لیکوال: مفتي عبیدالله نورزهي
په معاصره نړۍ کې د لیبرالیزم بحرانونه (نهمه برخه)
کلاسیک لیبرالیزم
کلاسیک لیبرالیزم (Classical Liberalism) یو سیاسي مکتب او د لیبرالیزم یوه څانګه ده چې د آزاد بازار او لسهفر اقتصاد ملاتړ کوي؛ په دې نظام کې پر مدني ازادۍ، د قانون پر حاکمیت، د فردي ازادۍ پر اهمیت، محدود حکومت، اقتصادي آزادۍ، سیاسي آزادۍ او د بیان پر آزادۍ ټینکار کیږي. د یادې نظریې بلوغ د اتلسمې پېړۍ پیل ته ور ګرځي او بنسټیزې مفکورې یې له دیارلسمې میلادي پېړۍ وروسته د ایبریا ټاپووزمه، انګلوساکسوني سیمو او د مرکزي اروپا په فکري فضا کې خپرې شوې وې. یادې ایدیولوژۍ د امریکا د انقلاب پر بهیر هم ژور اغېز درلود.[۱]
د هغو نومیالیو شخصیتونو له جملې څخه چې د کلاسیک لیبرالیزم په فکري وده کې اغېزناک تمام شوې دي کولای شو د جان لاک[۲]، ژان باتیست سه، توماس مالتوس او دیوید ریکاردو نومونه واخلو. د دوی د هڅو په پایله کې کلاسیک لیبرالیزم کلاسیک اقتصاد ته ور نږدې شو، په ځانګړي ډول د آدام سمیت نظریات چې په خپل کتاب «د ملتونو شتمني» کې یې وړاندې کړي، همدارنګه د طبیعي قانون[۳]، ټولنیزې پراختیا[۴]، او د فایدهمحورۍ (Utilitarianism)[۵] مفکوره. په معاصر پېر کې د فردریش هایک، میلتون فریدمن، لودویګ فن میزس، توماس سول، جرج ستیګلر او لری آرنهارت په څېر کسان د کلاسیک لیبرالیزم له مهمو او مطرحو پلویانو څخه ګڼل کېږي.[۶]
کلاسیک لیبرالیزم د لیبرالیزم د ځینو څانګو برعکس لکه ټولنیز لیبرالیزم د ټولنیزو سیاستونو، مالیاتو او د خلکو په شخصي ژوند کې د مداخلې په اړه منفي لیدلوری لري، او د مقرراتو د لغوه کولو ملاتړی دی.[۷]
مخکې له دې چې د ستر اقتصادي رکود پړاو پیل شي او ټولنیز لیبرالیزم سر راپورته کړي، کلاسیک لیبرالیزم د “اقتصادي لیبرالیزم” په نوم پېژاندل کیده. او د “کلاسیک لیبرالیزم” اصطلاح د دې لپاره رامنځته شوه چې د ۱۹مې پېړۍ د لیبرالیزم او د ټولنیز لیبرالیزم ترمنځ توپیر وشي.[۸]
په معاصر عصر کې د “لیبرالیزم” اصطلاح په متحده ایالاتو کې عموماً د ټولنیز لیبرالیزم معنا ورکوي، خو په اروپا او استرالیا کې لا هم د کلاسیک لیبرالیزم په معنا تعبیریږي.[۹]
په متحده ایالاتو کې کلاسیک لیبرالیزم ښایي د «مالی محافظهکارۍ» او «ټولنیزې آزادۍ» تر عنوان لاندې توصیف شي. خو سره له دې کلاسیک لیبرالیزم د خپل بنسټیز اصل (فردپالنې) له مخې د ملاتړپالنې له محافظهکارانه زغم سره مخالفت لري، او همدارنګه د ټولنیز لیبرالیزم هغه تمایل ردوي چې د ډلو او سازمانونو د حقوقو ملاتړ ته لومړیتوب ورکوي.[۱۰]
په امریکا کې کلاسیک لیبرالیزم عموماً د ښي اړخي لیبرتارینیزم (Right-libertarianism) په توګه په نظر کې نیول کیږي.[۱۱] په اروپا کې هم لیبرالیزم که ټولنیز لیبرالیزم وي (په ځانګړې توګه رادیکال) او که محافظهکارانه لیبرالیزم، د کلاسیک لیبرالیزم په توګه په نظر کې نیول کېږي او د ښي اړخي اقتصادي لیبرالیزم (Center-right economic liberalism) تر نوم لاندې پیژندل کېږي.[۱۲]
کلیات
کلاسیک لیبرالیزم د انګلستان او هالند محصول و. کلاسیک لیبرالیزم د مذهبي آزادۍ ملاتړ کاوه او په خپل ماهیت کې یوه پروتستاني پدیده وه، البته نه سختگیرانه او متعصبه پدیده، دې پدیدې د مذهبي تفسیر او تعبیر آزادۍ ته ارزښت ورکاوه، مذهبي جګړه بې عقلي او عبث ګڼله، تجارت او صنعت ته یې اهمیت ورکاوه. دې مکتب تر ډېره مخ پر ودې منځنۍ طبقې ته تمایل درلود، نه سلطنتي دستگاه او اشرافي ټولنې ته. کلاسیک لیبرالیزم د شخصي ملکیت حق ته درناوی درلود، په ځانګړې توګه هغه مهال کله به چې ملکیت د فردي زحمت له لارې تر لاسه شوی و. که څه هم د میراث اصل رد نه شو، خو محدودیتونه پرې ولګېدل. په ځانګړي ډول د سلطنت الهي محبت دا نظر رد کړ چې هر ملت باید ددې حق ولري چې لږ تر لږه د خپل حکومت بڼه پخپله وټاکي. کلاسیک لیبرالیزم په ضمني ډول داسې ډیموکراسۍ ته تمایل درلود چې د شخصي ملکیتونو په رسمیت پېژندلو سره نرمخویه او انعطافپذیره واوسي. د دې لیبرالیزم عقیده دا وه چې ټول انسانان په اصل کې په مساوي ډول نړۍ ته راځي او کومه نابرابري چې وروسته رامنځته کېږي د چاپېریالي شرایطو محصول ده.[۱۳]
«برتراند راسل او کارل مارکس» دواړو د کلاسیک لیبرالیزم تر تأثیر لاندې، او د کلاسیک لیبرالیزم په انتقاد سره د خپلې علمي سوسیالیستي فلسفې اساس کېښود.
د نظرونو اختلاف
انګرېز فیلسوف او اقتصادپوه جان لاک
د نورو فکري مکتبونو په څېر د لیبرالیزم په اړه هم یو واحد تعبیر شتون نه لري. د جان لاک، آدام سمیت، جان سټوارټ میل، او مونتسکیو په څېر شخصیتونه که څه هم ټول لیبرالان بلل کېږي، خو دوی د زغم حدود، د رفاهمحوره دولت د مشروعیت او د ډیموکراسۍ د فضیلتونو په څېر مسئلو کې یو شان نظر نه لري.[۱۴]
په همدې ډول د لیبرالیزم د منځتهراتګ په اړه هم بېلابېل تفسیرونه وړاندې شوي دي. د بېلګې په توګه، فریدریش فون هایک لیبرالیزم په دوو برخو وېشي: تکاملي (Evolutionary) او عقلمحوره (Rationalistic). تکاملي لیبرالیزم د پېړیو په اوږدو کې وده کړې او په ۱۹مه پېړۍ کې په بریتانیا کې خپل اوج ته رسېدلی، پداسې حال کې چې عقلمحوره لیبرالیزم د اروپایي مفکرانو له لوري د کلیسا او فئودالیزم پر ضد د فکري مبارزې پایله بلل کېږي.[۱۵]
د یوه بل تفسیر له مخې لیبرالیزم د اروپا د مذهبي جګړو پایله ګڼل شوې ده. د دې تعبیر له مخې لومړنۍ سیاسي نظریې چې د لیبرالیزم ځانګړنې یې درلودې، د ۱۷مې میلادي پېړۍ په ترڅ کې د اروپا د شمالي برخې د پروتستان مفکرانو له لوري وړاندې شوې. د دغو مفکرانو فکري مکتب په بېلابېلو نومونو پیژندل شوی، لکه ټولنیز تړون یا مدرن طبیعي قانون. د دې فکري بهیر تر ټولو نوي مهمه ځانګړنه دا وه چې د مینیمالیستي (کممداخله کوونکي) لیدلوري په اساس یو مشروع ټولنیز او سیاسي نظم تشریح کړي، او د انسانانو حقوق د طبیعي حالت یا فطري وضعیت پر بنسټ وڅېړي او تعریف یې کړي.
طبیعي یا فطري وضعیت هغه حالت ته ویل کېږي چې له مخې یې انسانان د ټولنې له هر ډول محدودیت یا ملاتړ پرته په خپلواکه توګه یو له بل سره تعامل کوي. د دې تصور له مخې د انسانانو اصلي غوښتنه د نورو پر وړاندې د خپل ځان، آزادۍ او شتمنۍ ساتنه ده.
د دې نظریې لیبرالیستي بُعد، د طبیعي آزادۍ حق دی؛ یعنې انسان په فطري توګه آزاد دی، او یوازینی محدودیت چې پرې وضع کیدلی شي دا دی چې د نورو د برابرو حقونو درناوی باید وکړي.
د دې اصل له مخې هیڅوک د بل تابع نه دی او قوانین پر ټولو انسانانو باید په مساوي ډول محدودیتونه وضع کړي. همدارنګه قوانین باید یوازې تر هغه بریده آزادي محدوده کړي چې د ټولنې د غړو د شخصي چارو د ترسره کولو لپاره لازم امنیت او نظم تأمین کړي.[۱۶]
د مدرن طبیعي قانون مفکوره د اروپا د مذهبي جګړو، په ځانګړي ډول د دیرش کلنې جګړې (۱۶۱۸–۱۶۴۸) په جریان کې په المان را منځ ته شوه. په دې دوره کې مسیحیانو یو پر بل د وژنو او قتلعام لړۍ روانه کړې وه، چې دې وضعیت د جګړهمارو مذهبي ډلو تر منځ د متقابل زغم اړتیا را پیدا کړه.
هغه مفکرین چې د مدرن طبیعي قانون ملاتړ یې کاوه، د زغم او تساهل غوښتونکي و. سره له دې چې دوی د خپلو نظریاتو د توجیې لپاره د مسیحیت مذهبي متونو ته رجوع کوله، خو په باور یې الهي غوښتنه دا ده چې هغه قوانین تطبیق شي چې د انسان له فطري عقل څخه اخیستل شوي دي.
د مذهبي جګړو سربېره د هماغه دورې ژورو اقتصادي او سیاسي پرمختګونو هم د لیبرالیزم د نوې نظریې په بریا کې مهم رول ولوباوه. په حقیقت کې هغه نوې راټوکېدلې کاپیټالیستي یا پانګواله طبقه چې د اقتصادي آزادۍ غوښتونکې وه د خپلو ګټو له مخې د هغو اروپايي پاچاهانو په پل قدم کېښود چې د فئودالانو او خپلواکو ښارونو له اغېزو یې ځان خلاصول غوښتل. د همدې کړنو په پایله کې مدرن دولتونه رامنځته شول. د مدرنو دولتونو او د مدرن طبیعي قانون د دکتورینو ترمنځ یوه مهمه ګډه نقطه دا وه چې دواړو د دولت او وګړو ترمنځ هېڅ منځګړی ځواک یا واسطه نهمنله.
په بل عبارت، دولت او اتباع دواړه په برابره توګه د یوې واحدې سیاسي ټولنې تابع ګڼل کېدل.[۱۷]
دوام لري…
مخکنئ برخه/راتلونکې برخه
سرچینې:
[۱] ـ An Introduction to Government and Politics: A Conceptual Approach، صـ ۱۲۹: What Is Classical Liberal History?
[۲] ـ The Unvarnished Doctrine: Locke, Liberalism, and the American Revolution
[۳] ـ Liberalism and Republicanism in the Historical Imagination، صـ ۵۴
[۴] ـ Property and Prophets: The Evolution of Economic Institutions and Ideologies، صـ ۵۴
[۵] ـ Handbook of Political Theory، صـ ۴۲۲
[۶] ـ Darwinian Evolution and Classical Liberalism: Theories in Tension، صـ ۱۳
[۷] ـ هماغه ماخذ.
[۸] ـ An Introduction to Government and Politics: A Conceptual Approach، صـ ۱۲۹.
[۹] ـ Contending Liberalisms in World Politics: Ideology and Power، صـ ۵۲.
[۱۰] ـ “The danger of confusing liberals and leftists”، ۱۲ سپتمبر ۲۰۱۹
[۱۱] ـ “Liberal? Are we talking about the same thing?”، ۲۰ جولای
۲۰۱۰
[۱۲] ـ Goodman, John C (۲ January ۲۰۲۲). Classical Liberalism vs. Modern Liberalism and Modern
Conservatism
[۱۳] ـ Klein, Daniel B (۳ May ۲۰۱۷). Libertarianism and Classical Liberalism: A Short Introduction.
برتراند راسل، تاریخ فلسفه غرب، ژباړه: نجف دریابندري، شرکت سهامی کتابهای جیبی، ۱۳۴۰.
[۱۴] ـ Ryan, “Liberalism”, A Companion to Contemporary Political Philosophy، صـ ۳۶۰
[۱۵] ـ Galston, “Liberalism”, The Encyclopedia of Political Thought
[۱۶] ـ Charvet, “Liberal Theories”, Liberalism: The Basics، صص ۱۳۷–۱۳۹.
[۱۷] ـ Charvet, “Liberal Theories”, Liberalism: The Basics، صص ۱۳۹–۱۴۰.