لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د ابو حامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک

دوولسمه برخه

د ټولنې په لارښوونه کې د علماوو محوري ونډه
امام غزالي رحمه‌الله په دې باور و، چې علما د ټولنې د لارښوونې اصلي ستنې دي او د اسلامي امت برخلیک د دې قشر په اصلاح یا بېلارۍ پورې تړلی دی. که علما د حق په لار روانیږي او خپله دنده په اخلاص او تقوا ترسره کوي، نو ټولنه به د عدالت، معنویت او نېکمرغۍ پر لور روانه شي؛ خو که دا ډله په فساد اخته شي او علم د دنیا د ترلاسه کولو وسیله وګرځوي، د هغوی بېلاري د ټولنې نورو برخو ته خپرېږي او د امت د اخلاقي او فکري سقوط لامل کېږي.
د امام غزالي رحمه‌الله دا نظر له قرآني او نبوي لارښوونو څخه اخیستل شوی دی.  رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي: «إذا فسد العالِم فسد العالَم»؛ یعنې: «که عالم فاسد شي، نړۍ فاسدېږي»
امام غزالي رحمه‌الله دا حقیقت په ژور درک کړی و او له علماوو په کلکه غوښتل چې د نورو تر اصلاح وړاندې خپل ځانونه اصلاح کړي او د دنیا او مقام غوښتنې په دام کې له لوېدو څخه دې ځان وساتي. په «احیاء علوم الدین» کې یې په دې ټینګار کړی، چې واقعي عالمان هغه کسان دي چې خپل علم د شهرت او مقام لپاره نه، بلکې د خلکو د هدایت او روزنې لپاره کاروي. برعکس، فاسد علمان هغه کسان دي، چې علم یې د شخصي ګټو د جلبولو لپاره وسیله ګرځولې او د ځواک او شتمنۍ د ترلاسه کولو په لټه کې دي. داسې کسان نه یوازې خپل ځانونه تباه کوي، بلکې ټولنه هم د هدایت له لارې منحرفوي.
د علماوو دوه څېرې: مصلحین او منحرفین
امام غزالي رحمه‌الله د علماوو د حالاتو په تحلیل کې دوه ډلې له یو بله جلا کړي:
  1. رباني او مصلح علما:
  • هغه څوک چې علم د الله تعالی د رضا او د خلکو د لارښوونې لپاره زده کوي.
  • په خپل علم عمل کوي او په شخصي ژوند کې تقوا او پرهېزګاري رعایتوي.
  • د ټولنې د اصلاح په لټه کې دي او له ظلم او فساد سره مقابله کوي.
  • له فاسدو ځواکونو څخه خپلواک وي او حقیقت له دنیوي ملاحظاتو پرته بیانوي.
  1. فاسد او دنیاپرست علما:
  • هغه کسان چې علم د قدرت، شهرت او شتمنۍ د ترلاسه کولو لپاره کاروي.
  • د دین په ظواهرو بسنه کوي او له روح او حقیقت څخه یې غافل دي.
  • د ظالمو سلطانانو او پاچاهانو په خدمت کې دي او ظلم توجیه کوي.
  • نه یوازې ټولنه نه اصلاح کوي، بلکې پخپله د زوال او فساد په عامل بدلېږي.
امام غزالی رحمه‌الله دا دوه ډلې علما په کراتو په خپلو آثارو کې پرتله کړي دي او پر دې یې ټینګار کړی چې د امت اصلاح د علماوو د اصلاح کې ده. هغه په دې باور و، چې که رښتیني علما په ټولنه کې فعال حضور ولري او خلکو ته د حقیقت پر لور لارښوونه وکړي، زیاتره فکري او اخلافي انحرافات به لمنځه لاړ شي؛ خو که فاسد علما فعال واوسي، ټولنه به په ګمراهۍ او تباهۍ اخته شي.
د ټولنې د اصلاح لپاره د علماوو اصلاح ته اړتیا
د امام غزالي رحمه‌الله د فکر یو اصلي محور دا دی، چې د ټولنې د اصلاح لپاره د مقدمې په توګه د علماوو اصلاح اړینه بولي. هغه د «احیاء علوم الدین» په کتاب کې د علماوو فساد د اسلامي امت د معنوي زوال یو مهم عامل ګڼي او باوري دی، چې د دې قشر له اصلاح پرته به د ټولنې اصلاح شونې نه وي.
امام غزالي رحمه‌الله دې اصلاح ته د رسېدو لپاره څو اساسي کړنلارې وړاندې کړي:
  • خپل اصلي رسالت ته د علماوو ورستنېدل: علما باید علم د ټولنې د هدایت او اصلاح لپاره زده کړي، نه د مقام او شتمنۍ د ترلاسه کولو لپاره.
  • د علم او عمل پیوند: کوم علم چې په عمل کې څرګند نه شي، نه یوازې ګټور نه دی، بلکې کېدای شي ویجاړوونکی وي.
  • د پاچاهانو او ځواکمنو کسانو له تړاو څخه ځان ساتل: علما باید خپله خپلواکي وساتي او اجازه ورنه کړي چې سیاسي قوتونه له دین څخه ناوړه ګټه واخلي.
  • په علماوو کې د زهد او تقوا روحیه پیاوړي کول: عالم باید تر هر څه وړاندې ځان له اخلاقي او دنیوي افتونو پاک کړي، ترڅو د ټولنې په اصلاح لاسبری شي.
په لنډه کې!
په ټوله کې امام غزالي رحمه‌الله د ټولنې اصلاح د علماوو په اصلاح پورې تړلې ګڼي او په دې باور دی که علما د حق پر لور روان شي، نو ټولنه به هم په تدریج ورسهر اصلاح شي. برعکس، کې که علما په فساد اخته کېږي، نو پر ټولنه به یې منفي اغېزې څو چنده ژورې او پراخې وي. په دې برخه کې د هغه لیدلوری همداراز، د معاصرو اسلامي ټولنو لپاره د غور وړ دی او د دې حقیقت ته مو پام اړوي، چې اسلامي امت به له پوهو، ژمنو او خپلواکو علماوو پرته وده او پرمختګ ونه کړي.
 د امام غزالي له نظره د ټولنې په لارښوونه کې د علماوو مسؤلیت
علما د ټولنې اخلاقي ستنې
امام غزالي رحمه‌الله د ټولنې د اخلاقي او دیني فساد د لاملونو په تحلیل کې د علماوو رول ډېر مهم ګڼي او هغوی د ټولنې له مالګې سره تشبیه کوي. هغه په دې اړه وايي: «یا معشر القراء یا ملح البلد، ما یصلح الملح إذا الملح فسد.»
یعنې: «ای د قاریانو او علماوو ډلې! تاسو د دې ښار مالګه یاست، که مالګه فاسده شي، کوم شی یې اصلاح کولی شي؟»
دا تشبیه په ټولنه کې د علماوو د لوړ مقام او برخلیک جوړوونکي رول بیانوونکې ده. هماغسې چې مالګه د خرابېدو او عفونت څخه مخنیوی کوي، علما هم د فساد د پراختیا او دیني او اخلاقي فساد د مخنیوي دنده پر غاړه لري. که د هغوی عمل سم وي، ټولنه به د فکري او اخلاقي روغتیا پر لوري روانه شي؛ خو که پخپله په بېلارۍ اخته شي، نو ټولنه به هم تباه کړي.
د ټولنې په روزنه کې د علماوو دروند مسؤلیت
امام غزالي رحمه‌الله په دې باور دی چې ديني علما پر نظري پوهې سربېره، باید د اخلاقو او د نفسونو په روزنه کې زیار وګالي. هغه په دې باور دی، که علما یوازې فقهي او نظري علوم تدریس کړي؛ خو د ټولنې اخلاقي اصلاح ته پام ونه کړي، د هغوی پوهه به بې‌اغېزې شي او خلک به د جهل او فساد په ډنډ کې را ایسار شي.
هغه ټینګار کوي چې پخوانیو علماوو نه یوازې د دین په نظري مسائلو کې تخصص درلود، بلکې د عمل په ډګر کې هم نمونې وې او خلک یې د اخلاقي اصلاح پر لور برابرول؛ خو د هغه په دوره کې زیاتره علما په دنیوي چارو بوخت وو او له خپلې اصلي دندې غافل شوي وو.
د امام غزالي په دوره کې اخلاقي او علمي بحران
امام غزالي رحمه‌الله د دیني او اخلاقي زوال یو مهم لامل د علماوو کمزوري او په سمه توګه خپل مسؤلیتونه نه ترسره کول ګڼي. هغه په دې اړه لیکي: «درېیم لامل چې د ناعلاجه ناروغیو په څېر دی، هغه دا دی چې ناروغ شته؛ خو طبیب ورک دی. طبیبان علما دي، خو اوس هغوی پخپله په سخته ناروغۍ اخته او د نورو له درملنې عاجز دي.»
دا خبره په ډاګه کوي، چې علما باید پخپله له اخلاقي او معنوي پلوه سالم وي، ترڅو د ټولنې په لارښوونې لاسبري شي؛ خو که هغوی د دنیاپالنې، مال ټولونې او مقام غوښتنې، په څېر له اخلاقي ناروغیو سره مینه ولري او له چارواکو څخه په وېره اخته شي، نه یوازې به ټولنه اصلاح نه کړي، بلکې د هغې د زوال په لامل به بدل شي.
د چارواکو له فساد څخه په مخنیوي کې د صالحو علماوو ونډه
امام غزالي رحمه‌الله په دې باور دی چې د پاچاهانو او سلطانانو فساد د علماوو د ضعف له امله دی. هغه لیکي: «د رعیت فساد د پاچاهانو د فساد پایله ده او د پاچاهانو فساد د علماوو د فساد له امله دی؛ ځکه که بې‌تقوا قاضیان او دنیاپال علما نه وای، پاچاهان به هم داسې نه وای فاسد شوي او د علماوو له نیوکې او محاسبې څخه به وېرېدل وو.»[1]
دا خبره د حکومتونو په اصلاح یا فساد کې د دین د علماوو د مهمې ونډې څرګندوي کوي. که علما خپل مسؤلیتونه په سمه توګه ترسره کړي او د ظلم او فساد پر وړاندې په زړورتیا ودرېږي، واکمن به د ظلم او تېري جرأت ونه کړي؛ خو که د دین علما د شخصي ګټو په لټه کې وي او ځانونه له واکمنو سره له مواجه کېدو څخه وساتي، نو فاسد واکمنان به نور هم زړور شي او ټولنه به تباه کړي.
دوام لري
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
[1] . غزالی، امام ابو حامد، محمد، احیای علوم الدین ۲ ټوک، ۱۳۲مخ.
Leave A Reply

Exit mobile version