لیکوال: عبیدالله نورزهي

اسلام په اروپا کې (شپږمه برخه)

په اروپا کې مهاجرت
په اروپا کې مهاجرت په دوه ډوله دی:
  1. تاریخي مهاجرتونه: له پنځلسمې پیړۍ راهیسې پراخ مهاجرتونه، په ځانګړې توګه امریکا ته، پیل شول چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۷۰ میلیونه اروپایان مختلفو سیمو ته لاړل.
  2. معاصر مهاجرت: د آسیا او افریقا خلک اروپا ته مهاجر شوي، چې په عمده توګه په خدماتي دندو او فابریکو کې کار کوي.
نژادونه، ژبې او دینونه
ډېری اروپایان سپین پوستي دي او بېلابېلې توکمیزې ډلې پکې شاملې دي، لکه:
  • لاتیني (جنوبي اروپا)
  • جرمني
  • سلاوي
  • لاپس (د شمالي اروپا یو ځانګړی توکم)
  • او خپاره شوي قومونه لکه ایبیریان او سیلټیان.
په دې وچه کې شاوخوا ۷۰ ژبې او لهجې شتون لري. اروپا اوس ۳۴ سیاسي واحدونه لري چې تر ټولو لویه یې فرانسه ده، چې ۵۴۴,۰۰۰ کیلومتره مربع مساحت لري، او تر ټولو کوچنۍ یې موناکو ده، چې یوازې ۱.۸ کیلومتره مربع مساحت لري.
د اروپایانو اکثریت د عیسویت پیروان دي، چې په دریو څانګو وېشل شوی دی: کاتولیک، پروټیسټانټ، او ارتودوکس. په اروپا کې تر ټولو لوی مذهبي اقلیت مسلمانان دي.
په اروپا کې د اسلام نفوذ
په ۹۱ هجري کال کې، چې د ۷۱۱ میلادي کال سره سمون لري، اسلامي لښکرو یوه لویه بریا ترلاسه کړه. په دې نیټه، طارق بن زیاد رحمه الله د هغه تر قوماندې لاندې لښکرو سره د یوې لویې او شاندارې فتحې په ترڅ کې د اروپا جنوب لویدیځه سیمه تر خپلې ولکې لاندې راوستله.
طارق بن زیاد رحمه الله په ۷۱۰ میلادي کال کې د تنګي پر شمال برید وکړ، چې وروسته د هغه په نوم “جبل الطارق” ونومول شو. هغه یو بربر مریی و چې اسلام یې قبول کړی و او د افریقا (مغرب) په محاذ کې د اسلامي ځواکونو د قوماندان موسی بن نصیر رحمه الله تر قوماندې لاندې یې دنده ترسره کوله.
طارق د خپل ټینګ ایمان او بې‌ساري زړورتیا سره وکولای شوو چې په ځانګړو ستراتیژیو سره د تنګي هغې غاړې ته نفوذ وکړي. خپل منزل ته په رسېدو سره، هغه امر وکړ چې ټولې کښتۍ دې وسوځول شي. د خپلو ځینو ملګرو د نیوکو په ځواب کې، هغه یوه په زړه پورې وینا وکړه او داسې یې وویل:
“ای خلکو، اوس توپان لرونکی سمندر ستاسو تر شا دی او د دښمن لښکر ستاسو په وړاندې دی. هغوی په ډېرو وسلو سمبال دي او له توکو ډکې زېرمې لري؛ مګر تاسو یوازې په خپل ایمان او هغو تورو تکیه کولی شئ چې ستاسو په اختیار کې دي. جګړه وکړئ او بریالي شئ!”
دې خبرو د سرتېرو مورال لوړ کړ، او هغوی په بې‌ساري زړورتیا سره هسپانیه (اندلس) فتحه کړه. د دې خاورې خلک، چې د ویزیګوت له پاچا «روډریک» له ظلمونو ستړي شوي وو، د مسلمانانو تود هرکلی وکړ. په ۷۱۱ میلادي کال کې، قادش ته نږدې په یوه جګړه کې، ۷۰۰۰ مسلمانانو د الله تعالی په مرسته وتوانېدل چې ۲۵۰۰۰ اروپايي جنګیالیو ته ماتې ورکړي. د دوو کلونو په اوږدو کې، د ایبریا ټاپووزمه (د شمال لویدیز له کوچنیو سیمو پرته) د مسلمانانو تر بشپړ کنټرول لاندې راغله، او دا سیمه چې “اندلس” نومېږي، د اسلامي تمدن له ځلاندو مرکزونو څخه شوه.
په اروپا کې د اسلام پرمختګ
د هسپانیې له فتح کولو وروسته، اسلامي پوځ په ۷۱۴ میلادي کال کې فرانسې ته ننوت او د اوینیون او لیون ښارونو ته یې پرمختګ وکړ. سره له دې چې د پام وړ بریاوې ترلاسه شوې، د اسلامي دولت له مرکز څخه د دې سیمو اوږد واټن او د اسانتیاوو او امکاناتو نشتون د دې لامل شو چې فتوحات ودرول شي. په ۷۲۳ میلادي کال کې، مسلمانان د «پواتیه» په مشهوره جګړه کې د چارلس مارټل ځواکونو له خوا مات شول، مګر بیا هم د اروپا ډېره برخه د دوی تر ولکې لاندې وه.
د قبرس، سیسلي، روډس، کریټ، سارډني، او بالئار ټاپوګانو فتحه کول هم په وروستیو پېړیو کې د مسلمانانو له لاسته راوړنو څخه وو. په ۴۷۶ هجري کال کې، د مسلمانانو پوځ د یوسف بن تاشفین په مشرۍ د زلاقه په جګړه کې د هسپانیې د پاچا الفونس ځواکونو ته ماتې ورکړه.
په اندلس کې د ۷۸۱ کلنې اسلامي واکمنۍ له ړنګېدو سره سره، د اسلام کلتوري او تمدني اغېزې په اروپا کې پاتې شوې. اسلامي علومو، هنر او فلسفې د رنسانس په پرمختګ کې ژور اغېز درلود. په راتلونکو پېړیو کې، عثمانیانو، د اسلامي تمدن د وارثانو په توګه، په ختیځ او سویل ختیځ اروپا کې خپلو فتوحاتو ته دوام ورکړ. عثماني حکومت د بیزانسي دولت له کمزورۍ څخه ګټه واخیسته او د ګالیپولي، ایډیرن، سربیا، او بوسنیا په څېر سیمې یې ونیولې.
د عثماني امپراتورۍ له ړنګېدو او د اسلامي هېوادونو د استعمار سره، لویدیځ هڅه وکړه چې د اسلام نفوذ محدود کړي. سره له دې، د اسلام سپېڅلي دین جاذبې دې دین ته اجازه ورکړه چې په اروپا او د نړۍ په نورو برخو کې وده وکړي. نن ورځ، اسلام په اروپا کې د دویم لوی دین په توګه مهم رول لوبوي، چې له ۲۲ میلیونو څخه ډېر مسلمانان پکې ژوند کوي.
د بالکان په سیمو کې، د البانیا، بوسنیا، او کوزوو په څېر هېوادونو کې اکثریت خلک مسلمانان دي. په نورو اروپايي هېوادونو کې هم د ځايي خلکو او کډوالو په منځ کې د اسلام په لور تمایل په چټکۍ سره پراخېږي. سره له دې چې منفي تبلیغات او د کلیساګانو لخوا د مسلمانانو د عیسوي کولو هڅې روانې دي، د اسلام دین د خپلو سوله‌ ییزو لارو چارو سره د ډېرو خلکو زړونه خپل کړي دي.
دا حقایق ښيي چې د لویدیځ د اوږدې مودې دښمنۍ سره سره، د اسلام رڼا په اروپايي وچه کې په روښانه توګه ځلېږي او د حق غوښتونکو خلکو لخوا یې هرکلی کېږي.
جنوبي اروپا او د اسلام نفوذ
جنوبي اروپا، چې د افریقا او آسیا اسلامي هېوادونو ته د اروپا تر ټولو نږدې سیمه ده، د هجري قمري کلیزې په لومړیو پېړیو کې د اسلامي لښکرو لخوا فتحه شوې لومړنۍ سیمې وې. اسلامي کلتور او تمدن په دې سیمه کې وده او پراختیا وکړه، او د دې کلتور نښې لا هم د اروپا په جنوبي او جنوب لویدیزو سیمو کې لیدل کېږي.
په دې سیمه کې یو له خورا مشهورو خاورو څخه د ایبیریا ټاپووزمه ده، چې د اتو پېړیو لپاره د مسلمانانو تر واکمنۍ لاندې وه. مسلمانانو دا خاوره، چې اندلس نومېده، د فکر او کلتور په مرکز بدله کړه؛ هغه هم په داسې وخت کې چې اروپا د ناپوهۍ او منځنیو پېړیو په تیارو کې ډوبه وه. اندلس، د خپل علمي او کلتوري ځلا سره، اروپایانو ته حکمت او روښانتیا ورزده کړه.
ډاکټر پډرو مارتینز مونټابس، چې یو هسپانوي څېړونکی او مستشرق دی، په دې اړه وايي:
“که چیرې په هسپانیه کې د اتو پېړیو اسلامي واکمنۍ نه وای، نو دا هېواد به هېڅکله د تمدن د تاریخ څرخ ته نه وای ننوتلی. دې دورې ګاونډي اروپا ته د حکمت او کلتور رڼا راوړه، په داسې حال کې چې ګاونډۍ اروپا د ناپوهۍ او وروسته پاتې والي په تیارو کې بنده وه.”
په لومړۍ هجري پېړۍ کې، مسلمانانو د قبرس ټاپو د خپلو پیاوړو سمندري ځواکونو په مټ فتح کړ او د اسلامي شریعت له مخې یې د قبرس پر عیسوي اوسېدونکو جزیه وټاکله. په ۲۱۲ هجري کال کې، مسلمانانو د کریت پر ټاپو یرغل وکړ او د اوسېدونکو د مقاومت له ځپلو وروسته یې ونیوه. اسلامي پوځ خپل مرکزي سنګر د کندې په کیندلو سره پیاوړی کړ او په ټاپو کې یې اسلامي دولت جوړ کړ.
په کریت کې د مسلمانانو تم کېدل او مېشت کېدل شاوخوا یوه نیمه پېړۍ دوام وکړ. که څه هم رومي ځواکونو څو ځله هڅه وکړه چې ټاپو بیرته ونیسي، مګر ناکام شول. مګر په ۳۵۰ هجري کال کې، یونانیانو وکولای شول چې کریت د مسلمانانو له کنټرول څخه وباسي.
د سیسلي ټاپو د اسد بن فرات لخوا فتحه شو. هغه، په سمندري جګړو کې د مهارتونو او نوښتونو ترلاسه کولو وروسته، د دریمې هجري پېړۍ په لومړیو کې د مسلمانو جنګیالیو د لښکر قومانده په غاړه واخیسته. دا پوځ د ټاپو په جنوبي ساحل کې ځای پر ځای شوی و، چې “پازرو” نومېږي، او بیا یې د پالرمو ښار هم ونیوه. که څه هم رومیانو اسلامي پوځ محاصره کړ، خو د شمالي افریقا له اغلبي دولت څخه د تازه دمو ځواکونو په راتګ او د اندلس له جنګیالیو سره په یوځای کېدو سره، مسلمانانو وکولای شول چې د ټاپو لویه برخه فتح کړي.
د ټاپو په یوه سیمه کې، چې د صقلیه په نوم پېژندل کېږي، یو اسلامي حکومت تاسیس شو چې دوه پېړۍ یې دوام وکړ. د دې حکومت تر سیوري لاندې، سیسلي د پرمختګ او غوره والي په لور ګامونه پورته کړل او یو ځلاند تمدن راڅرګند شو. مګر ورو ورو د مسلمانانو په تشکیلاتو کې کمزورتیا نفوذ وکړ، او په ۴۶۴ هجري قمري کال کې د راجر په مشرۍ د نارمن پوځ مسلمانانو ته ماتې ورکړه او ټاپو یې د دوی له ولکې څخه بهر کړ.
دوام لري
Leave A Reply

Exit mobile version