لیکوال: غیاث الدین غوري
د دُرُوزي فرقې عقایدو او باورونو ته لنډه کتنه (دوهمه برخه)
د «الدُروز» لغوي او اصطلاحي معنا
«الدَّرْز»: د رخت د دوو ټوټو پیوند کولو او یا دې ته ورته چارې ته ویل کېږي. یاده کلمه له فارسي ژبې څخه عربي ژبې ته اړول شوې ده. د الدَّرْز کلیمه د سپږې او یا د سپږې د تخم په معنا هم کارول شوې ده: “ د درز لورانې”. او د «بنو دَرْز» عبارت د خیاطانو او اوبدونکو په معنا کارول شوی دی، او د «دَرْزَة اولاد» عبارت د عوامو او ټیټې کچې وګړو په معنا راغلې دی. عربان نامشروع اولاد ته وایي چې: «هغه د دَرْزَة اولاد دی»؛ او دا اصطلاح هغه وخت ورته کارول کیږي کله چې ماشوم د کنیزې له لوري نارینه‌وو سره د نامشورع اړیکو په پایله کې زېږېدلی وي او د پلار هویت یې ناڅرګند وي. [۱]
خو«دُرُوزي» طایفه په حقیقت کې یوه باطني فرقه ده. دوی ادعا کوي چې له نېږدې زرو کالونو را په دېخوا په «پټه توګه» (دَور السِتر) ژوند کوي. یعنې دوی خپل عقاید پټ ساتي او له څرګندولو یې ډډه کوي. دوی دا کار ددې لپاره ترسره کوي چې خپل مذهب د نورو له اغېزو څخه خوندي وساتي.
که څه دُرُوزیان په خپله د «دُروز» له لقب سره حساسیت لري او یاد لقب د ځان لپاره توهین ګڼي، خو یاد لقب د دوی د لومړني شخص (محمد بن اسماعیل الدرزي). له نوم څخه اخیستل شوی دی. دوی په اصل کې خپل ځانونه «اهل التوحید» یا «الموحِّدون» بولي.
د «دُروز» نوم له ډېر پخوا څخه تر نن ورځې پورې د لیکوالانو او تاریخپوهانو ترمنځ د بحث وړ موضوع پاتې شوې ده. مشهوره ده چې یاد قوم دا نه خوښوي چې د «دُروز» د لقب له مخې وپېژندل شي او له دې هم کرکه لري چې څوک دې یې داعي «نُشتَکین الدرزي» ته منسوب کړي. دوی ځانونه یوازې «موحِّدین» (د یوه خدای پالونکي) بولي، دې برقې په خپلو مقدسو کتابونو کې هم د ځان لپاره همدا نوم کارولی دی.[۲]
ځینو ویلي دي چې د دُرُوزیانو نسب د «کُنت دی دُروکس» (Count de Dreux) په نوم د صلیبي جګړو یوه فرانسوي قوماندان ته رسېږي. کله چې دروکس د عکا په جګړه کې له ماتې سره مخ شو نو د دُرُوزیانو ګاونډ ته یې پنا یووړه. خو د یوه بل لیکوال د ادعا له مخې د «دُروز» نوم په خپله د حمزه له نوم څخه اخیستل شوی دی؛ لکه څنګه چې نوموړي خپلو شاګردانو ته وویل: «نور لاړ شئ، ځکه تاسې له نن وروسته “مُتدارِسَین” نه یاست، بلکې “مُتدارُسین” یاست؛ ځکه چې تاسې علوم زده کړل او علومو ستاسې په وجودونو کې داسې رېښې وغځولې لکه تار چې د جامو په منځ کې ځای نیسي».
خو یادې ټولې ادعاوې د هیڅ معتبرې تاریخي سرچینې له لوري نه دي تائید شوې، په همدې اساس له بې‌اساسه خیالونو پرته بل څه نه شي ګڼل کیدلی.
دې کې شک نشته چې هغه سیمه چې د دُرُوزي عقیده پکې خپره شوه د «وادي تيم» سیمه وه؛ هغه ځای چې له اسلام څخه وړاندې د عربو قبېلې له جزیرۀ‌العرب څخه ورمهاجرې او هلته مېشتې شوې وې. دغو قبېلو وروسته اسلام ومانه؛ خو د عبیدي دولت په دوره کې د اسماعیلي مذهب تر اغېز لاندې راغلې. اسماعیلي مذهب سره ددوی لیوالتیا د دې لامل شوه چې ډېر ژر دُرُوزي عقیدې ته جذب شي، په ځانګړې ډول هغه مهال کله چې د دوی حاکم دې سیمې ته تبعید شو. هلته مېشتې قبېلې پر دې حاکم راټولې شوې او د «تألیه» (خدایۍ) مقام یې ورکړ.
دا هغه څه دي چې په ښکاره ډول دُرُوزیان د عربو د یوې قبیلې په توګه ثابتوي؛ که څه هم په معاصر دور کې د دُرُوزیانو مطرح شخصیت «کمال جنبلاط» خپل ټبر(نسب) «هرمس مثلث‌الحکمه» ته منسوبوي او باور لري چې دوی شاوخوا پنځه زره کلن پخوانی تاریخ لري.
په دقیقه توګه د دُرُوزي طایفې د تاریخ او عقایدو د پېژندلو لپاره اړینه ده چې لومړی د «اسماعیلیه» باطني فرقې له تاریخ او باورونو سره آشنایي پیدا کړو؛ ځکه دُرُوزیانو خپل ډېری باورونه له همدې فرقې څخه اخیستي دي.
هر څوک چې د اسماعیلیه فرقې تاریخ مطالعه کړي، نو پوهېږي چې ډېری هغه فرقې چې له اسلام څخه بېلې شوې او د اسلام پر وړاندې یې دښمني غوره کړه، له همدې فرقې څخه سرچینه اخلي.
د بېلګې په توګه د «قرامطه» فرقه د اسماعیلیه فرقې یوه برخه وه. هغوی لسګونه کاله له اسلامي دولت سره جګړه وکړه او په مصر او مغرب کې عبیدي دولت تل مادي او معنوي ملاتړ ترې کاوه.
همدارنګه «اخوان الصفا» هم په عقیده او طریقت کې د اسماعیليانو په څېر وو، او د هغوی رسالو، مکتوبو مذهبي آثارو او تبلیغ فلسفي بڼه درلوده.
 د دُرُوز فرقې چې د همدې څیړنې برخه ده خپل ډېری باورونه له اسماعیلیانو څخه اخیستې دي.
خو «حشاشین» چې د عبیدي دولت له ړنګېدو وروسته د سلطان صلاح‌الدین ایوبي رحمه‌الله په دوران کې راڅرګند شول هم د اسماعیليه له طایفې څخه شمېرل کېدل. اسلامي ټولنې د دوی د فتنو او خیانتونو له امله ډېر زیانونه وګالل؛ ځکه دوی د مسلمانانو پر ضد د تاتاریانو او صلیبیانو ترڅنګ ولاړ وو. هغه ټکی چې دلته باید یادونه ترې وشي دا دی چې «حشاشین» د اسماعیلیانو د فرقې یوه څانګه وه.
هغه څه چې تر اوسه بیان شول یوازې د دې طایفې د تاریخ یوه کوچنۍ برخه ده؛ په همدې اساس اړ یو چې له پیدایښت څخه د دې ډلې څېړنه ترسره کړو.
دوام لري…

مخکنئ برخه/ راتلونکې برخه

سرچینې:

[۱] ابن منظور، لسان العرب، ج ۵، ص ۳۴۸.

[۲] محمد أحمد الخطيب، عقیدةُ الدروز عرضٌ و نقض، ص ۹.

Leave A Reply

Exit mobile version