لیکوال: ابوعایشه

قدریه فرقه (اتمه برخه)

د پیل خبرې
د اسلام دین له ښېګڼو یوه یې دا ده چې د دې دین هر حکم له حکمت، درس او عبرت څخه ډک دی. انسان کولای شي چې د دې احکامو او فرمانونو په عملي کولو سره یو مثالي، مناسب او ارزښتناک ژوند ومومي. دا حکمتونه کله موږ ته څرګند وي او کله بیا ترې ناخبره پاتې کېږو.
په تقدیر ایمان هم له هغو مسئلو څخه دی چې کولای شي د انسان ژوند ته بدلون ورکړي او د هر انسان پر فردي ژوند ژور اغېز ولري؛ ځکه کله چې موږ پوه شو چې ټول امور، شر وي او که خیر، مخکې له مخکې ټاکل شوي دي، نو په دې صورت کې به د الله (ج) پر ذات توکل کوو، اسبابو ته به پام کوو ، او هم به مو پر خدای او هم پر خپل ځان باور زیات شي. په دې برخه کې چې د دې څېړنې وروستی برخه ده، غواړو د د همدې موضوع په اړه یو څه بحث وکړو.
پر تقدیر ایمان او په فرد او ټولنه یې اغېزې
ځینې خلک دا شبهه مطرح کوي چې د پر تقدیر ایمان د دې لامل ګرځي چې بندګان په خپلو کارونو کې سستي وکړي او ووايي: کله چې هر څه له مخکې لیکل شوي او ټاکل شوي دي، نو بیا موږ ته څه اړتیا ده چې زحمت وباسو او هڅه وکړو؟ ځکه چې پایله خو مخکې له مخکې معلومه ده.
خو د دې شبهې په ځواب کې باید وویل شي چې دا ډول باور او فکر د کافرانو او بې‌دینانو عقیده ده؛ ځکه دوی داسې فکر کوي چې پر تقدیر ایمان انسان دې ته اړباسي چې پر لیکل شويو تقدیرونو قناعت وکړي، کار و نه‌کړي او له هر ډول هلو ځلو لاس واخلي. هغوی پر تقدیر ایمان د اسلامي امت د شاته پاتې کېدو او وروسته‌والي په برخه کې د مثال په توګه وړاندې کوي.خو د اسلامي امت د وروسته‌والي او تخلف واقعي علت بل څه دی، چې د داخلي او بهرنيو عواملو په پایله کې رامنځته شوی دی. د مهمو داخلي عواملو له جملې: د اسلام له حقیقت څخه د مسلمانانو ناخبري ، او د اسلام له حقیقت سره ناسم تعامل؛ داسې تعامل چې د سم او ریښتیني ایمان پر بنسټ واوسي.
د «القضاء والقدر في ضوء الکتاب والسنة ومذاهب الناس فیه» د کتاب لیکوال پر فرد او ټولنه د ګټو او اغېزو په اړه اته ټکي ذکر کړي دي، چې دلته یې په لنډ ډول وړاندې کړو:
۱. تقدیر د هغو لویو انګېزو له ډلې څخه دی چې انسان په هغه لار کې د کار، فعالیت او زحمت لپاره هڅوي چې الله تعالی په دنیا کې راضي ساتي. پر تقدیر ایمان د مؤمن انسان لپاره له پیاوړو انګېزو څخه ده چې په مرسته یې کولای شي چې په لوړ همت، قوي عزم او پوره یقین سره د سترو کارونو پر لور ګام واخلي.
۲. پر تقدیر د ایمان د غوره اغېزو له ډلې څخه دا ده چې په مرسته یې انسان خپل مقام او ځای پېژني؛ او هیڅکله کبر، غرور او ځان‌ښودنې ته نه مخه کوي؛ ځکه چې انسان د هغه څه له پیژندلو بې‌خبر وي چې ورته مقدر شوي او یا په راتلونکي کې ورته پېښیږي؛ نو انسان تل د الله تعالی پر وړاندې په خپله عاجزۍ، ناتوانۍ او او مجبوریت اعتراف کوي، چې دا د تقدیر د پټو اسرارو له له ډلې څخه یو دی.
۳. د انساني طبیعت یوه ځانګړنه دا ده چې له ژوند ډېره مینه لري، د دنیا مال و متاع خوښوي او د خپلو شخصي ګټو په برخه کې ډېر حریص وي. هغه دردونه، ستونزې او سختۍ چې پرې راځي بد یې ګڼي او نه یې خوښوي. انسان تل خیر او ښېګڼه یوازې خپل ځان ته غواړي او پر نورو یې نه لوریږي، شر نه خوښوي او ترې وېرېږي. دا هغه واقعیت دی چې الله تعالی د انسان په اړه په خپل سپېڅلي کلام کې بیان کړی دی:«إِنَّ الإِنسَانَ خُلِقَ هَلُوعًا، إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوعًا، وَإِذَا مَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوعًا» ژباړه: (یقیناً انسان له بې‌صبرۍ سره پیدا شوی؛ چې کله پرې شر راشي، ډېر بې‌تابه شي او چې کله پرې خیر راشي، بخل کوي.) [۱]کله چې انسان ته کومه ګټه یا نعمت ورسي، نو مغرور شي او پرې دوکه شي؛ خو که مصیبت پرې راشي نو وارخطا او غمجن شي. انسان ته هېڅ شی د خوشحالۍ پر مهال له غرور او سرکشۍ، او د غم پر مهال له ناراحتي او شکايت څخه نجات نشي ورکولای، پرته له دې چې پر تقدیر ایمان ولري او باور ولري چې هر څه چې پېښ شوي مخکې له مخکې لیکل شوي وو او الله تعالی یې په اړه علم درلود.
۴. پر تقدیر ایمان د هغو ناروغیو له منځه وړونکی دی چې نن سبا زموږ ټولنه پرې اخته ده، لکه حسادت او نورې داسې کړنې چې د مؤمنانو تر منځ د دښمنۍ او کینې لامل کېږي؛ ځکه چې مؤمن هغه چا ته چې الله تعالی ورته د خپل فضل او کرم له مخې څه ورکړي وي، حسادت نه کوي. ځکه هغه پوهېږي چې دا ټول نعمتونه د الله له لوري دي او همدا راز د الله په تقدیر کې لیکل شوي دي. نو کله چې یو څوک حسادت کوي، په حقیقت کې د الله تعالی پر تقدیر اعتراض کوي.
۵. پر تقدیر ایمان انسان ته د ستونزو او سختیو په وړاندې زړورتیا، جرئت او استقامت وربخښي، او همت یې قوي کوي. نو ځکه مجاهدین د جهاد په میدانونو کې پیاوړي، ثابت‌قدمه او ټینګ ولاړ وي، له مرګه نه وېرېږي؛ ځکه چې دوی باوري دي چې اجل ټاکل شوی دی، نه مخکې راځي او نه وروسته.
۶. پر تقدیر ایمان له هغو سترو عواملو څخه دی چې مسلمان ته په ځانګړي ډول له نورو خلکو سره د تعامل په برخه کې ثبات او زغم وربښي؛ ځکه چې کله څوک پر ده ظلم وکړي، حق یې تلف کړي، د خیر په بدل کې شر ورورسوي، یا بې‌ځایه یې بدنامه کړي، نو مؤمن یې بښي او له انتقام څخه تېرېږي؛ ځکه چې مؤمن دا پېښې د الله له لوري مقدر شوې ګڼي او باور لري چې دا هر څه د الله د تقدیر برخه ده، [نو باید صبر وکړي او هېڅکله د الله پر فیصلې اعتراض و نه‌کړي.]
۷ . پر تقدیر ایمان د مؤمن په زړه کې ګڼ شمېر ایماني حقیقتونه روزي. تل له الله تعالی مرسته غواړي، پر الله باور کوي، اسبابو ته د لاسرسي سربېره یې هم پر الله تعالی توکل وي. همدارنګه تل ځان د الله تعالی محتاج ګڼي، د ثبات او استقامت لپاره له الله تعالی مرسته غواړي .پر تقدیر ایمان د مؤمن په زړه کې عاجزي، تواضع او د الله تعالی پر لویوالي اقرار رزوي. کله چې کومه ګناه ترې وشي، له الله تعالی نه بښنه او عفو غواړي، خو د خپلې ګناه لپاره تقدیر نه پلمه کوي، که څه هم پوهېږي چې دا کارونه ورته مقدر شوي وو.
۸. پر تقدیر د ایمان له مهمو اغېزو څخه دا ده چې داعي د الله تعالی پر لور خپل دعوت علني کوي، له هېچا نه وېرېږي، او توګه ټولو ته په ښکاره حق او حقیقت رسوي. د صبر او پر الله تعالی د توکل له لارې ټولې ستونزې شاته پرېږدي؛ ځکه هغه باور لري چې اجل یوازې د الله تعالی په لاس کې دی، رزق د الله له لورې راځي، او بندګان له الهي مدد پرته هېڅ نه‌شي کولای. [۲]
ایا قدریه فرقه نن ورځ هم شتون لري؟
یوه بله پوښتنه چې کېدای شي د دې څېړنې د ډېرو درنو لوستونکو ذهن ته راشي دا ده چې:ایا د قدریه فرقه نن ورځ هم شتون لري ؟ ایا لا هم داسې کسان شته چې د دغې فرقه پیروان وي او یا یې نظریات تایید کړي؟ ددې پوښتنې په ځواب کې باید وویل شي چې که څه هم د دغې فرقې اصلي بنسټ له منځه تللی او بله داسې فرقه نه ده پاتې چې په ښکاره ډول یې «قدریه» وبولو، خو د دوی نظریات، افکار، عقاید او باورونه لا هم د ځینو ډلو په منځ کې شتون لري. په نننۍ زمانه کې یو شمېر کسان قدریه فرقه ستايي ځکه دوی بندګان د خپلو اعمالو خالق ګڼي او دا مفکوره د انسان د ازادۍ د ملاتړ اصل ګڼي. دوی فکر کوي چې د انسان د بشپړې ازادۍ لومړني علمبرداران همدغه کسان وو. لکه څنګه چې معاصر لیکوال محمد حبش د دې فرقې د بنسټ‌ايښودونکو له ډلې څخه غیلان دمشقي ته د “شهید الحریة” (د ازادۍ شهید) لقب ورکړی او د “غیلان الدمشقي… شهید الحریة في دمشق” تر عنوان لاندې یې یوه مقاله هم لیکلې، چې د غیلان مفکوره یې د انسان د خلاصون او ازادۍ لپاره یوه ویاړلې هڅه بللې. [۳]
سربېره پر دې د «غیلان الدمشقي دفع حیاته من أجل الحریة والعدالة» (غیلان دمشقي خپل ژوند د ازادۍ او عدالت لپاره قربان کړ) تر عنوان لاندې په یوه بله مقالې کې لیکوال د هغه د فکر او نظریې ستاینه کړې او د انسان د ازادۍ مدافع او ملاتړی یې بللی دی. [۴]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه

سرچینې:
[۱] سورة المعارج، الآیة 19- 20.
[۲] المحمود، د. عبد الرحمن بن صالح، القضاء والقدر في ضوء الکتاب والسنة ومذاهب الناس فیه، 1418 هـ. ق، از ص 447 تا 457 به طور اقتباس و اختصار.

[۳] سایت: مرکز حرمون للدراسات المعاصرة. عنوان مقاله: غیلان الدمشقی… شهید الحریة في دمشق، نویسندۀ محمدحبش، تاریخ نشر: 2021 م.

[۴] سایت: مرکز الاتحاد للأخبار، عنوان مقاله: غیلان الدمشقی دفع حیاته من أجل الحریة والعدالة… تاریخ نشر: آگوست 2011 م.

Leave A Reply

Exit mobile version