لیکوال: ابو عائشه
د جهمیې فرقه (درې ویشتمه برخه)
د اهل سنت دلایل
الف) قرآني آیات
الله جل جلاله فرمايي:
«وَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَنُدْخِلُهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ۖ وَعْدَ اللَّهِ حَقًّا ۚ وَمَنْ أَصْدَقُ مِنَ اللَّهِ قِيلًا»
(او هغه کسان چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې کړي، هغوی به په هغو باغونو کې دننه کړو چې لاندې یې ویالې بهیږي، په هغه کې به د تل لپاره پاتې شي. دا د الله تعالی رښتینې وعده ده او د الله تعالی له قوله څخه رښتینې قول څوک لري؟) [۱]
خدای تعالی فرمايي:
«وَيُبَشِّرُ الْمُؤْمِنِينَ الَّذِينَ يَعْمَلُونَ الصَّالِحَاتِ أَنَّ لَهُمْ أَجْرًا حَسَنًا، مَّاكِثِينَ فِيهِ أَبَدًا»
(او هغه مؤمنان چې نېک عملونه کوي، هغو ته زیری ورکوي چې ښه اجر لري او په هغه [جنت] کې به تل پاتې وي.) [۲]
همدارنګه فرمايي:
«كُلَّمَا أَرَادُوا أَن يَخْرُجُوا مِنْهَا أُعِيدُوا فِيهَا»
(کله چې دوی وغواړي له هغه ځایه ووځي، بېرته به ورګرځول شي.) [۳]
او بل ځای فرمايي:
«يُرِيدُونَ أَن يَخْرُجُوا مِنَ النَّارِ وَمَا هُم بِخَارِجِينَ مِنْهَا وَلَهُمْ عَذَابٌ مُّقِيمٌ»
(غواړي چې [دوزخ] له اور څخه ووځي، ولې هیڅکله نه شي وتلی او هغوی ته تلپاتی عذاب دی.) [۴]
محمد بن عبدالله بن زمنین لیکي:
«که الله جل جلاله په یوه آیت کې د خلود کلمه ذکر کړې وای، نو دا به د هغو کسانو لپاره کافي وای چې الله تعالی جل جلاله یې زړونه پر حقایقو خلاص کړي دي.» [۵]
د یادونې وړ ده چې د اهل سنت او جماعت قرآني دلایل ډېر زیات دي، او په دې برخه کې د ټولو ذکر ممکن نه دی. امام تقي الدین سبکي رحمه الله په خپل کتاب الاعتبار ببقاء الجنة والنار کې د دوزخ د موجودیت د ثابتولو لپاره ۳۴ آیتونه ياد کړي دي. هغه لیکي:
«دا هغه ۳۴ آیتونه دي چې د خلود کلمه یا یې مشتقات ذکر شوي دي.» همدارنګه د جنت د بقاء د ثابتولو لپاره له ۳۸ څخه ډېر آیتونه یې ذکر کړي دي. [۶]
ب) د رسول الله صلی الله علیه وسلم حدیثونه
په یوه حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«مَن يَدْخُلُ الْجَنَّةَ يَنْعَمُ وَلَا يَيْأَسُ، وَيَخْلُدُ وَلَا يَمُوتُ»
(هر څوک چې جنت ته داخل شي، د نعمتونو څخه برخمن کېږي، هېڅکله نه ناهیلی کېږي، تلپاتی کېږي او نه مري.) [۷]
په بل حدیث کې فرمایي:
«يُنَادِي مُنَادٍ: إِنَّ لَكُمْ أَنْ تَحْيَوْا، فَلَا تَمُوتُوا أَبَدًا، وَإِنَّ لَكُمْ أَنْ تَصِحُّوا، فَلَا تَسْقَمُوا أَبَدًا، وَإِنَّ لَكُمْ أَنْ تَشِبُّوا، فَلَا تَهْرَمُوا أَبَدًا، وَإِنَّ لَكُمْ أَنْ تَنْعَمُوا، فَلَا تَيْأَسُوا أَبَدًا، فَذَلِكَ قَوْلُهُ تَعَالَى: وَتِلْكَ الْجَنَّةُ الَّتِي أُورِثْتُمُوهَا بِمَا كُنتُمْ تَعْمَلُونَ»
(یو آواز کوونکی آواز کوي: اې جنتیانو! تاسو به ژوندي پاتې شئ، هېڅکله به نه مړه کېږئ. روغتیا به ولرئ، هېڅکله به ناروغ نه شئ. ځوانان به پاتې شئ، هېڅکله به زاړه نه شئ. او په نعمت کې به یاست، هېڅکله به نه ناهیلي کېږئ. او دا د الله تعالی قول دی: «دا هغه جنت دی چې ستاسو د عملونو په وجه تاسو ته درکول شوی دی.») [۸]
په بل حدیث کې راغلي دي:
«د قيامت په ورځ به مرګ راوړل شي، او د جنت او دوزخ ترمنځ به حلال (ذبح) شي. بیا به جنتیانو ته وویل شي: اې جنتیانو! تل پاتې شئ، له دې وروسته مرګ نشته. او دوزخیانو ته به وویل شي: اې دوزخیانو! تل پاتې شئ، له دې وروسته مرګ نشته.» [۱۰]
ج) د امت اجماع
امام البغدادي رحمه الله وایي:
«ټول اهل سنت او د دې امت غوره خلک چې تېر شوي دي، د جنت او دوزخ په دوام، د جنتیانو د نعمتونو په بقاء، او د دوزخیانو د عذاب په دوام باندې اجماع لري.» [۱۱]
علامه تقي الدین علي بن عبدالکافي سبکي رحمه الله په خپل کتاب “الاعتبار ببقاء الجنة والنار” کې لیکي:
«د مسلمانانو عقیده دا ده چې جنت او دوزخ له منځه نه ځي. ابو محمد بن حزم رحمه الله د دې په اړه د اجماع نقل کوي او وایي: څوک چې له دې عقیدې څخه مخالفت وکړي، په اجماع سره کافر دی. په دې اړه هېڅ شک نشته؛ ځکه چې دا مسئله په دین کې ښکاره او څرګنده ده.» [۱۲]
علامه لقاني رحمه الله هم پر اجماع باندې تاکید کړی دی او وایي:
«د جنتیانو لپاره د جنت خلود (دوام) او د جهنمیانو لپاره د جهنم خلود باندې د مسلمانانو اجماع شوې ده.» [۱۳]
د) د علماو اقوال
امام بزدوي رحمه الله وایي:
«غالبه اهل قبله په دې عقیده دي چې جنت او دوزخ به نه ورکېږي. جنتیان به د تل لپاره په نعمتونو کې وي او دوزخیان به د تل لپاره په عذاب کې وي.» [۱۴]
امام ابن ابي العز حنفي رحمه الله د علامه طحاوي رحمه الله د قول په نقل سره وایي:
«جنت او دوزخ هېڅکله نه فنا کېږي.» او زیاتوي: «دا د پخوانیو او اوسنیو امامانو د جمهور قول دی.» [۱۵]
ابن زمنین رحمه الله د اهل سنت عقیده داسې بیانوي:
«اهل سنت عقیده لري چې جنت او دوزخ نه فنا کېږي او نه یې خلک مري.» [۱۶]
امام قرطبي رحمه الله په خپل کتاب “التذکرة بأحوال الموتی وأمور الآخرة” کې د ډېرو احادیثو له یادولو وروسته داسې پایله اخلي:
«دا صحیح احادیث، ښکاره نصوص دي د جنت او دوزخ د خلکو د تلپاتې موجودیت په اړه چې له پای څخه پرته او د تل لپاره په هغه کې دي. په هغه کې نه مرګ شته، نه ژوند، نه هوساینه، او نه ژغورنه.» [۱۷]
د جهمیهو دلایلو ته ځواب
مخکې له دې چې د جهمیهو دلایلو ته ځواب ورکړل شي، اړینه ده چې پوه شو:
دا ډله او د هغوی نور همفکره په ډېرو مسایلو کې په خپل عقل تکیه کوي. له همدې امله، هر هغه څه چې د دوی ذهنونه یې د پوهېدو عاجز وي، هغه ردوي.
په دې مسئله کې، د دې لپاره چې د خپلې ادعا لپاره نقلي دلیل ونه مومي، یوازې عقلي دلایلو ته یې مخه کړې ده. د جهمیهو د عقلي شبهې ځواب دا دی چې:
د جنت او دوزخ بقاء ذاتي امر نه دی، بلکې الله تعالی جل جلاله یې ابقاء کوي. الهي بقاء یا حقیقي ده یا ذاتي. [۱۸]
له همدې امله، د جهمیهو دا نظر د قرآن کریم له آیتونو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له صحیح احادیثو سره په بشپړه توګه په تضاد کې دی.
علماء وایي چې جهمیه په خپل نظرونو سره په ښکاره ډول د قرآن کریم له آیتونو سره مخالفت کړی دی، او ځینو یې حتی کفر ته اړولي دي. په کتاب “الرد علی من قال بفناء الجنة والنار” کې راغلي دي:
«دا قول د سلف، صحابه کرامو یا تابعینو له لوري په نېکۍ او احسان سره نه دی روايت شوی. بلکې یوازې جهم بن صفوان او د هغه پیروانو یاد کړی دی. ډېرو اسلامي علماو دا نظر رد کړی او حتی د هغوی د تکفیر لپاره یې دا دلیل ګڼلی دی.»
عبدالله بن احمد په «السنة»، الاثرم په «کتاب السنة»، او امام بخاري په «خلق أفعال العباد» کې له خارجه بن مصعب څخه نقل کوي چې هغه ویلي دي:
«جهمیهو په ډېرو ځایونو کې د قرآن کریم په آیتونو باندې کفر کړی دی.» [۱۹]
د دې مواردو څخه څلور مثالونه دا دي:
۱. د جنت مېوې او سیوري:
الله تعالی فرمایي:
«أکُلُهَا دَائِمٌ وَظِلُّهَا»؛[۲۰]
«مېوې یې تلپاتې دي او همدارنګه سایه یې.»
خو جهمیه او د هغوی پیروان وایي چې دا دوام د همېش لپاره نه دی.
۲. د جنتیانو رزق:
خدای سبحانه و تعالی فرمایي:
«إِنَّ هَذَا لَرِزْقُنَا مَا لَهُ مِنْ نَفَادٍ»؛[۲۱]
«دا زموږ روزي ده چې هېڅکله زوال نه لري.»
خو جهمیه په دې باور دي چې دا روزي هم ختمیږي.
۳. د جنت نعمتونه:
الله جل جلاله فرمایي:
«لَا مَقْطُوعَةٍ وَلَا مَمْنُوعَةٍ»؛[۲۲]
«نه ختمېدونکي دي او نه هم د هغو څخه څوک منع کیږي.»
څوک چې ووايي چې دا نعمتونه قطع کېږي، بې له شکه کافر شوی دی.
۴. د خدای تعالی نه ختمېدونکی ورکړه (بخشش):
الله سبحانه و تعالی فرمایي:
«عَطَاءً غَیْرَ مَجْذُوذٍ»؛[۲۳]
«په نه ختمېدونکي ورکړې سره [بخشش ورته کوو].»
دا په دې معنی ده چې د خدای تعالی ورکړه او عطاء نه ختمیږي. څوک چې ادعا وکړي چې دا ورکړه محدوده ده، هغه کافر دی.
دوام لري…
ماخذونه:
[۱] سورة النساء، آیۀ ۱۲۲.
[۲] سورة الکهف، آیۀ ۲-۳.
[۳] سورة السجدة، آیۀ ۲۰.
[۴] سورة المائدة، آیۀ ۳۷.
[۵] ابن زمنین، محمد بن عبدالله أندلسی، ریاض الجنة بتخرج أصول السنة، تحقیق و تعلیق: عبدالله بن محمد عبدالرحیم البخاری، ۱۴۱۵ هـ. ق، ص ۱۴۰.
[۶] برای معلومات بیشتر مراجعه شود: الحافظ، تقی الدین علی بن عبدالکافی سبکی، الاعتبار ببقاء الجنة والنار، تحقیق و تقدیم: د. طه الدسوقی حبیبی، تعلیق: ناصر عبدالله دسوقی. ص ۱۱۰-۱۳۰.
[۷] مسلم بن حجاج نیسابوري، صحیح مسلم، باب فی دوام نعیم أهل الجنة، الجزء ۸، ص: ۱۴۸، برقم الحدیث: ۷۳۳۵، الناشر: دارالجیل، بیروت.
[۸] سورة الزخرف، آیۀ ۷۲.
[۹] رواه الترمذي في سننه، باب: ومن سورة الزمر، ج ۵، ص ۲۷۷، رقم الحديث: ۳۲۴۶.
[۱۰] صحيح البخاري، باب قوله (وأنذرهم يوم الحسرة)، ج ۶، ص ۹۳، رقم الحديث: ۴۷۳۰.
[۱۱] بغدادي، عبدالقاهر بن طاهر، أصول الدين، تحقيق و تعليق: أحمد شمس الدين، ۱۴۲۳ هـ. ق، ص ۲۶۳.
[۱۲] الحافظ، تقي الدين علي بن عبدالكافي سبكي، الاعتبار ببقاء الجنة والنار، تحقيق و تقديم: د. طه الدسوقي حبيبي، تعليق: ناصر عبدالله دسوقي، ص ۱۰۴-۱۰۵.
[۱۳] أمين عبدالعز محمد، الجنة والنار (وجودهما وبقاؤهما) بين أهل الجنة والمخالفين، نشر المقال: مجلة قطاع أصول الدين، العدد السادس عشر، ص ۲۲۳۳.
[۱۴] البزدوي، أبي اليسر محمد، أصول الدين، تحقيق: دكتور هانز بيتر لنس، تعليق: دكتور أحمد حجازي السقا، ۱۴۲۴ هـ.ش، ص ۱۷۱.
[۱۵] دمشقي، علي بن علاء الدين، شرح عقيدة طحاوية، تحقيق: عبدالله بن عبدالمحسن وشعيب أرناؤوط، مترجم: إسحاق دبيری، ج ۲، ص ۸۵۷.
[۱۶] ابن زمنين، محمد بن عبدالله أندلسي، رياض الجنة بتخرج أصول السنة، تحقيق و تعليق: عبدالله بن محمد عبدالرحيم البخاري، ۱۴۱۵ هـ. ق، ص ۱۳۹.
[۱۷] قرطبي، محمد بن أحمد، كتاب التذكرة بأحوال الموتى وأمور الآخرة، تحقيق: د. الصادق بن محمد بن إبراهيم، ۱۴۲۵ هـ. ق، ج ۲، ص ۹۲۶.
[۱۸] الراجحي، عبدالعزيز بن عبدالله، شرح العقيدة الطحاوية، باب الجنة والنار مخلوقتان لا تفنيان، ج ۱، ص ۳۲۲.
[۱۹] ابن تيمية، أحمد بن عبدالحليم، الرد على من قال بفناء الجنة والنار وبيان الأقوال في ذلك، تحقيق: د. محمد بن عبدالله السمهري، ۱۴۱۵ هـ. ق، ص ۴۴-۴۶.
[۲۰] سورة الرعد، آیۀ ۳۵.
[۲۱] سورة ص، آیۀ ۵۴.
[۲۲] سورة الواقعة، آیۀ ۳۳.
[۲۳] سورة هود، آیۀ ۱۰۸.