لیکوال: عبیدالله نورزهي
اسلام په اروپا کې
(پنځلسمه برخه)
فرانسه
فرانسه لوېديځه اروپا کې د اسپانیا او آلمان ترمنځ موقعیت لري او د شمالي عرض د ۴۵ درجې مدار له دې هېواده تېرېږي. د فرانسې جمهوریت ۵۴۳,۹۶۵ کیلومتره مربع پراخوالی لري. دا هېواد ۹۶ ولایتونه لري او له څو کانتونونو او برخو جوړ شوی دی. د فرانسې مرکز د پاریس ښار دی، چې نفوس یې شاوخوا ۵۶ میلیونه اټکل شوی. د فرانسې خلک زیاتره سپین پوستي دي او د آلپي، مدیترانې او نورډیک نژادونو پورې اړه لري. د دې هېواد ۹۰٪ وګړي کاتولیکان دي او تر ټولو لوی اقلیت پهکې مسلمانان دي.
د اسپانیې له فتحې لا شل کاله تېر شوي نه وو، چې مسلمانانو د اتمې میلادي پېړۍ په پای کې د فرانسې جنوبي ایالتونه ونیول.کله چې مسلمانانو د فرانسې نیمايي برخه تر واک لاندې راوسته، نو په ۱۰۲ هجري قمري کال کې یې له فرانکانو څخه د تولوز په جګړه کې ماتې وخوړه او د دوی قوماندان هم په دې جګړه کې ووژل شو. له دې پېښې وروسته، عبدالرحمن غافقي، چې د اندلس والي و، د ۱۱۴ هجري قمري کال په پیل کې له اندلس څخه د فرانسې خاورې ته داخل شو. نوموړي آرل ښار، چې د رن سيند ترڅنګ پروت و، ونیو او د فرانسې د جنوبي سیمو لویه برخه یې د اسلام تر ولکې لاندې راوسته.
د عبدالرحمن غافقي له وفات وروسته، د مسلمانانو په چارو کې سستي راغله، چې دا حالت د فرانسوي لښکرو د پیاوړتیا لامل شو. سربېره پر دې، د اسلامي خلافت له مرکز څخه د دې فتوحاتو لرېوالي هم ستونزه جوړه کړه. په ۷۳۲ میلادي کال کې، شارل مارتل، چې د فرانکانو له مشرانو څخه و، الماني، فرانسوي او بورګونډي ځواکونو سره متحد کړل او د پواتیه جګړې په ترڅ کې یې د مسلمانانو د پرمختګ مخه ونیوله. که څه هم دې ماتې د مسلمانانو د پرمختګ مخه ونیوله، خو بیا هم په فرانسه کې د دوی حضور نږدې دوه پېړۍ دوام وکړ.[۱]
روژه دو پاسکیه وایي چې د پواتیه جګړې پر مهال مسیحیت له بشپړې محوې څخه ډېر لرې نه و. همداراز، محمد عبدالله عنان باور لري: «که مسلمانانو د تور په دښتو کې په شاتګ نه وای کړی، نو نن به په اروپا کې د مسیحیت هېڅ نوم نه وای او اسلام به پر دې لویې وچې واکمن وای».[۲]
په اسلامي هېوادونو کې د فرانسي حضور له دې امله و، چې دا سیمې لوټ او استثمار کړي او دې چارې مسلمانان له دردناک برخلیک سره مخ کړل. په تېره بیا په ځينو اسلامي سیمو کې د دې هېواد یرغلګر تسلط له ظلم، عاموژنې او سخت فشار سره مل و. یوازې په الجزایر کې د ۱۳۲ کلونو یرغل پر مهال د فرانسوي استعمارګرو لخوا له یو میلیون څخه ډېر مسلمانان ووژل شول. په اصل کې، فرانسې د هر بل استعمارګر هېواد په پرتله په آسیا او افریقا کې له مسلمانانو سره ډېرې جګړې کړې دي.[۳]
د فرانسوي استعمار پر مهال د شمالي او لوېديځې افریقا یو شمېر مسلمانان، دې هېواد ته مهاجر شول، حال دا چې، د لومړۍ نړیوالې جګړې تر پیل وړاندې، د دوی یوه کوچنۍ اقلیتي ډله د پاریس، مارسي او لیون ښارونو کې مېشته وه. کله چې جګړه پیل شوه نو ګڼ شمېر مسلمان مهاجر د فرانسې پوځ کې شامل شول او په بېلابېلو جګړو کې یې برخه واخیسته. هغوی حتی د آلمان تر مرکز پورې پرمختګ وکړ، چې په دې جګړو کې یې ډېر شمېر ووژل شول.
د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال هم د شمالي افریقا مسلمانان د فرانسې په نظامي واحدونو کې شامل وو او د نازي آلمان پر ضد جګړو کې یې فعال رول ولوباوه. لسګونه زره مسلمانان د دې هېواد د دفاع لپاره ووژل شول.
په مولهاوس هدیره (چې د فرانسې په ختیځ کې موقعیت لري) یو شمېر هغه مسلمانان دفن دي چې د ۱۹۴۴م د نومبر او د ۱۹۴۵م د جنورۍ ترمنځ یې د دې سیمې د آزادولو پر مهال د آزادې فرانسې د پوځ په لیکو کې جنګېدلي وو؛ خو سره له دې بیا هم په ۱۹۹۲م کال کې ځینو فرانسویانو د دې هدیرې د ۵۸ مسلمانانو قبرونو ته سپکاوی وکړ. له دې پېښې وروسته د مولهاوس ښاروالۍ له خلکو وغوښتل چې خپله بېاحترامي جبران کړي، هغوی په دې توګه د ۲۰۰ مسلمانانو د مقبرې درناوی وکړ، او د هغوی د سرښندنو ستاینه یې وکړه.[۴]
د دويمې نړيوالې جګړې وروسته د فرانسې مستعمره هېوادونو یو شمېر مسلمانان د ارزانه او ځوان کاري ځواک په توګه دې هېواد ته راوستل، ترڅو د اروپا د بیارغونې په برخه کې کار ترې واخلي. دې مهاجرینو د ډېر سخت کار سربېره هم ډېر کم معاش ترلاسه کاوه. ګڼ شمېر یې د درنو کارونو له امله وفات شول او معیوب شول. نن ورځ ډېری مسلمانان په صنعتي ښارګوټو او بېوزله سیمو کې ژوند کوي.
د وروستیو شمېرو له مخې د فرانسې د مسلمانانو نفوس ۵ میلیونه تنه دی، چې له دې ډلې یوازې ۱.۵ میلیونه تنه یې اصلي فرانسویان دي.
د ځینو سرچینو له مخې هره ورځ شاوخوا ۳۰ تنه په فرانسه کې اسلام قبلوي. همداراز، له مسلمانانو سره د فرانسویو ښځو ودونه د مسلمانانو د نفوس په زیاتوالي کې مهم رول لري، ځکه چې دا ښځې له واده وروسته اسلام د خپل دین په توګه قبلوي.
د ۱۹۷۹م او ۱۹۸۹م کلونو ترمنځ، هره میاشت ۴۶۸ ودونه د فرانسوي اتباعو او مسلمانانو ترمنځ ثبت شوي دي. ډېری مسلمان مهاجرین له الجزایر، مراکش، تونس، ترکیې، هند، پاکستان او سویلي افریقا څخه فرانسې ته تللي دي. په دې هېواد کې یوازې د الجزایري مسلمانانو شمېر شاوخوا یو میلیون ته رسېږي. مسلمانان زیاتره د پاریس، لیون او د مارسي بندري ښار باندې متمرکز دي. د کارګرو مهاجرینو سربېره یو شمېر محصلین، د پوهنتون استادان، څېړونکي او ډاکټران هم د اسلام په دین مشرف شوې دي.
د فرانسې مسلمانان د پام وړ فرهنګي او تبلیغاتي فعالیتونه ترسره کوي. شیخ فیصل موسوي د دوی د هڅو په اړه وايي: «له ټولنې ګوښهوالی کېدای شي زموږ د هویت د ساتنې لپاره ګټور وي، خو موږ باید خپل اصالت د فرانسوي ټولنې رګونو ته تزریق کړو، ترڅو د خپلو اخلاقو له لارې، کینه او نژادپالنه له زړونو څخه لرې کړو».
سره له دې هم لا هم په فرانسه کې د مسلمانانو ټولنه مناسب تنظیمي جوړښتونو نه لري او له بیلابېلو تبعیضونو سره مخ ده. د فرانسې حکومت د نورو اقلیتونو په پرتله له مسلمانانو سره ښه چلند نه کوي.
ځینې وختونه سیاستوال د مسلمانانو په اړه مثبت څرګندونې یوازې د دې لپاره کوي، چې د سیاسي بهیر په ترڅ کې د دوی رایې ترلاسه کړي.
یهودیان چې شمېر یې ۷۰۰,۰۰۰ کسانو ته رسیږي (د فرانسې د نفوس ۳.۱٪) جوړوي، چې د فلسطین له اشغال شوي سیمې وروسته د نړۍ دویمه لویه یهودي ټولنه ده. دوی د فرانسې ټول اقتصادي، سیاسي او کلتوري قدرتونه په لاس کې لري او پر مسلمانانو سخت فشار راوړي. د فرانسې استخباراتي سازمان د مسلمانانو مذهبي او سیاسي فعالیتونه تر څارنې لاندې نیولي دي. همداراز، فرقهییزو اختلافاتو ته لمن وهي، ترڅو د مسلمانانو وحدت کمزوری کړي. د فرانسې مسلمانان له بېلابېلو لارو چارو په استفادې تر فشار لاندې نیول کیږي. د ښاروالیو لخوا د جواز د نهشتوالي په پلمه جوماتونه نړول کېږي. په ۱۹۸۲م کال کې په فرانسه کې ۴۱۰ جوماتونه موجود وو. همداراز، ځینې وختونه اسلامي مشران ترور کېږي خو د فرانسې حکومت د دغو پېښو پر وړاندې کوم جدي اقدام نه ترسره کوي.
دوام لري…
[1]. صحنههای تکاندهنده در تاریخ اسلام، ص ۵۲-۵۷؛ تاریخ فتوحات مسلمانان در اروپا، شکیب ارسلان، ص ۸۷.
[2]. سرکذشت اسلام و سرنوشت انسان، ص ۲۴۳، روژه دو پاسکیه، ترجمه: علی اکبر کسمانی.
[3]. اسلام و بحران عصر ما، روژه دو پاسکیه، ص ٦١.
[4]. مسائل ژئوپلتیک اسلام، دریا، آفریقا، ایولا کست، ترجمه: دکتر عباس آگاهی، ص ۱۵.