لیکوال: مفتي عبیدالله نورزهي
په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (څوارلسمه برخه)
د قرآن کریم او لیبرالیزم له نظره د آزادۍ حق
آزادي ډېر ستایل شوی مفهوم دی او د آزادۍ ترلاسه کول او له بندیزونو او محدودیتونو ځان خلاصول د بشر له اساسي ارمانونو څخه ګڼل کېږي. د لوېدیځ لیبرالیزم او آسماني ادیانو په ځانګړې ډول د اسلام له نظره د آزادۍ ماهیت او تعریف او همدارنګه د اسلامي ټولنو او هغو مسلمانو پوهانو تر منځ د لیبرالیستي لیدلوري نفوذ چې د دین په اړه ژوره پوهه نه لري هغه موضوعات دي چې د بحث لومړني عناوین تشکیلوي.
اسلام او آزادي د هغو تصوراتو ځواب ګڼل کېږي چې د دیني ښوونو او د آزادۍ تر منځ د بېلتون او جلاوالی په اړه رامنځته شوې دي. سربېره پر دې په قرآن کریم کې د آزادۍ د هغو اړخونو شمېرل، محدودول او توصیفول چې د انساني اړیکو د بېلابېلو اړخونو پر بنسټ رنګارنګ بڼه خپلوي، له نورو مطرح شویو موضوعاتو څخه دي.
د آزادۍ ترلاسه کول او له بندیزونو او محدودیتونو خلاصون د بشر له خورا اساسي ارمانونو څخه شمېرل کېږي، لکه څنګه چې ویل شوي دي: «د بشر تاریخ د آزادۍ د ترلاسه کولو لپاره د هلو ځلو مجموعه ده.» یو بل ځای کې ویل شوي: «هغه څوک چې له آزادۍ څخه لاس په سر کیږي، نو په اصل کې له خپل انساني مقام، وحیاني حقونو او آن له خپل بشري مسؤلیت څخه څخه لاس اخلي.»
خو آزادي څه شی ده؟ آیا د ټولو انسانانو ترمنځ او په ټولو فرهنګونو کې د آزادۍ تجربه یو ډول ده؟ او که نه آزادي د سیاسي او ټولنیزو فرهنګونو تابع ده؟ آیا آزادي یوازې د بهرني فشار نشتون ته ویل کېږي، او که نه له دې ورهاخوا کوم بل وجودي اصل پورې هم تړلې ده؟ او که چېرې کوم وجودي اصل پورې تړلې وي، نو دا اصل کوم دی؟ کوم رواني، ټولنیز او عقیدتي عامل ددې سبب کیږي چې انسان د آزادۍ د ترلاسه کولو لپاره لاس په کار کیږي؟ دا او دې ته ورته ګڼې نورې پوښتنې د آزادۍ د معنا او قلمرو برخه دي. له بلې خوا د آزادۍ له پېژاندلو پرته آزادي نشي ترلاسه کیدلی. په همدې اساس د آزادۍ غوښتونکو او تحلیل کوونکو لپاره د آزادۍ د مفهوم پېژاندنه لازمي ده.
آزادي څه ده؟
د آزادۍ تعریف او د آزادۍ د دقیقې مانا موندل له یوې خوا اسانه خو له بلې خوا سخته چاره ده. د آزادۍ مفهوم په دې دلیل په دقیق ډول نه دی تعریف شوی چې د آزادۍ مفهوم ډېر پراخ دی او بله دا چې پر دې مفهوم ډېر کله ناسم نظریات ورتپل شوې دي او او ناوړه ګټه ترې پورته شوې ده. فیلسوف او حقپوه، عارف او سیاستپوه، متکلم او مادهپال، اقتصادپوه، روانپوه او د اخلاقو عالم ټول په یوه او بله بڼه له آزادۍ سره تړلي دي، ورسره مخ دي، په اړه یې فکر کوي او اړ دي چې درناوی یې وکړي.
د آزادۍ تعریف
منتسکیو (۱۶۸۹ ـ ۱۷۵۵) په خپل کتاب روح القوانین کې وایي: «هیڅ کلمې د آزادۍ د کلمې په اندازه د خلکو پام ځانته نه دی را اړولی، او هیڅ کومې بلې کلمې د آزادۍ د کلمې په څېر بېلابېلې معناوې نه دي درلودلې.»[۱]
منتسکیو وروسته د دغو معناوو بېلګې راوړي: د ځینو کسانو له نظره آزادي د واک درلودل او د هغو کسانو له واکه لرې کول دي چې له واکه ناوړه ګټه اخلي، پر خلکو ظلم او ستم کوي.
د بلې ډلې په باور له آزادۍ موخه دا ده چې خلک د هغه چا د ټاکلو صلاحیت ولري چې باید اطاعت ترې وکړي. بله ډله خلک بیا آزادي په دې کې ویني چې خلک د وسلو د راخیستي او په زور سره د خبرو کولو واک ولري.
ځینې بیا د ځینو امتیازاتو درلودل آزادي ګڼي، لکه د خپل هېواد د یوه وګړي تر حکم لاندې اوسیدل، یا د خپلو ځانګړو قوانینو لاندې اداره کیدل.
یو ملت کېدای شي د اوږدې مودې لپاره داسې وانګېري چې د دودونو او شعایرو ساتل ګني آزادي ده. ځینو ملتونو بیا آزادي داسې تفسیر کړې ده چې یوازې په هغه ځانګړي رژیم او حکومت پورې اړه لري چې دوی یې په واک کې لري.[۲]
منتسکیو د آزادۍ د مفهوم په اړه همدې نیمګړتیاوو اړ کړ چې د آزادۍ تعریف وړاندې کړي. منتسکیو په دوو ډګرونو (له دولت سره آزادۍ اړیکه او له خلکو سره د آزادۍ اړیکه) داسې تعریفوي:
آزادي او د خلکو او دولت ترمنځ اړیکه:
له آزادۍ موخه د هر هغه کار د ترسره حق دی چې قانون یې اجازه ورکړې وي، او انسان باید د هغو کارونو په ترسره کولو مجبور نه شي چې قانون منع کړي وي او د انسان په خیر او صلاح نه دي.[۳]
په خپله له خلکو سره د آزادۍ اړیکه:
له سیاسي آزادۍ موخه د امنیت شتون یا پر دې باور دی چې امنیت شتون لري.
جرمي بنتام (۱۷۴۸ ـ ۱۸۳۲ ز.) چې د لوېدیځ له مشهورو فیلسوفانو او آزادۍ غوښتونکو څخه ګڼل کیږي وایي: «له فردي آزادۍ موخه د ظلم پر وړاندې د انسانانو خونديتوب دی. په بل عبارت له سیاسي آزادۍ موخه په بشپړ ډول د هغه بېعدالتۍ پر وړاندې د انسانانو خونديتوب دی چې د حکومتي چارو د مسؤلینو له لوري ترسره کیږي.»
د ژان ژاک روسو (۱۷۱۲ ـ ۱۷۷۸ ز.) له نظره د آزادۍ بڼه: «د روسو له نظره آزاد انسان هغه دی چې هر کار یې په وس پوره وي له خپلې خوښې سره سم یې ترسره کړای شي»
د «هایک» په باور آزادي د غلامۍ په مقابل کې قرار لري او موخه ترې دا ده چې فرد د نورو د ارادې او تحمیلاتو تابع و نه اوسي. ځینې مسلمان څېړونکي هم د آزادۍ په تعریف کې وایي چې: د آزادۍ تر ټولو محدود تعریف دا دی چې «انسان غلام و نه اوسي» او تر ټولو پراخ تعریف یې بیا دا دی چې «انسان په غلامۍ او اسارت کې و نه اوسي».
دا او دې ته ورته نور ټول تعریفونه چې د «رفتارګرایانه لیدلوري» تر چتر لاندې راځي، له ټولنیز او سیاسي ژوند او له دولت او حکومت سره د انسان اړیکو پورې تړلي دي.
خو د دې ټولو تعریفونو لویه نیمګړتیا دا ده چې محدود لیدلوری لري. ځکه په دې تعریفونو کې د انساني اړیکو هغه دوو اړخونو ته هېڅ اشاره نه ده شوې چې د بشر په واقعي ژوند کې موجود دي. که قصدي وي او که د غفلت له امله وي خو د آزادۍ په مفهوم او تعریف کې یاد اړخونه له پامه غورځول شوي دي. د هغوی له جملې لاندې مواردو ته شاره کولای شو:
-
د استعداد، وړتیا او موجودو وقعیتونو له مخې له آزادۍ سره د انسان د اړیکې څېړل
-
او له خدای (جل جلاله) او د هستۍ له خالق سره د انسان د اړیکې څیړل
له همدې امله ځینو نورو په پراخ ډول د آزادۍ تعریف وړاندې کړی او ویلي یې دي: «آزادي د یوه لوی وېش له مخې په دوه ډوله ده: مثبته آزادي او منفي آزادي (په کومه برخه کې او له څه شي آزادي).
له منفي آزادۍ موخه له یو لړ موانعو، ځنځیرونو، جبر، زندان، له پردیو، له جابر حاکم، د ارباب له واکه، او له هغو ځنځیرونو آزادي ده چې د انسان لاسونه او پښې یې تړلي دي.»
خو دا ډول آزادي یوازې ظاهري او بیروني ډګر پورې محدوده نه پاتې کېږي، بلکې دروني آزادي هم په ځان کې رانغاړي؛ لکه د بخل، حسد، ویرې، او همدارنګه د شهوت او غضب په څېر له اخلاقي رذایلو څخه د انسان خلاصون.
له مثبتې آزادۍ بیا موخه دا ده چې انسانان وتوانېږي خپل وجود ابراز کړي، خپله اراده عملي کړي، شتمني ولګوي، طرحه او پلان جوړ کړي، د ساخت او ساز په کارونو کې ونډه واخلي.
دې لیدلوري که څه هم وکولای شول چې تر یوه حده د تېرو تعریفونو نیمګړتیاوې راکمې کړي او د آزادۍ په تعریف کې انسان له خپل ځان سره د اړیکې په ډګر شامل کړي، خو بیا هم ونه توانېد چې د آزادۍ هر اړخیز او بشپړ تعریف وړاندې کړي. ځکه په دې تعریف کې له الله (ج) سره د انسان د اړیکې اړخ له پامه غورځول شوی دی.
په همدې دلیل پورته تعریف له پخوانیو تعریفونو سره په ځمکني او مادي لیدلوري کې اشتراک لري؛ داسې چې ګني همدا محدود لیدلوری او دنیوي رویکرد پر یوې نیمګړې انګېرنه ولاړ دی، هغه انګېرنه چې د سیاسي او ټولنیز مفهوم په توګه آزادي یوه نوې، مدرنه او د لیبرالیزم د مکتب زېږنده او محصول ګڼل کېږي. ځکه لیبرالیزم د نوې معنا له مخې د خلاصون غوښتونکی او په اصل کې د خلاصون مکتب دی. [۴]
په داسې حال کې چې د ټولو ملتونو تاریخي ګفتمان او ادبیات د معاصرې (مدرنې) آزادۍ له مفهوم څخه خالي دی. هغه آزادي چې پخوانیو، ملتونو او ادیانو پرې ټینګار کاوه، هماغه دروني آزادي او له رذایلو څخه خلاصون و. [۵]
پورته اصل د اسلامي فکر او سنت د بهیر برخه هم و. په اسلام کې آزادي یوه دروني بڼه لري او د نفس له غلامۍ څخه د خلاصون په معنا ده، نه د سیاسي، ټولنیز او اقتصادي عمل په ډګر کې آزادي.
په همدې توګه د آزادۍ په هویت او حقیقت کې دنیوي کېدل نغښتي دي. په بل عبارت د بشر د حقونو، عدالت، برابرۍ او آزادۍ په څېر ټولنیز او سیاسي مفاهیم پسادیني او غیر دیني مفاهیم دي؛ نو له همدې لیدلوري باید ورته وکتل شي او تعریف شي.
هیڅ داسې شواهد او دلایل نه تر سترګو کیږي چې د دې فرضیې او انګېرنې درستي په اثبات ورسوي. برعکس د عیسویت او یهودیت په څېر د لویو آسماني ادیانو څرګندې او ښکاره ښوونې چې په قرآن کریم کې یې ذکر راغلی، او همدارنګه د سیاسي او ټولنیزو حقونو او آزادۍ په برخه کې اسلامي لارښوونې څرګندوي چې بشري حقونو او آزادۍ ته تاریخي ارزښت ورکول او د لیبرالیزم له راڅرګندېدو سره یې تړل، باطله ادعا ده.
که د قشري لید له نیمګړتیاوو را تېر شو، نو یاد تعریفونه له یوه بل اړخه هم په یوه ډول افراط کې ښکېل دي؛ ځکه آزادي یې د انسان د مطلق خلاصون معادل ګڼلې ده، داسې خلاصون چې د فرد او ټولنې له ځینو مهمو ګټو او مصالحو سره په ټکر کې راځي.
دا مطلب د څو مهمو ټکو په پام کې نیولو سره ښه درک کېدلی شي:
۱. لومړی دا چې د دې تعریف او لیدلوري له مخې آزادي د ټولنو او هېوادونو د مدني قوانینو له چوکاټ پرته کومه بله پوله او حد نه لري.
۲. همدا قوانین چې د «لیبرالیزم» او «سیکولاریزم» له افکارو الهام اخلي د مادي ګټو او د نفعطلبۍ د لیدلوري پر بنسټ رامنځته شوي او جوړیږي. دوی د دین او دیني ښوونو، آن د دین د اساسي او جوهري اصولو او همدارنګه د اخلاقي اصولو په وړاندې بېطرفانه او کله ناکله دښمنانه دریځ خپلوي.
دوی ګمام کوي چې دین یوازې د فردي چارو تر قلمرو محدود دی او له ټولنیزو ګټو او مصالحو سره کار نه لري. له همدې امله دوی د دیني ښوونو او شعایرو د عملي کولو لپاره، آن د ارشادګرۍ په کچه هم هېڅ قانوني لاره چاره نه وړاندې کوي، بلکې د انسانانو انتخاب، که څه هم د بوتپرستۍ یا خرافهپرستۍ په بڼه وي په رسمیت پېژني.
د لیبراليستي نظامونو په حقوقي سیستمونو کې دا ډول ازادۍ په ښکاره تر سترګو کیږي؛ او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ۱۸مه، ۱۹مه او ۱۶مه ماده یې بېلګې دي.
د بشر د حقونو د نړیوالې اعلامیې ۱۸مه ماده په صراحت سره وایي: «هر کس د فکري، وجداني او دیني آزادۍ حق لري. په دې حق کې د دین یا عقیدې د بدلولو ازادي هم شامله ده.»
البته د فکر، دین او مذهب په برخه کې د لیبرالیستانو دا ډول ازاد لاس په ځانګړې توګه د هغو دینونو په وړاندې لکه اسلام، یوازې تر هغې وخته دوام پیدا کوي او د لیبرالیستانو له لوري یې درناوی کیږي او عملي کوي یې چې د ایمان او مذهبي باورونو تجربه او دروني پوهاوی یې له یوې مشخصې کچې څخه زیات نشي او په مستقیم ډول د فرد د عمل او کړنو د ډګر برخه و نه ګرځي. هر کله چې د ایمان او مذهبي باورونو تجربه او دروني پوهاوی له یوې مشخصې کچې څخه زیات شي نو په دې حالت کې د سکولار قوانینو د موانعو او محدودیتونو له مخې د مذهبي آزادۍ مخه نیول کېږي، او د انسان آزادي په یوه نوې بڼه محدودېږي.
د دې محدودیت یوه څرګنده بېلګه د حجاب پر وړاندې د فرانسې د قضایي او قانوني ادارو وروستی برخورد دی – چې د لوېدیځ د ازادیو او حقونو سرچینه بلل کیږي- دا پېښه د لوېدیځ له حقونو او د لیبرالیزم له متضاد او دوهګوني ماهیت څخه پرده پورته کوي.
دوام لري…
مخکنئ برخه/ راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] ـ منتسکیو، روح القوانین، د علي اکبر مهتدي ژباړه، اتم چاپ، د امیرکبیر خپرندویه ټولنه، تهران، ۱۳۶۲، مخونه ۲۹۲ ـ ۳.
[۲] ـ هماغه سرچینه.
[۳] ـ هماغه سرچینه.
[۴] ـ عبدالکریم، آزادی عادلانه، مجله کیان، ګڼه ۵۱، مخ ۵.
[۵] ـ هماغه، آزادی عادلانه، مخ ۵.