لیکوال: م. فراهي توجګي


د رواني جګړې تاریخ (درې ویشتمه برخه)

 

 په مخکینۍ لیکنه کې د تبلیغاتو او د رواني جګړې په تعریف بحث وشو، په دې لیکنه کې به د رواني جګړې تاریخ ته لنډه کتنه وکړو.
د رواني جګړې تاریخ د انسان د ژوند له تاریخ سره یو دی، خو تل په دې نوم سره نه دی پیژندل شوی، بلکې د نورو مفاهیمو په څیر د تاریخ په چوکاټ او د وخت له غوښتنو سره سم بدل شوی دی. او تر نن ورځې پورې یې تکامل کړی دی. همدارنګه، په اوسني عصر کې، د ټیکنالوژۍ په کارولو سره د هغې پیچلتیا زیاته شوې ده.
“پل لاین برګ” د رواني جګړې تاریخ تر ۱۲۴۵ کاله مخکې له میلاد پورې په ګوته کوي؛ کله چې د “ګیدتون” په نوم یو جنرال د “مدیانیانو” په وړاندې په جګړه کې د رواني جګړې تخنیکونه وکارول ترڅو درې زره نفر یې د دښمن په ذهن او سترګو کې دېرش زره ښکاره کړل. په دې ډول چې هغه هر سرتېري ته مشعل ورکړ. د رواني جګړې بله مشهوره قضیه د “تروا” جګړه ده، چې یوناني جنرال “اګاممنون” د “تروا” ښار د فتح کولو لپاره وکارول و او د لرګي اس په جوړولو سره بریالی شو. ځینو په تاریخي ډول رواني جګړې په دریو دورو ویشلي دي:
  1. په پخوانیو وختونو کې رواني جګړې؛
  2. په منځنیو پیړیو کې رواني جګړې؛
  3. په نوي عصر کې رواني جګړې
د رواني جګړې خورا په زړه پورې تاریخي مثالونه د اسلام په لومړیو جګړو کې موندل کیدی شي. رسول الله صلى الله عليه وسلم تل د اسلام د جنګياليو د مورال د پياوړتيا او د دښمنانو د مورال د ضعيفولو په دوو اړخونو کې د رواني جګړې د غوره طريقې جوړوونکى و. کله چې به یې په خپلو اصحابو کې کمزوري ولیدله نو تل به یې د قرآن کریم ځواکمنونکي آیتونه تلاوتول، تر څو دوی ځواکمن شي او د اړتیا، حساسیت او د وخامت په وخت کې په میړانه او زړورتیا د دین دفاع وکړي.
په قرآن کريم کې ډېر آيتونه شته چې زياتره يې د اسلام د پېغمبراکرم (ص) په زمانه کې د اسلام په لومړيو جګړو پورې اړه لري. د دې آيتونو يوه برخه د دښمن د رواني جګړې او د هغوى د دسيسو د شنډولو ځواب دى او بله برخه يې يرغليز اړخ لري او غواړي د بل لوري پر روحيې اغېز وکړي او تسليمېدو ته يې اړ کړي. د دوی بله برخه، لکه مخکې مو چې یادونه وکړه، د مسلمانانو د ځواکونو پیاوړتیا وه. د سنت په مطالعه کولو سره کولای شو په دې برخه کې ډیر روایتونه ذکر کړو.
«جي. اف. سي فولر» یو برتانوي پوځي تاریخ لیکونکی او شنونکی، لومړی کس دی چې په 1920 کې د “رواني جګړې” اصطلاح وکارول. بیا، د رواني جګړې اصطلاح لومړی وار په 1940 کې د امریکا په یوه عمومي خپرونه کې د “رواني جګړه او څنګه یې پیل کول” تر سرلیک لاندې مقاله کې خپره شوه.
په لومړۍ نړیواله جګړه کې انګلستان د جګړې د تبلیغاتو په نوم یو دفتر جوړ کړ چې په ۱۹۱۸ کال کې د اطلاعاتو وزارت باندي بدله شوه.
متحده ایالاتو په 1917 کې د تبلیغاتو کمیټه جوړه کړه، دوه اونۍ وروسته له هغې چې جګړې ته ننوتل. په لومړۍ نړیواله جګړه کې له ماتې وروسته المانیانو د خپلې ماتې یو مهم عامل د تبلیغاتي تګلارې نشتوالی ګڼلی و. په ۱۹۳۳ کال کې د نازیانو له بریا یوه اونۍ هم نه وه تېره شوې، چې هټلر د تبلیغاتو په نوم د یوه وزارت د جوړولو امر وکړ او د نازیانو یو مهم شخصیت چې ګوبلز نومېده، د هغې په سر کې وټاکل شو. په پایله کې، په داسې حال کې چې د دښمن نفوذي ځواکونه د نازیانو مرکز ته ننوتلي وو، ځوانانو د حکومت د تبلیغاتو تر اغیز لاندې د برلین په کوڅو کې جګړې ته دوام ورکړ. د رواني جګړې اهمیت او په لومړۍ نړیواله جګړه کې د تبلیغتو اغېزمنې او مثبتې پایلې په دویمې نړیوالې جګړې کې د تبلیغاتي ستراتیژۍ لومړیتوب وګرځاوه او له پوځي او استخباراتي اړخه وروسته دا د پوځي پلان دریم ستون وو.
د لومړۍ نړیوالې جګړې په پای کې د استعمارګرو لخوا تبلیغات د رواني تاکتیک په توګه وکارول شو. د دې ډول تبلیغاتو اصلي موخه په سیاسي، اقتصادي او کلتوري مسایلو کې د نړۍ د مظلومو ولسونو فکري استعمار دی. همدا راز یې د دې سیاستونو د توجیه کولو لپاره د خپل ځان او نورو هېوادونو د خلکو فکرونه دوکه او ګمراه کړل. دا د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې دومره مهم شو چې د جګړې ښکیلو خواوو د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د هغې څخه د ګټې اخیستنې سیالي وکړه، او دې هڅو ته د رواني جګړې یا عصبي جګړې نوم کیښود. په دې توګه، له دې مودې وروسته، رواني جګړه د وسله والې جګړې په څیر مهمه شوه او حتی په ځینو مواردو کې. په دې توګه وسله واله جګړه رواني جګړې ته خدمت کوي. په نننۍ نړۍ کې رواني جګړه د استبدادي هېوادونو د سیاسي، نظامي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي فعالیتونو یوه برخه ده، چې په ملي او نړیواله کچه د استخباراتي سازمانونو تر پوښښ لاندې بېلابېلې دندې لري. د بیلګې په توګه، د امریکا مرکزي استخباراتي اداره (سي آی اې) اوس مهال د رواني میتودونو په کارولو سره د امریکا او د نړۍ په نورو برخو کې عامه افکار کنټرولوي. په مختلفو هیوادونو کې د سي آی اې یو مهم فعالیت د مطبوعاتو کنټرول په ځانګړې توګه د ورځپاڼو نفوذ دی.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version