لیکوال: ابوعائشه
د قدریه فرقه
شپږمه برخه
د پیل خبرې: د بدعتي فرقو او د کږو او انحرافي باورونو لرونکو ډلو تحذیر په دین کې یو اساسي او مهم اصل دی؛ ځکه له دې ډلو سره ناسته ولاړه د دې لامل کېږي چې مجلس کوونکی یې له هغو اغېزمن شي او کارونو ته یې مخه کړي؛ ځکه د دین علما او د دې امت مشران تل ټینګار کوي چې باید انسان د صالح او نېکو ملګرو د انتخاب په فکر کې اوسي، چې هسې نه د قیامت په ورځ سرټیټی، خجالته او پښېمانه وي او اعتراف وکړي: «یا لیتنی لم أتخذ فلانا خلیلا لقد أضلنی عن الذکر بعد إذ جاءنی» (افسوس دی پر ما، کاشکې مې پلانی نه ملګری کاوه، په رښتیا چې تر هغه وروسته یې زه له پند څخه ګمراه کړم چې کله زما پر خوا راغی)[1] باطلې او ګمراه فرقې هم همدا حکم لري، چې د دې لامل کېږي انسان له هغو سره په ناسته ولاړه خپل تګلوری انتخاب کړي، د هغوی له عقایدو رنګ واخلي او د هغوی پر لور لېواله شي.
موږ د څېړنې په دې برخه کې هڅه کوو چې د دې ډلې د تحذیر او وېرولو په اړه د علماوو او سلف صالح اقوال وارزوو او د دې څېړنې په بله برخه کې غواړو چې د قدریه ډولونه، بېلابېل مذهبونه او طریقې بیان کړو.
له قدریه فرقې څخه لرېوالی او ځان ساتل
دا چې د قضا او قدر موضوع د اهل سنت او جماعت علماوو په نزد یو واقعیت دی او ټول یې له اختلاف پرته پر اثبات متفق دي، ټول یې په تقدیر ایمان او باور لري او هغه د دین او اسلامي عقیدې له بنسټونو او اساسي ارکانو څخه ګڼي، نو دې امت ته د علماوو او سلف صالح مهمه سپارښتنه دا ده چې په دې راسخه او کلکه عقیده منګولې ولګوي، په هیڅ وجه ترې لرې نه شي او هغوی امت له هغو کسانو وېروي چې په تقدیر ایمان نه لري او یا یې په اړه شک لري. که څه هم وړاندې د دې ډلې په اړه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم احادیث او د علماوو او سلفو په تېره د صحابه کرامو او تابعینو د وروستنیو اقوال په لنډ ډول بیان شول؛ خو دلته غواړو د دې موضوع په اړه لا ډېر بحث وکړو:
-
امام احمد رحمهالله له نافع رحمهالله روایت کړی دی چې ابن عمر رضیاللهعنه په شام کې یو ملګری درلود، چې هغه ته به یې لیک لیکه. یو ځل ورته عبدالله بن عمر رضیاللهعنه داسې لیک ولیکه: «ما ته خبر را رسېدلی چې تا د قدر په اړه خبرې کړې دي، تر دې وروسته نه غواړم چې لیک راته ولیکې؛ ځکه ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم اورېدلي دي چې هغه وفرمایل: «زما په امت کې به داسې کسان راشي چې تقدیر تکذیبوي.»[2] دا روایت ښيي چې صحابه کرامو له دې ډلې سره څه چلند کاوه او دې ډلې یې په نزد کوم مقام درلود! په یوه بل روایت کې هم له ابن عمر رضیاللهعنه څخه د قدریه په اړه مختلف قولونه نقل شوي دي؛ مثلا دا روایت: «عامر شعبي رحمهالله وايي، ما له ابن عمر رضي الله عنه څخه واورېدل چې هغه وفرمایل: زه له هغه چا بېزار یم چې په قدر ایمان نه لري».»[3]
-
حضرت حسن بصري رحمهالله یو عزتمن تابعي، هغه څوک چې ځینو ناخبرو هغه قدریه فرقې ته په لېوالتیا تورن کړی دی[4]، د قدریه فرقې د سرلاري او بنسټګر په اړه وايي: «له معبد جهني سره ناسته ولاړه مه کوئ؛ ځکه هغه ګمراه شوی او ګمراه کوونکی شخص دی.»[5]
-
امام مالک رحمهالله له خپل کاکا ابو سهیل بن مالک رحمهالله څخه روایتوي چې هغه وفرمایل: «زه په لاره کې له عمر بن عبدالعزیز رحمه الله سره روان وم چې هغه وفرمایل: د قدریه فرقې په اړه ستا نظر څه دی؟ ما ځواب ورکړ: «زما نظر دا دی چې باید له دې ډلې وغوښتل شي چې توبه وکړي، که توبه یې وکړه ښه ده؛ خو که توبه یې ونه کړه، د ټولو کار دې په توره وشي [یعنې ټول دې په توره له پښو وغورځول شي او ودې وژل شي].
عمر بن عبد العزیز رحمهالله وفرمایل: د هغو په اړه زما نظر هم همدا دی. امام مالک رحمه الله فرمايي چې زما نظر هم همدا دی.[6] البته له عمر بن عبدالعزیز رحمه الله څخه داسې روایتونه زیات دي؛ ځکه تقریباً د قدریه فتنې د هغه په وخت کې سر راپورته کړ. په بل ځای کې فرمايي: «مناسبه ده چې له قدریه څخه وغوښتل شي چې توبه وکړي، که توبه یې وکړه (فبها)، کنې له اسلامي هېواد څخه دې تبعید شي.»[7]
-
سحنون رحمهالله روایت کوي چې له امام مالک رحمهالله څخه د قدریه فرقې په اړه وپوښتل شول، هغه وفرمایل: «ډېر بد قوم دی، له هغوی سره ناسته ولاړه مه کوئ». ترې وپوښتل شول: لمونځ ورپسې ونه شي؟ ویې فرمایل: هو» [یعنې باید لمونځ ورپسې ونه شي][8]
-
له سیار ابی الحکم رحمهالله څخه روایت دی چې هغه وفرمایل: «هیڅوک دې په قدري پسې لمونځ نه کوي، که څوک په هغو پسې لمونځ وکړي، باید لمونځ بېرته راورګرځوي.»[9]
-
ابن تیمیه رحمهالله فرمايي: «په کار ده چې قدریه فرقه په دې خاطر کافره وګڼو چې شر د الله تعالی خلق نه ګڼي او ادعا لري چې د خپل هر کار ترسره کوونکی د خپل فعل خالق دی».[10]
-
ایوب نجار رحمهالله فرمايي: «د یحیی بن ابی کثیر رحمهالله په وړاندې د قدریه فرقې یادونه وشوه، هغه وویل: هغوی په دې مجلس کې مه یادوه؛ ځکه زما په نزد تر هغوی مجوسیان غوره دي.»[11]
-
مؤمل بن اسماعیل رحمهالله وايي ما له عمارة بن زاذان رحمهالله څخه واورېدل چې هغه وویل: «ما ته خبر رارسېدلی دی چې قدریه فرقه د قیامت په ورځ له مشرکینو سره راپورته کېږي.»[12]
-
فریابی له ابي عون رحمهالله څخه روایت کړی دی چې هغه وفرمایل: د محمد بن سیرین رحمه الله په نزد مې تر قدریه فرقې هیڅوک بغض کړل شوي او ناخوښه نه وو لیدلي.[13]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
[1] . الفرقان: 28- 29.
[2] . ابن حنبل، أبو عبد الله أحمد بن محمد، مسند الإمام أحمد بن حنبل، تحقیق: شعیب الأرنؤوط، عادل مرشد و آخرون، 1421 هـ. ق، 9ټوک، 456مخ، د حدیث شمېره: 5639.
[3] . الفریابی، أبوبکر جعفر بن محمد بن الحسن، کتاب القدر، تحقیق: عبد الله بن حمد المنصور، 1418 هـ. ق، 162مخ.
[4] . امام اوزاعي رحمه الله فرمايي: «موږ ته په دې اړه هیڅ خبر نه دی رارسېدلی، چې آیا ځینې تابعین قدریه وو که نه؛ خو د حسن او مکحول رحمهما الله په اړه. وروسته په څېړنې سره موږ ته مشخصه شوه چې دا خبره باطله او ناسمه ده». (موقع إسلام ویب، عنوان المقال: المذاهب والفرق المعاصرة- القدریة للشیخ عبد الرحیم السلمی.)
[5] . حنبلی، عبد الله عبید الله بن محمد، الإبانة عن شریعة الفرقة الناجیة ومجانبة الفرق المذمومة، تحقیق: د. عثمان عبد الله آدم الأثیوبی، 1418 هـ. ق، ما أمر الناس به من ترک البحث والتنقیر، 2ټوک، 319مخ.
[6] . الجوهری المالکی، أبو القاسم عبد الرحمن بن عبد الله، مسند المؤطأ للجوهری، تحقیق: لطفی بن محمد الصغیر، طه بن علی بو سریح، 1997 م، باب ما روی مالک…، 552مخ.
[7] . الفریابی، أبوبکر جعفر بن محمد بن الحسن، کتاب القدر، تحقیق: عبد الله بن حمد المنصور، 1418 هـ. ق، 223مخ.
[8] . ابن زمنین مالکی، أبو عبد الله محمد بن عبد الله، أصول السنة، ومعه ریاض الجنة بتخریج أصول السنة، تحقیق وتخریج وتعلیق: عبد الله بن محمد عبد الرحیم، 1415 هـ. ق، باب النهی عن مجالسة أهل الأهواء، ص 305.
[9] . اللالکائی، هبة الله بن الحسین، شرح أصول اعتقاد أهل السنة والجماعة من الکتاب والسنة وإجماع الصحابة، تحقیق: د. أحمد سعد حمدان، 1402 هـ. ق، 730مخ.
[10] . جبریل، حیاة بن محمد، الآثار الواردة عن عمر بن عبد العزیز في العقیدة، 1423 هـ. ق، 1ټوک، 584مخ.
[11] . النجاد، أحمد بن سلمان، الرد علی من یقول القرآن مخلوق، تحقیق: رضا الله محمد إدریس، بیتا، 38مخ.
[12] . الشیبانی ابن حنبل، عبد الله بن أحمد، السنة، تحقیق: د. محمد سعید سالم القحطانی، 1406 هـ. ق، 2ټوک، 392مخ.
[13] . الفریابی، أبوبکر جعفر بن محمد بن الحسن، کتاب القدر، تحقیق: عبد الله بن حمد المنصور، 1418 هـ. ق، 199مخ.