د اسلام ټولنیز نظم د نړیوالتوب او انساني ورورولۍ پر اصولو ولاړ دی. اسلام هڅه کوي چې د فرد او ټولنې لپاره نېکمرغي، بریا او ښېګڼې تضمین کړي. په دې نظام کې د افرادو او ټولنې تر منځ طبقاتي جګړې ته ځای نشته. د اسلام ټولنیز نظام ټولیز دی، ټولنیز ژوند ته لومړیتوب ورکوي او د ټولیز عبادت غوښتونکی دی. هغه ټولنه چې ټول یې یوه وروستۍ موخه، لوری او مرکز لري، د نړۍ په ټولو څنډو کې په یوه وخت کې یوه میاشت روژه نیسي او د مسلمان د اصلي مکلفیت په توګه، هممهاله حج ته ځي.
اسلام په فردي مسؤولیت باندې ډېر ټینګار کوي او د فرد له پرمختګ څخه غافل نه دی؛ په عین حال کې، ټول خلک په یوه ټولګه کې، یعنې په اسلامي ټولنه کې، تنظیموي. یو شان قانون په هره طبقه او هېواد کې د خلکو د ژوند چارې تنظیموي.
په دې برخه کې باید یو ټکی تشریح کړو چې په لوېدیځو ادبیاتو کې په مکرر ډول بیانېږي: دا چې اسلام نه یوازې یو دین دی، بلکې هممهاله یو دین او دولت دی.
هیګل وایي: «ښایي د اسلامي اخلاقو جوهر بشپړ وي. هغه څه چې باید داخلي لېوالتیا وي، د بهرني نظم لپاره مسله جوړیږي. داسې ارادې ته اړتیا نشته چې په اخلاقي اعمالو امر وکړي؛ ځکه چې دا په خپله خوښه ترسره کېږي. له دننه څخه امر کېږي، او بهرنۍ او داخلي چارې تر اوسه له شرعي او اخلاقي اړخه نه دي بېلې شوي. په دې توګه، دوی یو نهویشل شوی یووالی جوړوي، چې دین او دولت هم همداسې دي.»
په دې اړه «مونټیسکیو» په خپل کتاب روح القوانین (The Spirit of Laws) کې ټینګار کړی چې له قوانینو پرته ټولنه نشته، او په هر ځای کې چې قانون شتون لري، باید حکومت هم وي. هغه خپل نظر د انجیل او قرآني ملاحظاتو او د خدای جل جلاله لخوا وضع شویو قوانینو باندې ولاړ کړی: «خالق او ساتونکي خدای قوانین وضع کړل؛ ځکه چې دا د هغه په حکمت او ځواک پورې اړه لري. لکه څنګه چې موږ ګورو، کائنات لاهم شتون لري او حرکتونه یې باید د نه بدلون وړ قوانین ولري. که وکولی شئ چې له دې پرته بله نړۍ تصور کړئ، هغه نړۍ به هم په قوانینو ودانه او تلپاتې وي، یا به ویجاړه شي.»