لیکوال: مفتي عبیدالله نورزهي
په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (اوومه برخه)
د «لیبرالیزم» تاریخچه
لیبرالیزم یو له هغو مشهورو مفاهیمو څخه دی چې مانا یې ګڼو کسانو ته لا هم ناڅرګنده پاتې ده؛ آن هغه کسان هم چې ګمان کوي لیبرالیزم یې په سمه توګه پېژاندلی دی یا یې په اړه لږ معلومات لري، یا یې هم ناسم درک کړی دی. ډېری هغه سیاستوال چې ځانونه لیبرالان معرفي کوي خپل مخالفین له دې امله تحقیروي چې ولې لیبرالان نه دي؛ خو په حقیقت کې لیبرالیزم یوازې د یوې نښې (شعار او تشریفاتي اصطلاح) په توګه کاروي.
لیبرالیزم داسې یوه موضوع ده چې د ټولنیزو او بشري علومو او کلتوري مسایلو ډېره برخه تر خپل سیوري لاندې راولي. لیبرالیستي تفکر د «جان لاک» د آثارو له مخې وزېږېد او د ۱۸ او ۱۹ میلادي پېړیو په اوږدو کې بشپړ شو. د لیبرالیزم کلمه چې هسپانوي اصطلاح ده په ۱۹مه پېړۍ کې د ټولنیز فکر تاریخ ته داخله شوه. یاده کلمه په لومړي ځل د «آدام سمیت» له لوري د «وارداتو او صادراتو لیبرال» تر عنوان لاندې استعمال شوه. د هغو لویو پوهانو له جملې څخه چې د لیبرالیزم موضوع یې څېړلې، کولای شو د جان لاک، ډېوېډ هیوم، آدام سمیت، جان سټوارت میل، اسپنسر او فریدریک باستیا نومونه واخلو.
د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې د سوسیالیزم او فاشیزم د ایډیالوژیو په پراخېدو سره د لیبرالیزم اهمیت راکم شو. په ۱۹۴۷ میلادي کال کې ۳۹ متفکران د «هایک» په بلنه د سویس په مونت پلرین کلي کې سره راټول شول. په دې غونډه کې لویو مفکرینو لکه پوپر، پولاني، فریډمن او روپک هم برخه اخیستې وه. هغوی د هغو ارزښتونو په اړه خپل نظریات مطرح کړل چې ورو ورو د لهمنځه تلو په حال کې وو؛ ځکه له یوې خوا نوو ایډیولوژیو (سوسیالیزم او فاشیزم) یاد ارزښتونه تر ګواښ لاندې راوستي وو او د ځوانانو یوه لویه برخه یې ځانته جذب کړې وه، او له بلې خوا په خصوصي مالکیت او آزاد تجارت باور چې د آزادو ټولنو له اساسي اړتیاوو څخه دی کمزوری شوی و. یادو روڼاندانو خپل فکري بنسټونه د وخت له شرایطو سره سم له سره تنظیم کړل او ژمن شول چې په فکري ډګر کې لیبرالیستي ارزښتونه لا پیاوړي کړي.
د یادولو وړ ده چې لیبرالیزم د یوه سیاسي خوځښت په توګه له تېرو څلورو پېړیو راهیسې واکمن پاتې شوی دی، که څه هم د لیبرالیزم اصطلاح تر نولسمې پېړۍ پورې د دې مکتب لپاره په رسمي ډول نه کاریده. کېدای شي لومړۍ مدرن دولت چې د لیبراليستي اصولو پر بنسټ رامنځته شوی وي د امریکا متحده ایالات واوسي، چې د خپلواکۍ په اعلامیه کې یې اعلان وکړ: “ټول انسانان برابر پیدا شوي دي او د خپل خالق له لوري له یوه لړ حقونو څخه برخمن شوي دي.” د دې حقونو له جملې تر ټولو مهم هغه یې: ژوند، ازادي، او د نېکمرغۍ تعقیب دی، او همدا عبارتونه د جان لاک یادوونکي دي، ځکه چې یاد مفاهیم د جان لاک په نظریاتو کې ډېر مهم ځای لري: ژوند، ازادي او ملکیت.
له امریکا متحده ایالاتو څو کاله وروسته د فرانسي انقلاب د دې هېواد د اشرافیتپالنې میراث له مخې د “آزادۍ، برابرۍ او ورورولۍ” تر شعار لاندې د قدرت واګې په لاس کې واخیستې او فرانسه یې د تاریخ لومړی هېواد وګرځاوه چې ټولو نارینهوو ته یې د رایې ورکولو حق ورکړ.[۱]
د خلکو او وګړو د حقونو اعلامیه په لومړي ځل په ۱۷۸۹ ز کال کې په فرانسه کې ولیکل شوه، او وروسته هم د لیبرالیزم او هم د بشري حقونو لپاره په یوه بنسټیز سند بدله شوه.[۲]
د حقایقو جعل
د دنیا ژوند پرته له مادیاتو او د آخرت ژوند پرته له عقیدې او عبادت څخه سمون نه مومي. هماغسې لکه څه ډول چې ماده د سرو زرو، سپینو زرو او پیسو په بڼه جعلي جوړیږي او په ظاهره له اصلي سره ورته ښکاري؛ که چېرې ماهر پیسهپوهان او جواهرپوهان نه وای نو د خلکو ژوند به تبا شوی وای، عقیدې، افکار او اخلاق هم همدې ته ورته حالت لري. کېدای شي یو کس ځان ته دومره (جعلي) شتمني راټوله کړي چې خلک یې د بزرګانو او شتمنو وګړو له ډلې څخه وشمېري؛ خو کله یې چې همدا مالونه جعلي ثابت شي، نو له ماتې سره مخ کیږي.
د نفس لپاره تر ټولو سخت حالت دا دی چې یوه جعلي کار یا طریقې ته دوام ورکړي، ځکه چې د انسان باطن ډېر په سختۍ او زحمت سره له یوه حالت څخه بل حالت ته بدلون مني، بلکې له هغو پاکو او بیدارو ضمیرونو پرته چې ډېر کم پېدا کېږي، د بدلون پر وړاندې غرور او عناد ښکاره کوي.
که د انسان نفس په یوې خطا عادت شي او اوږده موده ورسره تېره کړي، نو سختزړی او انعطاف نه مننونکی ګرځي، آن تر دې چې د بدلون پر وړاندې تر ډبرې هم سختیږي. الله تعالی د بنیاسرائیلو په اړه فرمایي: ﴿فَطَالَ عَلَيْهِمُ الْأَمَدُ فَقَسَتْ قُلُوبُهُمْ وَكَثِيرٌ مِنْهُمْ فَاسِقُونَ﴾ ژباړه: نو چې اوږده زمانه پرې تېره شوه؛ نو زړونه يې كلک شول او له هغوى زياتره بې لارې وو.[۳]
او هغه څوک چې زړه یې سخت شي، نو تر هغې چې عذاب په خپلو سترګو ونه ویني حق نه یادوي. الله تعالی فرمایي: ﴿فَذُوقُوا بِمَا نَسِيتُمْ لِقَاء يَوْمِكُمْ هَذَا﴾ ژباړه: نو (اوس يې) خوند وڅكئ په دې چې له خپلې دغې ورځې سره مخامخ کېدل مو هېر كړي وو.[۴]
لکه څنګه چې مال د حرص، طمع او بخل ځانګړنې لري، همدا ځانګړنې په عقیده او فکر کې هم موجودې دي. عقل چې د طمع تر سیوري لاندې شي، نو خپل هلاکتځای ته ورځي. الله تعالی په بشري نفس کې د بخل د رسوخ په اړه فرمایي ﴿وَأُحْضِرَتِ الأَنفُسُ الشُّحَّ﴾ ژباړه: او بخل په نفسونو کې حضور لري.[۵]
ابن جریر طبري له حضرت ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت کوي چې ویې ویل: شح یعني د هغه څه غوښتل چې حرص پرې وکړي.[۶]
د ژوند په اړه مادي لید د هغو اوبو په څېر دي چې حرص او طمعې ته وده ورکوي. له همدې امله الله تعالی کله چې په خپل کتاب کې د خلکو ترمنځ د حقوقو یادونه کوي، وروسته یې ډېری وخت د عبادت حکم هم کوي؛ ځکه عبادت انسان بله دنیا او خالق ور په یادوي چې انسان د بخښنې وړ ګڼي او همدا د فطري طبع (بخل) او وحې ترمنځ توازن رامنځته کوي، او پایله یې دا وي چې د ژوند د تلې دواړه پلې سره برابرې شي.
الله تعالی د ښځې او مېړه د حقوقو په اړه فرمایي: ﴿وَمَتِّعُوهُنَّ عَلَى الْمُوسِعِ قَدَرُهُ وَعَلَى الْمُقْتِرِ قَدْرُهُ مَتَاعًا بِالْمَعْرُوفِ حَقًّا عَلَى الْمُحْسِنِينَ ﴿۲۳۶﴾ وَإِن طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِن قَبْلِ أَن تَمَسُّوهُنَّ وَقَدْ فَرَضْتُمْ لَهُنَّ فَرِيضَةً فَنِصْفُ مَا فَرَضْتُمْ إِلا أَن يَعْفُونَ أَوْ يَعْفُوَ الَّذِي بِيَدِهِ عُقْدَةُ النِّكَاحِ وَأَن تَعْفُواْ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَلا تَنسَوُا الْفَضْلَ بَيْنَكُمْ إِنَّ الله بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۲۳۷﴾
ژباړه: «او هغوی ته څه خرڅ ورکړئ، (واجب) دی پر مالداره (مېړه) باندې په اندازه (د توان) د ده او (شته) په فقیر (مېړه) په اندازه د هغه د توان، په غوره طریقه خرڅ (ورکول) چې په نیکي کوونکو لازم (حق) دی او که طلاقې کړئ تاسي دوی (ښځې) وړاندې له دې چې ورسره یوځای شئ، او تاسي د هغوی مهر ټاکلی وي، نو (لازم) دي (پر تاسې) نیمایي د هغه مهر چې ټاکلی مو وي، مګر دا چې دا ښځې ټول مهر خاوند ته وروبخښي، یا بخښنه وکړي هغه څوک چې په لاس د ده کې د نکاح غوټه ده، او دا چې بخښنه وکړئ تاسو نو (دا بخښنه) پرهیزګارۍ ته ډېره نږدې ده او مه هیروئ تاسي فضل (احسان کول) په خپلو منځو کې بېشکه چې الله تعالی پر هغه څه چې کوئ يې تاسي ښه لیدونکي دی.»[۷]
دا هغه څه دي چې مادي افکار لکه لیبرالیزم او ورته نور یې نه مني او نه پرې اعتراف کوي؛ هغه افکار چې د حقوقو په برخه کې له محاسبې او غوښتنې پیلېږي او په همدې پای ته رسېږي.
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[۱] ـ Emil J. Kirchner, Liberal Parties in Western Europe, Cambridge University Press, 1988.
[۲] ـ Budziszewski, The Nearest Coast of Darkness: A Vindication of the Politics of Virtues, Cornell University Press, 1988.
[۳] ـ سورت الحدید، آیت: ۱۶.
[۴] ـ سورت السجده، آیت: ۱۴
[۵] ـ سورت النساء، آیت: ۱۲۸
[۶] ـ تفسیر طبري، ج ۹، ص ۲۸۲
[۷] ـ سورت البقره، آیتونه: ۲۳۶ ـ ۲۳۷.
