ليکوال: ابورائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږڅلوېښتمه برخه)
د ادبي علومو په برخه کې د مسلمانانو رول 
عربان د اسلام له راتګ وړاندې له ادب سره بلد وو او که چېرې ددې امکان موجود وي چې د لاتین او فارسي ژبو ادب د پیل موده معلومه کړو نو د عربي ادب علم دوره په دقیق ډول نشو معلومولی ځکه چې یاد علم تر هغو متونو هم پخوانی دی چې تر موږ را رسېدلي دي. سره له دې چې مسلمانانو له یونان څخه ګڼ علوم را نقل کړل خو د یوناني ادب له ټول عظمت سره سره یې مهم څه ترې اقتباس نه کړل. که څه هم هغوی د ارسطو “د شعر فن” او د دوو مشهورو حماسو “ایلیاد” او “اودیسه” په څېر له یوناني ادبي آثارو سره بلد شول خو عربي ادب د یوناني سبک تر اغېز لاندې رانغی. بلکې برعکس عربي ادب پر اروپایي ادبیاتو  چې له یوناني او لاتیني ادب څخه سرچینه اخلي اغېز وکړ. له شک پرته ادب د یوه ملت د روحیې ښکارندوی دی؛ په همدې اساس عربي ادب د عربي او اسلامي روحیې انعکاس دی.
د ادب علم پوهانو د ادب علم داسې تعریف کړی دی:
ادب داسې یو علم دی چې انسان د عربي ژبې په وینا او لیکلو کې له ډول‌ ډول تېروتنو څخه ژغوري او وروستۍ موخه یې دا ده چې انسان په دوو برخو کې مهارت ترلاسه کوي: نظم (شعر) او نثر، سربېره پر دې یاد علم عقل ته وده ورکوي او روح تزکیه کوي.
امام ابن خلدون هم وايي: د ژبپوهانو له نظره د یاد علم موخه دا ده چې انسان د عربي سبکونو او طریقو له مخې د نظم او نثر په فنونو کې مهارت پیدا کړي.[۱]
د «ادب» د کلمې اصلي ريښه ناڅرګنده ده او د ادب کلمې د اسلامي دورې په جریان کې بدلون مودندلی دی. ځکه چې عربانو د اسلام له خپریدو وروسته له هغو فتح شوو سیمو سره تماس پیدا کړ چې خپله ځانګړې ادبي ژبه یې درلوده.  په دې سیمو کې د اسلام له خپریدو سره د «ادب» مفهوم هم بدلون وموند.
د اسلام په لومړیو دورو کې «ادب» یو دیني مفهوم درلود او د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم سنتو ته یې اشاره درلوده، وروسته د ادب کلمه د کارونو د ترسره کولو سبک، طریقې او روش ته وکارول شوه، او وروسته یې بیا د «عمومي فرهنګ» او «د علومو له مختلفو څانګو سره د آشنایۍ» معنا خپله کړه، که څه هم دا مفهوم بالاخره -په کلي ډول- عملاً د نظم او نثر تر مهارت پورې محدود شو.
خو «نظم» هماغه شعر دی؛ یعنې داسې وینا چې وزن او قافیه ولري (هر بیت په یوه ځانګړي حرف یا اواز سره ختمېږي). شعر د لرغونتیا له امله عربانو د خپلو لويو علومو له ډلې څخه ګاڼه.د جاهلیت له دورې داسې اشعار را پاتې دي چې د ټاکلو او منظمو وزنونو له مخې ویل شوي او عربانو په بېلابېلو قالبونو کې لیکلي، چې وروسته همدا قالبونه د «رَجَز»، «قَریض»، «مقبوض» او «مبسوط» په نومونو مشهور شول. د جاهلیت په دوره کې عربانو د خپلو شاعرانو لپاره په ځانګړو وختونو کې بازارونه جوړول، مشران به هلته را ټولېدل، شعرونه به یې ویل او اوریدل. د هر چا شعر به چې غوره وګڼل شو نو قصیده به یې د کعبې پر دېوالونو راځړوله، او دې ته به یې «معلّقه» ویل.
د عربي شعر موضوعات ډېر متنوع وو، چې تر ټولو مشهور یې دا دي: فخر، مدح، هجاء، رثاء، وصف، نسیب او تشبیب. یو له تر ټولو برجسته هغه یې «مفاخره» وه؛ یعنې «د قبیلوي تعصب، نسب او حسب پر بنسټ ویاړ کول او ځان‌ لوړ ګڼل.»
د عربو ادبي منابع له هغو بیلګو ډکې دي چې د جاهلي دورې شاعرانو به د قبیلو ترمنځ له یوه او بل سره مفاخرې کولې او دا مفاخرې به کله کله د جګړو او وینو تویېدو لامل هم کېدې؛ خو کله چې اسلام راغی نو دا ډول ناسمې او تعصب‌ناکې مفاخرې یې په شدت سره منع کړې.
د جاهلي دورې له مشهورو عرب شاعرانو څخه د «مُهلهل»، «امرؤ القیس»، «نابغه ذُبیاني»، «زهیر بن ابی‌سلمى»، «عنتره بن شداد»، «طرفه بن العبد»، «علقمۀ الفحل»، «اعشى» او «لبید بن ربیعه» نومونه یادولی شو. همداراز د «هند» او «خنساء» په شمول ځینې ښځینه شاعرانې هم مشهورې وې.[۲]
کله چې اسلام د قبیلوي تعصب پر بنسټ تفاخر منع کړ، دا هماغه موضوع وه چې د جاهلي دورې د شعر له مهمو موضوعاتو څخه شمېرل کېده او د عربو ترمنځ یې تفرقه، کرکه او جګړې رامنځته کولې نو اسلام د شعر په وړاندې یو نوی او متوازن دریځ خپل کړ؛ اسلام شعر نه په ټوله کې رد کړ او نه یې له نقد پرته قبول کړ، بلکې منافقان یې د شعر له امله ورټل او رښتيني مؤمن شاعران یې وستایل.
لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایي: «وَالشُّعَرَاءُ يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ ﴿۲۲۴﴾ أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ ﴿۲۲۵﴾ وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ ﴿۲۲۶﴾ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا اللَّهَ كَثِيراً وَانتَصَرُوا مِن بَعْدِ مَا ظُلِمُوا وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ»
 رسول صلی‌الله‌علیه‌وسلم هم د شعر په اړه فرمایلي دي: «إن من الشعر حکمة» ژباړه: «بې‌شکه په ځینو شعرونو کې حکمت وي.»[۴]
حضرت عبدالله بن عباس رضی‌الله‌عنهما فرمایي: «که چېرې د قرآن کریم کومه برخه له تاسې پټه پاتې شي (یعنې یو آیت یا مفهوم یې درک نه کړئ)، نو هغه په شعر کې ولټوئ، ځکه چې شعر د عربو دیوان (ادبي خزانه) ده.»[۵]
مسلمانو شاعرانو د اسلامي دعوت ملاتړ وکړ، د اسلام په غزاګانو او فتوحاتو کې یې ګډون وکړ، د اسلام ستر پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم او د هغه سپېڅلي صحابه یې وستایل، خلک یې جهاد او شهادت ته راوبلل او شهیدانو ته یې مرثیې ولیکلې. د اسلام د لومړنیو وختونو د برجسته شاعرانو له جملې څخه لاندې نومونه یادولی شو: حضرت کعب بن زُهیر (د مشهورې «قصیدۀ بُرده» لیکوال)، ابوذُؤَیب هُذَلي، او حسان بن ثابت.[۶]
د اموي خلافت په دوره کې د شعر موضوعات پراخ شول، نوي ادبي او فکري عناصر وراضافه شول چې له اسلامي عقایدو سره یې همغږي درلوده. دا بدلون ځکه رامنځته شو چې خلفاوو او واکمنو شعر ته ډېره پاملرنه کوله، ټولنیز ژوند پرمختګ کړی و او سیاسي احزابو سر راپورته کړی و.
په دې دوره کې شعر ډېره وده وکړه، ځکه چې حکومت شعر ته اړتیا درلوده او پوهېده چې شعر پر خلکو ژور اغېز لري. امويانو له شعر څخه د یوې وسیلې په توګه استفاده کوله، تر څو له دې لارې فضایل تبلیغ کړي، خپل حکومت پیاوړی کړي او د خپلو مخالفو ډلو، په ځانګړي ډول د روافضو، خوارجو او زبیریانو د مشران په مقابل کې استفاده ترې وکړي.
د اموي خلافت د مشهورو او بارزو شاعرانو له جملې څخه «أعشى ربیعة عبدالله بن خارجة» (مړینه: شاوخوا ۱۰۰ هجري/۷۱۸ میلادي کال)، «عدي بن الرقاع» (مړینه: ۹۵ هجري/۷۱۴ میلادي کال) او «ولید بن عبدالملک» یادولی شو.
همدا رنګه د عراق د پیاوړو شاعرانو له جملې څخه چې د امويانو تر سیورې لاندې یې ژوند کاوه، لاندې کسان یادولی شو:
جریر (مړینه: ۱۱۰ هجري/۷۲۸ میلادي)،
فرزدق (مړینه: ۱۱۰ هجري/۷۲۸ میلادي)،
او اخطل (مړینه: ۹۰ هجري/۷۰۸ میلادي).
د اموي خلافت د مخالفو احزابو د روافضو شاعرانو له ډلې څخه «ابو الأسود دُؤَلي» (مړینه: ۶۹ هجري) او «کُمَیّت بن زید» (مړینه: ۱۲۶ هجري) یادولی شو. او د خوارجو شاعرانو له ډلې څخه «طرماح بن حکیم» (مړینه: ۱۰۰ هجري)، او د زبیریانو د سیاسي حزب له له جملې څخه «ابن قیس الرقیات» (مړینه: ۷۵ هجري) یادولی شو.
په همدې دوره کې د «غزل» شعر هم وده ومونده او دوه بڼې یې راڅرګندې شوې:
1.عُذري غزل: چې په سادګۍ، صداقت او خاکسارۍ مشهور و. په دې برخه کې «جمیل بثینه» (مړینه: ۸۲ هجري) او «لیلى اخیلیه» (مړینه: ۷۵ هجري) ډېر مشهور وو.
2.صریح غزل: چې عمر بن ابي ربیعه (مړینه: ۹۳ هجري) پکې ځانګړی شهرت درلود.[۷]
دوام لري…
سرچینې:

[۱] تاریخ الحضارة، مخونه ۱۹۷–۱۹۸.

[۲] هماغه منبع، مخ ۲۰۰.

[۳] سورة الشعراء: ۲۲۴–۲۲۷.

[۴] صحیح بخاري، باب ما یجوز من الشعر والرجز… حدیث: ۵۷۹۳.

[۵] المستدرک للحاکم، حدیث شمېره: ۳۸۴۵.

[۶] ماذا قدم المسلمون للعالم؟ مخ ۳۶۴.

[۷] هماغه منبع، مخ: ۳۶۵.

Leave A Reply

Exit mobile version