لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (شپږ شپېتمه برخه)

د درنو خویندو لپاره ګټور نصیحتونه او اړینې سپارښتنې
عزتمنو خوېندو! د خپل میړه حق ادا کړئ او تل په چارو کې د هغه اطاعت وکړئ؛ ځکه چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په ګڼو احادیثو کې ښځو ته د خپلو میړونو د اطاعت کولو امر کړی دی، تر دې چې هغه فرمایلي دي: “که چا ته مې امر کړی وای چې د بل چا لپاره سجده وکړي، نو ښځې ته به مې امر کاوه چې د خپل میړه لپاره سجده وکړي.”
اې زما خورې! د خپل میړه او کور رازونه وساته؛ ځکه چې په ښځه باندې د میړه یو له حقونو څخه دا دی چې هغه رازونه وساتي چې د دوی ترمنځ شتون لري؛ لکه څنګه چې خدای تعالی جل جلاله په قرآن کریم کې په واضح ډول فرمایلي دي: “هن لباس لکم و انتم لباس لهن” (هغوی ستاسو لپاره جامې دي او تاسو د دوی لپاره جامې یاست). نو، د دې آیت په جامع او هر اړخیز پوهېدلو سره، دا ویلی شو چې میړه او ښځه د یو بل لپاره جامې او پوښښ دي، نو دوی باید د یو بل رازونه نورو ته ښکاره نه کړي. نو راز ساتونکې اوسه.
اې زما خورې! د خپل میړه په غیاب کې خپل عفت او امانتداري وساته؛ ځکه چې د میړه په نشتون کې د عفت او امانتدارۍ ساتنه د ښځې او خاوند ترمنځ د ګډ ژوند د دوام او پیاوړتیا لامل کېږي. خیانت او د عفت او پاک لمنۍ نه رعایت، د کورنۍ توده فضا سړوي او حتی د هغې د پاشلو لامل کېدی شي. د میړه په غیاب کې پاک لمني او امانتداري د مثالي او نېکو ښځو ځانګړتیاوې دي.
ګرانې خورې! د خاوند له اجازې پرته هیڅکله له کوره مه وځه! هر کله چې غواړې له کوره ووځې، نو باید له خپل میړه څخه اجازه وغواړې او د هغه رضایت ترلاسه کړې. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: “هره ښځه چې په داسې حال کې مړه شي چې خاوند یې ترې راضي وي، هغه به جنت ته ننوځي.”
محترمې خورې! خپل سينګار او زینت یوازې په کور کې د خپل خاوند لپاره کوه؛ ځکه چې د خپل میړه لپاره ځان سینګار کول مینه او محبت زیاتوي؛ خو له بده مرغه، یو بل بد او ناوړه عادت چې نن ورځ د مسلمانو ښځو په منځ کې شتون لري، د خپلې مېرمنې سره د مېړه د مینې د کمښت او سوړوالي او همدارنګه د یو بل په اړه د شکمن کیدو لامل کېږي، له کور څخه بهر د میرمنو زینت او سینګار دی چې په ټولنیزو غونډو او مراسمو کې ښودل کېږي. نو له دې بد عادت او نامناسب خصلت څخه ډډه وکړه.
درنې خورې! هغه لوی او ارزښتناک مسؤلیت او دنده چې د اسلام دین تا ته سپارلې ده په ښه توګه یې ترسره کړه؛ د ماشوم د روزنې دنده، ډېر ستر کار او لوی مسئولیت دی. څوک پوهیږي، ښایي هغه ماشوم چې تاسو یې نن ورځ روزئ روښانه راتلونکی ولري، ښایي دا ماشوم به سبا د یو ملت، یوې ټولنې یا یو هېواد د برخلیک مسؤلیت په غاړه واخلي. ښځې تل هغه ناڅرګندې او نوم ورکې سرتېرې دي چې د تاریخ د هر اتل او وتلي شخصیت تر شا ناستې دي او څومره ښکلې یې ویلي دي: “که نارینه ټولنه جوړوي، نو دا ښځې دي چې نارینه جوړوي.” هغه ښځه چې په خپل لاس ټال (زانګو) ښوروي، په حقیقت کې ځمکه خوځوي. پوهه شه چې د مور روزنه د هغې د ماشومانو په چلند او راتلونکي شخصیت کې اغیزمن رول لوبوي، نو هغوی ته ښه روزنه ورکړه او اسلامي ټولنې ته یې ډالۍ کړه.
قدرمنې خورې!
د نورو په حق کې، په ځانګړې توګه د خپلو ماشومانو په حق کې له بد دعا کولو څخه ډډه وکړه؛ ځکه چې یو له هغو منفي ځانګړتیاوو څخه چې نن ورځ د ښځو په منځ کې شتون لري، د خپلو اولادونو په وړاندې بد دعا کول دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: “د ځان، خپلو اولادونو او خپلو شتمنیو پر وړاندې بده دعا مه کوئ؛ (ځکه) داسې ساعتونه او شېبې شته چې که په دې ساعتونو کې له خدای جل جلاله څخه څه وغوښتل شي، هغه به سمدلاسه ومنل شي.” د خپل اولاد په وړاندې بد دعا کولو سره، تاسو به په پای کې له پښېمانتیا او حسرت سره مخ شئ؛ نو له دې ناوړه عادت څخه ځان وساته.
زما ګرانې خورې! تر ټولو غوره کار دا دی چې کله خپل ماشوم په نامناسب او ناوړه کار ووینې، نو ووایه چې: “خدای جل جلاله دې هدایت درته وکړي؛” دا طریقه ستاسو او ستاسو د ګران اولاد، دواړو لپاره ښه ده، او دا پخپله د سمې روزنې یو ډول دی چې تاسو یې خپل ماشوم ته په دې کار سره ور زده کوئ.
اې زما خورې! خپل عزت او وقار وساته؛ هوښیاره اوسه او په هغو بدو چیغو مه غولیږه چې د سیکولرو مبلغانو، لویدیځوالو او منافقینو له خولې راوځي، کوم چې رسنۍ یې په دې خبرو ډکې کړې دي. ته پوهېږې چې دوی له تا څخه څه غواړي؟
دوی غواړي چې تاسو له خپلې پاکۍ، پت او شرافت څخه بې برخې کړي؛ هغه پاکۍ او عزت چې تاسو یې لرئ، مګر دوی یې نلري. د یوې بد اخلاقې ښځې لپاره په مجله کې د داسې لیکلو معنی څه ده چې: “د ځوانو نجونو او هلکانو د خوند اخیستلو لپاره باید د نڅا مرکز جوړ شي؟” هغوی ستا د حیا او جامو څخه حسد کوي او غواړي چې ته د هغوی په څېر شې. نو ډېر احتیاط وکړه.
اې زما خورې! دا بې ارزښته نړۍ له ساعتونو او شیبو پرته بل څه نه ده، هره ورځ چې تېریږي، د انسان د ژوند د ودانۍ یوه ډبره کمیږي. خپلې سترګې چې وتړې او پرانیزې، ګورې چې د مرګ پرښته ستا د سترګو په وړاندې ولاړه ده چې ستا ژوند واخلي او هیڅوک یې مخه نشي نیولی. شاوخوا ته دې پام وکړه او وګوره چې څو ورځې وړاندې، څو اونۍ وړاندې، څو میاشتې وړاندې، یا څو کاله وړاندې زموږ په منځ کې چا ژوند کاوه؛ خو اوس دوی نشته، دوی خپلو قبرونو ته تللي دي او د قیامت ورځې ته انتظار باسي، نو موږ هم په لیکه کې یو او زموږ او ستاسو ورځ به هم راشي. موږ باید همدا اوس د داسې ورځې لپاره ځانونه چمتو کړو.
زما خورې! هر څومره چې ژوندۍ یې، یوه ورځ به له دې نړۍ څخه لاړه شې او هلته به هیڅوک د انسان لپاره هیڅ ګټه ونکړي، هیڅوک د الهي عذاب مخه نشي نیولی او د هیڅ شفاعت کوونکي شفاعت به د خدای تعالی جل جلاله له اجازې پرته ونه منل شي. وګورئ چې رحمت للعالمین، د رسولانو سردار، د الله تعالی محبوب او ګران، خپل د زړه ټوټې ته څه وايي: “زما لورې، ای فاطمې! د دوزخ له اور څخه ځان وژغوره؛ ځکه چې زه د الله تعالی د امر په وړاندې ستاسو لپاره هیڅ نشم کولی.”
زما خورې! پوهه شه چې خدای تعالی په خپل ابدي کتاب کې تاسو ته د شخصیتي نمونو او بېلګو در پېژندلې دي، نو اړتیا نشته چې تاسو د بې ستره او بې پرده ښځو تقلید وکړئ. ستاسو غوره او ښې نمونې آسیه د فرعون میرمن، مریم د عمران لور، د مومنانو میندې، نیکې میرمنې، او د صحابه کرامو او تابعینو نېکې او پوهې مېرمنې (رضی الله عنهم اجمعین) دي. نو، د دوی د ژوند د طریقې او تګلارې په مطالعه کولو سره، د نېکمرغئ او خلاصون په لټه کې شئ؛ ځکه چې دا د سعادت او نېکمرغۍ تر ټولو غوره او لوړه درجه ده.
دوام لري…
Leave A Reply

Exit mobile version