لیکوال: ابوعایشه

د قدریه فرقه

اوومه برخه

د قدریه فرقې ډولونه
د قدریه فرقې د ډولونو پېژندنه هم یوه مهمه موضوع ده؛ ځکه د دې فرقې ټول غړي سره یو شان نه‌دي، بلکې ترمنځ یې ګڼ توپیرونه شته، چې د څېړنې او تحقیق له لارې څرګندېږي. دلته به هڅه وکړو چې د معتبرو کتابونو په استناد دا موضوع لا روښانه او واضح کړو:
علماوو دا فرقه په درېیو ډلو وېشلې ده، چې لاندې به پرې بحث وکړو:
مشرک قدریه: دا هغه کسان وو چې د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم په زمانه کې موجود وو او ویل به یې: «لَوْ شَاءَ اللَّهُ مَا أَشْرَكْنَا وَلَا آبَاؤُنَا» یعنې «که خدای غوښتي وای، نو نه به موږ شرک کړی وای او نه زموږ پلرونو». نو دا ډله له هغې قدریه­وو سره تړاو نه لري چې دلته پرې غږیږو؛ ځکه زموږ هدف هغه فرقه ده چې د اسلام له خپرېدو وروسته د تابعینو او تبع تابعینو په زمانه کې راپیدا شوې ده.
افراطي قدریه: دا هغه کسان دي چې د خدای تعالی علم نه مني او وایي چې قضا تازه او نوې ده، یعنې خدای تعالی د شیانو په اړه علم نه لري او نه پوهېږي.[۱]
معتدله یا منځ‌لارې قدریه: دا ډله د معتزله­ وو هغه فرقه ده، چې د قدر په مسئله کې یې نه د قدر ټول مراتب رد کړي دي او نه یې هم د ټولو شیانو په اړه د خدای تعالی قدیم علم رد کړی دی. د معتزله فرقه له خپلو ټولو عقایدو، نظریاتو او باورونو سره تر څېړنې او تحقیق لاندې نیول شوې ده.
د «ٱلتَّنْبِيهُ وَٱلرَّدُّ عَلَىٰ أَهْلِ ٱلْأَهْوَاء» لیکوال په خپل کتاب کې د قدریه فرقې اووه ډولونه یاد کړي دي. نوموړي وروسته د دې ډلې ځینې عقیدې او باورونه جلا جلا بیان کړي او د دوی شبهاتو او دلایلو ته یې هم ځوابونه ورکړي دي. موږ دلته د لیکنې د اوږدوالي د مخنیوي په خاطر یوازې د دې ډلې نومونه او ځینې مشهوره عقاید یادوو:
  1. یوه ډله یې داسې انګیري چې نېکۍ او ښېګڼې دخدای تعالی له لوري دي، خو بدۍ او ګناهونه په خپله د انسانانو له لوري دي. دوی په دې دریځ غواړي چې خدای تعالی ته بدۍ منسوبې نه کړي. دا ډله داسې خبرې پر ژبه راوړي او داسې ادعاوې لري چې زه یې ځانته د یادولو اجازه نه شم ورکولای. خدای تعالی لوړ او پاک دی.
  2. یوه بله ډله یې مفوضه نومېږي.[۳] دا ډله باور لري چې دوی خپلې خوښې ته پرېښودل شوي دي او خدای تعالی دوی ته د هر ډول د خیر کار د ترسره اختیار او توان ورکړی دی.
  3. یوه بله ډله بیا داسې باور لري چې خدای تعالی دوی ته دومره بشپړه وړتیا ورکړې ده، چېدې ته اړتیا نه لري چې نوره هم زیاته شي. دوی وايي چې موږ د همدې شته توان په مرسته کولی شو چې ایمان راوړو یا کفر وکړو، وخورو او وڅښو، کښېنو او پاڅو، ویده او بیداره شو او بل هر کار چې مو زړه وغواړي، ترسره کولی یې شو. دوی باور لري چې بندګانو د ایمان راوړلو توان درلود او که دا توان نه وای ورسره، نو خدای تعالی به هغوی ته د داسې کار له امله عذاب نه ورکاوه چې توان یې نه درلود.
  4. یوه بله ډله شبیبیه نومېږي. دا ډله هم د خدای تعالی قدیم علم نه مني او وايي: نه بندګان کوم عمل ترسره کوي او نه یې عملونه بېرته خدای ته ورګرځي.
  5. یوه بله ډله یې په دې باور ده، چې خدای تعالی ولدالزنا نه دی پیدا کړی، نه یېدا چاره مقدر کړې او نه یې غوښتی دی، بلکې له سره د خدای تعالی په علم کې نه و ٱلْعِيَاذ بِٱللَّه. خدای تعالی جل جلاله له هغه څه څخه لوړ او پاک دی، چې دوی یې په اړه وایي. همداراز وايي: که یو څوک ټول عمر غلا وکړي یا حرام وخوري، نو د خدای تعالی له رزق څخه یې څه نه دي خوړلي؛ ځکه دوی باور لري چې خدای انسانانو ته یواځې حلال رزق ورکوي.
حال دا چې علماوو د داسې خلکو په اړه ډېر سخت احکام صادر کړي، چې ووايي «حرام د خدای رزق نه دی». لاندې روایت ته پام وکړئ: نصر بن علي رحمه‌الله وايي: «ما له اصمعي څخه واورېدل چې ویل یې: څوک چې ووايي حرام د خدای تعالی رزق نه دی، نو کافر شوی دی.»[۴]
  1. یوه بله ډله وايي چې خدای تعالی د انسانانو لپاره د رزق او اجل لپاره مشخص وخت ټاکلی دی؛ نو که یو څوک بل څوک ووژني، هغه یې تر خپل اجل مخکې وژلی دی او په دنیا کې یې لا هم یو څه رزق پاتې و، چې تر لاسه کړی یې نه دی. خدای تعالی له هغه څه لوړ، پاک او سپېڅلی دی چې وایي یې.[۵]
ځینې له دې نظریاتو، عقایدو او باورونو ډېر خطا او له حقې لارې منحرف شوې دي، چې انسان باید ځان ترې وساتي. ځینو نورو لیکوالانو د خپل درک او پوهې پر اساس د قدریه فرقې نور ډولونه هم بیان کړي، خو موږ په دې خاطر چې موضوع اوږده نه شي په همدومره معلوماتو بسنه کوو.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
[1] . آل الشیخ، صالح بن عبد العزیز، شرح العقیدة للإمام أبی جعفر أحمد بن محمد الطحاوی المسمی ب (إتحاف السائل بما في الطحاویة من مسائل)، بی‌تا، ص ۱۷.
[2] . هماغه، ص ۱۷.
[۳]. مفوضه هغو کسانو ته ویل کېږي چې د «تفویض» پلویان دي. تفویض لغتاً د یو کار بل ته سپارلو ته ویل کېږي، خو دلته مراد دا دی چې خدای تعالی د انسانانو اعمال هغوی ته پرېښي او خپله یې له دې واک څخه لاس اخیستی، یعنې د انسانانو اختیاري افعال د خدای د تقدیر برخه نه ګڼل کېږي. (سرلیک: د قدریه فرقۀ «مفوضه» لنډه پېژندنه، فرقه‌پېژندنه).
[4] . الفریابی، أبوبکر جعفر بن محمد بن الحسن، کتاب القدر، تحقیق: عبد الله بن حمد المنصور، ۱۴۱۸ هـ. ق، ص ۱۸۶.
[۵]. (الملطی، ابوالحسن محمد بن احمد، کتاب التنبیه والرد علی أهل الأهواء والبدع، ۱۴۳۰ هـ ق، ص ۱۲۶–۱۳۵. څوک چې دغو نظریاتو ته د قرآن، سنت او د علماوو د خبرو په رڼا کې ځوابونه غواړي، د همدې کتاب یادو صفحو ته دې مراجعه وکړي.
Leave A Reply

Exit mobile version