لیکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اووه‌څلوېښتمه برخه)
د ادبي علومو په برخه کې د مسلمانانو رول 
د شعر په برخه کې د عباسي خلافت دوره د یوه ستر انقلابي بدلون شاهده وه؛ په دې دوره کې شعر هم د کمیت او هم د کیفیت له پلوه ډېر پرمختګ وکړ. د موضوعاتو، معناوو، سبکونو او کلمو له اړخه نوې موضوعات وپنځول شول او ځینې پخواني موضوعات له منځه ولاړل. سیاسي، حماسي او د عذر غزلونه کمزوري شول؛ خو د مدح، رثا، حکمت، زهد، تصوف، فلسفي، ښوونیزو او داستاني اشعارو قوت وموند. وروستیو شاعرانو د بدیعي صنایعو لکه «جناس» او «طباق» په کارولو کې افراط او د الفاظو په ښکلا ډېر تمرکز وکړ.
په دې دوره کې ادبي او شعري خوځښت په بغداد او نورو ښارونو کې د فرهنګي اختلاط، د ژباړو په مرسته د علم د انتقال، د اسلامي فرقو او نورو ډلو ترمنځ د سیاسي او مذهبي ټکرونو، او همداراز د خلفاوو او واکمنانو له لورې د شاعرانو د ملاتړ له امله وده موندلې وه.
د دې دورې د مشهورو شاعرانو له ډلې څخه کولای شو «بشار بن برد» (۱۶۸ هجري)، «ابو نواس» (۱۹۸ هجري)، «ابو تمام حبیب بن اوس الطائي» (۲۲۸ هجري)، «بحتري» (۲۸۴ هجري)، «ابن رومي» (۲۸۳ هجري)، «ابوالطیب متنبي» (۳۵۴ هجري)، «ابو فراس حمداني» (۳۵۷ هجري) او «ابوالعلاء معري» (۴۴۹ هجري) یاد کړو.[۱]
په اندلس کې اندلسي شاعرانو د «موشح» په نامه د شعر یوه نوې بڼه رامنځته کړه، وده یې ورکړه او د سبکونو له اړخه یې ډېر نوي ابتکارات هم وکړل. موشح د عربي شعر په جوړښت کې یو ستر بدلون ګڼل کېږي؛ ځکه موشح شاعر ته د قافیې په انتخاب او د وزنونو په تنوع کې ازادي ورکوله، او د موشح له پراختیا څخه یو بل ادبي ژانر، چې «زجل» (ولسي عامیانه شعر) نومېږي، وزېږېد.
امام ابن خلدون رحمه‌الله فرمایي: «کله چې د اندلس په خلکو کې شعر عام شو او د سبکونو او فنونو له اړخه یې ښکلا خپلې لوړې کچې ته ورسېده، نو وروستيو شاعرانو یې د شعر یو نوی ډول ایجاد کړ چې د موشح نوم یې ورکړ.»
د اندلس د مشهورو شاعرانو له ډلې «ابن زیدون» (وفات: ۴۶۳ هجري) او د اشبیلیې پاچا «المعتمد بن عباد» (وفات: ۴۸۸ هجري) دي.
خو نثر چې غیر منظومه وینا ده هم د غني‌والي او تنوع له اړخه له شعر څخه کم نه و. نثر د اسلامي دورې په پیل کې ساده، مستقیم او لنډ عبارتونه درلودل او په مختلفو بڼو لکه: لیکونه، خطبې، احادیث، متلونه او کیسې راڅرګند شو.
د ټولنیز او فکري ژوند له پرمختګ سره نثر هم وده وکړه او بېلابېل موضوعات او سبکونه پکې را پیدا شول. د اموي خلافت په دوره کې د لیکوالۍ هنر غوړېدلی و،  د دې دورې یو ستر لیکوال «عبدالحمید کاتب» (وفات: ۱۳۲ هجري) و، چې په خپلو مشهورو مکتوبونو کې یې نورو لیکوالانو ته د لیکوالۍ اصول او شرایط روښانه کړل، تر دې چې ویل شوي دي: «لیکوالي له عبدالحمید څخه را پیل شوه او د ابن العمید له لوري اوج ته ورسېده.»[۲]
د عباسي دورې پر مهال د لیکوالۍ فن نور هم غوړېدلی و. په دې برخه کې وتلی شخصیت «جاحظ» (وفات: ۲۵۵ هجري) و، چې «نثر مرسل» (بې سجع او موسیقۍ) ته یې وده او نوی افق ورکړ، تر دې چې د یاد نثر په برخه کې یوه نمونه وګرځېد. دده ترڅنګ «ابن مقفع» (وفات: ۱۴۲ هجري) هم یو مهم شخصیت و. نثر په څلورمه هجري پیړۍ کې خپل اوج  ته ورسېد، او «ابوحیان توحیدي» (وفات: شاوخوا ۴۰۰ هجري) د «مسجع نثر» له لارې شهرت وموند، او «ابن العمید» (وفات: ۳۶۶ هجري) هم د دې دورې له مشرانو لیکوالانو شمېرل کېږي؛ خو وروسته بیا د ژبې پر ښکلا د زیات تمرکز له امله معناوې له دقت او وضاحت څخه لیرې شوې، او دا افراط د ځینو وروستنیو لیکوالانو د مقامه‌وو او مکتوبونو په سبک کې په ښکاره ډول لیدل کېږي.
مکتوبونه یا لیکونه د هنري نثر مهمه بڼه ګڼل کېږي او په دوه ډوله وېشل کېږي: رسمي (عامه) مکتوبونه او غیر رسمي (خصوصي) مکتوبونه. رسمي مکتوبونه د اسلام په لومړیو او اموي دورو کې لنډ، روښانه او بې‌تکلفه وو؛ خو د عباسي دورې په مهال د دیوانونو لیکوالان کمال ته پکې رسېدلي وو. ددې برخې د مشهورو لیکوالانو له ډلې کولای شو «عبدالحمید کاتب»، «ابن العمید» او «صاحب بن عباد» یاد کړو.
غیر رسمي یا دوستانه مکتوبونه هغه لیکونه دي چې یو ملګری یې بل ملګري ته لیکي. ددا ډول مکتوبونو په برخه کې «جاحظ» او «ابن زیدون» ډېر مشهور دي.
د عربي نثر دویم ډول «خطابه» ده. مسلمانانو له شعر وروسته خطابې ته ډېر ارزښت ورکړ؛ ځکه چې خطابه یو فصیح، جذاب او تخیلي بیان و. خطابې د جاهلیت او د اسلام د پیل په زمانه کې مهم رول درلود. عربانو به له ماشومتوبه خپلو اولادونو ته د خطابت هنر ور زده کاوه. دوی د ادبي کتابونو ګڼې فصیحې او بلیغې خطبې لري[۳]
حضرت علي بن ابی‌طالب رضی‌الله‌عنه د راشدي خلافت دورې له مشهورو خطیبانو څخه دی،  «نهج البلاغه» کتاب هغه ته دمنسوبو خطبو او لیکونو مجموعه ده، که څه هم ډېری هغه خطبې چې ده ته منسوب شوي په واقعیت کې د ده نه دي. خطابې د اموي خلافت پر مهال هم وده موندلې وه. د «عبدالملک بن مروان»، «حجاج بن یوسف» او «زیاد بن ابیه» په څېر ډیریو پیاوړو خطیبانو پر خلکو د تأثیر او خپلو موخو ته د رسیدو لپاره خطابه کاروله.
دې دورې ګڼې فصيحې، بليغې او ژورې معنالرونکې خطبې په میراث پرېیښې دي؛ خو د عباسي دورې پر مهال خطابې د پخوا په پرتله زوال وموند او د عباسيانو له منځه هېڅ خلیفه د وتلي خطیب په توګه ونه پېژندل شو.[۴]
مسلمانانو له متلونو سره ډېره علاقه درلوده، دوی متلونه راټول او په اړه یې کتابونه ولیکل. د دې برخې له مشهور آثارو څخه د علامه «میداني» مجمع الأمثال او د علامه «زمخشري» المستقصی فی أمثال العرب دي، دا دواړه کتابونه د عربي متلونو یوه فرهنګ‌نامه ده چې د حروفو په ترتیب سره تنظیم شوې دي.
مسلمانانو په داستان‌لیکلو کې هم ستر ادبي میراث پرېښی دی، چې تر اوسه لوستونکي د خیال‌پردازۍ د پراخوالي، د تصوراتو د نازکوالي او د حیرانونکو پېښو له امله ځان ته را کاږي. ددې برخې د مشهورو داستانونو له ډلې کولای شو «عنتر» یا «عنترة» (د عبس د قبیلې تور پوستی قهرمان)، «سیف بن ذی یزن» (یمني اتل)، «ابوزید هلالی» (مغربي اتل) او «الظاهر بیبرس» (د مصر سلطان او د صلیبي او مغولي جګړو یو اتل) یاد کړو.
په څلورمه هجري پیړې کې د «مقامات» تر عنوان لاندې لنډ ادبي داستانونه ولیکل شول. د دې سبک تر ټولو مشهور لیکوال «بدیع‌الزمان همداني» (وفات: ۳۹۸ هجري) دی، چې شاوخوا ۴۰۰ مقامه یې لیکلي دي. د ده کیسې د دوو اصلي شخصیتونو «عیسی بن هشام» او «ابوالفتح اسکندراني» پر محور راڅرخي او له هغه وروسته «ابن ناقیا» (وفات: ۴۸۵ هجري) دا لړۍ تعقیب کړه، چې د بدیع‌الزمان همداني په سبک یې قلم وچلاوه، بیا «حريري» (وفات: ۵۱۶ هجري) راغی او مقامه‌ګانې یې د «ابوزید سروجی» او «حارث بن همام» پر ماجراوو راڅرخېدې؛ او دوی دواړه ډېر هوښیار او ځېرک شخصیتونه وو.[۵]
علامه ابن خلدون د مهمو ادبي کتابونو په اړه وايي چې د عربي ادب بنسټیز آثار دا څلور دیوانونه دي:
۱. د امام ابن قتیبه رحمه‌الله «ادب الکاتب»؛
۲. د امام مبرد رحمه‌الله «الکامل»؛
۳. د جاحظ معتزلي «البیان والتبیین»؛
۴. د امام ابوعلي قالي «النوادر».
د یادو کتابونو سربېره ځینې نور مهم کتابونه هم شته چې سترګې پرې نشو پټولای، لکه: د امام ابن عبد ربه (وفات: ۳۲۸ هجري) «العقد الفرید» د امام ابوالفرج اصفهاني (وفات: ۳۵۶ هجري) «الأغاني» او ګڼ نور ارزښتناک آثار.[۶]
دوام لري…

مخکنئ برخه

سرچینې:

[۱] الحضارة العربیة الإسلامیة دراسة فی تاریخ النظم، ص: 174.

[۲] هماغه ماخذ، ص: 175.

[۳] ماذا قدم المسلمون للعالم؟، ص: 366–367.

[۴] هماغه ماخذ.

[۵] الحضارة العربیة الإسلامیة، دراسة فی تاریخ النظم، ص: 176–177.

[۶] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ ص: 368.

Leave A Reply

Exit mobile version