د اروپایانو لپاره د مسلمانانو کلتوري او علمي خدمتونه
په هغه دوره کې چې اروپا په وحشت او تیاره کې ژوند کاوه، او هر ډول فکر د عقیدو د پلټنې محکمو لخوا ځپل کېده، مسلمانان د خپلې علمي او کلتوري سوکالۍ او پرمختګ په لوړو کې وو. هغوی خپلې ډېرې نوې مفکورې او علمي تجربې اروپایانو ته ولېږدولې.
په هغه وخت کې، په اروپا کې د هغو کسانو شمېر ډېر کم و چې لوستل او لیکل یې کولی شول. له ۸۰۰ میلادي کال راهیسې، شانداره اسلامي تمدن په اروپايي ټولنه ژوره اغېزه وکړه، او مسلمانانو د پوهې او معرفت بازار ته لویې لاسته راوړنې وړاندې کړې.
جان برنال په خپل کتاب “علم په تاریخ کې“ لیکي: “د علم یوه تازه څپه راغله، او د اسلام تر بیرغ لاندې هغه یو شاندار ترکیب وموند چې له لارې یې علم او فن د منځنیو پیړیو اروپا ته لاره وموندله.”
ولټر، چې یو عیسوي څېړونکی دی، اعتراف کوي: “د رومي امپراتورۍ له ړنګېدو وروسته، د وحشت او ناپوهۍ په دوره کې، عیسویانو له مسلمانانو څخه هرڅه زده کړل، په شمول د هندسې، کیمیا، طب، ریاضي او نورو علومو، او د هغه وخت د علومو ترلاسه کولو لپاره یې مسلمانانو ته مخه کړه.”
لویدیځ فیلسوف برټرانډ رسل هم تاییدوي: “په لویدیځ کې مسلمانان، له وحشت څخه د دوی په وتلو کې اغېزمن ثابت شول.”
جورج سارټون د خپل کتاب “د علم تاریخ“ په لومړي ټوک کې لیکي: “هغه فکري وروسته پاتې والی چې د اوومې پېړۍ په دویمه نیمایي او د اتمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې لږ تر لږه په اروپا او نږدې ختیځ کې احساسېده، ورپسې د نوي فعالیت دوره راغله. دا مسله تر ډېره حده د مسلمانانو د مخکښ توب له برکته وه.”