لیکوال: شکران احمدي
د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (درې څلوېښتمه برخه)
ج) د نسب د خوندیتابه لپاره سلبي وسایل
اسلام د دې مقصد د ترلاسه کېدو لپاره نه یوازې په ایجابي لارو لکه واده کولو باندې ټینګار کړی، تر څنګ یې سلبي لارې هم تشریع کړي، چې ځینې مهمې یې دا دي؛
-
د زنا او هغو لاملونو حرامول چې زنا ته لاره هواروي
قرانکریم زنا ستره ګناه بللې او خپل صالح بنده ګان یې ترې منعه کړې دي؛ “وَٱلَّذِينَ لَا يَدۡعُونَ مَعَ ٱللَّهِ إِلَٰهًا ءَاخَرَ وَلَا يَقۡتُلُونَ ٱلنَّفۡسَ ٱلَّتِي حَرَّمَ ٱللَّهُ إِلَّا بِٱلۡحَقِّ وَلَا يَزۡنُونَۚ وَمَن يَفۡعَلۡ ذَٰلِكَ يَلۡقَ أَثَامٗا “[1] ژباړه: هغه كسان چې له الله څخه پرته كوم بل معبود نه بلي، هغوی نفس په ناحقه نه وژني چې خداى حرام کړی وي، او نه د زنا مرتكب کیږي. (خو) هر څوك چې دغه كار (شرک، قتل یا زنا) وکړي هغه به د خپلې ګناه بدله ومومي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کې وايي؛ «لَا يَحِلُّ دَمُ امْرِئٍ مُسْلِمٍ إِلَّا بِإِحْدَى ثَلَاثٍ: الثَّيِّبُ الزَّانِي، وَالنَّفْسُ بِالنَّفْسِ، وَالتَّارِكُ لِدِينِهِ، الْمُفَارِقُ لِلْجَمَاعَةِ»؛ [2]
د مسلمان وینه تویول حرام دي، مګر په دې دریو حالتونو کې؛ څوک چې له واده وروسته زنا وکړي، څوک چې په ناحق بل څوک ووژني او څوک چې دین پرېږدي او د مسلمانانو له ټولي څخه جلا شي.
د زنا د مخنیوي او د نسب د خوندیتوب لپاره اسلامي شریعت حد واجب کړی دي، قرانکریم د نور په سورت کې فرمايي: ” ٱلزَّانِيَةُ وَٱلزَّانِي فَٱجۡلِدُواْ كُلَّ وَٰحِدٖ مِّنۡهُمَا مِاْئَةَ جَلۡدَةٖۖ وَلَا تَأۡخُذۡكُم بِهِمَا رَأۡفَةٞ فِي دِينِ ٱللَّهِ “[3]
زنا كاره ښځه او زنا كار سړی، له دواړو څخه هر يو سل دُرى ووهئ. او پر دوى باندې د زړه سوي احساس دې د الله د دين په باب په تاسو کې نه پاريږي كه تاسي پر الله تعالٰى او د اخرت په ورځ باندي ايمان لرئ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم هم په یوه حدیث کې فرمايي؛ «البِكْرُ بِالبِكْرِ جَلْدُ مِائَةٍ وَتَغْرِيبُ سَنَةٍ، وَالثَّيِّبُ بِالثَّيِّبِ جَلْدُ مِائَةٍ وَالرَّجْمُ»؛ [4] ژباړه: که چېرته مجرده ښځه او سړی زنا وکړي، نو هر یو دې سل دورې ووهل شي او یو کال دې تبعید شي، خو که واده کړي وي، نو سل دورې او وروسته دې سنګسار شي.
اسلامي شریعت د نکاح هڅونه کوي او د زنا په څېر د جرمونو لپاره د منعه کوونکو احکامو په وضع کولو سره د نسب او نسل ساتنه کوي. دا مثبت (تشویقي) او منفي (مخنیويیز) تدابیر د الهي حکمت څرګندونه کوي، چې موخه یې د ټولنې سلامتيا او د بشر د نسل بقا ده.
امام غزالي رحمه الله وايي: د زنا د حد وجوب د نسل او نسب د خوندیتوب له امله دی. خدای تعالی د نسل د بقا لپاره نکاح مشروع کړې او د حفاظت لپاره یې زنا، قذف او ورته نور موارد حرام کړې دي. [5]
اسلامي شریعت د زنا حرامولو ترڅنګ هغه لارې چارې او وسایل هم حرام کړي، چې د زنا لامل ګرځي، خدای تعالی فرمايي؛ ” وَلَا تَقۡرَبُواْ ٱلزِّنَىٰٓۖ إِنَّهُۥ كَانَ فَٰحِشَةٗ وَسَآءَ سَبِيلٗا” [6] ژباړه: زنا ته مه نژدې کېږئ. هغه ډېر ناوړه كار دى او ډېره بده لاره ده.
په همدې اساس له پردیو ښځو سره یوازې کېدل حرام دي. جابر رضی الله عنه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ فَلَا يَخْلُوَنَّ بِامْرَأَةٍ لَيْسَ مَعَهَا ذُو مَحْرَمٍ مِنْهَا، فَإِنَّ ثَالِثَهُمَا الشَّيْطَانُ»؛ [7] هر څوک چې په الله او د قیامت پر ورځې باور لري، نو باید له پردۍ ښځې سره له محرم پرته یوازې نشي، ځکه په دې وضعیت کې به یې درېیم کس شیطان وي او دوی ته به وسوسې وراچوي.
دغه پټه ناستهپاسته کله ناکله ستر ناورینونو لکه وژنو او قتلونو ته لاره هواروي. په دې مورد کې عُقبه بن عامر رضیاللهعنه روایت کوي، رسول الله ﷺ وفرمایل: «إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ.» [8] له دې څخه ځان وساتئ چې د ښځو مجلس ته ورننوځئ.»
یوه انصاري پوښتنه وکړه: «اې د الله رسوله! د مېړه د خپلوانو لخوا له ښځې سره خلوت (یوازې پاتې کېدل) څنګه دي؟» رسول الله ﷺ وفرمایل: «الْحَمْوُ الْمَوْتُ» د مېړه خپلوانو لخوا له ښځې سره خلوت کول لکه مرګ دی.»
له دې امله چې د کورنۍ خپلوانو ترمنځ نږدېوالی او تګ راتګ ډېر وي، نو د فتنې او فساد احتمال هم پکې زیات وي. د همدې لپاره، د اسلامي شریعت له نظره، دا روا نه ده چې د مېړه نږدې خپلوان له ښځې سره یوازې پاتې شي.
-
د لواطت او سحاق حرمت
اسلامي شریعت د زنا ترڅنګ نورې منحرفې کړنې لکه لواطت او سحاق هم حرام کړې دي. دا کړنې د اخلاقو د له منځه وړلو ترڅنګ جسمي او ټولنیزې ناروغۍ هم را منځته کوي. رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې اړه فرمايي: «مَنْ وَجَدْتُمُوهُ يَعْمَلُ عَمَلَ قَوْمِ لُوطٍ، فَاقْتُلُوا الْفَاعِلَ وَالْمَفْعُولَ بِهِ»؛[9] ژباړه: (څوک مو هم چې د لوط د قوم په کړنه ونیول، نو فاعل او مفعول دواړه ووژنئ)
په بل روایت کې بیا له عبدالله ابن عباس رضی الله عنه څخه راځي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل؛ «لَعَنَ اللَّهُ مَنْ عَمِلَ عَمَلَ قَوْمِ لُوطٍ»؛[10] ژباړه: د الله تعالی لعنت دې پر هغه چا وي، چې د لوط د قوم عمل ترسره کوي.
فقهاء په دې اړه متفق دي، چې باید د یاد جرم مرتکب له سختې او درنې سزا سره مخ شي، خو د دې سزا د بڼې په اړه اختلاف شته.
ځینې علماء وايي چې مرتکب باید له استثنا پرته ووژل شي، ځینې نور بیا دا عمل د زنا د حکم برابر ګڼي او د زنا حد پکې تطبیق بولي او بله ډله بیا تعزیر (یعنې د قاضي له لورې د مناسبې سزا ټاکل) لازمي بولي.
له حضرت علي رضي الله عنه څخه روایت شوی، چې ویل یې؛ «دا داسې لویه ګناه ده چې تر موږ مخکې هېڅ امت پکې نه دی لوېدلی او الله تعالی پر هغو خلکو سخت قهر او سزا نازل کړي. زموږ نظر دا دی چې داسې کسان باید په اور وسوځول شي.» [11]
-
د قذف حراموالی
د نسب د خوندیتوب لپاره اسلام قذف هم حرام کړی دی. الله تعالی په اړه فرمايي؛ ” وَٱلَّذِينَ يَرۡمُونَ ٱلۡمُحۡصَنَٰتِ ثُمَّ لَمۡ يَأۡتُواْ بِأَرۡبَعَةِ شُهَدَآءَ فَٱجۡلِدُوهُمۡ ثَمَٰنِينَ جَلۡدَةٗ وَلَا تَقۡبَلُواْ لَهُمۡ شَهَٰدَةً أَبَدٗاۚ وَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلۡفَٰسِقُونَ”[12] ژباړه: او څوك چي په پاك لمنو ښځو باندي تور ولګوي، بيا څلور شاهدان تېر نه کړي، هغوى اتيا دُرى ووهئ او د هغو شاهدي هیڅكله مه منئ، او هغوى پخپله فاسقان دي؛
دا حکم د دې ارزښت څرګندونه کوي، چې شریعت یې د خلکو حیثیت او ابرو ته ورکوي. قذف د خپلوۍ د اړیکو د تخریب ترڅنګ د نسبونو په اړه شکونه را پیدا کوي او ټولنیز باور له منځه وړي، چې د افرادو د حیثیت د داغ داره کېدو لامل ګرځي. [13]
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[1]. سورۀ فرقان، آیۀ ۶۸-۷۰.
[2]. صحيح البخارى، كتاب الديات، باب قول الله تعالى: (أن النفس بالنفس…) (۵/۹) و أبوالحسن مسلم بن الحجاج القشيري، صحيح مسلم، كِتَابُ القَسَامَةِ وَالْمُحَارِبِينَ وَالْقِصَاصِ وَالدِّياتِ بَابُ مَا يَبَاحُ بِهِ دَمُ الْمُسْلم تحقيق: محمد فؤاد عبدالباقي بيروت دار إحياء التراث العربي: ۱۳۰۲/۳.
[3]. سورۀ نور، آیۀ ۲.
[4]. صحيح مسلم، كِتَابُ الْحُدُودِ، بَابُ حَدٌ الزَّني: ١٣١٦/٣.
[5]. اصول الفقه الاسلامی: ۱۰۲۲/۲.
[6]. سورۀ اسراء، آیۀ 32.
[7]. مسند أحمد: ۱۹/۲۳.
[8]. صحيح البخاري، كتاب النكاح، باب: لا يخلون رجل بامرأة إلا ذو محرم، والدخول على المغيبة (۳۷/۷) و صحيح مسلم، كتاب السَّلَامِ، بَابُ تَحْرِيمِ الْخَلْوَةِ بِالأَجْنَبِيةِ وَالدُّخُولِ عَلَيْها: ۱۷۱۱/۴.
[9]. سنن أبي داود: ۵۱۰/۶ و سنن الترمذی: ۵۷/۴ و سنن ابن ماجه: ۳/۵۹۴.
[10]. السنن الكبرى للنسائي: ۴۸٥/٦.
[11]. سید سابق، فقه السنة: ۴۲۷/۲.
[12]. سورۀ نور، آیۀ ۴.
[13]. یوسف العالم، المقاصد العامة للشريعة الاسلامية: ۴۵۸۴.