لیکوال: ابو عائشه

د جهمیې فرقه (دوه ویشتمه برخه)

د جنت او دوزخ د بقاء ثبوت
د اهل سنت او د جهمیې ډلې تر منځ یوه له تر ټولو مهمو اختلافي مسئلو د جنت او دوزخ د بقاء یا فناء مسئله ده. جهمیه ډله، د خپلو عقلي دلایلو او کلامي بنسټونو پر اساس، په دې عقیده ده چې جنت او دوزخ به بالاخره فناء(له منځه) ولاړ شي. له بلې خوا، اهل سنت او جماعت د قرآن کریم له آیتونو، د رسول الله صلی الله عليه وسلم له احادیثو، د اجماع او د علماوو د اقوالو په مرسته دا څرګندوي چې جنت او دوزخ ابدي دي او هېڅکله به له منځه لاړ نه شي.
په دې برخه کې به د دې مسئلې هر اړخیزه څېړنه وکړو.
د جنت او دوزخ د بقاء په اړه درې مهم نظرونه:
1. د جنت او دوزخ بقاء:
دا د اهل سنت او جماعت نظر دی.
2. د جنت او دوزخ فناء:
دا د جهمیې ډلې نظر دی.
3. د جنت بقاء او د دوزخ فناء:
دا نظر د امام ابن تيمیه، ابن قيم رحمهما الله او د هغوی د همفکرانو دی.
د جهمیې ډلې نظر
امام بزدوي رحمه الله د جهمیه د عقیدې په اړه وایي:
«جهم بن صفوان په دې عقیده دی چې جنت او دوزخ به فناء شي.» [۱]
امام بغدادي رحمه الله لیکي:
«د جهمیه یوه ډله په دې عقیده ده چې جنت او دوزخ به فناء شي.» [۲]
امام ابن ابي العز رحمه الله په “شرح عقیده الطحاویه” کې وایي:
«جهم بن صفوان د معطله‌و ډلې (د خدای تعالی د صفاتو معطل کوونکي) امام او مشر په دې باور دی چې جنت او دوزخ به فناء شي. هغه نه د سلف صالحو له ډلې څخه دی، نه د صحابه کرامو، تابعینو، او نه د مسلمانانو له امامانو څخه دی. هغه د اهل سنت او جماعت له ډلې څخه نه دی.» [۳]
امام اشعري رحمه الله په “مقالات الإسلامیین واختلاف المصلین” کې لیکي:
«جهم بن صفوان عقیده لري چې جنت او دوزخ به له منځه یوړل شي او هلته موجود کسان به هم پای ته ورسېږي؛ تر دې حده چې یوازې الله تعالی جل جلاله به پاتې شي، لکه څنګه چې د پیدایښت دمخه یوازې و، او هېڅ مخلوق ورسره نه و.» [۴]
د “الفرق بین الفرق” کتاب لیکوال د جهمیه د نظر په اړه وایي:
«جهم بن صفوان په دې عقیده دی چې جنت او دوزخ به دواړه فناء او له منځه لاړ شي.» [۵]
د جهمیه‌و دلایل
علامه ابن ابي العز دمشقي حنفي رحمه الله د جهمیه فرقې د دلایلو په اړه لیکي:
«جهم بن صفوان دا نظر د خپل فاسد اصولو پر بنسټ بیان کړی دی. دا فاسد اصل په لاندې ډول دی: پیښې او هغه مخلوقات چې نامتناهي دي، شتون یې ممتنع دی. دا اصل د اهل کلام د مذمومو بنسټونو څخه دی؛ هغه بنسټ چې دوی د اجسامو د حدوث د ثابتولو لپاره پرې استدلال کوي او د نړۍ په حدوث کې یې اساس ګڼي. جهم په دې باور دی چې هغه پېښې چې مبدأ او پیل یې نه دی درلودلی، په تېرو وختونو کې یې شتون ممتنع و، او په راتلونکي کې به هم ممتنع وي. نو د هغه په اند، په راتلونکي کې د الله تعالی جل جلاله لپاره د فعل دوام، د تېر مهال په څېر، ناشونی دی.» [۶]
جهم بن صفوان په دې اړه یوه شبهه راپورته کړې او وايي:
«جنت او دوزخ حادث دي، او هر څه چې حدوث یې ثابت وي، د هغه فناء هم ثابت دی. دا د هغه قاعده ده. جهم په دې موضوع کې پر عقل تکيه کوي او وايي چې د حادث بقاء ناشونې ده. ځکه که هغه باقي وبولو، نو په بقاء کې به له الله تعالی سره شریک شي.» [۷]
جهم بن صفوان له دې آیتونو، په کومو کې چې د «خالد» یا «خالدین» کلمې ذکر شوې دي، مبالغه کوي او وايي چې له دې څخه مراد دوام او پایښت نه دی.
د اهل سنت او جماعت نظر
امام ابوحنيفه رحمه الله وايي:
«جنت او دوزخ اوس موجود دي او هېڅکله به له منځه لاړ نه شي.»
په “الوصیة” کتاب کې هم لیکي:
«جنت او دوزخ حق دي او مخلوق دي. نه پخپله فناء کېږي او نه یې اوسېدونکي؛ ځکه الله تعالی جل جلاله د جنتيانو په اړه فرمايي: «أُعِدَّتْ لِلْمُتَّقِينَ» او د دوزخيانو په اړه فرمايي: «أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ». جنت او دوزخ د ثواب او عذاب لپاره پیدا شوي دي.» [۹]
امام طحاوي رحمه الله وایي:
«جنت او دوزخ مخلوق دي، اوس هم موجود دي او هېڅکله به له منځه لاړ نه شي.» [۱۰]
امام عبدالغني مقدسي رحمه الله د “الاقتصاد في الاعتقاد” په کتاب کې لیکي:
«موږ ایمان لرو چې جنت او دوزخ مخلوق دي او هېڅکله به له منځه لاړ نه شي؛ ځکه چې هغه د بقاء لپاره پیدا شوي دي، نه د فناء لپاره. په دې اړه ډېر صحیح احادیث موجود دي.» [۱۱]
د “الاقتصاد في الاعتقاد” کتاب شارح د دې خبرې په وضاحت کې لیکي:
«جنت او دوزخ مخلوق دي او هېڅکله به له منځه لاړ نه شي؛ ځکه چې هغه د بقاء لپاره پیدا شوي، نه د فناء لپاره. دا د پخوانیو او اوسنیو امامانو د اکثریت نظر دی. البته د ابن قیم په څېر ځینو پخوانیو (سلفو) علماوو باور درلود چې جنت به تل پاتې وي خو دوزخ به له منځه لاړ شي. خو صحیح قول دا دی چې دوزخ به هم هېڅکله له منځه لاړ نه شي.» [۱۲]
[۱] البزدوی، أبی الیسر محمد، أصول الدین، تحقیق: دکتور هانز بیتر لنس، تعلیق: دکتور أحمد حجازی السقا، ۱۴۲۴ هـ.ش، ص ۱۷۱.
[۲] بغدادی، عبدالقاهر بن طاهر، أصول الدین، تحقیق او تعلیق: أحمد شمس الدین، ۱۴۲۳ هـ.ق، ص ۲۶۳.
[۳] دمشقی، علی بن علاءالدین، شرح عقیدۀ طحاویه، تحقیق: عبدالله بن عبدالمحسن وشعیب ارناؤوط، ژباړونکی: اسحاق دبیری، ج ۲، ص ۸۵۷.
[۴] الأشعری، علی بن إسماعیل، مقالات الإسلامیین واختلاف المصلین، وړاندې کوونکی: أ. نعیم زرزور، ۱۴۳۰ هـ.ق، ج ۲، ص ۳۵۵.
[۵] تمیمی، عبدالقاهر بن طاهر بن محمد، الفرق بین الفرق، تحقیق: محمد محی الدین عبدالحمید، بې‌تاریخ، ص ۲۱۱.
[۶] دمشقی، علی بن علاءالدین، شرح عقیدۀ طحاویه، تحقیق: عبدالله بن عبدالمحسن وشعیب ارناؤوط، ژباړونکی: اسحاق دبیری، ج ۲، ص ۸۵۷-۸۵۸.
[۷] الراجحی، عبدالعزیز بن عبدالله، شرح العقیدة الطحاویة، باب الجنة والنار مخلوقتان لا تفنیان، ج ۱، ص ۳۲۲.
[۸] شهرستانی، محمد بن عبدالکریم، الملل والنحل، تصحیح او تعلیق: أ. أحمد فهمی محمد، ۱۴۱۳ هـ.ق، ص ۷۴.
[۹] کتاب الفقه الأکبر، د امام الأعظم أبوحنیفه رحمه‌الله لیکنه، تشریح: الإمام الهمام ملا علی القاری، بې‌تاریخ، ص ۸۸-۸۹.
[۱۰] دمشقی، علی بن علاءالدین، شرح عقیدۀ طحاویه، تحقیق: عبدالله بن عبدالمحسن وشعیب ارناؤوط، ژباړونکی: اسحاق دبیری، ج ۲، ص ۸۴۹.
[۱۱] الراجحی، عبدالعزیز بن عبدالله، الإرشاد بشرح الاقتصاد في الاعتقاد (د امام حافظ عبدالغني المقدسي رحمه الله اثر)، ۱۴۳۹ هـ.ق، ص ۲۵۴.
[۱۲] هماغه، ص ۲۵۶.
Leave A Reply

Exit mobile version