لیکوال: عبیدالله نورزهي

اسلام په اروپا کې (شپاړسمه برخه)

 

انګلستان
انګلستان د اروپا په لوېدیځه څنډه کې موقعیت لري او له څو لویو او کوچنیو ټاپوګانو څخه جوړ شوی، چې ټول د اطلس سمندر کې پراته دي. دا هېواد د څلورو سیمو—اسکاتلند، انګلینډ، وېلز، او شمالي ایرلنډ—د اتحاد له لارې رامنځته شوی، چې هره یوه یې په خپل کورني سیاست کې تر یوه بریده خپلواکي لري.
د انګلستان نفوس شاوخوا ۵۷ میلیونه کسان دي، چې ۹۳ سلنه یې په ښارونو کې ژوند کوي. د دې هېواد له ۸۰ سلنې زیات اوسېدونکي د انګلیسي نژاد دي، او پاتې نور یې اسکاتلندیان، ایرلندیان، وېلزیان، او آلستریان دي. د انګلستان اکثریت وګړي مسیحیان دي او د انګلیکان مذهب (د پروتستان مذهب یوه څانګه) پیروي کوي. د دې هېواد تر ټولو ستر مذهبي لږکیان کاتولیکان دي، او له هغوی وروسته مسلمانان او یهودیان راځي.
انګلستان په اسلامي هېوادونو د نفوذ په دوره کې، د هغوی د استعمار او استثمار لپاره مسلمانانو ته ډېرې زیانونه ورسول. دې هېواد مسلمانان خپل سخت‌دریځي دښمنان او د نورو سیمو د نیولو پر وړاندې خنډ باله. په ۱۸۴۳ میلادي کال کې د هند مطلق واکمن لُرد الن‌برو په یوه وینا کې وویل: “ په دې ښکاره حقیقت سترګې نشو پټولای چې مسلمان ملت د خپل دین د طبیعت له امله، زموږ سرسخت‌ دښمن دی؛ نو زموږ اصلي برنامه باید د هندوانو د رضايت خپلول وي.”
جواهر لعل نهرو هم لیکلي دي چې: “له ۱۸۷۵ میلادي کال وروسته، انګلستان پر مسلمانانو د هندوانو په پرتله زیات فشار راوړ، ځکه چې انګلیسانو مسلمانان له هندوانو زیات مبارز او زړور بلل.”
انګلیسي وقایع‌نگار ویلیام هانټر په ۱۸۷۱ میلادي کال —یانې د ۱۸۵۷ میلادي کال د انګلیس په وړاندې د مسلمانانو له انقلاب ۱۴ کاله وروسته—په خپل راپور کې ولیکل: “په هند کې زموږ مسلمان اتباع ځان مکلف بولي چې د ملکې پر ضد بغاوت وکړي.”
د انګلیسي یرغلګرو پر وړاندې د مسلمانانو له مبارزې‌ ډکه روحیه او مقاومت په افغانستان کې هم څرګند وه، او انګلیسانو دا تجربه د یوه تریخ درس په توګه تل په یاد لرله. کله چې انګلستان په عراق کې نفوذ پیدا کړ، د دې هېواد د طبیعي سرچینو د لوټ او له ستراتیژیک موقعیت څخه د استفادې سربېره یې د فساد او اخلاقي انحطاط د خپرولو هڅې هم وکړې. د دغو شومو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یې ګڼ مسلمانان سرکوب او قتل‌عام کړل.
اسلام د شلمې پېړۍ پیل کې انګلیسي ټولنې ته د مسلمانو کارګرانو په راتګ سره داخل شو. انګلستان د ۱۹۵۰م او ۱۹۶۰م لسیزې د صنعتي ودې په اوږدو کې، له پاکستان، هند، مالیزیا، نایجېریا، او ختیځې افریقا څخه ډلې ډلې مهاجرین دې هېواد ته راوستل. ډېری مسلمان مهاجرین د ریسندلو او اوبدلو په کارخانو کې په کار بوخت شول، ځینو یې سوداګرۍ ته مخه کړه. او یوه برخه یې ډاکټران، انجنیران، متخصصین او محصلین دي. دا مهال د انګلستان د مسلمانانو شمېر ۲٬۵۲۰٬۰۰۰ تنو ته رسېږي. مسلمانان په انګلستان کې د رېښه لرونکي فرهنګ او قوي غیرت څښتنان دي. په انګلستاني ټولنه د حاکم اخلاقي فساد او انحطاط پر وړاندې ددوی مقاومت، د لوړو ارزښتونو ښکارندوي کوي، ان تر دې چې د دوی مخالفان هم په دې حقیقت اعتراف کوي. د بېلګې په توګه، ډیلي مېل ورځپاڼه، چې ښي اړخې تګلاره لري او له مسلمانانو سره یې اړیکه ښه نه ده، مجبوره شوه چې د مسلمانانو په اړه واقع‌بینانه تحلیلونه وړاندې کړي.
په انګلستان کې مېشت مسلمانان اندېښمن دي چې ماشومان یې د لوېدیځې ټولنې د فساد او اخلاقي انحطاط ښکار نشي. په داسې چاپېریال کې چې اخلاقي انحراف اسانه دی، د اسلامي روزنې اهمیت ډېر زیات شوی. ځوان هلکان او نجونې د رمضان مبارکې میاشتې روژه په ځانګړي شوق او هیجان سره نیسي.
په برادفورډ کې د ځوانانو ترمنځ له قرآن‌کریم سره زیاته علاقه لیدل کېږي. دا په داسې حال کې ده چې د انګلستان کلیساوې د خپلو پیروانو د تعداد له سخت کمښت سره مخ دي، خو د مسلمانانو د جوماتونو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي.
نن ورځ په انګلستان کې ۳۸۷ جوماتونه شتون لري، چې ټول یې د مسلمانانو په خپلو هڅو جوړ شوي دي. له جوماتونو سره مینه ددې لامل شوې چې ځینې دوکانونه د عبادت په ځایونو بدل شي.
د انګلستان تر ټولو پخوانۍ جومات د شاه جهان جومات دی، چې وکینګ (د لندن په څنګ) کې موقعیت لري. جوماتونه او لمونځ‌ځایونه یوازې د عبادت مرکزونه نه دي؛ بلکې د اسلامي زده‌کړو او د عربي ژبې د زده کړې ځایونه هم ګڼل کېږي. ځینې جوماتونه پراخ انتشاراتي او تبلیغاتي فعالیتونه لري او د اسلامي تعلماتو په اړه جزوې خپروي. دا فرهنګي او اخلاقي فعالیتونه دومره اغېزناک وو، چې ګراهام ټرنر—هغه څېړونکی چې د مسلمانانو د ټولنې په اړه یې تحقیق کړی—د خپل راپور په پای کې لیکي: “ای کاش، سپین پوستان هم مسلمانان وای.”
د کلیساګانو نهیلي شوې ښځې، چې ډېری یې انګلیسي، سکاتلینډي او وېلزي دي، اسلام ته جذبېږي او له مسلمانانو سره وادونه ترسره کوي. سربېره پر دې، ځینې انګلیسي څېړونکي او پوهان هم د اسلامي ښوونو له جذابیت څخه متأثر شوي او اسلام یې منلی دی.
د انګلستان حکومت مسلمانانو ته اجازه ورکړې، چې د رسمي زده‌کړو تر څنګ، د اسلام دین هم تدریس کړي. د مسلمانو زده‌کوونکو د والدینو د پرلپسې غوښتنو په پایله کې، د ښوونې او روزنې منقطوي ادارې(ډین‌شایر) اجازه ورکړه چې مسلمانې نجونې عادي حجاب وکاروي.
په ۱۹۸۸ میلادي کال کې د رهبرانو مجلس تصویب کړه، چې له مخې یې باید د ټولو دولتي ښوونځیو زده‌کوونکو په شمول، نیم میلیون مسلمانو زده‌کوونکو هم د مسیحي تعلماتو په سهارنيو مذهبي مراسمو او ټولګیو کې ګډون کړی وای. خو د مسلمانانو د شدید مخالفت او اعتراض له امله، حکومت بېرته په شا شو، او د ښوونې او روزنې وزیر اعلان وکړ چې: “مسلمان زده‌کوونکي کولای شي په دې مراسمو کې ګډون ونکړي.”
په انګلستان کې د مسلمانانو ټولنه منظمې تشکیلاتي ادارې لري، چې تر ټولو مهمه یې د انګلستان د مسلمانانو سازمانونو اتحادیه (U.M.O) ده. دا اتحادیه له ۱۰۲ اسلامي سازمانونو او ټولنو څخه جوړه شوې ده. همداراز، د لندن اسلامي مؤسسه د ۱۹۷۰م لسیزې په جریان کې، د ډاکټر کلیم صدیقي او یو شمېر نورو مسلمان پوهانو په هڅو، د انګلستان په مرکز کې تأسیس شو. دا مؤسسه د مسلمان اقلیت د اسلامي موضوعاتو او ټولنیزو مسایلو د څیړلو په موخه جزوات خپروي، او د مسلمانې ټولنې د انسجام په برخه کې مهم رول لوبوي.
مسلمانان په انګلستان کې له ډېرو ستونزو او فشارونو سره مخ دي. سره له دې چې له ۲۵۰ څخه زیات مذهبي سازمانونه لري، خو اسلام لا هم د دې هېواد له لوري په رسمیت نه‌دی پېژندل شوی. حتی د دولت له لوري په اسلامي بڼه د وادونو ترسره کول هم نه تأییدیږي. دې وضعیت د مسلمانانو لپاره اقتصادي، کلتوري، او ټولنیزې ستونزې رامنځته کړې دي. خو د پام وړ خبره دا ده چې د مسلمانانو شمېر په بې‌ساري ډول زیات شوی، د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال، د مسلمانانو ټول نفوس ۵۰٬۰۰۰ تنه و، خو نن ورځ پنځوس برابره زیات شوی دی.
په انګلستان کې د مسلمانانو لومړۍ ټولنه یمني مهاجرین وو، چې د عدن له سیمې راغلي وو. دوی تر ډېره د کاردیف او کاونت‌ګل‌مورګان ښارونو کې مېشت شول. د انګلستان اکثره مسلمانان د حنفي مذهب پیروان دي، او ۴۰٪ یې په لندن کې ژوند کوي. مسلمانان له حکومت څخه هیله لري، د یهودي او کاتولیک مذهبي ښوونځیو د ملاتړ په څېر له اسلامي ښوونځيیو هم ملاتړ وکړي. خو انګلیسي سیاستوال د مسلمانانو پر وړاندې له خصمانه دریځه کار اخلي، او ددې اقدام مخه نیسي.
په انګلستان کې د مسیحیانو پراخ تبلیغات، په ځانګړي ډول د مسلمانو ځوانانو ترمنځ، د مسلمانې ټولنې په وړاندې له جدي ستونزو څخه ده. د کشیشانو د “ګوردنر” اتحادیه او “د صلیب وړونکو ټولنه” د مسیحیت د تبلیغ په موخه، له عیسوي کارګرانو او محصلینو څخه په استفادې، مسلمانان ټارکېټ کوي. د “دوستي” سازمان، پراخ فعالیتونه چې په ۱۹۲۸م کې په لیسټر کې تأسیس شوی، پر مسلمان ځوانانو د پام وړ اغېز لري.
د مسلمانانو پر ضد یو له تر ټولو لویو فرهنګي بریدونو څخه د “شیطاني آیتونه” کتاب خپرېدل و. دا کتاب په ۱۹۸۸م کال کې، د سلمان رشدي له لوري چې هندي الاصله انګلیسي تبعه و، ولیکل شو. د یهودي “پینګوئن” خپرندویې مؤسسې دا کتاب چاپ کړ. دا له سپکاوي څخه ډګ آثر چې د انګلستان د سلطنتي کورنۍ له لوري یې ملاتړ وشو او د “بوکر پرایز” ادبي جایزه یې وګټله، د نړۍ د مسلمانانو غوصه راوپاروله. د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول انګلستان کې یې په وړاندې مسلمانانو پراخ اعتراضونه وکړل او د کتاب نسخې وسوځول شوې.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version