ليکوال: مفتي عبیدالله نورزهي
په معاصره نړۍ کې د لېبرالېزم بحرانونه (پنځهلسمه برخه)
اسلام او آزادي
د اسلام وحیانيوالی په لومړیو کې په هغو کسانو کې چې له دین سره ژوره آشنایي نه لري داسې تصور رامنځته کوي چې د اسلام او قرآن کریم په چوکاټ کې د آزادۍ حدود او تعریف، او همدارنګه د نورو بشري حقونو پلټل بېګټې او بېځایه هڅه ده؛ ځکه دوی فکر کوي چې یاد مفاهیم د معاصر ژوند محصول او د نن زمانې مفاهیم دي، او د دین اعظمي مسؤلیت له خالق سره د انسانانو د اړیکو تنظیمول دي؛ له دین باید ددې تمه و نه لرو چې د تاریخ په اوږدو کې د انسانانو پېچلې اړیکې تنظیم کړي.
د دین په اړه دا ډول تصور تر ډېره د مسیحي دین له موجوده واقعیت او د لویدیځ د دینپوهني له طرز څخه سرچینه اخیستې او وروسته یې نورو فرهنګونو، ټولنو او ملتونو ته هم لاره موندلې ده. په اسلامي هېوادونو کې هم هغه کسان چې له اسلام او اسلامي سنتو سره کافي بلدتیا نه لري، یا له همدې مفکورې اغېزمن شوي وي، داسې انګیري چې لویدیځ د تجربي علومو او ماشیني ټکنالوژۍ په برخه کې د عقلاني لاسته راوړنو سرچینه ده، نو د بشري علومو لکه د ادیانو د پېژندنې په برخه کې یې هم موندنې د نمونې وړ دي او د نورو ادیانو په تېره بیا د اسلام په پېژندنه کې د ماډل حیثیت لري.
دا ډول کسان کله چې د قرآني نصوصو او اسلامي سنتو په متونو کې له داسې څرګندونو سره مخ شي چې د دوی له همدې تصور او انګېرنې سره اړخ نه لګوي، نو د همدې مخکېني مفروض پر بنسټ د تأویل او توجیې هڅه کوي. مخکېني باورونه یې د فهم او درک په څرنګوالي دومره اغېز وکړي چې خپل ټول تصورات د همدې نصوصو په هنداره کې ویني.
خو که د لویدیځ دینپوهنه د معیار په توګه په نظر کې ونه نیول شي او پر ځای یې د دیني نصوصو او متونو پر بنسټ څېړنه او تحلیل ترسره شي، نو نه یوازې په اسلام، بلکې په نورو آسماني ادیانو کې هم د بشري حقونو ښوونې او مفاهیم موندل کېدای شي.
قرآن کريم د حضرت موسی علیه السلام د مأموریت او رسالت او همدارنګه د یهودیت دین د ښوونو په اړه ذکر کوي چې د خپل قیام او مبارزې په لومړني پړاو کې د وخت د طاغوت او ظالم فرمانروا (فرعون) پر وړاندې د مبارزې ټکر ته کښته شو او د آزادۍ ناره یې پورته کړه. د حضرت موسی علیه السلام پیغام د وطن د آزادۍ، د اقتصادي سرچینو د ترلاسه کولو او یا د نفساني جهاد او دروني آزادۍ لپاره نه و؛ بلکې د ده پیغام کاملاً ټولنیز او سیاسي ماهیت درلود: “أَنْ أَدُّوا إِلَيَّ عِبَادَ الله” ژباړه «(اې مستبدانو!) د خدای بندګان ما ته وسپارئ!»【۱】
فرعون د حضرت موسی علیه السلام د آزادۍ غوښتونکي دعوت په ځواب کې وویل: “أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَى” ژباړه: «زه ستاسو برتر پروردگار یم.»【۲】
د فرعون له دې وینا او دېته ورته نورو دعوو څخه موخه دا نه وه چې ځان د خلکو خالق ګڼي، بلکې د ده هدف دا و چې د خلکو د چارو تدبیر یوازې د ده په واک کې دی او انسانان یې باید له هر ډول انکار پرته پرېکړې او فرمانونه ومني او حکمونو ته یې د خپل ژوند د قوانینو په سترګو وګوري. ځکه چې فرعون او پیروان یې پخپله بتپرستان ول، او له موسی سره د مخالفت او دښمنۍ یو دلیل یې دا و چې موسی علیه السلام یوازې د بنياسرائیلو د فرعوني ظلم او استبداد له واکمنۍ څخه د خلاصون غوښتنه نه کوله، بلکې د هغو بتانو الوهيت یې هم ردوه چې فرعونیانو او د هغوی پیروانو به یې عبادت کاوه “وَقَالَ الْمَلَأُ مِنْ قَوْمِ فِرْعَوْنَ أَتَذَرُ مُوسَى وَقَوْمَهُ لِيُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ وَيَذَرَكَ وَآلِهَتَكَ ۚ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبْنَاءَهُمْ وَنَسْتَحْيِي نِسَاءَهُمْ وَإِنَّا فَوْقَهُمْ قَاهِرُونَ” ﴿اعراف: ۱۲۷﴾
«او د فرعون د قوم مشرانو وويل: آيا ته موسى او قوم يې (نور هم) پرېږدې چې په ځمكه كې ورانى جوړ او تا او ستا خدايان پرېږدي؟ ويلې موږ به يې زامن وژنو او ښځې به يې ژوندۍ پرېږدو او موږ خو پر دوى برلاسي يو.»【۳】
فرعون په جابرانه او مستبدانه انداز ځواب ورکړ: د دوی زامن (نران) به ووژنم او ښځې به یې ژوندۍ پرېږدم [تر څو زموږ خدمت وکړي]، موږ پر دوی برلاسي او تر دوی لوړ یوو. فرعون په خپله ماڼۍ کې د حضرت موسی علیه السلام د ساتنې او پالنې خبره یاده کړه او داسې یې وانګېرله چې ګواکې له همدې لارې یو ځل بیا حضرت موسی علیه السلام ته د احسان ژمنه ورکوي؛ خو شرط پکې دا و چې موسی به د بنیاسرائیلو د خلاصون او د خلکو د آزادۍ خبره نه کوي او د فرعون پر استبدادي لار او د هغه پر دروغجنو باورونو به د تایید مهر لګوي.
خو حضرت موسی علیه السلام یې په ځواب کې وویل: «ایا ته پر ما منت باروې چې بنياسرائیل دې په غلامۍ کې ساتلې دي؟!» څوک کولای شي چې د حضرت موسی علیه السلام دا خبرې یوازې د دروني آزادۍ او د نفس د جهاد هڅه وبولي او ټولنیز او سیاسي اړخونه یې له پامه وغورځوي؟
قرآن کریم له بلې خوا پیغمبران د آزادۍ، عدل، قسط او برابرۍ مناديان معرفي کوي: “لَقَدْ أَرْسَلْنا رُسُلَنا بِالْبَيِّناتِ وَأَنْزَلْنا مَعَهُمُ الْكِتابَ وَالْمِيزانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنافِعُ لِلنَّاسِ” ﴿حدید: ۲۵﴾ ژباړه: «پرته له شکه موږ خپل رسولان له ښكاره دليلونو سره لېږلي او له هغوى سره مو كتاب او تله هم را نازل كړي تر څو خلک په انصاف ولاړ اوسي، او موږ اوسپنه پیدا كړه چې په هغې كې سخت زور او د خلكو لپاره (ډېرې) ګتې دي.»【۴】
او له بلې خوا قرآن کریم د حضرت ابراهیم علیه السلام، حضرت شعیب علیه السلام، حضرت نوح علیه السلام، حضرت موسی علیه السلام او د نورو پیغمبرانو مخالفین له ستمګرو سرکشانو څخه ګڼي. په دې توګه د الهي پیغمبرانو له آزادي غوښتونکي رسالت څخه انکار کول او ادعا کول چې په ادیانو کې د عدالت، آزادۍ او برابرۍ ښوونې نشته، او یاد ټولنیز او سیاسي مفاهیم د لویدیځ لېبرالېزم فرهنګي میراث ګڼل ښکاره ناپوهي او تېروتنه ده.
فرانسوی متفکر او لیکوال «الکسی توکوویل (۱۸۰۵-۱۸۵۹م)» وایي: «همدا د الهي قوانینو رعایت دی چې انسان ته د آزادۍ لار ورښیي.» د انبیاوو د دعوت له تاریخي بهیر څخه څرګندېږي چې د هر پیغمبر په وخت کې د ټولنې له بېلابېلو قشرونو او طبقو څخه هماغه مظلوم، غلامان او هغه کسان چې د عدالت او آزادۍ له نعمت څخه بېبرخې ول، له نورو ټولنیزو طبقو څخه وړاندې د پیغمبرانو دعوت ته مثبت ځواب ورکاوه او د هغوی لاره او شریعت یې منلو.
که چېرې د انبیاوو دعوت یوازې تر دروني آزادۍ او د نفس پر وړاندې جهاد پورې محدود وګڼو، او د مستضعفانو، غلامانو او هغو کسانو چې سیاسي، ټولنیز او مدني حقونه یې تر پښو لاندې کیږي له پامه غورزوو، د عقل او منطق له نظره د قناعت وړ توجیه نه ده.
دوام لري…
مخکنئ برخه/ راتلونکې برخه
سرچینې:
【۱】 ـ سوره دخان، آیت: ۱۸.
【۲】 ـ سوره نازعات، آیت: ۲۴.
【۳】 ـ سوره اعراف، آیت: ۱۲۷.
【۴】 ـ سوره حدید، آیت: ۲۵.