لیکوال: مفتي عبیدالله نورزهي
په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (اتمه برخه)
د حقایقو تحریف
د حقایقو د تحریف یو بل مثال دا دی چې کله له دوو مدعیانو څخه یو یې په خپلو خبرو کې قوي وي، نو پیروان یې هم زیات وي؛ ولوکه خبرې یې غلطې هم وي. او کله چې د هغه غږ کمزوری شي، نو پیروان یې هم تیت او پرک کېږي. خو بالآخره هغه څه پاتې کېږي چې ریښتیني وي، ځکه چې د حق قوت د هغه په باطن کې وي او حقیقت او جوهر یې ثابت وي. هغه څه چې کمزوري وي او بدلون یې موندلی وي یوازې د حقیقت ظاهري بڼه وي چې له بدصورتۍ او تخریب سره مخامخ شوې وي، او همدا بدصورتي هم د بدنمایانو له منځه تلو سره له منځه ځي. خو جوهر او حقیقت یې ثابت پاتې کېږي او یوه ورځ به راڅرګندیږي.
خو باطل بیا برعکس بڼه لري؛ بطلان یې په باطن او جوهر کې پټ او ثابت وي او تغییر یې یوازې په ظاهري بڼه کې راڅرګندیږي چې د تحریف او دوکې په مرسته ښایسته ښودل کېږي. او همدا ښایسته شوې څېره د سینګار کوونکي له زوال سره له منځه ځي او ورکېږي.
ځینې خلک په ظاهره پر حق ایمان راوړي؛ ځکه دا لومړني څه وي چې ورته عرضه شوې دي، یا په دې دلیل چې د حق غږ تر باطل لوړ وي. خو کله چې باطل قوي او راښکاره شي، نو په شا ګرځي او د باطل خوا نیسي او پرته له دې چې د حقیقت په اړه ژور فکر وکړي؛ ګمان کوي چې له پټ باطل څخه ښکاره حق ته راغلی دی؛ حال دا چې د سینګار شوي (باطل) او بدنام شوي (حق) د بڼې دوکه یې خوړلې او له یوه کمزوري ظاهر څخه یوه قوي ظاهر ته تللی دی.
کله چې منحرف فکرونه، ناسم مفاهیم او فاسد عقاید د یوه دولت د سیاست برخه وګرځي او خپره شي، نو خطر یې څو چنده زیاتېږي. د یوې نظریې د خاوندانو قدرت او ټولنیز مقام دومره اغېزناک وي چې د خلکو د عقل توازن ګډوډوي او د حق او باطل ترمنځ د سمې پېژندنې وړتیا یې تر پوښتنې لاندې راولي. پاچاهان، سلطانان او چارواکي د عامو خلکو په زړونو کې داسې هیبت او مقام لري چې زړونه کمزوري کوي او پایله یې دا وي چې یو فکر چې په اصل کې کمزوری وي خو که د زورور له لوري وړاندې شي، نو د خلکو زړونو ته ننوځي او هلته ځای نیسي.
د همدې لپاره حضرت عمر رضی الله عنه فرمایي: «الله تعالی د واکمن په واسطه له هغه څه منع کوي چې د قرآن کریم په واسطه یې نه منع کوي.»[۱]
د زورورو کسانو خبرې او افکار دومره هیبت لري چې د عقل کلکې کلاګانې او سترې دروازې نړوي او دننه ورننوځي. خو همدا ټولې خبرې او افکار د دوی په مرګ سره له منځه ځي، په دې شرط چې دده په څېر یو بل قدرتمند یې ځای و نه نیسي.
ځینې واکمنان داسې ځواک لري چې پر خلکو ژور اغېز کوي او د خپلې خوښې نظریاتو د عامولو لپاره تهدید او وعید ته اړتیا نه لري، بلکې یوازې د همفکره کسانو پر ستاینه او درناوي بسنه کوي، تر څو نور خلک هم د دې ستاینې د تر لاسه کولو په تمه د دوی له نظریې څخه پیروي وکړي.
له حضرت علي رضی الله عنه څخه روایت دی چې فرمایي: «بدعمله کس ته د نېکعمله کس په اجر سره مجازات کړه.»
د خلکو په ذهنونو کې د نظریاتو نقشه هم همداسې ترسیمږي، خبرې او فکرونه له کوم قرارداد پرته اخیستل او پلورل کېږي. ډېر وخت یواځې همدا کافي وي چې د یوه حاکم له لوري د خلکو په مخ کې یو عمل ترسره شي او توجیه یې هم کړي، تر څو هماغه خبره یا کړنه رسمي بڼه خپله کړي؛ خلک هم د حاکم له عمل څخه تقليد کوي، ځکه چې د پاچاهانو او مشرانو کړنې د خطاوو او اشتباهاتو د خپرېدو تر ټولو ستر لاملونه دي. همدا وجه ده چې الله تعالی د دوزخیانو د عذر او حجت په اړه فرمایي: “وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا”
ژباړه: «او وايي به: موږ خو د خپلو سردارانو او لويانو خبره ومنله چې (دا دى) لاره يې رانه وركه كړه.»[۲]
او همدا وجه ده چې د دوی له خطاګانو انکار کول تر ټولو لوی جهاد ګڼل شوی، لکه څنګه چې په حدیث شریف کې راغلي:
«تر ټولو غوره جهاد د ظالم سلطان پر وړاندې د حق خبره کول دي.»[۳]
پیغمبر صلی الله علیه وسلم هم پر خلکو د مشرانو د ښکاره کړنو له اغېز څخه خبر و او په څو مواردو کې یې له دې اغېزې څخه ګټه پورته کړې ده. د هغوی له جملې حضرت ابوسعید خدري رضی الله عنه روایت کوي چې: رسول الله ﷺ یوه ورځ په دوبي کې چې خلک روژه وو او پلې روان وو د باراني آولو یوه ډنډ ته ورسېد. پیغمبر ﷺ چې پر آس سور و وفرمایل:
«ای خلکو! وڅښئ!»
خو خلکو ونه څښل. بیا یې وفرمایل:
«زه ستاسو په څېر نه یم، زما حالت تر تاسو آسانه دی، زه سور یم.»
خو هغوی بیا هم ونه منله. نو بیا رسول الله ﷺ ټيټ شو له سورلي راکوز شو او اوبه یې وڅښلې. له دې وروسته خلکو هم اوبه وڅښلې، سره له دې چې پیغمبر ﷺ نه غوښتل چې ویې څښي.[۴]
په همدې ډول د مشرانو له لوري د هر عمل تشریع (قانوني کول) او تقریر (تایید) د هغوی له خبرو څخه ډېر اغېزناک وي. که یو عالم چې د عمل له لارې د اغېزې د ښودلو توان ولري خو یوازې په وینا او لیکنه بسنه وکړي، نو دا کار یې په رسالت کې یو ډول کوتاهي ګڼل کېږي او د رسول الله ﷺ له طریقې څخه انحراف دی.
او برعکس یې هم صحیح ده؛ یعنې د مقام او منزلت د ضعف له امله د فکر ضعف، که څه هم دا مقیاس سم نه دی خو دومره قوي او اغېزناک دی چې د عقل توازن ګډوډوي او خلک د حق په پېژندلو کې ناتوانه کوي. په همدې اساس د انبیاء علیهمالسلام او د دوی د پیروانو د ضعف له امله ډېری وخت زیاتره خلکو پیروي نه ترې کوله. هر څوک چې تاریخ ته وګوري نو وبه ويني چې تر ټولو عقلمن او د فکر له پلوه تر ټولو پاخه خلک هماغه کمزوري او ساده انسانان وو.
د انسان نفس د اکثریت تقلید خوښوي، ځکه د اکثریت غږ لوړ وي او ګمان کوي چې اکثریت له خطا څخه لرې وي. له همدې امله الله تعالی د ده له امر څخه د پیریانو د سرغړونې او له نورو څخه د تقلید کولو په اړه فرمایي: “وَأَنَّا ظَنَنَّا أَن لَّن تَقُولَ الْإِنسُ وَالْجِنُّ عَلَى الله كَذِبًا” ژباړه: «او بېشكه موږ ګومان كړى و چې هيڅكله به الله پورې انسان او پېرى درواغ ونه وايي.»[۵]
او د حضرت نوح علیهالسلام قوم کله چې پوښتنه ترې وشوه چې ولې یې ایمان را نه ووړ، وویل: “أَنُؤْمِنُ لَكَ وَاتَّبَعَكَ الْأَرْذَلُونَ” ژباړه: «هغوى وويل: آيا موږ به تا منو حال دا چې (يوازې) رذيلانو (خوارانو) ستا پيروي کړې ده»[۶]
الله متعال د فرعون دا خبره چې د موسی علیهالسلام او د هغه د پیروانو په اړه یې وکړه داسې نقل کړې ده: “إِنَّ هَؤُلَاءِ لَشِرْذِمَةٌ قَلِيلُونَ” ژباړه: «چې دغه (بني اسرائيل) يوه ډله لږ كسان دي.»[۷]
د هغو کسانو له نظره چې زړونه یې له دننه څخه فقیران وي د فقیرانو فکرونه او عقاید هم فقیر ګڼل کېږي!
دوام لري…
مخکنئ برخه/وروستۍ برخه
سرچینې:
[۱] تاریخ بغداد، جلد ۴، مخ ۱۰۷.
[۲] سوره احزاب، آیت ۶۷.
[۳] نسائي، حدیث ۴۲۰۹.
[۴] مسند احمد، جلد ۱۸، مخ ۱۸.
[۵] سوره جن، آیت ۵.
[۶] سوره شعراء، آیت ۱۱۱.
[۷] سوره شعراء، آیت ۵۴.
