لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک دوه‌دېرشمه برخه

علامه ابن خلدون او د محمد بن عبدالله د قیام په اړه یې نظر
علامه ابن خلدون د محمد بن عبدالله تومرت د قیام او له امام غزالي رحمه‌الله سره د هغه د اړیکې په اړه لیکي چې ډېری خلک په غلطۍ سره تصور کوي چې محمد بن عبدالله له امام غزالي رحمه‌الله سره لیدلي او د خپلو پریکړو په اړه یې مشوره ورسره کړې ده. خو حقیقت دا دی چې امام غزالي رحمه‌الله وروسته له هغه چې د وخت شرایط یې وڅېړل، د محمد بن عبدالله پریکړې تأیید کړې؛ ځکه چې هغه مهال اسلام په ټوله اسلامي نړۍ کې سخت کمزوری شوی و او هېڅ داسې واکمن نه و چې وکولای شي اسلامي امت ته نظم وروبښي او د اسلامي احکامو پر لور یې رهبري کړي. امام غزالي رحمه‌الله له محمد بن عبدالله څخه وپوښتل چې آیا د قیام او نوي حکومت د دوام لپاره لازم امکانات او وړتیاوې لري که نه؟ کله چې امام د هغه له تیارۍ او چمتووالي څخه ډاډه شو، امام غزالي رحمه‌الله اجازه ورکړه چې قیام پیل کړي.
د محمد بن عبدالله تومرت له‌خوا د نوي حکومت بنسټ ایښودل
محمد بن عبدالله تومرت د امر بالمعروف شعار ته له راګرځېدو وروسته یو نوی حکومت رامنځته کړ چې د ډېر وخت لپاره یې دوام وکړ. دا حکومت د «موحدینو» د ډلې په نوم پېژندل کېده.
په هغه زمانه کې چې علي بن یوسف واکمن و، ظلم او فساد خپل اوج ته رسېدلی و. د نظام د واکمنو سرتېرو به په ښکاره د خلکو کورونو ته ننوتل او د ښځو پر ناموس به یې تېری کاوه. په همدې دوران کې د علي بن یوسف په دربار کې عجیبه رسمونه خپاره شوي وو؛ نارینه‌وو به د ښځو په څېر خپل مخونه په مقنعه کې پټول، خو ښځو به له حجاب پرته خپل مخونه ښکاره ساتل. هغو کسانو ته چې دا ډول به یې څېره پټوله «ملثمین» ویل کېدل.
محمد بن عبدالله تومرت په پوره جدیت سره د دغو ناروا رسوماتو پر وړاندې مبارزه پیل کړه او د وخت په تیریدو سره یې د ملامین واکمني ړنګه کړه او یو نوی حکومت یې رامنځته کړ. خو له دې امله چې نوموړي له مقام او قدرت سره علاقه نه درلوده، نو د«عبدالمومن» په نوم یې یو وړ او شایسته کس پر تخت کښېناوه. د عبدالمومن او د هغه د کورنۍ حکومت د امام غزالي رحمه‌الله د ارمانونو مطابق دوام وکړ او په دې حکومت کې د علماوو علمي شایستګیو او بېلابېلو چارو کې د دوی مشورو ته پوره درناوی وشو.
د عبدالمومن او د هغه د کورنۍ د حکومت اغېزې
علامه ابن خلدون د خپل کتاب اخبار البربر د درېیم ټوک په درېیم فصل کې د عبدالمومن او د هغه د کورنۍ د حکومت په اړه لیکي چې د دوی د حکومت طرز دا ډول و چې علماوو ته به یې درناوی کاوه او په ټولو چارو کې به یې له هغوی سره مشورې کولې.
په دې حکومت کې به پر رعیت ظلم کوونکي مجازات کېدل او له مظلومانو به د ظالمانو لاس لنډېده. په شاهي ماڼۍ کې به جوماتونه ترمیمېدل او ودانېدل او له بې‌وزلو سره به مرسته کېدله.
محمد بن عبدالله او په مراکش کې قیام
محمد بن عبدالله په مراکش کې په پوره زړورتیا او مېړانې سره د دربار پر فساد اعتراض وکړ. یو درباري عالم ترې وپوښتل چې ولې د یوه عادل او اسلام‌پناه پاچا پر ضد اعتراض کوي؟ محمد بن عبدالله په جرأت سره ځواب ورکړ: «ایا په دې ښار کې په ښکاره ډول شراب نه پلورل کېږي؟ ایا د یتیمانو مالونه نه لوټ کېږي؟»
د هغه وینا ډېر ژور اغېز وکړ، حتا پاچا یې هم تر تأثیر لاندې راغی او له سترګو یې اوښکې وبهېدې.
د محمد بن عبدالله قیام او بریا
له دې پېښو وروسته محمد بن عبدالله اغمات ته ولاړ او د وخت په تېرېدو سره ګڼ خلک پرې راټول شول. هغه د «محامده» قبیلې په مرسته او همکارۍ خپل قیام پیل کړ او د اسلامي اصولو پر بنسټ یې یو مستقل سلطنت اعلان کړ.
په دې دوران کې د هېواد پولې، په ځانګړي ډول هغه سیمې چې له اروپا سره په ګاونډ کې پرتې وې، د پوځ له لوري په کلکه ساتل کېدې او فتوحات ورځ تر بلې زیاتېدل.
هغه حکومت چې محمد بن عبدالله یې بنسټ کېښود د اسلام په تاریخ کې د ایمان، زړورتیا، او د ټولنیزو او دیني اصلاحاتو یوه روښانه بېلګه ګڼل کېږي. [۱]
پر اسلامي نړۍ د امام غزالي رحمه‌الله ژور اغېز
د امام غزالي رحمه‌الله هڅو او تصنیفاتو، چې د علمي او عملي کمال له برکته د اسلامي تاریخ له سترو عالمانو څخه شمېرل کېږي، په اسلامي نړۍ یې پراخ او ژور اغېز پرېښود.
د هغه ژوندبښوونکي آثار د علمي محافلو لپاره د فکري استقلال، د آزادۍ د څپو، او نوي ځواک سرچینه وګرځېدل.
د امام غزالي تصنیفات د مسلمانانو د فکري او علمي حلقو له لوري، که یې موافقین وو او که مخالفین ومنل شول او سلګونو کالونو او بېلابېلو بدلونونو او انقلابونو وروسته هم د هغه نوم او ارزښتناک کارونه لا هم ژوندي دي.
د هغه لیکنې تر نن ورځې د ګڼ شمېر مسلمانانو ترمنځ محبوبیت لري او ګټه ترې اخېستل کېږي.
عمومي دعوت او د مسلمانانو د اخلاقو اصلاح ته اړتیا
که څه هم امام غزالي رحمه‌الله د علم او اصلاح له مهمو او اغېزناکو شخصیتونو څخه و خو لا هم اسلامي ټولنې یو پراخ عامه دعوت او ژورې اخلاقي اصلاح ته اړتیا درلوده. د مسلمانانو یوې لويې برخې د علمي چارو او دیني شُبهاتو پر ځای په اخلاقي ضعف، د عمل په نیمګړتیا، غفلت او ناپوهۍ کې راګیر وو. د دې ټولنیزو ناروغیو درملنه یو بیړنی او ضروري کار و.
د دې کار لپاره داسې یوه شخص ته اړتیا وه چې هم خوږه ژبه ولري، هم له عامو خلکو سره نېږدې اړیکه وساتي او د خپل دعوت او موعظې له لارې د خلکو تزکیه وکړي او د دین او ایمان روحیه بېرته پکې راژوندۍ کړي.
په تېرو څلورسوو کلونو کې مستبدو حکومتونو د مسلمانانو اخلاق فاسد کړي وو او ټولنه یې د دنیاپرستۍ او اخلاقي فساد پر لور سوق کړې وه.
په اسلامي ټولنه کې اخلاقي او ټولنیز فقر
په دې دوران کې د ډېریو مسلمانانو ژوند د مال، ځای او مقام د لاسته راوړلو په هڅو کې تېرېده. که څه هم دوی پر الله جل جلاله او د قیامت پر ورځ ایمان درلود خو عملاً د آخرت له یاد څخه غافل او د دنیاوي عیاشیو په خوندونو کې ډوب شوي وو. پر دې سربېره غیر اسلامي (اعجمي) تمدن او کلتور د مسلمانانو پر ژوند اغېز کړی و. د جاهلیت رسوم او پردي عادتونه د مسلمانانو د ژوند برخه ګرځیدلې وه او د اسلامي ژوند معیارونه تر پښو لاندې شوي وو. په پایله کې یې داسې نوې ټولنیزې طبقې رامنځته شوې د ژوند اصلي موخه یې یوازې د مال او مقام ترلاسه کول ګرځېدلې وه.
د پنځمې پېړۍ هجري زرین دور او د نومیالو عالمانو ظهور
پنځمه هجري پېړۍ د اسلامي تاریخ یو زرین او روڼ دور و، په دې دور کې د بېلابېلو علومو، په ځانګړې توګه د دیني، عقلي او ادبي علومو په برخه کې د پراختیا او پرمختګ شاهدان یوو. په دې دوران کې د علامه ابواسحق شیرازي، امام غزالي، ابوالوفاء ابن عقيل، ابوزکریا تبریزي، او ابوالقاسم حریري په څېر داسې ستر او وتلي شخصیتونه را څرګند شول چې علمي او فکري میراث یې سلګونه کاله د مسلمانانو پر فکر، ذوق او فرهنګ ژور اغېز وکړ. په داسې یو دور کې د دا ډول شخص شتون ډېر اړین و چې د علمي وړتیاوو او عملي کمالاتو څښتن وي او وتوانېږي چې له فکري او ټولنیزو انحرافاتو سره مقابله وکړي، د خپل وخت د ټولو مروج علومو په ډګر کې لوړه مرتبه ولري، د رسا او علمي بیان له لارې خلک د اصلاح، دیانت او ایمان پر لور رهنمون کړي.
د امام غزالي په عصر کې د دوو سترو شخصیتونو ظهور
په داسې شرایطو کې دوه ستر او اغېزمن شخصیتونه، سیدنا عبدالقادر جیلاني او علامه عبدالرحمن ابن جُوزي د اسلامي تاریخ له لویو استادانو څخه شمېرل کېږي. که څه هم د دوی طبیعت او فکري ذوق یو له بله متفاوت و خو هر یو یې په خپل وخت کې پر اسلامي نړۍ او د مسلمانانو پر ژوند ژور او پراخ اغېز وکړ.
الله تعالی د دغو دوو لویو شخصیتونو له لارې اسلام دین ته نوی روح، قوت او تحرک ورکړ. دوی دواړه په بغداد ښار کې فعالیت کاوه، هغه ښار چې د اسلامي نړۍ د فکر، علم، سیاست او سلطنت مرکز ګڼل کېده. یوه زړه‌راښکونکې نکته دا ده چې الله تعالی پر دواړو اوږد عمر او د دین د خدمت لپاره پراخ میدان لورولی و.
په دوو سترو شخصیتونو د حنبلي مذهب ویاړ
له دې امله چې دواړه ستر شخصیتونه یعنې حضرت عبدالقادر جیلاني او علامه عبدالرحمن ابن جوزي د حنبلي مذهب پیروان وو نو ددې مذهب لپاره د ویاړ ځای دی چې دا ډول وتلي علماوو او روحاني مشرانو د همدې مذهب له لارې اسلامي نړۍ ته خدمت وکړ او علمي او معنوي اعتبار یې وروباښه.
پای
د شیخ عبدالقادر جیلاني رحمه‌الله لوړې مرتبې او عظمت ته په کتو سره هوډ لرم چې په راتلونکو تحقیقاتو کې د هغه مبارک سیرت ولیکم،
إن‌شاءالله.
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچینې:

[۱] الغزالي، مخونه ۲۴۵–۲۴۸.

Leave A Reply

Exit mobile version