لیکوال: مفتي عبیدالله نورزهي
په معاصر نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (شپږمه برخه)
د «لیبرالیزم» تعریف
ډېری لیکوالان د لیبرالیزم کلمه له لاتین څخه عربي ژبې ته په لفظي ډول د «الحریة» (ازادۍ) په مفهوم معنا کوي. د “لیبرالیس” (Liberalis) له کلمې موخه هغه څه دي چې د یوه آزاد انسان لپاره مناسب وي، او له “لیبِت” (Libet) او “لوبِت” (Lubet) موخه آزاد انسان دی.
خو دا یواځې لفظي ژباړه ده او د لیبرال فکر ټول اساسات او تطبیقات نه شي بیانولی؛ که څه هم ازادي د لیبرالېزم اساسي اصل بلل کېږي، خو دا یې یواځینی اصل نه دی، ځینې نور اصول هم لري، ډېری مسلمانان د اسلام له دریځه له هغو فرعي مسایلو څخه ناخبره دي چې د دغو اصولو تر سیوري لاندې راځي.
نو لیبرالیزم (Liberalism) یا لیبرال‌پالنه په لغوي لحاظ د ځانګړو اصولو او قوانینو له مخې د آزادۍ غوښتنې ته ویل کېږي، او دا اصطلاح د هغو مفکورو او نظریو پراخې ډلې ته اطلاقېږي چې له دولت سره تړاو لري او فردي ازادي تر ټولو ستر سیاسي هدف ګڼي.
د مدرن لیبرالیزم ریښې د روښانتیا دورې ته رسیږي. په عمومي توګه لیبرالیزم د افرادو پر حقونو او د برابرو فرصتونو پر اصل ټینګار کوي. د لیبرالیزم بېلابېلې څانګې کېدای شي مختلفې سیاسي تګلارې وړاندې کړي، خو ټولې یې پر یو شمېر اصولو اتفاق سره لري. د دې اصولو له جملې لاندې موارد یادولی شو:
د فکر او بیان ازادۍ پراخول، د دولتونو واک محدودول، د قانون بنسټیز رول، په ازادانه ډول د نظریاتو تبادله، بازارمحوره یا ګډ اقتصاد، او شفاف دولتي نظام. همداراز ټول لیبرالان او د ځینو نورو سیاسي ایډیالوژیو پلویان له هغې دولتي بڼې ملاتړ کوي چې لیبرال دموکراسي بلل کېږي، د لیبرال دموکراسۍ ځانګړنې دا دي چې ازاد او عادلانه انتخابات، او د قانون له لارې د ټولو وګړو لپاره د مساوي حقونو تأمین غواړي.
لیبرالیزم د یوه سیاسي فکر په توګه بېلابېلې معناوې لري؛ خو هېڅکله هم له خپل لاتیني اصل “libber” څخه چې د «آزاد» په معنا دی، نه‌دی جلا شوی. یاده اصطلاح د هغو کسانو پر لیدلوري یا سیاسي تګلارو دلالت کوي چې په سیاست او حکومت کې د یوې مشخصې اندازې ازادۍ د ترلاسه کولو یا ساتلو لپاره تمایل لري؛ یعنې له دولتي نظارت، لارښوونې یا له هغو نورو عواملو څخه ازادي چې د انساني ارادې لپاره ناوړه ګڼل کېدای شي.
لیبرالیزم په دودیز ډول یوه خوځښت پاتې شوی او موخه یې دا وه چې خلک په عمومي ډول د استبدادي حکومت تابع نه دي، بلکې په خپل شخصي ژوند کې د قانون تر ملاتړ لاندې راځي، او په عمومي چارو کې ددې حق لري چې د حکومت اجرائیه قوه د یوې داسې قانون‌سازې شورا له لارې کنټرول کړي چې په ازاد ډول انتخاب شوې وي.
لیبرالیزم د خالصې نظري فلسفې په برخه کې د انګلیسي فیلسوف «جان لاک» د نظریاتو پیرو پاتې شوی، جان لاک پر طبیعي حالت او د طبیعت پر قانون باور درلود. د دې باور پر بنسټ هېڅ څوک باید د بل چا روغتیا، ژوند یا شتمنۍ ته زیان ونه رسوي.[۱]
هغه څه چې د هر عاقل انسان لپاره ضروري دي دا دي چې د خپل عقل حد و حدود وپېژني، تر څو هلاک نه شي او په اړه یې د خپل خالق له حکم څخه خبر واوسي. لیبرالیزم یوه عقل‌محوره مفکوره ده چې له هر ډول اعلی حاکم څخه خالي ده او پرته له دې چې یا له لیبرالیزم کوم څه کم شي، او یا له دین څخه، نشي کولای چې له هر اړخه د خدای تعالی له قوانینو سره په بشپړ ډول توافق پیدا کړي؛ له هغو حالاتونو پرته چې یو کس دین له خپلې خوښې سره سم تفسیر کړي، تر څو له هغو برخو یې ځان خلاص کړي چې له لیبرالیزم سره په ټکر کې دي، یا لیبرالیزم د خپلې خوښې له مخې تفسیر کړي او محدود یې کړي، تر څو د دین له مخالفو برخو څخه ځان خلاص کړي.
ډېری کسان لیبرالیزم ته میلان پیدا کوي، تر څو هغه څه چې سیاست او ټولنې په  ناحقه ترې اخیستي، بیرته ترلاسه کړي؛ خو کله چې د خپلو خبرو او کړنو پایلې او اړین لوازم ور یاد شي، نو انکار ترې کوي او د لوازمو په تفسیر کې له تکلف سره مخ کیږي. ډیریو ته دا مهمه نه ده چې تفسیرونه یې ضعیف دي او یا د لیبرالیزم له څرګندو اصولو او مسلماتو سره په ټکر کې وي؛ ځکه دوی خپل ذهن پر دا ډول تناقضاتو نه بوختوي، پرته له هغې حالت څخه چې یاد فکر یې منلی وي؛ کله چې یاد فکر ومني نو بیا کوښښ کوي چې یو ډول اصول او چوکاټ ورته جوړ کړي.
په اصل کې د دوی لپاره د دې تفکر اساسات یوازې د ځانګړو کړنو د توجیې او د خپلو له لاسه وتلو اړتیاوو د تر لاسه کولو وسیله ده او له نورو خلکو سره یې سروکار نه وي. دا ډول اشخاص ډېری وخت له خپلو فکري تناقضونو سره یو په یو (نه دفعتاً) مخامخ کېږي او پایله یې دا وي چې خپل فکر په تدریجي ډول (نه په ناڅاپي ډول) تفسیر، تعدیل او توجیه کوي.
هغوی چې لیبرالیزم ته مخه کوي نو دین هم د لیبرال عقل او د لیبرال لید له زاویې څخه ګوري. ډېریو کسانو دا خبره د خپل ذهن په یوه څنډه کې پټه ساتلې وي چې که له دین سره د لیبرالیزم ټکر ومني، نو خپل هغه «حقونه» به له لاسته ورکړي چې د لیبرالیزم په منلو سره یې تر لاسه کړي دي؛ که دا «حقوق» رښتینې وي که باطل. هغوی ورو ورو د خپلو نفساني غوښتنو له مخې اسلام سره مخالفت ته مخه کوي، تر دې چې له هغوی هیڅ شی نه پاتې کیږي؛ سره له دې چې په پیل کې یې یوازې د یوه یا څو محدودو مسایلو لپاره لیبرالیزم ته مخه کړې وه.
یواځې هغه څوک دې لارې ته داخلېږي چې خپل ځان غولوي، او د خپلو غوښتنو پر وړاندې الله تعالی او د هغه رسول کم ګڼي. ویل شوي دي: «که یو څوک داسې کار وکړي چې پوهېږي غلط دی، نو دا کار د نفساني غوښتنې له امله وي او نفساني غوښتنه د پاک‌لمنۍ آفت دی؛ او که یو کس له داسې عمل څخه ځان منع کړي چې پوهېږي سم عمل دی، نو دا سستي ده، او سستي د دین‌دارۍ آفت دی؛
او که یو څوک داسې عمل ته لاس واچوي چې نه پوهېږي سم دی که ناسم، نو دا سرکشي او بې‌مهاري ده، او سرکشي د عقل آفت دی.»
د دې لپاره چې د لیبرالیزم د تفکر حقیقت روښانه شي، باید هغه بنسټیز اصول وپېژندل شي چې د دې مفکورې ټول جزئیات ورته راجع کېږي؛ داسې چې ټول جزئیات یې له هر اړخه، یا ډېری یې، یو له بل سره لازم و ملزوم واوسي. معاني اکثره وخت له خپلو ورته معانیو سره یوځای کېږي، او له خپلو مشابهاتو سره د یوه محور پر شاوخوا راڅرخي؛ افکار هم یو له بله سره قرابت او نسبت لري، او د هغو حالاتو او شرایطو له مخې چې ورسره مخ دي او د هغو عواملو له مخې چې همدا افکار یې رامنځته کړې دي، له یو شمېر مشترکو اصولو برخمن وي. لکه څرنګه چې هر فکر او عقیده یو اساس لري، لیبرالیزم هم څلور اصول لري.
لیبرال (په فرانسوي کې: Liberal) یوه فرانسوي کلمه ده چې ریښه یې له لاتیني ژبې ته رسبږي. په لاتین کې “لیبر” (Liber) د «آزاد» او «بې‌قیده» په معنا کارېده. په پخوانۍ فرانسوي ژبه کې (شاوخوا د دولسمې میلادي پېړۍ پر مهال)، لیبرال د «اشراف‌زاده» یا «د آزادۍ د لایق انسان» معنا درلوده. تر پینځلسمې پېړۍ پورې یاده کلمه د «بې‌بندوباره» او «ول‌خرج» په معنا استعمالېده، چې منفي بار یې درلود.
خو د روښانفکرۍ په دوره کې لیبرال لاندې معناوې پیدا کړې:
 «له تعصبه پاک» او «زغم‌لرونکی» چې دا ځل یې مثبت مفهوم خپل کړ.
په نولسمه پېړۍ کې مخکې له دې چې یاده کلمه سیاسي معنا خپله کړي، یوه دیني اصطلاح بلل کېده چې د ارتودوکس مخالف ګڼل کېده.[۲]
لیبرال د لومړي ځل لپاره په ۱۸۱۴ میلادي کال کې د یوې سیاسي معنا په توګه وکارول شو. په هغه وخت کې د هسپانیا د پارلمان یوه ډله غړي چې د مشروطه واکمنۍ او پخوانیو ازادیو د بېرته راګرځولو غوښتونکي وو، «لیبرالان» (Liberales په هسپانوي ژبه) ونومول شول.
په ۱۸۳۰ لسیزه کې د فرانسې په سیاسي صحنه کې هر څوک چې د پخواني رژیم د بېرته راګرځېدو مخالف و، «یو لیبرال» (un libéral په فرانسوي ژبه) بلل کېده.
د ۱۸۵۰ او ۱۹۲۰ کالونو ترمنځ د بریتانیا لیبرال ګوند چې د هیواد له دوو ستر ګوندونو څخه و او په اوسني عصر کې دا نوم په ټوله نړۍ کې پر ګڼ شمېر سیاسي ګوندونو ایښودل شوی دی.[۳]
دوام لري…
سرچینې: 

[۱]  باقر پرهام، د «فرهنگ علوم» له قوله، مخ ۱۰.

[۲] ـ Harper, “Liberal”, Online Etymology Dictionary.

[۳] ـ Freeman, Oxford Research Encyclopedia of Politics.

مخکنئ برخه

Leave A Reply

Exit mobile version