لیکوال: شکران احمدي
د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (دوه څلوېښتمه برخه)
د نسب ساتنه ( نسل او عرض) د مال خوندیتوب
د نسب او مال ساتنه د اسلامي شریعت له ضروري مقاصدو څخه ده، چې په فقه او اصولو کې ځانګړی اهمیت لري. د نسب ساتنه، چې پکې نسل او عزت (ناموس) هم شامل دي، د مال تر څنګ د شریعت له بنسټیزو موخو څخه ګڼل کېږي. په دې څېړنه کې، پر دغو دوو موخو (نسب او مال ساتنه) تحلیل او غور کوو.
د اسلامي شریعت له اړینو مقاصدو څخه د نسل، نسب یا ناموس ساتنه ده او د دین، نفس او عقل ساتنې تر مقاصدو وروسته دا مقصد په لوړه درجه کې قرار لري. حکیم شارع د دې مقصد د ساتنې لپاره ایجابي او سلبي کړنلارې وړاندې کړي دي، چې دلته یې تحلیل کوو.
د دې مقصد د نومونې په اړه د علماؤ نظر
پوهان د دې نومونې په اړه متفاوت نظرونه لري؛
- د نسب خوندیتوب؛ امام رازي، ابن قدامه، بيضاوي، قرافي، صدرالشريعه، ابن سبکي، جلالالدين محلي او زکريا انصاري او ورته نور عالمان دا مقصد د نسب ساتنه بولي.
- د نسل خوندیتوب؛ غزالي، آمدي، ابن الحاجب، شاطبي او زرکشي دا د نسل ساتنه بللې ده.
- د شرمګاه ساتنه؛ امامالحرمین او شيخالاسلام ابن تيميه دا مقصد د فرج ساتنه بللې ده. [1]
طاهر بن عاشور وايي؛ ” كه چېرته د نسب ساتنې موخه د بشري نسل خوندیتابه وي، نو په اړینو مقاصدو کې یې یادونه موجه ده، ځکه نشتون یې د انساني نسل د پرېکون سبب ګرځي او نړۍوال فساد رامنځته کوي.) [2]
امام شاطبي رحمه الله هم وايي؛ ” د بشري نسل دوام د دې مقصد په ګرو کې دی او د نسل پرېکون د بشر په نابودۍ باندې ختمیږي. د نسب ساتنه د نسل ساتنې تکمیل کوونکی دی او له دې پرته دا مقصد نه محقق کیږي.” [3]
ب) د نسب د خوندیتابه ایجابي لارې
اسلام په بېلابېلو لارو خلک واده او د ژوند ملګري ټاکلو ته هڅولې دي. واده یوازې د انبیاؤ سنت نه دی، بلکې د نیم ایمان پوره کوونکی هم دی. خدای تعالی په قرانکریم کې فرمايي؛ “و َلَقَدۡ أَرۡسَلۡنَا رُسُلٗا مِّن قَبۡلِكَ وَجَعَلۡنَا لَهُمۡ أَزۡوَٰجٗا وَذُرِّيَّةٗۚ ” [4]
ستا څخه مخکې هم موږ ډېر پېغمبران لېږلي دي او موږ هغوی د مېرمنو او اولادونو خاوندان ګرځولي ول.
پیغمبر صلی الله علیه وسلم وايي: «مَنْ رَزَقَهُ اللَّهُ امْرَأَةً صَالِحَةً فَقَدْ أَعَانَهُ عَلَى شَطْرِ دِينِهِ…»؛[5]
چا ته چې خدای تعالی د ښکلو اخلاقو ښځه ور پیرزو کړې وي، نو په نیم ایمان کې ورسره مرسته شوې او باید د نمايي بلې برخې په ساتنه کې له خدای وېره وکړي.
واده او د ژوند د ملګري ټاکل د جنسي غرېزې د عادي کولو لپاره تر ټولو ښه او طبیعي لاره ده، چې د جسمي او رواني ارامتیا سبب ګرځي، دا ارامتیا د انسان داخلي ګډوډۍ او شخړې پای ته رسوي او د انسان ژوند توازن پیدا کوي.
خدای تعالی فرمايي؛ ” وَمِنۡ ءَايَٰتِهِۦٓ أَنۡ خَلَقَ لَكُم مِّنۡ أَنفُسِكُمۡ أَزۡوَٰجٗا لِّتَسۡكُنُوٓاْ إِلَيۡهَا وَجَعَلَ بَيۡنَكُم مَّوَدَّةٗ وَرَحۡمَةًۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَأٓيَٰتٖ لِّقَوۡمٖ يَتَفَكَّرُونَ ” [6]
او د هغه له نښانو څخه (بله) دا ده چې ستاسي لپاره، همدا ستاسې له جنس څخه یې ميرمني پيدا کړې، تر څو چې تاسي له هغو سره ارام تر لاسه کړئ او ستاسي (ښځي او خاوند) په منځ کې یې مينه او خواخوږي پيداکړه. په باوري ډول پدې کې د هغو خلكو لپاره ډيرې نښانې دي چې غور او فكر كوي.
څوک چې له واده څخه ډډه کوي، په شریعت کې غندل شوی دی. انس رضی الله عنه روایت کوي، چې درې تنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د میرمنو حضور ته لاړل او له هغوی څخه یې د رسول الله د عبادت د څرنګوالي او کمیت په اړه پوښتنه وکړه، نو کله یې چې له عبادت څخه خبر شول، خپل عبادت یې هېڅ وګاڼه؛ یوه یې وویل: زه به ټوله شپه لمونځ کوم، بل یې وویل: زه به هره ورځ روژه نیسم او هېڅ وخت به بوزه نه یم، درېیم وویل: زه له ښځو څخه ځان لیرې کوم او هېڅکله به هم واده ونکړم. رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: : «أَمَّا وَاللَّهِ إِنِّي لَأَخْشَاكُمْ لِلَّهِ وَأَتْقَاكُمْ لَهُ، وَلَكِنِّي أَصُومُ وَأُفْطِرُ، وَأُصَلِّي وَأَرْقُدُ، وَأَتَزَوَّجُ النِّسَاءَ، فَمَنْ رَغِبَ عَنْ سُنَّتِي فَلَيْسَ مِنِّي»؛[7]
په الله قسم زه تر تاسو ټولو پرهیزګاره او له خدای تعالی څخه وېرېږم، خو روژه نیسم او بوزه هم یم، لمونځ کوم خو استراحت هم کوم او له ښځو سره واده کوم. نو څوک چې زما له سنتو څخه مخ اړوي، زما څخه نه دی.
دوام لري.
مخکینۍ برخه
[1] . اليوبي، مقاصد الشريعة الاسلامية وعلاقتها بالأدلة الشرعية : ٢٤٦-۲۴۷.
[2] . ابن عاشور، مقاصد الشريعة: ۸۱.
[3] . الشاطبی، الموافقات: ۱۷/۲.
[4] . سورۀ رعد، آیۀ ۳۸.
[5] . شعب الإيمان : ۳۴۱/۷.
[6] . سورۀ روم، آیۀ ۲۱.
[7] . صحيح البخاري، كتاب النكاح، باب الترغيب في النكاح: ۲/۷.