلل شوي دي. په بل عبارت په دې آيت کې د مؤمنانو فلاح او رستګاري له امر بالمعروف او نهي عن المنكر سره تړلې ده. 
۲. تر ټولو غوره امت اوسیدل 
د اسلامي امت د غوراوي مقام ترلاسه کول امر بالمعروف او نهي عن المنكرپورې تړلې دي. لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: «كُنتُم خَيرَ اُمَّةٍ اُخرِجَت لِلنّاسِ تَأمُرونَ بِالمَعروفِ وتَنهَونَ عَنِ المُنكَر» [آل‌عمران: ۱۱۰] ژباړه: «تاسي هغه غوره ډله ياست چې د انسانانو د لارښوونې او اصلاح لپاره راویستل شوېده تاسي د نيكۍ امر كوئ او له بديو منعه.» 
په همدې اساس د ځينو صحابه‌ کرامو له لوري روايت شوې دي چې هر څوک غواړي د دې امت له غوره کسانو څخه واوسي، نو د الله تعالی له لوري د ایمان او د امر بالمعروف او نهي عن المنكر شرط دې پوره کړي. 
۳. له عذاب څخه خلاصون 
د اعراف سورت د ۱۶۵م آيت له مخې چې د اصحاب سبت کيسه پکې بيان شوې، څرګنديږي چې د منکر په وړاندې يوازې هغه کسان له عذاب څخه ژغورل کېږي چې امر بالمعروف او نهي عن المنكر ترسره کړي .لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: «فَلَمّا نَسوا ما ذُكِّروا بِهِ اَنجَينا الَّذينَ يَنهَونَ عَنِ السّوءِ واَخَذنَا الَّذينَ ظَـلَموا بِعَذابٍ بَـيسٍ بِما كانوا يَفسُقون» 
الله تعالی همدارنګه د هود سورت په ۱۱۶م آيت کې بني‌اسرائيل رټلي چې ولې یې په تېرو نسلونو کې داسې عاقل او هوښيار کسان نه وو چې خلک يې له فساد څخه منع کړي وای؟ الله تعالی وروسته د هغه کم شمېر کسانو د نجات خبر ورکړی چې خلک به یې له منکراتو څخه منع کول. لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: «فَلَولا كَانَ مِنَ‌القُرونِ مِن قَبلِكُم اولوا بَقِيَّةٍ يَنهَونَ عَنِ الفَسادِ فِى الاَرضِ اِلاّ قَلِيلاً مِمَّن اَنجَينا مِنهُم» 
۴. د اخرت ثواب 
الله تعالی هغو کسانو ته چې پر نېکۍ امر او له منکراتو څخه منع کوي، د ستر اجر وعده ورکړې ده. لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: «اِلاّ مَن اَمَرَ بِصَدَقَةٍ اَو مَعروفٍ اَو اِصلـح بَينَ النّاسِ ومَن يَفعَل ذلِكَ ابتِغاءَ مَرضاتِ اللّهِ فَسَوفَ نُؤتيهِ اَجرًا عَظيمـا» [النساء: ۱۱۴] 
همدارنګه الله تعالی مؤمنانو ته د خپل رحمت، د جنت د باغونو او ابدي نعمتونو زېرى ورکړی دی، لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: «يَأمُرونَ بِالمَعروفِ ويَنهَونَ عَنِ المُنكَرِ … اُولـئِكَ سَيَرحَمُهُمُ اللّهُ … وعَدَ اللّهُ المُؤمِنينَ والمُؤمِنـتِ جَنّـت تَجرى مِن تَحتِهَا الاَنهـرُ خــلِدينَ فيها و مَسـكِنَ طَيِّبَةً فى جَنّـتِ عَدنٍ ورِضوانٌ مِنَ اللّهِ اَكبَرُ ذلِكَ هُوَ الفَوزُ العَظيم» [التوبه: ۷۱-۷۲] 
د امر بالمعروف او نهي عن المنكر د پرېښودو پایلې 
۱. د الله تعالی له رحمت څخه محروم کېدل 
د بني‌اسرائيلو يوه ډله له دې امله د داود او عيسى بن مريم علیهما السلام په ژبه لعنت کړل شوه چې نافرماني به یې کوله، له حق څخه به یې تجاوز کاوه او خلک به یې د منکراتو له ترسره کولو څخه نه راګرځول. لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: «لُعِنَ الَّذينَ كَفَروا مِن بَنى اِسرءيلَ عَلى لِسانِ داوودَ وعيسَى ابنِ مَريَمَ … كانوا لايَتَناهَونَ عَن مُنكَرٍ فَعَلوهُ لَبِئسَ ما كانوا يَفعَلون» [المائده: ۷۸-۷۹] 
۲. عمومي عذاب 
د امر بالمعروف او نهي عن المنكر د پرېښودو بله پایله هغه عذاب دی چې نه يوازې ګناهکاران، بلکې د امر بالمعروف او نهي عن المنكر پرېښودونکي به هم پکې ښکېل کېږي. لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: «واتَّقوا فِتنَةً لا تُصيبَنَّ الَّذينَ ظَـلَموا مِنكُم خاصَّةً واعلَموا اَنَّ اللّهَ شَديدُ العِقاب» [الانفال: ۲۵] 
حضرت ابن‌عباس رضي الله عنه د دې آيت په تفسير کې ويلي دي: کله چې د الله تعالی له لوري عذاب را نازل شي نو يوازې د ظالمانو او ګناهکارانو لپاره نه وي، بلکې نور خلک هم پرې اخته کېږي. همدارنګه ويل شوي چې ظالمانو ته د خپل ظلم له امله عذاب ورکول کیږي او نورو خلکو ته د امر بالمعروف او نهي عن المنكر د پرېښودو له امله. 
د اصحاب سبت کيسه چې د اعراف سورت کې په تفصيل سره بيان شوې يو ښکاره مثال ګڼل کېږي. د دې آيتونو له مخې يو شمېر بني‌اسرائيل چې د سیند پر غاړه اوسېدل د الله تعالی هغه امر تر پښو لاندې کړ چې له مخې یې د شنبې په ورځ له کار کولو څخه منع کړې وو. دوی د کانالونو په جوړولو سره هغه ماھيان چې د شنبې په ورځ به د ساحل څنډو ته راتلل، په دام کې نيول او بيا به يې د يکشنبې په ورځ ښکار کول. 
د دې ډلې په مقابل کې يوې بلې ډلې، خلک له منکراتو څخه منع کول او د الله تعالی له نافرمانۍ څخه یې راګرځول، خو بله ډله بيا د دې نافرمانۍ په وړاندې نه یوازې چوپه خوله وه، بلکې د منکر له منع کوونکو سره يې مخالفت هم کاوه او ورته ويل به يې: ولې تاسو بدکارانو ته نصيحت کوئ؟ 
قرآن کريم يوازې د هغو کسانو د نجات خبر ورکړی دی چې خلک له منکراتو څخه منع کوي. لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: «فَلَمّا نَسوا ما ذُكِّروا بِهِ اَنجَينا الَّذينَ يَنهَونَ عَنِ السّوءِ واَخَذنَا الَّذينَ ظَـلَموا بِعَذابٍ بَـيسٍ بِما كانوا يَفسُقون» [الاعراف: ۱۶۵] 
مفسرينو له دې آيت څخه دا نتيجه اخيستې چې الله تعالی هم تېري کوونکي او هم بې‌پروا خلک دواړه په سخت عذاب اخته کوي. 
همدارنګه د هود سورت د ۱۱۶م آيت له مخې په ډاګه کیږي چې یوازې هغه خلک له عذاب څخه ژغورل کېږي چې د فساد مخه نیسي. لکه څنګه چې الله تعالی فرمايي: «فَلَولا كَانَ مِنَ القُرونِ مِن قَبلِكُم اولوا بَقِيَّةٍ يَنهَونَ عَنِ الفَسادِ فِى الاَرضِ اِلاّ قَلِيلاً مِمَّن اَنجَينا مِنهُم واتَّبَعَ الَّذينَ ظَـلَموا ما اُترِفوا فيهِ و كانوا مُجرِمين» 
هغه کسان چې د داود علیه‌السلام په لعنت کې راغلي ول په بیزوګانو بدل شول، او هغه کسان چې د عيسى علیه‌السلام په لعنت کې راغلي ول خنزيران شول. د دې آيت په اړه د پېغمبر اکرم صلی‌الله‌علیه‌وسلم څخه روایت شوی چې وايي: خلک نېکۍ ته راوبولئ او له منکر څخه یې منع کړئ، د ناپوهانو لاس ونیسئ او د حق لارې ته یې برابر کړئ، که نه الله تعالی به ستاسو زړونه د يو بل په څېر وګرځوي او لکه څنګه یې چې هغه نور کسان لعنت کړل تاسې به هم لعنت کړي. 
۳. په ګناه کې شریک کېدل 
هغه کسان چې د منکراتو پر وړاندې هېڅ غبرګون نه ښيي، نو د منکراتو له ترسره کوونکو سره په ګناه کې شریک ګڼل کېږي. له همدې امله مؤمنان مکلف شوي دي چې هر کله د قرآن کریم د آيتونو سپکاوی اوري، نو د کافرانو څنګ دې پرېږدي. که چېرې داسې ونه کړي، نو په ګناه کې ورسره شریک دي: «و قَد نَزَّلَ عَلَيكُم فِى الكِتـبِ اَن اِذا سَمِعتُم ءايـتِ اللّهِ يُكفَرُ بِها و يُستَهزَاُ بِها فَلا تَقعُدوا مَعَهُم حَتّى يَخوضوا فى حَديث غَيرِهِ اِنَّكُم اِذًا مِثلُهُم» [النساء: ۱۴۰] 
مفسرينو له دې آيت څخه دا پایلهاخيستې چې چوپ پاتې کېدل او له فاسقانو سره ناسته پاسته کول د هغوی په ګناه کې شریکېدل دي. همدارنګه د مائدې سورت په ۶۳م آيت کې ويل شوي چې خلک له منکراتو څخه نه منع کول، په خپله د منکراتو ترسره کول دي. 
دوام لري… 

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

Leave A Reply

Exit mobile version