لیکوال: شکران احمدي 
د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (څلور پنځوسمه برخه)
ب) د عمومي مقاصدو مهم مصادیق 
د اسلامي شریعت عمومي مقاصد د عقایدو، عباداتو، معاملاتو، عاداتو او جنایاتو برخې په ځان کې رانغاړي. دلته به ځینو عمومي مقاصدو ته په یو څه ډېرې شرحې سره کتنه وکړو. 
  1. د مصالحو تحقق او د مفاسدو دفعه 
د اسلامي شریعت د نصوصو له څېړولو وروسته څرګندیږي، چې د اسلام اصلي موخه د بشریت د مصالحو تحقق او د مفاسدو لیرې کول دي، تر څو یې د دواړه نړیو خوښي او سعادت په برخه شي. 
فقهاؤ د دې مقصد په شرحه کې ګڼ توضحیات ورکړي. عز بن عبدالسلام لیکي؛ اسلامي شریعت له دې پرته چې ګټې خوندي او مضریات دفع کړي، بل څه نه دی. 1 
علامه ابن القیم الجوزي په دې اړه وايي: اسلامي شریعت  په دنیا او اخرت کې د بنده ګانو د مصالحو او حکمتونو پر بنیاد اېښول شوی او ټول عدل، رحمت، حکمت او مصلحت دی. 2 
نو باید دا مصالح ترلاسه او مضرات منعه شي، په دې اړه عز بن عبدالسلام داسې وضاحت کوي: څوک چې د ګټو (مصالحو) د تحقق او د مضراتو د دفعې په برخه کې د شریعت مقاصد مطالعه کوي، دې باور ته رسي، چې باید دا مصالح ترک نه شي او مفاسد ترسره نه شي، ان که په دې برخه کې نه ټولنه وي، نه هم نص او قیاس، شریعت همداسې غوښتنه لري. 3 
د علماؤ دا لرلید یو نه انکار کېدونکی حقیقت دی او د اسلام اصلي او دائمي ځانګړنه ده او اسلامي نصوص په هرې برخې کې د دې بیان کوي. دلته یو ایت د نمونې په ډول راوړو؛ خدای تعالی د خپل پیغمبر په ستاینه کې وايي؛ (وَمَآ أَرۡسَلۡنَٰكَ إِلَّا رَحۡمَةٗ لِّلۡعَٰلَمِينَ4)  [اې محمده (ص)!] موږ چې ته لېږلی یې، دا په اصل کې د نړیوالو په باب زموږ رحمت دى. (موږ د ټولو مخلوقاتو لپاره ته رحمت لېږلى یې.) 
محمدي رسالت له دې امله نړۍوالو ته رحمت دی، چې د دوی د دنیا او اخرت ګټې تضمنیوي او له مفاسدو او زیانونو څخه انسان ساتي. 
د مصالحو ترلاسه کول؛ مفهوم یې د انسانانو ترمنځ د مصالحو لاسته راوړل دي او علماء یې (حاجیات) بولي. نو د دې مقاصدو له ډلې، پېر او پلور (بېعې) اجاره او په ټولنه کې نورو مشروعو معاملاتو ته اشاره کولای شو. 
د مفاسدو دفعه؛ 
د مفاسدو او زیانونو د مخنیوي مفهوم لري، چې د علماؤ په نظر کې د (پنځه ګونو) اړتیاوو په حیث مطرح دي او موخه یې د شپږګونو اصولو ساتنه او له هغوی څخه د ضرر مخنیوی دی. 
له ابوسعید خدري رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «لا ضرر ولا ضرار»؛5 ژباړه: نه ځانته او نه هم نورو ته زیان رسول جایز دي. 
په دې حدیث کې رسول الله بیان کړې ده، چې زموږ په دین کې زیان رسول ځای نه لري. د (ضرر) کلمه د زیان او (ضرار) د متقابل زیان مفهوم لري؛ لکه (قتل) وژنه او (قتال) متقابل جنګ او وژل. 
مسلمان نشي کولای چې ځان یا نورو ته زیان ورسوي او که د بل له لوري ورته زیان رسیږي، نو نشي کولای چې هم مثله کار کوي او هغه ته زیان ورسوي او د دې پر ځای به خپل حق له مشروع لارو څخه اخلي. په همدې اساس علماؤ دا قاعده ( الضرر لا یزال بالضرر) ژباړه: یو ضرر په بل له منځه نه وړل کیږي او پر ځای ېې؛ (الضرر یزال) ضرر باید له منځه یوړل شي. 
دا حدیث د اسلام د دین له بنسټیزو ستنو څخه ګڼل کېږي، ځکه په شریعت کې ټول حرام شوي شيان د «ضرر د له‌منځه وړلو» پر قاعده ولاړ دي. هر ډول ظلم ځکه حرام شوی چې زیانونه او ضررونه لري. همدارنګه شراب، زنا، وژنه، غلا، خیانت، بهتان، غیبت او خبرچیني هم له همدې امله منع شوي دي، چې ټول د انسان یا ټولنې لپاره تاوانونه او ضررونه لري. 
دغه راز د شُفعې حق، د عیب له امله بیرته ستنول او ډول ډول اختیارونه په معاملو کې ـ لکه د تدلیس اختیار، د صفت د اختلاف اختیار او د پیرودونکي د افلاس (ټول‌ماتې) اختیار ـ ټول د همدې اصل پر بنسټ اېښودل شوي چې ضرر لیرې کړي. 
همدارنګه قصاص، حدود، کفارې، د امامانو او قاضیانو ټاکل، د حمله‌کوونکي مخنیوی، د نکاح فسخ کول د عیب له کبله او د بې‌وسه کېدو له امله فسخ ـ دا ټول د «لا ضرر و لا ضرار» پر قاعده ولاړ دي او د ضرر د مخنیوي لپاره تشریع شوي دي. 
د پوروړي اړ ايستل چې خپل پور پرېکړي، د يو اړ ايستل شوي کس له‌خوا د هغه شي خوړل چې په نورو حالاتو کې د ده لپاره نه و روا، د هغه ونې څانګې پرې کول چې له بل کور څخه د ده کور ته ور اوښتې وي، د هغې مړې شوې ښځې ګېډه شکول چې په رحم کې یې جنین وي او د جنین د ژوندي پاتې کېدو احتمال موجود وي او همدارنګه د هغه مړي نس شکول چې څه مال یا شی یې تېر کړی وي ـ دا ټول کارونه د ضرر د مخنیوي لپاره روا ګرځول شوي دي. 
د دې حدیث (لا ضرر و لا ضرار) بله پایله د (لومړیتوب لرونکي ضرر دفع او د مصلحت تحقق دی) لکه؛ د غله لاس پرې کیږي،چې له ټولنې غلا ورکه شي، که څه هم د کړنه د غل لاس پرېکوي، چې د هغه له شخصي مصلحت سره په تناقض کې ده. 
ډېری تړونونه لکه؛ اجاره، جعاله، حوال او د درک ضمانت هم سره له دې چې ځینې ظاهري نیوکې لري خو بیا هم د ضرر د رفع کولو لپاره مشروع شوي. 
د درک ضمانت په دې معنی دی، که یو څوک د یوه څه د پېرلو نیت ولري، خو نه پوهیږي، چې پلورنکی یې مالک دی او که نه، نو په دې حالت کې یو درېیم تن د ضمان په حیث ضمانت کوي، چې که دا مال د پلورنکي ملکیت نه وه، نو اداینه به یې بېرته ورته ورکوي. 
د اسلام دین چې په مصلحت او انسانانو د ګټو په ساتلو بنا دی، هر ډول ضرر یې منعه کړی دی. 
په همدې اساس، هغه وصیب چې د ورثه و په حق کې د تعدي یا ظلم لامل کیږي، باطل دی او نه نافذیږي، د بل د کور لور د کړکۍ پرېښودل منعه شوې دي، له حد څخه ډېر د کور لوړ جوړول چې د ګاونډي لمر او هوا بنده کړي، منعه دي، د ګاندي د څاه نږدې څاه وهل، چې د لومړي ګاونډي څاه وچه او یا زیانمنه کړي، حرام دي او په ورته په کور کې د ککړتیا او بدبویي جوړول، چې ګاونډ ترې ازاریږي هم منعه دي. 
اسلام چې د مصالحو پر اساس بنا دی، نو هر ډول ضرر او زیان رسونه یې منعه کړې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کې فرمايي: «مَلْعُونٌ مَنْ ضَارَّ مُسْلِمًا أَوْ مَكَرَ بِهِ.» 6 ژباړه: هغه څوک ملعون دی، چې مسلمان ته زیان رسوي او یا یې هم په چل او فریب سره دوکه کوي. 
په اسلام کې ځان یا بل ته زیان رسول حرام دي او باید هر ډول ضرر له منځه لاړ شي او د مسلمان اراده، کړنه او عمل تل باید د ګټې او مصلحت په لار کې وي، د چې چا نیت د زیان رسولو وي، نو د رسول الله په شوي لعنت کې شریک دی او خدای تعالی یې هم بېرته د زیات پایله ورګرځوي. 
اسلامي شریعت داسې احکام وضعه کړې دي، چې د خلکو مصالح په دنیا او اخرت کې ساتي. د مصلحت پېژندلو معیار  هم اسلام دی، هر هغه څه چې اسلام د انسان مصلحت بللی، محصلت بلل کیږي او کوم چې ضرر بللی نو حتمي به د ضرر او مفاسدو سرچینه وي، له دې معیارونو څخه وتل د هوا او هوس پیروي ګڼل کیږي. 
له دې یادولو پرته واضحه ده، چې انسان ډېری د خپلو خواهشاتو او نفساني غوښتنو ته تمایل لري او مصلحت او ضرر د تعین وړتیا نه لري. 
خدای تعالی داود علیه والسلام مخاطب کړی او داسې وايي؛ يَٰدَاوُۥدُ إِنَّا جَعَلۡنَٰكَ خَلِيفَةٗ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَٱحۡكُم بَيۡنَ ٱلنَّاسِ بِٱلۡحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ ٱلۡهَوَىٰ فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِۚ إِنَّ ٱلَّذِينَ يَضِلُّونَ عَن سَبِيلِ ٱللَّهِ لَهُمۡ عَذَابٞ شَدِيدُۢ بِمَا نَسُواْ يَوۡمَ ٱلۡحِسَابِ7 ژباړه: (موږ هغه ته وويل) “اې داؤده! موږ ته په ځمکه کې خليفه ګرځولى یې، له دې كبله ته د خلكو په منځ کې په حقه حكم وکړه او د نفسي غوښتنې پيروي مه كوه چې هغه به تا د الله له لارې څخه واړوي. كوم كسان چې د الله د لارې څخه بې لاري کیږي په يقيني ډول د هغو لپاره سخته سزا ده، ځکه چې د حساب ورځ یې هېره کړه ده.” 
له همدې امله د انسان مخې ته دوه ارزښتونه پراته دي: يو حق دی او بل نفساني خواهشونه. حق هغه دی چې الله تعالی نازل کړی او د هغه له لارې يې د مصلحت او مفسدې سرحدونه ښودلي دي؛ خو د نفساني غوښتنو پېروي هېڅ بل څه نه دي پرته له باطل نه، چې پايله يې فساد او ګمراهي ده. نو رښتينی مصلحت په دې کې دی چې د پروردگار له لوري نازل شوي حق پيروي وشي. 
انسان په بشپړه توګه د مصلحت او مفسدې د تشخيص ځواک نه لري؛ ځکه چې د خپل محدود طبیعت له امله هغه د حقيقي مصلحتونو او د هغوی د ترلاسه کولو د لارو په پېژندلو کې عاجز دی. که څه هم ځينې دنيوي ګټې پېژندلای شي، خو هېڅکله نشي کولای په خپل عقل او فکر سره د اخروي مصلحتونو درک وکړي. هغه يوازې هغه وخت دې حقیقت ته رسېدای شي چې په هغه لارې روان شي چې شريعت ټاکلې ده او الهي هدايت د خپل ژوند څراغ وګرځوي. انسان ته پکار دي چې د شريعت ټولو حدودو او احکامو ته پابند وي او ښه او بد د شريعت په معيارونو وټاکي. 
د دې مفهوم دا دی، چې د انسان حقیقي مصلحت د الهي شریعت په پیروي کې دی او یوازې هغه وخت کولای شي، چې د دنیا او اخرت نیکمرغي ته ورسیږي کله چې خپل ټول فردي او ټولنیز فعالیتونه د الهي نظام پر اساس ترتیب کړي، نو په دې حالت کې به هم دنیوي او هم اخروي عزت ولري او تلپاته نعمتونو ته لاسرسی ومومي او تر ټولو مهمه دا چې د الله تعالی رضا به ترلاسه کړي. 
امام شاطبي رحمه الله لیکي؛ د شریعت له مخې مصالح باید ترلاسه او مفاسد دفعه شي. خو د دې مصالحو اعتبار په دې کې دی، چې د دې دنیا ژوند د اخرت د ژوند لپاره یوه وسېله وي، نه دا چې د افرادو نفس غوښتنې معیار وټاکل شي او یوازې بې ارزښته دنیايي ګټې محققې او ډېر کم ارزښته ضرورونه دفعه شي. 8 
د شاطبي د خبرو مفهوم دا دی، چې اسلام د منافعو په ټاکلو کې، داسې برنامې او احکام طراحي کړل، چې دا دنیا د اخرت د سعادت وسیله ګرځوي. نو په همدې اساس دنیايي ګټې په خپل ذات کې هدف نه دي، بلکې داسې وسایل دي، چې د اخروي نیکمرغۍ لپاره استعمالیږي. 9 
هغه څه چې حرام دي، هغه پر اخرت، دې دنیا ته لومړیتوب ورکول دي، خو له دې دنیا ګټه اخېستل او د اخرت مصالح پرې لاسته راوړل، نه یوازې چې مشروع دي، تر څنګ یې هڅونه هم ورته شوې. 
خدای تعالی فرمايي؛ وَٱبۡتَغِ فِيمَآ ءَاتَىٰكَ ٱللَّهُ ٱلدَّارَ ٱلۡأٓخِرَةَۖ وَلَا تَنسَ نَصِيبَكَ مِنَ ٱلدُّنۡيَاۖ10  ژباړه: کومه شتمنې چې الله تا ته درکړې ده، په هغې سره د اخرت د كور جوړولو فكر وکړه او له دنيا څخه هم خپله برخه مه هېروه..” 
پای؛ 
د اسلامي شریعت مقاصد په څو برخو وېشل کیږي؛ لکه؛ اصلي او فرعي مقاصد. همداشان د شمولیت له نظره بیا په دریو برخو تقسیم شوي، چې یو ډول یې عمومي مقاصد دي. 
د مصالحو ساتنه او د مفاسدو دفعه د اسلامي شریعت یو عمومي مقصد دی. په اسلام کې احکام د مصحلت د ترلاسه کولو او د ضرو د دفعې په محور راګرځي او همداشان د سخیتو لیرې کول او اسانتیا د اسلامي شریعت یو بل عمومي مقصد ګڼل کیږي، د نورو پخوانیو شریعت برعکس په اسلام کې احکام د سهولت پر برخې تمرکز کوي او سختي په حکم کې د بدلون سبب ګرځي. 
دوام لري…

 مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

Leave A Reply

Exit mobile version