لیکوال: ابورائف

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول

(څلور څلوېښتمه برخه)
په مسلمانانو کې د تاریخ لیکلو مهمې طریقې په لاندې ډول دي:
  1. د پېغمبر صلی‌الله‌علیه‌وآله‌وسلم د نبوي سیرت او غزاګانو کتابونه
په اسلامي تشریع او اداري نظامونو کې د هدایت او استناد لپاره د پېغمبر صلی الله علیه وسلم اقوالو او افعالو ته د مسلمانانو پاملرنې لیکوالان د هغه صلی الله علیه وسلم د سیرت لیکلو ته وهڅول. د هغه صلی الله علیه وسلم د سیرت او آثارو راویان د زماني مخکېوالي پر اساس په درېوو طبقو وېشلی شو:
لومړۍ طبقه: د دې طبقې له مخکښو کسانو څخه حضرت «عروة بن زبیر بن عوام» (تابعي، مړینه: ۹۲ هجري)، حضرت «أبان بن عثمان بن عفان»، چې د پېغمبر صلی الله علیه وسلم د ژوند صحیفې یې پرېښودې او  «شرحبیل‌بن‌سعد» ته اشاره کولی شو.
دویمه طبقه: «امام محمدبن مسلم‌بن شهاب الزهري» په دې طبقه کې د غزاګانو او سیرت له لویو مورخینو بلل کېږي.
درېیمه طبقه: امام «محمد بن اسحاق»، چې د سیرت تر ټولو پخوانی کتاب چې زموږ لاسونو ته رارسېدلی، هغه ته نسبت ورکول کېږي، د دې طبقې له مشهورو کسانو څخه دی.
دا آثار، په تېره سیرة ابن اسحاق، د نبوي سیرت د لیکلو د سنتو بنسټ شو او پر اسلامي تاریخ لیکنه یې ژور اغېز درلود.[1]
  1. د طبقات کتابونه
اسلامي تاریخي فرهنګ له لومړنیو وختونو څڅه د «طبقات» له کتابونو سره اشنا شو. دې کتابونو احادیث تدوینول او توثیقول، چې د احادیثو د اسنادو او د راویانو د احوالو د ارزونې لامل شول او په پایله کې د طبقات مفهوم رامنځته شو.
د احادیثو علماوو د احادیثو د منلو او تصحیح لپاره معیارونه وضع کړل، چې د صداقت، تقوا، د راویانو د کورني چاپېریال، له پېغمبر صلی الله علیه وسلم سره د هغو د اړیکې، له هغه صلی الله علیه وسلم سره د هغوی د ملتیا د مودې او له صحابه کرامو او راشدینو خلفاوو سره د هغوی د اړیکې ارزونه پکې شامله وه. همداراز هغوی د واقعي لیدنې پر پېښېدو یا امکان ټینګار درلود او د هر وګړي د زېږېدنې او مړینې نېټې د اسناد لړۍ ثبتوله.
په پایله کې د حدیثو اسناد د هغو ژوندلیکونو د راڅرګندېدو لامل شول، چې د هر راوي په اړه یې جزیات وړاندې کول. په پرلپسې طبقو کې د دې وګړو د ترتیب اړتیا او معاصرت او ګډو اړیکو تمرکز ته په پامنیوي د «طبقات» مفهوم رامنځته شو، چې راویان یې تر بېلابېلو ډلبندیو لاندې معرفي کول.
دې طریقو په اسلامي تاریخ لیکنه کې د دقیقو او مستندو سنتونو بنسټ کېښود او د اسلامي علومو پر پراختیا یې ژورې اغېزې لرلې.
پر دې اساس د طبقاتو پر اساس لیکل په بېلابېلو برخو کې راڅرګند شول، د هغو له ډلې:
د طبقو کتابونه
د محدثینو طبقات؛
د حدیثو د حافظانو طبقات؛
د فقهاوو طبقات؛
شافعیه طبقات؛
حنابله طبقات؛
د قرآن د قاریانو طبقات؛
د مفسرانو طبقات؛
صوفیه طبقات؛
د شاعرانو طبقات؛
د نحویانو طبقات؛
د رنځپوهانو او طبیبانو طبقات.
د طبقات له مشهورو کتابونو څخه:
«الطبقات الكبرى» د امام محمد بن سعد الزهري اثر؛
«طبقات الشعراء» د امام محمد بن سلام الجمَحي تالیف؛
«طبقات الأطباء» د امام احمد بن ابی‌اصیبعه تالیف[2]
او نورو لیکوالانو ته اشاره کولی شو.
د ژباړو کتابونه
دا آثار د مشاهیرو ژوندلیکونه د دایرة المعارف په بڼه وړاندې کوي، هغه کسان چې په ځانګړې برخه او فن کې له شهرت څخه برخمن دي لکه علما، ادیبان، امران، خلفا او … له دې کتابونو څخه مهم:
«معجم الأدباء» د یاقوت حموي اثر؛
أسد الغابة في معرفة الصحابة د امام ابن الأثير اثر؛
وفیات الأعیان د «امام احمد بن محمد بن ابراهیم بن خلکان» (وفات: ۶۸۱ هـ) اثر، چې د ژباړو له کره او منظمو کتابونو څخه دی؛
«فوات الوفيات» د ابن شاکر الکتبي؛
«الوافي بالوفيات» د صلاح‌الدین خلیل الصفدي اثر.[3]
د فتحو کتابونه
دا آثار د سیمو او ښارونو د فتحې په باره کې لیکل شوي دي لکه:
«فتوح مصر والمغرب والأندلس» د ابن عبدالحکم؛
«فتوح البلدان» د بلاذري تالیف؛
فتوح الشام د واقدي لیکنه.
د نسبونو کتابونه
دا آثار د عرب قبایلو د شجرو او اصل و نسب په اړه بحث کوي. عربانو تر اسلام وړاندې د قبیلوي تعصبونو له امله له دې علم سره خاصه لېوالتیا لرله. له مشهورو نسب لیکونکو څخه:
محمد بن سائب کلبي، د «جمهرة النسب» څښتن؛
مصعب زبیري، د «نسب قریش» لیکوال؛
ابن حزم اندلسي، د «جمهرة أنساب العرب» لیکوال.[4]
سیمه‌يیز تاریخونه
دا آثار په خاص ډول له ډېرو جزیاتو سره د یوې مشخصې سیمې یا ښار تاریح بیانوي. د دې آثارو د مهمو هغو له ډلې لاندې مواردو ته اشاره کولی شو:
ذ «ولاة مصر وقضاتها» کتاب د «ابوعمر محمد بن یوسف الکندي» اثر، چې د مصر د امرانو او قاضیان تاریخ بیانوي.
«تاریخ بغداد» د خطیب بغدادي لیکنه، چې د بغداد ښار تاریخ ته ځانګړی دی.
«تاریخ دمشق» د امام «علي بن حسن بن عساکر» اثر، چې په «اتیا ټوکونو» کې د دمشق ښار تاریخ بیانوي.
«البيان المغرب في أخبار المغرب» د «ابن عذاري» لیکنه، چې د «مغرب» تاریخ بیانوي.
«النجوم الزاهرة في ملوك مصر والقاهرة» د «جمال‌الدین یوسف بن تغري بردي الأتابکي» اثر، چې د مصر او قاهرې د پاچایانو تاریخ ته ځانګړی دی.[5]
عمومي تاریخونه
د مؤرخینو د لېوالتیا په پراخېدو سره د «عمومي تاریخونه» تر عنوان لاندې جامع او پراخ آثار رامنځته شول. دا آثار د کال په بڼه تاریخ لیکي او د بشریت تاریخ د خلقت له پیل راهیسې د هغو له ډلې تر اسلام وړاندې پېغمبران، د جاهلیت دوره، د پېغمبر صلی الله علیه وسلم، راشدینو خلفاوو او راتلونکي اسلامي دورې ثبتوي. د دې برخې له مهمو لیکوالو څخه لاندې مواردو ته اشاره کولی شو:
امام «محمد بن جریر طبري»، د «تاریخ الرسل والملوک» کتاب لیکوال، چې په «تاریخ طبري» مشهور دی.
مسعودي، د «مروج الذهب ومعادن الجوهر» کتاب لیکوال، چې دایرةالمعارفي اثر دی.
امام عزالدین بن اثیر، د «الکامل فی التاریخ» کتاب لیکوال چې  په «تاریخ ابن اثیر» مشهور دی او د اسلامي تاریخ له معتبرو سرچینو څخه شمېرل کېږي.
امام ابن کثیر، د «البدایة والنهایة» کتاب لیکوال.
امام ابوزید عبدالرحمن بن محمد بن خلدون، د «العبر ودیوان المبتدأ والخبر فی أیام العرب والعجم والبربر ومن عاصرهم من ذوی السلطان الأکبر» لیکوال چې په «تاریخ ابن خلدون» مشهور دی.
پر دې سربېره د تاریخي لیکنې نور شکلونه شته چې ځینو مؤرخینو کابو په ۱۰۰۰ بېلابېلو ډولونو وېشلي دي. ذهبي له هغو څخه ۴۰ ډوله ذکر کړي دي، د هغو له ډلې: سیرۀ نبوي، قصص انبیا، د صحابانو، خلفاوو، پاچایانو، دولتونو، وزیرانو، امیرانو، فقهاوو، محدثانو، مؤرخینو، نحویانو، ادیبانو، لغویانو، شاعرانو، عابدانو، زاهدانو، صوفیانو، فاضیانو و والیانو تاریخ.[6]
وتلي مستشرق فرانز روزنثال، په خپل کتاب «علم التاريخ عند المسلمين» کې د مسمانانو د تاریخي آثارو رنګارنګۍ او پراختیا ته اشاره کوي او وايي: «بې له شکه د اسلامي تاریخي آثارو حجم ډېر زیات دی او بیزانسي سالنامې له اسلامي سالنامو سره نږدې اړیکه لري؛ خو اسلامي تاریخ له خپلې رنګارنګۍ او ستر حجم سره له هغو څرګند دی. په واقعیت کې ښايي د لومړني تاریخ په هیڅ ځای کې د مسلمانانو د آثارو په اندازه تاریخي آثار وجود ونه لري. د مسلمانانو تاریخي آثار امکان لري چې د شمېر له نظره له یونانی او لاتیني آثارو سره برابر وي؛ خو په منځنیو پېړیو کې قطعاً د شمېر له نظره له اروپا منځني ختیځ څخه زیاتېږي. له شک پرته د هغو غربي پوهانو لپاره چې له عربانو سره په اړیکه کې وو، په اسلامي ادبي غورځنګ کې د هغوی مخکښ مقام پټ نه و؛ خو دې پوهانو له علومو، فلسفې او الهیاتو سره لېوالتیا لرله او د خپلو مسلمانو هممسلکو په څېر یې د تاریخي آثارو د شتون له منلو سره لېوالتیا نه لرله.»[7]
دوام لري…
[1]. السباعی، مصطفی، السیرة النبویة، دروس و عبر،: 29مخ، المکتب الإسلامی، بیروت، لبنان.
[2]. ماذا قدم المسلمون للعالم؟: 359مخ.
[3]. همغه منبع.
[4]. الحضارة العربیة الإسلامیة، دراسة فی تاریخ النظم: 179مخ.
[5]. همغه منبع.
[6]. ماذا قدم المسلمون للعالم؟ 361مخ.
[7] – همغه منبع، د فرانیز روزنثال له علم التاریخ عندالمسلمین څخه په نقل، مستشرق آمریکایی، 518-522 مخ.

مخکینۍ برخه

Leave A Reply

Exit mobile version