لیکوال: مفتی عبیدالله نورزهي
په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه  (دیارلسمه برخه)
له ډیموکراسۍ سره د لیبرالیزم توپیر
لومړی توپیر:
که په لنډو ټکو یې ووایو لیبرالیزم یو سیاسي سرمشق دی چې یو آرمان او دوه اساسي لارښوونې لري. د لیبرالیزم اصلي آرمان چې د هر لیبرال وروستی سیاسي هدف ټاکي، په ټولنه کې د فرد لپاره د ممکنه او مسؤلانه آزادۍ او خپلواکۍ تر لاسه کول دي. د دې اعظمي آزادۍ د تر لاسه کولو لپاره لیبرالیزم دوه اساسي لارښوونې وړاندې کوي:
الف: له حکومتي حوزې څخه د ټولنیزې حوزې جلا کول؛
ب: د قانون، فردي حقونو او آزادیو پر بنسټ د حکومت د واک محدودول.
خو ډیموکراتیک فکر درې اساسي بنسټونه لري او د ډیموکراسۍ تعریف باید په همدې درې بنسټونو کې ولټول شي:
الف: د خلکو واکمني (خلکو ته د دې حق ورکول چې د ځان لپاره حکومت په خپله وټاکي، نقد یې کړي، تعدیل یې کړي او د عامه چارو په برخه کې د پرېکړې کولو واک ولري)؛
ب: د وګړو ترمنځ سیاسي برابري (په سیاسي چارو کې ټولو وګړو ته برابر حق ورکول، په عامه پرېکړو کې برخه اخیستل او د حکومت پر کړنو څارنه کول)؛
ج: د لږکیو د بنسټیزو حقونو په رعایت سره د اکثریت واکمني (د اختلافاتو په صورت کې پرته له دې چې په راتلونکو پړاوونو کې د لږکیو د اکثریت کېدلو امکان له منځه یوسي د اکثریت د نظر پر بنسټ عمل کول).
دوهم توپیر:
لیبرالیزم یوه «مدرنه» مفکوره او پدیده ده، په داسې حال کې چې ډیموکراسي یو «زوړ» فکر او پدیده ده. له همدې امله کېدای شي د زړې ډیموکراسۍ او عصري ډیموکراسۍ په اړه بحث ترسره شي، خو د زاړه لیبرالیزم خبره نشي کېدای. مدرن لیبرالیزم له زړې ډیموکراسۍ سره یوځای کېدونکی نه دی. د ډیموکراسۍ صوري بڼه (د ډیموکراسۍ حقوقي ـ نهادي معنا) د ډیموکراسۍ له صوري بڼې سره (که زړه وي او که عصري) کوم ټکر نه لري، خو د  ډیموکراسۍ له زړې محتوا سره سازګاره او یوځای کېدونکې نه ده.
دریم توپیر:
د سیاسي ډګر مفکرین او فعالان تل دوه «بنسټیزې غوښتنې» تعقیبوي: یوه «د واک محدودول» او بله «د واک وېشل». ډیموکراسي د واک د وېش غوښتنې ته ځواب وايي، په داسې حال کې چې لیبرالیزم د واک د محدودولو غوښتنه ځوابوي.
څلورم توپیر:
لیبرالیزم که په مادي چارو کې وي او که په معنوي چارو کې، د حکومت په وړاندې د فرد له آزادۍ څخه دفاع او ملاتړ کوي. په اصل کې لیبرالیزم د فرد له دروني اړخ سره سروکار لري. خو ډیموکراسي هڅه کوي چې داسې یوه ټولنه رامنځته کړي چې د افرادو پر ګډ توافق ولاړه وي، او همدارنګه ډیموکراسي د فرد له بهرني اړخ سره سروکار لري. په لیبرالیزم کې فرد د هر هغه کار بنسټ ایښودونکی ګڼل کېږي چې د حکومت د عمل له دایرې بهر ترسره کېږي؛ خو په ډیموکراسي کې فرد له داسې حکومت څخه پلوي کوي چې د پرېکړو صلاحیت د افرادو د استازو او منتخبینو په لاس کې وي.
پنځم توپیر:
ددې لپاره چې حکومت نه په لیبرالیزم او نه هم په ډیموکراسۍ کې مشخص حدود لري، نو د حکومت د محدودیت دوه ډوله یا دوه اړخونه تشریح کېدای شي:
الف: د حکومت د واکونو محدودول؛
ب: د حکومت د فعالیتونو محدودول.
هغه حکومت چې د واکونو له پلوه محدود وي «مقید حکومت» بلل کیږي او هغه حکومت چې د فعالیتونو له پلوه محدود وي «حداقل حکومت» بلل کیږي. د لیبرالیزم له نظره مطلوب حکومت هغه حکومت دی چې هم مقید وي او هم حداقل؛ خو کولای شو د ډیموکراسۍ داسې بڼه پیدا کړو چې حکومت به پکې مقید وي، خو حداقل به نه وي؛ یعنې داسې حکومت چې د مختلفو فعالیتونو مالک به وي، خو اساسي قانون او قانوني کړنلارو به حدود ورته ټاکلي وي.
شپږم توپیر:
هم لیبرالیزم او هم ډیموکراسي ځان د ازادۍ مدافع او تضمین کوونکی ګڼي. ازادي په دوه ډوله ده: منفي ازادي او مثبته ازادي.
د ازادۍ د منفي تعبیر له مخې د فرد ازادي هغه وخت تأمینیږي کله یې چې د نظر د څرګندولو او د خپلو غوښتنو د تعقیبولو په لار کې هېڅ ډول خنډ، قید او بند شتون و نه لري. په اصل کې منفي ازادي هغه وخت شتون لري کله چې انسان له کوم محدودیت پرته واک تجربه کړي. له ازادۍ څخه د لیبرالیزم تعبیر، منفي تعبیر دی، او د لیبرالیزم صحیح او عام لیدلوری دا دی چې ازادي د حکومت له قید څخه ازاده ده، یعنې په فردي چارو کې د حکومت مداخله محدوده ده.
خو د ازادۍ د مثبت تعبیر له مخې که چېرې فرد د خپلې ازادۍ د عملي کولو توان او امکانات ونه لري، نو د خنډونو او بندیزونو شتون یا نشتون ورته مهم نه دی. مثبته ازادي د هغو واکونو مجموعه ده چې د اهدافو یا فعالیتونو د تعقیبولو د وړتیا په صورت کې ترې برخمن کیږو.
لیبرالان چې ډېری وخت په مختلفو چارو کې د حکومت د حضور او مداخلې په اړه اندېښنه لري، په منفي ازادۍ ټینګار کوي او تر څنګ یې د مثبتې ازادۍ په نامه د حکومت له لوري د واک زیاتوال دښمني ګڼي؛ خو هېڅ داسې دلیل نشته چې ډیموکراسي د ازادۍ د منفي تعبیر ملاتړې او د مثبتې ازادۍ  مخالفه وګڼو. دا لیدلوری چې منفي ازادي او مثبته ازادي یو له بلې سره نه شي یو ځای کېدای او د یوې ملاتړ د بلې د تخریب لامل ګرځي، د واک او ازادۍ په اړه د لیبرالیزم له پیش‌فرض څخه سرچینه اخلي.
دوام لري…

مخکنئ برخه/ راتلونکې برخه

Leave A Reply

Exit mobile version