لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، په کورنۍ کې ښځه د مور، لور، خور یا مېرمنې په توګه خورا مهم او رغنده رول لوبوي. که څه هم د مېرمنې مقام ښایي د مور مقام او درجې ته و نه رسېږي، بیا هم هغې ته په ژوند کې داسې حقوق او مسؤولیتونه ورکړل شوي دي چې د خاوند د ژوند په سمون او تنظیم کولو، د صالحو او نېکو ماشومانو په پالنه، او نورو اړینو چارو کې مهمه ونډه لوبولی شي. له همدې امله، اسلام مېرمنو ته ځانګړي حقوق ورکړي دي.
د دنیا ژوند د نارینه او ښځینه طبقې ترمنځ د ګډو اړیکو غوښتنه کوي، او دا اړیکې د یو بل پر ملاتړ ولاړې دي. لوی څښتن تعالی د ژوند په اوږدو کې نارینه پر ښځو او ښځې پر نارینه وو یو بل ته محتاج ګرځولي دي. هغه د هر یوه لپاره د بل پر وړاندې حقوق ټاکلي دي، ترڅو دواړو اړخونو ته د اړتیاوو ځواب وویل شي، او په کورنۍ کې نظم او همغږي ټینګه شي.
ډېری کورنۍ شخړې، په ځانګړې توګه د مېړه او مېرمنې ترمنځ، د همدې مسایلو له امله رامنځته کېږي چې یو بل ته درناوی نه کوي او حقوق یې په پام کې نه نیسي. ډېر داسې سړي شته چې پر خپلو مېرمنو د واکمنۍ ادعا کوي او غواړي ښځه په کور کې په بشپړه توګه بې واکه وي. ځینې خلک خو په دې کې دومره زیاتی کوي چې د خپلو زامنو او لوڼو په واده کولو کې له خپلې مېرمنې سره مشوره هم نه کوي.
که هغه حقوق چې خدای جل جلاله او د هغه رسول صلی الله علیه وسلم د نارینه او ښځینه لپاره په قرآني آیتونو او نبوي احادیثو کې بیان کړي، په سمه توګه رعایت شي، نو کورنۍ به د مینې، ارامتیا، او هوساینې ډکه وي.
د اسلام مبارک دین ښځو ته، که هغه مور وي، خور، مېرمن، یا لور، داسې پراخ حقوق ورکړي دي چې بېلګه یې د هېڅ ملت او مذهب په قوانینو کې نه موندل کېږي. د خدای جل جلاله په کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو کې داسې منظم احکام شته چې د ښځو د پت، عفت، او کرامت ضمانت کوي. د الله تعالی له ستر نعمتونو څخه یو هم دا دی چې واده یې د مینې او شفقت پر ټینګ بنسټ ولاړ کړی دی. پرته له دې بنسټ څخه د ګډ ژوند دوام ناشونی دی.